ٱلطَّارِق
سورة الطارق
The Nightcommer
۱۷ آیتونهمکي
الطارق سورت (الطارق، مانا: The Nightcommer) د قرآن ۸۶م سورت دی. دا مکي سورت دی چې ۱۷ آیتونه لري او په ۳۰مه پاره کې د مدني مصحف له ۵۹۱م مخ پیلېږي.
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
Loading…
د سورة الطارق ټول آیتونه — عربي متن او پښتو ژباړه
د کلمو ژباړې، تلفظ او تفسیر لپاره هر آیت پرانیزئ.
- 86:1وَٱلسَّمَآءِ وَٱلطَّارِقِقسم دى په اسمان او د شپې په راتلونكي
- 86:2وَمَآ أَدْرَىٰكَ مَا ٱلطَّارِقُاو ته څه شي پوه كړې چې د شپې راتلونكى څه شى دى؟
- 86:3ٱلنَّجْمُ ٱلثَّاقِبُځلېدونكى ستورى دى
- 86:4إِن كُلُّ نَفْسٍ لَّمَّا عَلَيْهَا حَافِظٌنشته هېڅ یو نفس مګر په هغه باندې څارونكى (ساتونكى) شته
- 86:5فَلْيَنظُرِ ٱلْإِنسَٰنُ مِمَّ خُلِقَنو انسان دې وګوري چې دى له څه شي نه پیدا كړى شوى دى؟
- 86:6خُلِقَ مِن مَّآءٍ دَافِقٍدى له ټوپ وهونكو اوبو نه پیدا كړى شوى دى
- 86:7يَخْرُجُ مِنۢ بَيْنِ ٱلصُّلْبِ وَٱلتَّرَآئِبِچې د شا او له سینو د هډوكو له مینځ نه راوځي
- 86:8إِنَّهُۥ عَلَىٰ رَجْعِهِۦ لَقَادِرٌبېشكه دغه (الله) د دغه (انسان) په بیا راژوندي كولو یقینًا قادر دى
- 86:9يَوْمَ تُبْلَى ٱلسَّرَآئِرُپه هغې ورځ چې د پټو څیزونو به (په كې) څېړنه (او څرګندونه) كولى شي
- 86:10فَمَا لَهُۥ مِن قُوَّةٍ وَلَا نَاصِرٍنو د دغه (انسان) لپاره به نه هېڅ قوت وي او نه څوك مدد كوونكى
- 86:11وَٱلسَّمَآءِ ذَاتِ ٱلرَّجْعِقسم دى په اسمان چې خاوند د باران دى
- 86:12وَٱلْأَرْضِ ذَاتِ ٱلصَّدْعِاو په ځمكه چې د (زرغونې راوتلو لپاره) چاودېدلو والا ده
- 86:13إِنَّهُۥ لَقَوْلٌ فَصْلٌبېشكه دا (قرآن) یقینًا (د حق او باطل) بېلونكې وینا ده
- 86:14وَمَا هُوَ بِٱلْهَزْلِاو دا هیڅكله عبثه (او د ټوقو) خبره نه ده
- 86:15إِنَّهُمْ يَكِيدُونَ كَيْدًابېشكه دوى مكر او چل كوي، یو چل كول
- 86:16وَأَكِيدُ كَيْدًااو زه هم یو تدبیر كوم، تدبیر كول
- 86:17فَمَهِّلِ ٱلْكَٰفِرِينَ أَمْهِلْهُمْ رُوَيْدًۢانو ته كافرانو ته مهلت وركړه، ته دوى ته لږ مهلت وركړه
سورت واورئMishary Alafasy