ٱلْإِنْشِقَاق
سورة الانشقاق
The Sundering
۲۵ آیتونهمکي
الانشقاق سورت (الإنشقاق، مانا: The Sundering) د قرآن ۸۴م سورت دی. دا مکي سورت دی چې ۲۵ آیتونه لري او په ۳۰مه پاره کې د مدني مصحف له ۵۸۹م مخ پیلېږي.
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
Loading…
د سورة الانشقاق ټول آیتونه — عربي متن او پښتو ژباړه
د کلمو ژباړې، تلفظ او تفسیر لپاره هر آیت پرانیزئ.
- 84:1إِذَا ٱلسَّمَآءُ ٱنشَقَّتْكله چې اسمان څیرې شي
- 84:2وَأَذِنَتْ لِرَبِّهَا وَحُقَّتْاو خپل رب ته غوږ كېږدي او دى (اسمان) د همدې لايق دى
- 84:3وَإِذَا ٱلْأَرْضُ مُدَّتْاو كله چې ځمكه راښكلى شي
- 84:4وَأَلْقَتْ مَا فِيهَا وَتَخَلَّتْاو هغه څه د باندې وغورځوي چې په دې كې دي او خالي شي
- 84:5وَأَذِنَتْ لِرَبِّهَا وَحُقَّتْاو خپل رب ته غوږ كېږدي او دا د همدې لايق ده
- 84:6يَٰٓأَيُّهَا ٱلْإِنسَٰنُ إِنَّكَ كَادِحٌ إِلَىٰ رَبِّكَ كَدْحًا فَمُلَٰقِيهِاى انسانه! بېشكه ته په پوره كوشش سره كار كوونكى يې تر خپل ربه (سره د ملاقات پورې)، ښه په كوشش سره كار كول، پس ته له دغه (خپل عمل) سره ملاقات كوونكى يې
- 84:7فَأَمَّا مَنْ أُوتِىَ كِتَٰبَهُۥ بِيَمِينِهِۦنو هر چې هغه څوك دى چې هغه ته خپل كتاب (عمل نامه) په ښي لاس كې وركړى شي
- 84:8فَسَوْفَ يُحَاسَبُ حِسَابًا يَسِيرًانو ژر ده چې له ده سره به حساب وكړى شي، ډېر اسان حساب
- 84:9وَيَنقَلِبُ إِلَىٰٓ أَهْلِهِۦ مَسْرُورًااو دى به خپل اهل ته خوشاله وګرځي
- 84:10وَأَمَّا مَنْ أُوتِىَ كِتَٰبَهُۥ وَرَآءَ ظَهْرِهِۦاو هر چې هغه څوك دى چې هغه ته خپل كتاب (عمل نامه) له خپلې شا نه وروسته وركړى شي
- 84:11فَسَوْفَ يَدْعُوا۟ ثُبُورًانو دى به ژر هلاكت ته چغې كړي
- 84:12وَيَصْلَىٰ سَعِيرًااو د دوزخ بل اور ته به ننوځي
- 84:13إِنَّهُۥ كَانَ فِىٓ أَهْلِهِۦ مَسْرُورًابېشكه دى په خپل اهل كې خوشاله و
- 84:14إِنَّهُۥ ظَنَّ أَن لَّن يَحُورَبېشكه ده یقین كړى و چې دى به له سره بېرته (الله ته) ونه ګرځي
- 84:15بَلَىٰٓ إِنَّ رَبَّهُۥ كَانَ بِهِۦ بَصِيرًاولې نه! بېشكه د ده رب ده لره تل ښه ليدونكى و
- 84:16فَلَآ أُقْسِمُ بِٱلشَّفَقِنو زه قسم خورم په شفق (له ماښام نه پس په سوروالي)
- 84:17وَٱلَّيْلِ وَمَا وَسَقَاو په شپه او په هغه څه چې دې راجمع كړي دي
- 84:18وَٱلْقَمَرِ إِذَا ٱتَّسَقَاو په سپوږمۍ كله چې دا كامله شي
- 84:19لَتَرْكَبُنَّ طَبَقًا عَن طَبَقٍچې تاسو به خامخا ضرور رسېږئ یو حال ته وروسته له بل حال نه
- 84:20فَمَا لَهُمْ لَا يُؤْمِنُونَنو په دوى څه شوي دي چې دوى ایمان نه راوړي
- 84:21وَإِذَا قُرِئَ عَلَيْهِمُ ٱلْقُرْءَانُ لَا يَسْجُدُونَ ۩او كله چې په دوى باندې قرآن لوستى شي دوى سجده نه كوي
- 84:22بَلِ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ يُكَذِّبُونَبلكې هغه كسان چې كافران شوي دي؛ هغوى تكذیب كوي
- 84:23وَٱللَّهُ أَعْلَمُ بِمَا يُوعُونَاو الله ښه عالم دى په هغه څه چې دوى يې پټ ساتي
- 84:24فَبَشِّرْهُم بِعَذَابٍ أَلِيمٍنو ته دوى ته د ډېر دردوونكي عذاب زېرى وركړه
- 84:25إِلَّا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّٰلِحَٰتِ لَهُمْ أَجْرٌ غَيْرُ مَمْنُونٍۭغیر له هغو كسانو نه چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، د دوى لپاره نه ختمېدونكى اجر دى
سورت واورئMishary Alafasy