۱۰۰. سورة العاديات
The Courser
ٱلْعَادِيَات

سورة العاديات

The Courser
۱۱ آیتونهمکي

العاديات سورت (العاديات، مانا: The Courser) د قرآن ۱۰۰م سورت دی. دا مکي سورت دی چې ۱۱ آیتونه لري او په ۳۰مه پاره کې د مدني مصحف له ۵۹۹م مخ پیلېږي.

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
Loading…

د سورة العاديات ټول آیتونه — عربي متن او پښتو ژباړه

د کلمو ژباړې، تلفظ او تفسیر لپاره هر آیت پرانیزئ.
  1. 100:1وَٱلْعَٰدِيَٰتِ ضَبْحًاقسم دى په تېزو ځغلېدونكو اسونو، چې له سینو او ګېډو نه اواز ایستونكي دي
  2. 100:2فَٱلْمُورِيَٰتِ قَدْحًاپس (قسم دى) په هغو اسونو چې په خپلو سُمانو سره تیږې وهي او اور را ایستونكي دي
  3. 100:3فَٱلْمُغِيرَٰتِ صُبْحًاپس (قسم دى) په هغو اسونو چې د سبا په وخت كې لوټمار كوونكي دي
  4. 100:4فَأَثَرْنَ بِهِۦ نَقْعًانو په دغه وخت كې دغه (اسونه) ګرد پورته كوي
  5. 100:5فَوَسَطْنَ بِهِۦ جَمْعًاپس په دغه وخت كې د لويې ډلې په مینځ كې ننوځي
  6. 100:6إِنَّ ٱلْإِنسَٰنَ لِرَبِّهِۦ لَكَنُودٌچې بېشكه انسان د خپل رب ډېر ناشكره دى
  7. 100:7وَإِنَّهُۥ عَلَىٰ ذَٰلِكَ لَشَهِيدٌاو بېشكه دى په دې خبره یقینًا ښه خبردار (او ګواه) دى
  8. 100:8وَإِنَّهُۥ لِحُبِّ ٱلْخَيْرِ لَشَدِيدٌاو بېشكه دى د مال په مینه كې یقینًا ډېر سخت دى
  9. 100:9۞ أَفَلَا يَعْلَمُ إِذَا بُعْثِرَ مَا فِى ٱلْقُبُورِایا نو دى نه پوهېږي كله چې هغه (مړي) راوښكل شي چې په قبرونو كې دي؟
  10. 100:10وَحُصِّلَ مَا فِى ٱلصُّدُورِاو هغه څه راښكاره كړى شي چې په سینو كې دي
  11. 100:11إِنَّ رَبَّهُم بِهِمْ يَوْمَئِذٍ لَّخَبِيرٌۢبېشكه د دوى رب په دغې ورځ كې په دوى باندې یقینًا ښه خبردار دى
سورت واورئMishary Alafasy