ٱلْأَعْلَىٰ
سورة الأعلى
The Most High
۱۹ آیتونهمکي
الأعلى سورت (الأعلى، مانا: The Most High) د قرآن ۸۷م سورت دی. دا مکي سورت دی چې ۱۹ آیتونه لري او په ۳۰مه پاره کې د مدني مصحف له ۵۹۱م مخ پیلېږي.
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
Loading…
د سورة الأعلى ټول آیتونه — عربي متن او پښتو ژباړه
د کلمو ژباړې، تلفظ او تفسیر لپاره هر آیت پرانیزئ.
- 87:1سَبِّحِ ٱسْمَ رَبِّكَ ٱلْأَعْلَىته پاكي بیان كړه د خپل رب د نامې چې تر ټولو اوچت دى
- 87:2ٱلَّذِى خَلَقَ فَسَوَّىٰهغه چې پیدا يې كړل ټول شيان، پس ښه يې برابر كړل
- 87:3وَٱلَّذِى قَدَّرَ فَهَدَىٰاو هغه (رب) چې اندازه يې وكړه، پس لاره يې وښووله
- 87:4وَٱلَّذِىٓ أَخْرَجَ ٱلْمَرْعَىٰاو هغه ذات چې تازه ګياه يې را اېستلې ده
- 87:5فَجَعَلَهُۥ غُثَآءً أَحْوَىٰبيا يې هغه وګرځوله وچه توره
- 87:6سَنُقْرِئُكَ فَلَا تَنسَىٰٓژر ده چې مونږ به په تا باندې (قرآن) ولولو، نو ته به يې نه هېروې
- 87:7إِلَّا مَا شَآءَ ٱللَّهُ ۚ إِنَّهُۥ يَعْلَمُ ٱلْجَهْرَ وَمَا يَخْفَىٰمګر هغه چې الله يې وغواړي، بېشكه دغه (الله) په ښكاره و پوهېږي او په هغه څه چې پټ وي
- 87:8وَنُيَسِّرُكَ لِلْيُسْرَىٰاو مونږ به تا ته اسانې لارې ته اسانتیا دركوو
- 87:9فَذَكِّرْ إِن نَّفَعَتِ ٱلذِّكْرَىٰنو ته نصیحت (پند) كوه كه نصیحت كول نفع رسوي (يا بېشكه نصيحت كول نفع رسوي)
- 87:10سَيَذَّكَّرُ مَن يَخْشَىٰژر ده چې هغه څوك به پند واخلي چې وېرېږي
- 87:11وَيَتَجَنَّبُهَا ٱلْأَشْقَىاو له دغه (نصیحت) نه به تر ټولو بدبخته ډډه كوي
- 87:12ٱلَّذِى يَصْلَى ٱلنَّارَ ٱلْكُبْرَىٰهغه چې تر ټولو لوى اور ته به ننوځي
- 87:13ثُمَّ لَا يَمُوتُ فِيهَا وَلَا يَحْيَىٰبیا به دى په دغه (اور) كې نه مري او نه به ښه ژوند لري
- 87:14قَدْ أَفْلَحَ مَن تَزَكَّىٰیقینًا هغه څوك كامیاب شو چې پاك شو
- 87:15وَذَكَرَ ٱسْمَ رَبِّهِۦ فَصَلَّىٰاو د خپل رب نامه يې یاده كړه، پس لمونځ يې وكړ
- 87:16بَلْ تُؤْثِرُونَ ٱلْحَيَوٰةَ ٱلدُّنْيَابلكې تاسو (په اخرت باندې) دنيايي ژوند غوره كوئ
- 87:17وَٱلَْٔاخِرَةُ خَيْرٌ وَأَبْقَىٰٓحال دا چې اخرت ډېر غوره او تل ترتله دى
- 87:18إِنَّ هَٰذَا لَفِى ٱلصُّحُفِ ٱلْأُولَىٰبېشكه دا (خبرې) یقینًا په ړومبنیو صحیفو كې هم دي
- 87:19صُحُفِ إِبْرَٰهِيمَ وَمُوسَىٰد ابراهیم او موسی په صحیفو كې
سورت واورئMishary Alafasy