۹۶. سورة العلق
The Clot
ٱلْعَلَق

سورة العلق

The Clot
۱۹ آیتونهمکي

العلق سورت (العلق، مانا: The Clot) د قرآن ۹۶م سورت دی. دا مکي سورت دی چې ۱۹ آیتونه لري او په ۳۰مه پاره کې د مدني مصحف له ۵۹۷م مخ پیلېږي.

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
Loading…

د سورة العلق ټول آیتونه — عربي متن او پښتو ژباړه

د کلمو ژباړې، تلفظ او تفسیر لپاره هر آیت پرانیزئ.
  1. 96:1ٱقْرَأْ بِٱسْمِ رَبِّكَ ٱلَّذِى خَلَقَته د خپل هغه رب په نامه سره ولوله چې پیدا كړي يې دي (ټول مخلوقات)
  2. 96:2خَلَقَ ٱلْإِنسَٰنَ مِنْ عَلَقٍده انسان له پرنې (ټوټې) وینې نه پیدا كړى دى
  3. 96:3ٱقْرَأْ وَرَبُّكَ ٱلْأَكْرَمُته ولوله، په داسې حال كې چې ستا رب تر ټولو لوى كریم دى
  4. 96:4ٱلَّذِى عَلَّمَ بِٱلْقَلَمِهغه چې په قلم سره يې ښوونه كړې ده
  5. 96:5عَلَّمَ ٱلْإِنسَٰنَ مَا لَمْ يَعْلَمْانسان ته يې هغه څه ښودلي دي چې دى پرې نه پوهېده
  6. 96:6كَلَّآ إِنَّ ٱلْإِنسَٰنَ لَيَطْغَىٰٓحقه دا خبره ده چې یقینًا انسان خامخا سركشي كوي
  7. 96:7أَن رَّءَاهُ ٱسْتَغْنَىٰٓپه دې وجه چې دى خپل ځان ویني چې دى بې پروا (بې حاجته) شو
  8. 96:8إِنَّ إِلَىٰ رَبِّكَ ٱلرُّجْعَىٰٓبېشكه خاص ستا رب ته بېرته ورتلل دي
  9. 96:9أَرَءَيْتَ ٱلَّذِى يَنْهَىٰته ما ته خبر راكړه د هغه كس چې منع كوي
  10. 96:10عَبْدًا إِذَا صَلَّىٰٓبنده (محمدﷺ) لره كله چې دى لمونځ كوي
  11. 96:11أَرَءَيْتَ إِن كَانَ عَلَى ٱلْهُدَىٰٓته ما ته خبر راكړه كه چېرې دغه (بنده) په هدایت وي
  12. 96:12أَوْ أَمَرَ بِٱلتَّقْوَىٰٓیا په تقوٰی (پرهېزګارۍ) سره حكم كوي
  13. 96:13أَرَءَيْتَ إِن كَذَّبَ وَتَوَلَّىٰٓته ما ته خبر راكړه كه دغه (منع كوونكى) تكذیب كوي او (له حق نه) مخ اړوي
  14. 96:14أَلَمْ يَعْلَم بِأَنَّ ٱللَّهَ يَرَىٰایا دى نه پوهېږي چې بېشكه الله ویني؟
  15. 96:15كَلَّا لَئِن لَّمْ يَنتَهِ لَنَسْفَعًۢا بِٱلنَّاصِيَةِداسې نه ده! قسم دى كه دى منع نشو، (نو) مونږ به (دى) خامخا ضرور ډېر سخت راكاږو د تندي (وچولي) په وېښتانو سره
  16. 96:16نَاصِيَةٍ كَٰذِبَةٍ خَاطِئَةٍداسې تندى چې دروغجن (او) خطا كار دى
  17. 96:17فَلْيَدْعُ نَادِيَهُۥنو دى دې خپل مجلس والا راوبلي
  18. 96:18سَنَدْعُ ٱلزَّبَانِيَةَژر ده چې مونږ به ډېر سخت تند خویه ملايك راوبلو
  19. 96:19كَلَّا لَا تُطِعْهُ وَٱسْجُدْ وَٱقْتَرِب ۩داسې نه ده ته د ده خبره مه منه، او (الله ته) سجده كوه او (الله ته) ښه نژدې شه
سورت واورئMishary Alafasy