ٱلْبُرُوج
سورة البروج
The Mansions of the Stars
۲۲ آیتونهمکي
البروج سورت (البروج، مانا: The Mansions of the Stars) د قرآن ۸۵م سورت دی. دا مکي سورت دی چې ۲۲ آیتونه لري او په ۳۰مه پاره کې د مدني مصحف له ۵۹۰م مخ پیلېږي.
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
Loading…
د سورة البروج ټول آیتونه — عربي متن او پښتو ژباړه
د کلمو ژباړې، تلفظ او تفسیر لپاره هر آیت پرانیزئ.
- 85:1وَٱلسَّمَآءِ ذَاتِ ٱلْبُرُوجِقسم دى په اسمان چې خاوند د برجونو دى
- 85:2وَٱلْيَوْمِ ٱلْمَوْعُودِاو په وعده كړى شوې ورځې(د قيامت)
- 85:3وَشَاهِدٍ وَمَشْهُودٍاو په ګواه يا حاضرېدونكي او په هغې (ورځې) چې هغې ته حاضري كولى شي (چې د قيامت ورځ ده)
- 85:4قُتِلَ أَصْحَٰبُ ٱلْأُخْدُودِهلاك دې كړى شي خاوندان د خندق
- 85:5ٱلنَّارِ ذَاتِ ٱلْوَقُودِچې (په كې) اور و د بلېدلو (او لرګو) والا
- 85:6إِذْ هُمْ عَلَيْهَا قُعُودٌكله چې دوى په (غاړو د) هغو ناست وو
- 85:7وَهُمْ عَلَىٰ مَا يَفْعَلُونَ بِٱلْمُؤْمِنِينَ شُهُودٌاو دوى هغه څه ته چې دوى به په مومنانو باندې كول؛ حاضر وو
- 85:8وَمَا نَقَمُوا۟ مِنْهُمْ إِلَّآ أَن يُؤْمِنُوا۟ بِٱللَّهِ ٱلْعَزِيزِ ٱلْحَمِيدِاو دوى له دغو (مومنانو) نه هېڅ عیب نه لیده مګر دا چې دوى په الله باندې ایمان راوړى و، چې ډېر غالب، ښه ستايل شوى دى
- 85:9ٱلَّذِى لَهُۥ مُلْكُ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ ۚ وَٱللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍ شَهِيدٌهغه (الله) چې خاص د هغه لپاره د اسمانونو او ځمكې بادشاهي ده او الله په هر شي باندې ښه خبردار (او ګواه) دى
- 85:10إِنَّ ٱلَّذِينَ فَتَنُوا۟ ٱلْمُؤْمِنِينَ وَٱلْمُؤْمِنَٰتِ ثُمَّ لَمْ يَتُوبُوا۟ فَلَهُمْ عَذَابُ جَهَنَّمَ وَلَهُمْ عَذَابُ ٱلْحَرِيقِبېشكه هغه كسان چې مومنان سړي او مومنې ښځې يې په فتنه (عذاب) كې اچولي وي، بیا يې توبه نه وي ایستلې، نو د دوى لپاره د جهنم (دوزخ) عذاب دى او د دوى لپاره د ډېر سوځوونكي اور عذاب دى
- 85:11إِنَّ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّٰلِحَٰتِ لَهُمْ جَنَّٰتٌ تَجْرِى مِن تَحْتِهَا ٱلْأَنْهَٰرُ ۚ ذَٰلِكَ ٱلْفَوْزُ ٱلْكَبِيرُبېشكه هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي د دوى لپاره داسې جنتونه دي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، همدغه ډېره لویه كامیابي ده
- 85:12إِنَّ بَطْشَ رَبِّكَ لَشَدِيدٌبېشكه ستا د رب نیول یقینًا ډېر سخت دي
- 85:13إِنَّهُۥ هُوَ يُبْدِئُ وَيُعِيدُبېشكه هم دغه (الله) اول ځلې پیدا كوي او دویم ځلې پیدا كوي
- 85:14وَهُوَ ٱلْغَفُورُ ٱلْوَدُودُاو هم دى ډېر بخښونكى، ډېر محبت كوونكى دى
- 85:15ذُو ٱلْعَرْشِ ٱلْمَجِيدُد عرش مالك دى، لوى شان (او عزت) والا دى
- 85:16فَعَّالٌ لِّمَا يُرِيدُډېر كوونكى دى هغه څه لره چې دى يې اراده وكړي
- 85:17هَلْ أَتَىٰكَ حَدِيثُ ٱلْجُنُودِایا تا ته د لښكرو خبر راغلى دى؟
- 85:18فِرْعَوْنَ وَثَمُودَچې فرعونیان او ثمودیان وو
- 85:19بَلِ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ فِى تَكْذِيبٍبلكې هغه كسان چې كافران شوي دي په دروغ ګڼلو كې (لګیا) دي
- 85:20وَٱللَّهُ مِن وَرَآئِهِم مُّحِيطٌۢاو الله د دوى له چاپېره نه راګېروونكى دى
- 85:21بَلْ هُوَ قُرْءَانٌ مَّجِيدٌبلكې دغه د لوى قدر والا قرآن دى
- 85:22فِى لَوْحٍ مَّحْفُوظٍۭپه لوح محفوظ كې دى
سورت واورئMishary Alafasy