۸۹. سورة الفجر
The Dawn
ٱلْفَجْر

سورة الفجر

The Dawn
۳۰ آیتونهمکي

الفجر سورت (الفجر، مانا: The Dawn) د قرآن ۸۹م سورت دی. دا مکي سورت دی چې ۳۰ آیتونه لري او په ۳۰مه پاره کې د مدني مصحف له ۵۹۳م مخ پیلېږي.

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
Loading…

د سورة الفجر ټول آیتونه — عربي متن او پښتو ژباړه

د کلمو ژباړې، تلفظ او تفسیر لپاره هر آیت پرانیزئ.
  1. 89:1وَٱلْفَجْرِقسم دى په فجر (سبا) باندې
  2. 89:2وَلَيَالٍ عَشْرٍاو په لسو شپو باندې
  3. 89:3وَٱلشَّفْعِ وَٱلْوَتْرِاو په جفت او طاق باندې
  4. 89:4وَٱلَّيْلِ إِذَا يَسْرِاو په شپه باندې كله چې روانه وي
  5. 89:5هَلْ فِى ذَٰلِكَ قَسَمٌ لِّذِى حِجْرٍایا په دغو (قسمونو) كې خاوند د عقل لره (كوم قانع كوونكى) قسم شته؟
  6. 89:6أَلَمْ تَرَ كَيْفَ فَعَلَ رَبُّكَ بِعَادٍایا تا نه دي كتلي چې ستا رب څه وكړل له ’’قوم عاد‘‘ سره؟
  7. 89:7إِرَمَ ذَاتِ ٱلْعِمَادِچې ارم و د ستنو والا
  8. 89:8ٱلَّتِى لَمْ يُخْلَقْ مِثْلُهَا فِى ٱلْبِلَٰدِهغه چې په ښارونو كې د دوى په مثل نه و پیدا كړى شوي
  9. 89:9وَثَمُودَ ٱلَّذِينَ جَابُوا۟ ٱلصَّخْرَ بِٱلْوَادِاو ثمودیانو سره (يې څه وكړل) هغه چې په دره كې يې تیګې غوڅې كړې (تراشلې) وې؟
  10. 89:10وَفِرْعَوْنَ ذِى ٱلْأَوْتَادِاو له میخونو والا فرعون سره (يې څه وكړل)
  11. 89:11ٱلَّذِينَ طَغَوْا۟ فِى ٱلْبِلَٰدِهغه كسان چې دوى په ښارونو كې سركشي كړې وه
  12. 89:12فَأَكْثَرُوا۟ فِيهَا ٱلْفَسَادَنو په دغو كې يې فساد ډېر كړى و
  13. 89:13فَصَبَّ عَلَيْهِمْ رَبُّكَ سَوْطَ عَذَابٍنو ستا رب په دوى باندې د عذاب قمچینه (كروړه) نازله كړه
  14. 89:14إِنَّ رَبَّكَ لَبِٱلْمِرْصَادِبېشكه ستا رب یقینًا په ځاى د انتظار كې دى
  15. 89:15فَأَمَّا ٱلْإِنسَٰنُ إِذَا مَا ٱبْتَلَىٰهُ رَبُّهُۥ فَأَكْرَمَهُۥ وَنَعَّمَهُۥ فَيَقُولُ رَبِّىٓ أَكْرَمَنِنو هر چې انسان دى، كله چې ده لره خپل رب وازمايي، پس ده ته عزت وركړي او ده ته نعمت وركړي، نو دى وايي: زما رب ما ته عزت راكړ
  16. 89:16وَأَمَّآ إِذَا مَا ٱبْتَلَىٰهُ فَقَدَرَ عَلَيْهِ رِزْقَهُۥ فَيَقُولُ رَبِّىٓ أَهَٰنَنِاو خو هر كله چې دى وازمايي، پس په ده باندې د ده رزق تنګ كړي، نو دى وايي: زما رب زه سپك كړم
  17. 89:17كَلَّا ۖ بَل لَّا تُكْرِمُونَ ٱلْيَتِيمَداسې نه ده، بلكې تاسو د یتیم (سره احسان او د هغه) عزت نه كوئ
  18. 89:18وَلَا تَحَٰٓضُّونَ عَلَىٰ طَعَامِ ٱلْمِسْكِينِاو مسكین ته په طعام وركولو یو بل ته ترغیب نه وركوئ
  19. 89:19وَتَأْكُلُونَ ٱلتُّرَاثَ أَكْلًا لَّمًّااو تاسو د میراث (پردى) مال خورئ، په خوړلو ټولو سره
  20. 89:20وَتُحِبُّونَ ٱلْمَالَ حُبًّا جَمًّااو تاسو له مال سره مینه كوئ، ډېره زیاته مینه
  21. 89:21كَلَّآ إِذَا دُكَّتِ ٱلْأَرْضُ دَكًّا دَكًّاداسې نه ده كله چې ځمكه وټكولى شي، په ټكولو ماتولو سختو سره
  22. 89:22وَجَآءَ رَبُّكَ وَٱلْمَلَكُ صَفًّا صَفًّااو ستا رب راشي او ملايك قطار قطار (راشي)
  23. 89:23وَجِا۟ىٓءَ يَوْمَئِذٍۭ بِجَهَنَّمَ ۚ يَوْمَئِذٍ يَتَذَكَّرُ ٱلْإِنسَٰنُ وَأَنَّىٰ لَهُ ٱلذِّكْرَىٰاو په دغې ورځ كې به دوزخ راوستى شي، په دغې ورځ كې به انسان نصیحت (او پند) اخلي او (په دغه وخت كې) د ده لپاره نصیحت به څنګه (نفعمن) وي
  24. 89:24يَقُولُ يَٰلَيْتَنِى قَدَّمْتُ لِحَيَاتِىدى به وايي: اى كاشكې ما د خپل ژوند لپاره مخكې (څه نېك عملونه) لېږلي وى
  25. 89:25فَيَوْمَئِذٍ لَّا يُعَذِّبُ عَذَابَهُۥٓ أَحَدٌنو په دغې ورځ كې به د ده (يعنې د رب) د عذاب په شان هیڅوك عذاب نه وركوي
  26. 89:26وَلَا يُوثِقُ وَثَاقَهُۥٓ أَحَدٌاو د ده د تړلو په شان به هیڅوك تړل نه كوي
  27. 89:27يَٰٓأَيَّتُهَا ٱلنَّفْسُ ٱلْمُطْمَئِنَّةُاى اطمینان نیوونكیه نفسه!
  28. 89:28ٱرْجِعِىٓ إِلَىٰ رَبِّكِ رَاضِيَةً مَّرْضِيَّةًته وګرځه خپل رب ته، په داسې حال كې چې خوشاله او راضي كړى شوى به يې
  29. 89:29فَٱدْخُلِى فِى عِبَٰدِىنو ته زما په بنده ګانو كې داخل شه
  30. 89:30وَٱدْخُلِى جَنَّتِىاو زما جنت ته ننوځه
سورت واورئMishary Alafasy