ٱلْبَلَد
سورة البلد
The City
۲۰ آیتونهمکي
البلد سورت (البلد، مانا: The City) د قرآن ۹۰م سورت دی. دا مکي سورت دی چې ۲۰ آیتونه لري او په ۳۰مه پاره کې د مدني مصحف له ۵۹۴م مخ پیلېږي.
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
Loading…
د سورة البلد ټول آیتونه — عربي متن او پښتو ژباړه
د کلمو ژباړې، تلفظ او تفسیر لپاره هر آیت پرانیزئ.
- 90:1لَآ أُقْسِمُ بِهَٰذَا ٱلْبَلَدِزه قسم خورم په دې ښار باندې
- 90:2وَأَنتَ حِلٌّۢ بِهَٰذَا ٱلْبَلَدِپه داسې حال كې چې ته په دې ښار كې اوسېدونكى يې
- 90:3وَوَالِدٍ وَمَا وَلَدَاو په زېږوونكي باندې او په هغه باندې چې ده زېږولي دي
- 90:4لَقَدْ خَلَقْنَا ٱلْإِنسَٰنَ فِى كَبَدٍیقینًا یقینًا مونږ انسان په مشقت كې پیدا كړى دى
- 90:5أَيَحْسَبُ أَن لَّن يَقْدِرَ عَلَيْهِ أَحَدٌایا دغه (كافر انسان) خیال كوي چې بېشكه شان دا دى چې په ده باندې به هیڅوك قادر نشي
- 90:6يَقُولُ أَهْلَكْتُ مَالًا لُّبَدًادى وايي: ما ډېر زیات مال خرڅ كړى (لګولى) دى
- 90:7أَيَحْسَبُ أَن لَّمْ يَرَهُۥٓ أَحَدٌایا دى خیال كوي چې بېشكه دى هیچا نه دى لیدلى
- 90:8أَلَمْ نَجْعَل لَّهُۥ عَيْنَيْنِایا مونږ ده ته دوه سترګې نه دي وركړي
- 90:9وَلِسَانًا وَشَفَتَيْنِاو یوه ژبه او دوه شونډي
- 90:10وَهَدَيْنَٰهُ ٱلنَّجْدَيْنِاومونږ ده ته دوه لارې ښودلي دي
- 90:11فَلَا ٱقْتَحَمَ ٱلْعَقَبَةَنو ده د غونډۍ په ختلو كې هېڅ تكلیف ونه وېست
- 90:12وَمَآ أَدْرَىٰكَ مَا ٱلْعَقَبَةُاو ته څه شي پوه كړې چې (ختل د) غونډۍ څه شى دى؟
- 90:13فَكُّ رَقَبَةٍخلاصول د څټ (ازادول د مريي) دي
- 90:14أَوْ إِطْعَٰمٌ فِى يَوْمٍ ذِى مَسْغَبَةٍاو طعام وركول دي په داسې ورځ كې چې د لوږې والا ده
- 90:15يَتِيمًا ذَا مَقْرَبَةٍیتیم ته چې د خپلوۍ خاوند وي
- 90:16أَوْ مِسْكِينًا ذَا مَتْرَبَةٍیا مسكین ته چې په خاورو ككړ وي
- 90:17ثُمَّ كَانَ مِنَ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَتَوَاصَوْا۟ بِٱلصَّبْرِ وَتَوَاصَوْا۟ بِٱلْمَرْحَمَةِبیا دغه له هغو كسانو ځنې وي چې ایمان يې راوړى وي او یو بل ته د صبر وصیت كوي او یو بل ته د مهربانۍ (او شفقت) كولو وصیت كوي
- 90:18أُو۟لَٰٓئِكَ أَصْحَٰبُ ٱلْمَيْمَنَةِدغه كسان دښي اړخ والا دي
- 90:19وَٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ بَِٔايَٰتِنَا هُمْ أَصْحَٰبُ ٱلْمَشَْٔمَةِاو هغه كسان چې زمونږ په ایتونو باندې كافران شوي دي دوى د چپ (ګس) اړخ والا دي
- 90:20عَلَيْهِمْ نَارٌ مُّؤْصَدَةٌۢپه دوى باندې به سرپوښ كړى شوى اور وي
سورت واورئMishary Alafasy