ٱللَّيْل
سورة الليل
The Night
۲۱ آیتونهمکي
الليل سورت (الليل، مانا: The Night) د قرآن ۹۲م سورت دی. دا مکي سورت دی چې ۲۱ آیتونه لري او په ۳۰مه پاره کې د مدني مصحف له ۵۹۵م مخ پیلېږي.
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
Loading…
د سورة الليل ټول آیتونه — عربي متن او پښتو ژباړه
د کلمو ژباړې، تلفظ او تفسیر لپاره هر آیت پرانیزئ.
- 92:1وَٱلَّيْلِ إِذَا يَغْشَىٰقسم دى په شپه كله چې دا (هر شى) پټ كړي
- 92:2وَٱلنَّهَارِ إِذَا تَجَلَّىٰاو په ورځ باندې كله چې روښانه شي
- 92:3وَمَا خَلَقَ ٱلذَّكَرَ وَٱلْأُنثَىٰٓاو په هغه ذات باندې چې نر او ښځه يې پیدا كړي دي
- 92:4إِنَّ سَعْيَكُمْ لَشَتَّىٰچې بېشكه ستاسو سعي (او عمل) خامخا بېل بېل دي
- 92:5فَأَمَّا مَنْ أَعْطَىٰ وَٱتَّقَىٰنو هر چې هغه څوك دى چې وركړه كوي او وېرېږي
- 92:6وَصَدَّقَ بِٱلْحُسْنَىٰاو د ډېرې ښكلې كلمې تصدیق كوي
- 92:7فَسَنُيَسِّرُهُۥ لِلْيُسْرَىٰنو مونږ به ضرور ده ته د اسانې لارې اسانتیا وركړو
- 92:8وَأَمَّا مَنۢ بَخِلَ وَٱسْتَغْنَىٰاو هر چې هغه څوك دى چې بخیلي كوي او بې پروايي كوي
- 92:9وَكَذَّبَ بِٱلْحُسْنَىٰاو د ډېرې ښكلې كلمې تكذیب كوي (دروغ يې ګڼي)
- 92:10فَسَنُيَسِّرُهُۥ لِلْعُسْرَىٰنو مونږ به ضرور ده ته د سختې لارې اسانتیا وركړو
- 92:11وَمَا يُغْنِى عَنْهُ مَالُهُۥٓ إِذَا تَرَدَّىٰٓاو كله چې دى په كنده كې غورځېږي (هلاكېږي، نو) د ده مال به د ده هېڅ په كار رانشي
- 92:12إِنَّ عَلَيْنَا لَلْهُدَىٰبېشكه خاص زمونږ په ذمه خامخا لاره ښوول دي
- 92:13وَإِنَّ لَنَا لَلَْٔاخِرَةَ وَٱلْأُولَىٰاو بېشكه خاص زمونږ لپاره اخرت او دنیا ده (د دواړو اختيار دى)
- 92:14فَأَنذَرْتُكُمْ نَارًا تَلَظَّىٰنوما تاسو له داسې اوره ووېرولئ چې لمبې وهي
- 92:15لَا يَصْلَىٰهَآ إِلَّا ٱلْأَشْقَىده ته به نه ننوځي مګر ترټولو بدبخته
- 92:16ٱلَّذِى كَذَّبَ وَتَوَلَّىٰهغه چې تكذیب يې كړى او مخ يې (له حقه) ګرځولى دى
- 92:17وَسَيُجَنَّبُهَا ٱلْأَتْقَىاو له ده نه به خامخا لرې ساتلى شي ښه وېرېدونكى
- 92:18ٱلَّذِى يُؤْتِى مَالَهُۥ يَتَزَكَّىٰهغه چې خپل مال د دې لپاره وركوي چې پاك شي
- 92:19وَمَا لِأَحَدٍ عِندَهُۥ مِن نِّعْمَةٍ تُجْزَىٰٓاو له ده سره (د ده په غاړه) د هیچا لپاره څه نعمت (او احسان) نشته چې بدله يې وركولى شي
- 92:20إِلَّا ٱبْتِغَآءَ وَجْهِ رَبِّهِ ٱلْأَعْلَىٰمګر د خپل رب د مخ لټونې لپاره چې تر ټولو اوچت دى
- 92:21وَلَسَوْفَ يَرْضَىٰاو خامخا ژر به دى راضي شي`
سورت واورئMishary Alafasy