ٱلشَّمْس
سورة الشمس
The Sun
۱۵ آیتونهمکي
الشمس سورت (الشمس، مانا: The Sun) د قرآن ۹۱م سورت دی. دا مکي سورت دی چې ۱۵ آیتونه لري او په ۳۰مه پاره کې د مدني مصحف له ۵۹۵م مخ پیلېږي.
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
Loading…
د سورة الشمس ټول آیتونه — عربي متن او پښتو ژباړه
د کلمو ژباړې، تلفظ او تفسیر لپاره هر آیت پرانیزئ.
- 91:1وَٱلشَّمْسِ وَضُحَىٰهَاقسم دى په لمر باندې او د هغه په رڼا باندې
- 91:2وَٱلْقَمَرِ إِذَا تَلَىٰهَااوسپوږمۍ باندې كله چې په ده پسې وروسته راځي
- 91:3وَٱلنَّهَارِ إِذَا جَلَّىٰهَااو په ورځ باندې كله چې دغه (لمر) ښكاره كاندي
- 91:4وَٱلَّيْلِ إِذَا يَغْشَىٰهَااو په شپه باندې كله چې دغه (لمر) پټ كاندي (په خپلو تیارو كې)
- 91:5وَٱلسَّمَآءِ وَمَا بَنَىٰهَااو په اسمان باندې او په هغه ذات چې دغه يې جوړ كړى دى
- 91:6وَٱلْأَرْضِ وَمَا طَحَىٰهَااو په ځمكه باندې او په هغه ذات چې دغه (ځمكه) يې غوړولې ده
- 91:7وَنَفْسٍ وَمَا سَوَّىٰهَااو په نفس باندې او په هغه ذات چې دغه يې ښه برابر كړى دى
- 91:8فَأَلْهَمَهَا فُجُورَهَا وَتَقْوَىٰهَانو ده ته يې د ده بدي او د ده تقوٰی (نېكي) الهام كړې (او ورښودلې) ده
- 91:9قَدْ أَفْلَحَ مَن زَكَّىٰهَاچې یقینًا كامیاب شو هغه څوك چې دغه (نفس) يې پاك كړ
- 91:10وَقَدْ خَابَ مَن دَسَّىٰهَااو یقینًا نامراده شو هغه څوك چې دغه (نفس) يې په خاورو كې پټ كړ
- 91:11كَذَّبَتْ ثَمُودُ بِطَغْوَىٰهَآثمودیانو د خپلې سركشۍ په سبب (د رسولانو) تكذیب كړى و
- 91:12إِذِ ٱنۢبَعَثَ أَشْقَىٰهَاكله چې د دوى لوى بدبخت راپورته شو
- 91:13فَقَالَ لَهُمْ رَسُولُ ٱللَّهِ نَاقَةَ ٱللَّهِ وَسُقْيَٰهَانو دوى ته د الله رسول وویل: تاسو د الله اوښه او د هغې اوبه څښل پرېږدئ
- 91:14فَكَذَّبُوهُ فَعَقَرُوهَا فَدَمْدَمَ عَلَيْهِمْ رَبُّهُم بِذَنۢبِهِمْ فَسَوَّىٰهَانو دوى د هغه تكذیب وكړ (دروغجن يې وګاڼه) نو دوى د هغې پړكي (لينګي) پرې كړل (او مړه يې كړه) نو په دوى باندې د دوى رب د خپلو ګناهونو په سبب راګېروونكى عذاب راولېږه، نو دغه (ټول) يې (په هلاكت كې) برابر كړل
- 91:15وَلَا يَخَافُ عُقْبَٰهَااو دى (الله) د دغه (هلاكت او عذاب) له انجام نه نه وېرېږي
سورت واورئMishary Alafasy