ٱلرَّحْمَٰن
سورة الرحمن
The Beneficent
۷۸ آیتونهمدني
الرحمن سورت (الرحمن، مانا: The Beneficent) د قرآن ۵۵م سورت دی. دا مدني سورت دی چې ۷۸ آیتونه لري او په ۲۷مه پاره کې د مدني مصحف له ۵۳۱م مخ پیلېږي.
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
Loading…
د سورة الرحمن ټول آیتونه — عربي متن او پښتو ژباړه
د کلمو ژباړې، تلفظ او تفسیر لپاره هر آیت پرانیزئ.
- 55:1ٱلرَّحْمَٰنُډېر زیات مهربان ذات
- 55:2عَلَّمَ ٱلْقُرْءَانَ(دا) قرآن ښودلى دى
- 55:3خَلَقَ ٱلْإِنسَٰنَهغه انسان پیدا كړى دى
- 55:4عَلَّمَهُ ٱلْبَيَانَده ته يې بیان (او وینا) كول ښودلي دي
- 55:5ٱلشَّمْسُ وَٱلْقَمَرُ بِحُسْبَانٍلمر او سپوږۍ په حساب سره (روان) دي
- 55:6وَٱلنَّجْمُ وَٱلشَّجَرُ يَسْجُدَانِاو ستوري / واښه او ونې دواړه سجدې كوي
- 55:7وَٱلسَّمَآءَ رَفَعَهَا وَوَضَعَ ٱلْمِيزَانَاو اسمان لره، دا هغه پورته (اوچت) كړى دى او تله يې اېښې (مقرر كړې) ده
- 55:8أَلَّا تَطْغَوْا۟ فِى ٱلْمِيزَانِ(د دې لپاره) چې تاسو په تله كې تېرى ونه كړئ
- 55:9وَأَقِيمُوا۟ ٱلْوَزْنَ بِٱلْقِسْطِ وَلَا تُخْسِرُوا۟ ٱلْمِيزَانَاو تاسو په انصاف سره وزن برابروئ او په تول كې كمى مه كوئ
- 55:10وَٱلْأَرْضَ وَضَعَهَا لِلْأَنَامِاو ځمكې لره، هغه دا د ژوندیو لپاره غوړولې ده
- 55:11فِيهَا فَٰكِهَةٌ وَٱلنَّخْلُ ذَاتُ ٱلْأَكْمَامِپه دې كې مېوې دي او د پوښونو والا د كجورو ونې دي
- 55:12وَٱلْحَبُّ ذُو ٱلْعَصْفِ وَٱلرَّيْحَانُاو د وښو (بوسو) والا دانې دي او خوشبویه ګلان دي
- 55:13فَبِأَىِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِنو (اى انسانانو او پېریانو!) تاسو دواړه د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ (او ترې منكرېږئ)
- 55:14خَلَقَ ٱلْإِنسَٰنَ مِن صَلْصَٰلٍ كَٱلْفَخَّارِانسان يې د كودرې په شان له وچې كړنګېدونكې خټې نه پیدا كړى دى
- 55:15وَخَلَقَ ٱلْجَآنَّ مِن مَّارِجٍ مِّن نَّارٍاو جان (د پېریانو پلار) يې د اور له خالصې (بې لوګي) شغلې نه پیدا كړى دى
- 55:16فَبِأَىِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِنو تاسو (اى انسانانو او پېریانو) دواړه د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟
- 55:17رَبُّ ٱلْمَشْرِقَيْنِ وَرَبُّ ٱلْمَغْرِبَيْنِ(هغه د ژمي او د اوړي) د دواړو مشرقونو رب دى او (د ژمي او د اوړي) د دواړو مغربونو رب دى
- 55:18فَبِأَىِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِنو تاسو (اى انسانانو او پېریانو) دواړه د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟
- 55:19مَرَجَ ٱلْبَحْرَيْنِ يَلْتَقِيَانِهغه دوه سمندرونه بهولي دي، په دې حال كې چې یوله بله سره میلاوېږي
- 55:20بَيْنَهُمَا بَرْزَخٌ لَّا يَبْغِيَانِد دواړو په مینځ كې یوه پرده ده، چې په یو بل باندې نه ورګډېږي
- 55:21فَبِأَىِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِنو تاسو (اى انسانانو او پېریانو!) دواړه د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟
- 55:22يَخْرُجُ مِنْهُمَا ٱللُّؤْلُؤُ وَٱلْمَرْجَانُله دواړو (د سمندرونو) نه ملغلرې او مرجان راوځي
- 55:23فَبِأَىِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِنو تاسو (اى انسانانو او پېریانو) د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟
- 55:24وَلَهُ ٱلْجَوَارِ ٱلْمُنشََٔاتُ فِى ٱلْبَحْرِ كَٱلْأَعْلَٰمِاو خاص هغه لره دي په سمندر كې بادبان پورته كړى شوې بېړۍ، لكه غرونه
- 55:25فَبِأَىِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِنو تاسو (اى انسانانو او پېریانو!) دواړه د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟
- 55:26كُلُّ مَنْ عَلَيْهَا فَانٍهر هغه څوك چې په دې (ځمكې) باندې دي؛ فاني كېدونكي دي
- 55:27وَيَبْقَىٰ وَجْهُ رَبِّكَ ذُو ٱلْجَلَٰلِ وَٱلْإِكْرَامِاو باقي به پاتې شي ستا د رب مخ (ذات) چې د جلال او د عزت خاوند دى
- 55:28فَبِأَىِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِنو (اى انسانانو او پېریانو! ) تاسو دواړه د خپل رب په نعمتونو كې كوم یو دروغ ګڼئ ؟
- 55:29يَسَْٔلُهُۥ مَن فِى ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ ۚ كُلَّ يَوْمٍ هُوَ فِى شَأْنٍله ده نه سوال كوي هر هغه څوك چې په ا سمانونو او ځمكه كې دي، هر وخت هغه په یوكار كې دى
- 55:30فَبِأَىِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِنو تاسو (اى انسانانو او پېریانو!) د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟
- 55:31سَنَفْرُغُ لَكُمْ أَيُّهَ ٱلثَّقَلَانِژر ده چې مونږ به تاسو ته وزګار شو، اى دوه درنو قبیلو (انسانانو او پېریانو!)
- 55:32فَبِأَىِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِنو تاسو (اى انسانانو او پېریانو!) د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟
- 55:33يَٰمَعْشَرَ ٱلْجِنِّ وَٱلْإِنسِ إِنِ ٱسْتَطَعْتُمْ أَن تَنفُذُوا۟ مِنْ أَقْطَارِ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ فَٱنفُذُوا۟ ۚ لَا تَنفُذُونَ إِلَّا بِسُلْطَٰنٍاى د پېریانو او انسانانو ډلې! كه چېرې تاسو د دې طاقت لرئ چې تاسو د اسمانونو او ځمكې له غاړو نه بهر ووځئ، نو ووځئ او تاسو به بهر ونه وتلى شئ مګر په قوت (او زور) سره
- 55:34فَبِأَىِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِنو (اى پېریانو او انسانانو!) تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟
- 55:35يُرْسَلُ عَلَيْكُمَا شُوَاظٌ مِّن نَّارٍ وَنُحَاسٌ فَلَا تَنتَصِرَانِپه تاسو دواړو (ډلو) باندې به د اور خالصې لمبې او لوګى درخوشې كړى شي، بیا به تاسو یوله بل سره مدد نشئ كولى
- 55:36فَبِأَىِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِنو تاسو دواړه (اى پېریانو او انسانانو!) د خپل رب په نعمتونو كې له كوم كوم نه انكار كوئ؟
- 55:37فَإِذَا ٱنشَقَّتِ ٱلسَّمَآءُ فَكَانَتْ وَرْدَةً كَٱلدِّهَانِبیا چې كله اسمان څیرې شي، نو سور رنګه ګل به شي، لكه د سرې څرمنې
- 55:38فَبِأَىِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِنو تاسو دواړه (اى پېریانو او انسانانو!) د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟
- 55:39فَيَوْمَئِذٍ لَّا يُسَْٔلُ عَن ذَنۢبِهِۦٓ إِنسٌ وَلَا جَآنٌّنو په دغې ورځ كې به د خپلې ګناه په باره كې نه له انسان نه پوښتنه كولى شي او نه له پېري نه
- 55:40فَبِأَىِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِنو (اى پېریانو او انسانانو!) تاسو دواړه د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟
- 55:41يُعْرَفُ ٱلْمُجْرِمُونَ بِسِيمَٰهُمْ فَيُؤْخَذُ بِٱلنَّوَٰصِى وَٱلْأَقْدَامِمجرمان به په خپلو نښو سره پېژندلى شي، نو (د مجرمانو) وچولي او قدمونه به ونیولى شي
- 55:42فَبِأَىِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِنو (اى پېريانو او انسانانو!) تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم يوه تكذيب كوئ
- 55:43هَٰذِهِۦ جَهَنَّمُ ٱلَّتِى يُكَذِّبُ بِهَا ٱلْمُجْرِمُونَدا هغه دوزخ دى چې مجرمانو (كافرانو) به دا دروغ ګاڼه
- 55:44يَطُوفُونَ بَيْنَهَا وَبَيْنَ حَمِيمٍ ءَانٍدوى به د دغه (دوزخ) په مینځ كې او د ډېرو ګرمو اوبو په مینځ كې ګرځي
- 55:45فَبِأَىِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِنو (اى پېریانو او انسانانو!) تاسو دواړه د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه انكار كوئ؟
- 55:46وَلِمَنْ خَافَ مَقَامَ رَبِّهِۦ جَنَّتَانِاو د هغه چا لپاره چې د خپل رب په واړندې له ودرېدلو نه وېرېږي، دوه جنتونه دي
- 55:47فَبِأَىِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِنو تاسو (اى پېریانو او انسانانو!) د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟
- 55:48ذَوَاتَآ أَفْنَانٍ(دغه جنتونه) د ډېرو ډېرو څانګو والا دي
- 55:49فَبِأَىِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِنو تاسو (اى پېریانو او انسانانو!) د خپل رب په نعمتونو كې كوم كوم دروغ ګڼئ
- 55:50فِيهِمَا عَيْنَانِ تَجْرِيَانِپه دغو دواړو (جنتونو) كې دوه چینې دي چې بهېږي
- 55:51فَبِأَىِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِنو تاسو (اى پېریانو او انسانانو!) د خپل رب په نعمتونو كې له كوم یو نه انكار كوئ
- 55:52فِيهِمَا مِن كُلِّ فَٰكِهَةٍ زَوْجَانِپه دغو (جنتونو) كې له هرې مېوې نه دوه دوه قسمه دي
- 55:53فَبِأَىِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِنو تاسو (اى پېریانو او انسانانو!) د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ
- 55:54مُتَّكِِٔينَ عَلَىٰ فُرُشٍۭ بَطَآئِنُهَا مِنْ إِسْتَبْرَقٍ ۚ وَجَنَى ٱلْجَنَّتَيْنِ دَانٍپه داسې حال كې چې دوى به په داسې فرشونو باندې تكیه وهونكي وي چې د هغو استرونه به له پېړو ورېښمو څخه وي او د دواړو جنتونو مېوې به نژدې وي
- 55:55فَبِأَىِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِنو تاسو (اى انسانانو او پېریانو!) د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ
- 55:56فِيهِنَّ قَٰصِرَٰتُ ٱلطَّرْفِ لَمْ يَطْمِثْهُنَّ إِنسٌ قَبْلَهُمْ وَلَا جَآنٌّپه دغو (جنتونو) كې به د سترګو رامنع كوونكې حورې وي، چې له دغو (جنتي خاوندانو) نه به مخكې دوى ته نه بل انسان لاس وروړى وي او نه پېري
- 55:57فَبِأَىِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِنو تاسو (اى پېریانو او انسانانو!) د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ
- 55:58كَأَنَّهُنَّ ٱلْيَاقُوتُ وَٱلْمَرْجَانُګویا كې دغه (حورې) یاقوت لعل دي، یا مرجان دي
- 55:59فَبِأَىِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِنو تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ
- 55:60هَلْ جَزَآءُ ٱلْإِحْسَٰنِ إِلَّا ٱلْإِحْسَٰنُد احسان بدل نه دى مګر احسان (او نېكي) كول
- 55:61فَبِأَىِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِنو تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ
- 55:62وَمِن دُونِهِمَا جَنَّتَانِاو له دغو دواړو نه غیر دوه نور جنتونه دي
- 55:63فَبِأَىِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِنو تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ
- 55:64مُدْهَآمَّتَانِتك تور دي (له ډېر شین والي او خړوب والي نه)
- 55:65فَبِأَىِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِنو تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ
- 55:66فِيهِمَا عَيْنَانِ نَضَّاخَتَانِپه دغو دواړو كې دوه جوش وهونكې چینې دي
- 55:67فَبِأَىِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِنو تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ
- 55:68فِيهِمَا فَٰكِهَةٌ وَنَخْلٌ وَرُمَّانٌپه دغو دواړو كې مېوې او كجورې او انار دي
- 55:69فَبِأَىِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِنو تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ
- 55:70فِيهِنَّ خَيْرَٰتٌ حِسَانٌپه دغو (جنتونو) كې ډېرې غوره (نېك سیرتې) ډېرې ښكلې حورې دي
- 55:71فَبِأَىِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِنو تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ
- 55:72حُورٌ مَّقْصُورَٰتٌ فِى ٱلْخِيَامِپه خېمو كې محفوظې ساتلې شوې حورې به وي
- 55:73فَبِأَىِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِنو تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ
- 55:74لَمْ يَطْمِثْهُنَّ إِنسٌ قَبْلَهُمْ وَلَا جَآنٌّچې له دغو (جنتي خاوندانو) نه به مخكې دوى ته نه انسان لاس وروړى وي او نه پېري
- 55:75فَبِأَىِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِنو تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ
- 55:76مُتَّكِِٔينَ عَلَىٰ رَفْرَفٍ خُضْرٍ وَعَبْقَرِىٍّ حِسَانٍپه داسې حال كې چې تكیه كوونكي به وي په شین رنګه بالښتونو او په ډېرو نفیسو ښكلو فرشونو باندې
- 55:77فَبِأَىِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِنو تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ
- 55:78تَبَٰرَكَ ٱسْمُ رَبِّكَ ذِى ٱلْجَلَٰلِ وَٱلْإِكْرَامِډېر بركتي دى ستا د رب نوم، چې د جلال او د اكرام (عزت وركولو) والا دى
سورت واورئMishary Alafasy