ٱلْغَاشِيَة
سورة الغاشية
The Overwhelming
۲۶ آیتونهمکي
الغاشية سورت (الغاشية، مانا: The Overwhelming) د قرآن ۸۸م سورت دی. دا مکي سورت دی چې ۲۶ آیتونه لري او په ۳۰مه پاره کې د مدني مصحف له ۵۹۲م مخ پیلېږي.
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
Loading…
د سورة الغاشية ټول آیتونه — عربي متن او پښتو ژباړه
د کلمو ژباړې، تلفظ او تفسیر لپاره هر آیت پرانیزئ.
- 88:1هَلْ أَتَىٰكَ حَدِيثُ ٱلْغَٰشِيَةِایا تا ته (يعنې خلقو لره) د پټوونكي (قیامت) خبر راغلى دى؟
- 88:2وُجُوهٌ يَوْمَئِذٍ خَٰشِعَةٌڅه مخونه به په دغې ورځ كې خوار (او) وېرېدونكي وي
- 88:3عَامِلَةٌ نَّاصِبَةٌسخت كار كوونكي، ستړي كېدونكي به وي
- 88:4تَصْلَىٰ نَارًا حَامِيَةًډېر ګرم اور ته به ننوځي
- 88:5تُسْقَىٰ مِنْ عَيْنٍ ءَانِيَةٍپه دوى به له ډېرې ګرمې چېنې نه اوبه څښولى شي
- 88:6لَّيْسَ لَهُمْ طَعَامٌ إِلَّا مِن ضَرِيعٍد دوى لپاره به طعام نه وي مګر له اغزنې ترخې ونې نه
- 88:7لَّا يُسْمِنُ وَلَا يُغْنِى مِن جُوعٍچې نه څربول كوي او نه هېڅ لوږه لرې كوي
- 88:8وُجُوهٌ يَوْمَئِذٍ نَّاعِمَةٌڅه مخونه به په دغې ورځ كې تروتازه وي
- 88:9لِّسَعْيِهَا رَاضِيَةٌپه خپل كوشش به راضي (خوشاله) وي
- 88:10فِى جَنَّةٍ عَالِيَةٍپه اوچت جنت كې به وي
- 88:11لَّا تَسْمَعُ فِيهَا لَٰغِيَةًدوى به په دغه (جنت) كې هېڅ بېكاره خبره نه اوري
- 88:12فِيهَا عَيْنٌ جَارِيَةٌپه دغه (جنت) كې روانه چینه ده
- 88:13فِيهَا سُرُرٌ مَّرْفُوعَةٌپه دغه (جنت) كې اوچت تختونه دي
- 88:14وَأَكْوَابٌ مَّوْضُوعَةٌاو (په اندازې سره) ایښودل شوي جامونه دي
- 88:15وَنَمَارِقُ مَصْفُوفَةٌاو په قطار كې ایښودل شوي بالښتونه دي
- 88:16وَزَرَابِىُّ مَبْثُوثَةٌاو غوړول شوي اعلی فرشونه دي
- 88:17أَفَلَا يَنظُرُونَ إِلَى ٱلْإِبِلِ كَيْفَ خُلِقَتْایا نو دوى اوښانو ته نه ګوري چې دوى څرنګه پیدا كړى شوي دي؟
- 88:18وَإِلَى ٱلسَّمَآءِ كَيْفَ رُفِعَتْاو اسمان ته چې دى څنګه اوچت كړى شوى دى؟
- 88:19وَإِلَى ٱلْجِبَالِ كَيْفَ نُصِبَتْاو غرونو ته چې دوى څنګه ودرول شوي دي ؟
- 88:20وَإِلَى ٱلْأَرْضِ كَيْفَ سُطِحَتْاو ځمكې ته چې څنګه غوړول شوې ده؟
- 88:21فَذَكِّرْ إِنَّمَآ أَنتَ مُذَكِّرٌنو ته پند وركړه، بېشكه ته خو يواځې پند وركوونكى يې
- 88:22لَّسْتَ عَلَيْهِم بِمُصَيْطِرٍته په دوى باندې مسلط كړى شوى نه يې
- 88:23إِلَّا مَن تَوَلَّىٰ وَكَفَرَمګر هغه څوك چې (له ایمانه) وګرځي او كافر شي
- 88:24فَيُعَذِّبُهُ ٱللَّهُ ٱلْعَذَابَ ٱلْأَكْبَرَنو الله به ده ته عذاب وركړي تر ټولو لوى عذاب
- 88:25إِنَّ إِلَيْنَآ إِيَابَهُمْبېشكه خاص مونږ ته د دوى بېرته راتګ دى
- 88:26ثُمَّ إِنَّ عَلَيْنَا حِسَابَهُمبیا یقینًا د دوى حساب زمونږ په غاړه دى
سورت واورئMishary Alafasy