۹۸. سورة البينة
The Clear Proof
ٱلْبَيِّنَة

سورة البينة

The Clear Proof
۸ آیتونهمدني

البينة سورت (البينة، مانا: The Clear Proof) د قرآن ۹۸م سورت دی. دا مدني سورت دی چې ۸ آیتونه لري او په ۳۰مه پاره کې د مدني مصحف له ۵۹۸م مخ پیلېږي.

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
Loading…

د سورة البينة ټول آیتونه — عربي متن او پښتو ژباړه

د کلمو ژباړې، تلفظ او تفسیر لپاره هر آیت پرانیزئ.
  1. 98:1لَمْ يَكُنِ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ مِنْ أَهْلِ ٱلْكِتَٰبِ وَٱلْمُشْرِكِينَ مُنفَكِّينَ حَتَّىٰ تَأْتِيَهُمُ ٱلْبَيِّنَةُهغه كسان چې كافران شوي دي، چې كتابیان او مشركان دي، جدا كېدونكي نه وو تر دې چې دوى ته ښكاره دلیل راشي
  2. 98:2رَسُولٌ مِّنَ ٱللَّهِ يَتْلُوا۟ صُحُفًا مُّطَهَّرَةًچې د الله له جانبه رسول دى، چې (دوى ته) ډېرې پاكې صحیفې لولي
  3. 98:3فِيهَا كُتُبٌ قَيِّمَةٌپه دغو (صحیفو) كې ډېر سم (او درست) حكمونه (او فریضې) دي
  4. 98:4وَمَا تَفَرَّقَ ٱلَّذِينَ أُوتُوا۟ ٱلْكِتَٰبَ إِلَّا مِنۢ بَعْدِ مَا جَآءَتْهُمُ ٱلْبَيِّنَةُاو اهل كتاب په خپل مینځ كې سره جدا (او مختلف) شوي نه وو مګر وروسته له دې چې دوى ته ښكاره دلیل راغى
  5. 98:5وَمَآ أُمِرُوٓا۟ إِلَّا لِيَعْبُدُوا۟ ٱللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ ٱلدِّينَ حُنَفَآءَ وَيُقِيمُوا۟ ٱلصَّلَوٰةَ وَيُؤْتُوا۟ ٱلزَّكَوٰةَ ۚ وَذَٰلِكَ دِينُ ٱلْقَيِّمَةِحال دا چې دوى ته حكم نه و وركړى شوى مګر په دې چې دوى دې د الله عبادت كوي، په داسې حال كې چې دین (عبادت) دغه (الله) لره خالص كوونكي وي (او) حنیفان (له باطله حق ته راګرځېدونكي) وي، او (د دې چې) دوى دې لمونځ قايموي او زكاۃت دې وركوي اوهم دغه ډېر محكم دین دى
  6. 98:6إِنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ مِنْ أَهْلِ ٱلْكِتَٰبِ وَٱلْمُشْرِكِينَ فِى نَارِ جَهَنَّمَ خَٰلِدِينَ فِيهَآ ۚ أُو۟لَٰٓئِكَ هُمْ شَرُّ ٱلْبَرِيَّةِبېشكه هغه كسان چې كافران شوي دي، چې اهل كتاب او مشركان دي، (دوى به) د دوزخ په اور كې وي، چې په ده كې به تل ترتله وي. هم دغه كسان د خلقو بدترین دي
  7. 98:7إِنَّ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّٰلِحَٰتِ أُو۟لَٰٓئِكَ هُمْ خَيْرُ ٱلْبَرِيَّةِبېشكه هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي همدغه كسان د خلقو بهترین دي
  8. 98:8جَزَآؤُهُمْ عِندَ رَبِّهِمْ جَنَّٰتُ عَدْنٍ تَجْرِى مِن تَحْتِهَا ٱلْأَنْهَٰرُ خَٰلِدِينَ فِيهَآ أَبَدًا ۖ رَّضِىَ ٱللَّهُ عَنْهُمْ وَرَضُوا۟ عَنْهُ ۚ ذَٰلِكَ لِمَنْ خَشِىَ رَبَّهُۥد خپل رب په نیز د دوى بدله د تل اوسېدنې جنتونه دي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، چې دوى به په دغو كې تل ترتله همېشه وي، الله له دوى نه راضي شوى دى او دوى له هغه نه راضي شوي دي، دغه (وعده) د هغه چا لپاره ده چې له خپل رب نه وېرېږي
سورت واورئMishary Alafasy