ٱلْمُطَفِّفِين
سورة المطففين
The Defrauding
۳۶ آیتونهمکي
المطففين سورت (المطففين، مانا: The Defrauding) د قرآن ۸۳م سورت دی. دا مکي سورت دی چې ۳۶ آیتونه لري او په ۳۰مه پاره کې د مدني مصحف له ۵۸۷م مخ پیلېږي.
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
Loading…
د سورة المطففين ټول آیتونه — عربي متن او پښتو ژباړه
د کلمو ژباړې، تلفظ او تفسیر لپاره هر آیت پرانیزئ.
- 83:1وَيْلٌ لِّلْمُطَفِّفِينَ(په تول او پېمانه كې) كمي كوونكو لره هلاكت دى
- 83:2ٱلَّذِينَ إِذَا ٱكْتَالُوا۟ عَلَى ٱلنَّاسِ يَسْتَوْفُونَهغه كسان چې دوى له خلقو نه ځان ته پېمانه اخلي (، نو) پوره (يې) اخلي
- 83:3وَإِذَا كَالُوهُمْ أَو وَّزَنُوهُمْ يُخْسِرُونَاو كله چې دغو (خلقو) ته پېمانه وركوي، یا يې دوى ته تلي (،نو) كمى كوي
- 83:4أَلَا يَظُنُّ أُو۟لَٰٓئِكَ أَنَّهُم مَّبْعُوثُونَایا دغه خلق یقین نه كوي چې بېشكه دوى به بیا راژوندي كول شي
- 83:5لِيَوْمٍ عَظِيمٍپه ډېره لویه ورځ كې (د حساب لپاره)
- 83:6يَوْمَ يَقُومُ ٱلنَّاسُ لِرَبِّ ٱلْعَٰلَمِينَهغه ورځ چې خلق به ’’رب العلمین‘‘ ته ودرېږي
- 83:7كَلَّآ إِنَّ كِتَٰبَ ٱلْفُجَّارِ لَفِى سِجِّينٍهیڅكله داسې نه ده په كار، بېشكه د فاجرانو (كافرانو) كتاب (لیكل شوي عملونه) خامخا په سجین كې دي
- 83:8وَمَآ أَدْرَىٰكَ مَا سِجِّينٌاو ته څه شي پوه كړې چې سجین څه شى دى
- 83:9كِتَٰبٌ مَّرْقُومٌیو دفتر (كتاب) دى لیكل شوى
- 83:10وَيْلٌ يَوْمَئِذٍ لِّلْمُكَذِّبِينَپه دغې ورځ كې د دروغ ګڼونكو لپاره هلاكت دى
- 83:11ٱلَّذِينَ يُكَذِّبُونَ بِيَوْمِ ٱلدِّينِهغه كسان چې د بدلې ورځ دروغ ګڼي
- 83:12وَمَا يُكَذِّبُ بِهِۦٓ إِلَّا كُلُّ مُعْتَدٍ أَثِيمٍاو دغه (ورځ) دروغ نه ګڼي مګر هر زیاتي كوونكى، سخت ګناه ګار
- 83:13إِذَا تُتْلَىٰ عَلَيْهِ ءَايَٰتُنَا قَالَ أَسَٰطِيرُ ٱلْأَوَّلِينَكله چې ده ته زمونږ ایتونه تلاوت كولى شي؛ دى وايي: (دا) د ړومبنیو (خلقو) باطلې قصې دي
- 83:14كَلَّا ۖ بَلْ ۜ رَانَ عَلَىٰ قُلُوبِهِم مَّا كَانُوا۟ يَكْسِبُونَداسې نه ده، بلكې د دوى په زړونو باندې هغو (د ګناه عملونو) زنګ لګولى دى چې دوى به كول
- 83:15كَلَّآ إِنَّهُمْ عَن رَّبِّهِمْ يَوْمَئِذٍ لَّمَحْجُوبُونَداسې نه ده په كار، بېشكه دوى به په دغې ورځ كې له خپل رب نه یقینًا په حجاب (بند) كړى شوي وي
- 83:16ثُمَّ إِنَّهُمْ لَصَالُوا۟ ٱلْجَحِيمِبیا بېشكه دوى یقینًا دوزخ ته ننوتونكي دي
- 83:17ثُمَّ يُقَالُ هَٰذَا ٱلَّذِى كُنتُم بِهِۦ تُكَذِّبُونَبیا به (دوى ته) ویلى شي: دا هغه (دوزخ) دى چې تاسو به دا دروغ ګاڼه
- 83:18كَلَّآ إِنَّ كِتَٰبَ ٱلْأَبْرَارِ لَفِى عِلِّيِّينَداسې نه ده، بېشكه د نېكانو (خلقو) عملنامې (لیكلى كتاب) خامخا په ’’علِّیین‘‘ كې دي
- 83:19وَمَآ أَدْرَىٰكَ مَا عِلِّيُّونَاو ته څه شي پوه كړې چې ’’علّیون‘‘ څه شى دى
- 83:20كِتَٰبٌ مَّرْقُومٌیو دفتر (كتاب) دى چې لیكل شوى دى
- 83:21يَشْهَدُهُ ٱلْمُقَرَّبُونَچې ده ته مقرب (بنده ګان او ملايك) حاضرېږي
- 83:22إِنَّ ٱلْأَبْرَارَ لَفِى نَعِيمٍبېشكه نېكان خلق یقینًا په نعمتونو كې دي
- 83:23عَلَى ٱلْأَرَآئِكِ يَنظُرُونَدوى به په تختونو باندې (ناست) وي، ګوري به
- 83:24تَعْرِفُ فِى وُجُوهِهِمْ نَضْرَةَ ٱلنَّعِيمِ(اى كتونكیه!) ته به د دوى په مخونو كې د نعمتونو تازګي وینې
- 83:25يُسْقَوْنَ مِن رَّحِيقٍ مَّخْتُومٍپه دوى به مُهر (ټاپه)كړى شوي خالص شراب څښولى شي
- 83:26خِتَٰمُهُۥ مِسْكٌ ۚ وَفِى ذَٰلِكَ فَلْيَتَنَافَسِ ٱلْمُتَنَٰفِسُونَچې د دغو مُهر (ټاپه) به مشك وي، او په دغه (نعمتونو) كې، پس په كار ده چې رغبت كوونكي رغبت وكړي
- 83:27وَمِزَاجُهُۥ مِن تَسْنِيمٍد دغو (شرابو) ګډون له تسنیم (چينې) څخه دى
- 83:28عَيْنًا يَشْرَبُ بِهَا ٱلْمُقَرَّبُونَچې یوه چینه ده چې له دې نه به (د الله) مقربین څښي
- 83:29إِنَّ ٱلَّذِينَ أَجْرَمُوا۟ كَانُوا۟ مِنَ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ يَضْحَكُونَبېشكه هغه كسان چې جرم (د كفر) يې كړى دى، دوى به په هغو كسانو پورې خندا كوله چې ایمان يې راوړى و
- 83:30وَإِذَا مَرُّوا۟ بِهِمْ يَتَغَامَزُونَاو كله چې به د دوى (مومنانو) په خوا كې تېرېدل (نو) په خپلو منځونو كې به يې سترګكونه وهل
- 83:31وَإِذَا ٱنقَلَبُوٓا۟ إِلَىٰٓ أَهْلِهِمُ ٱنقَلَبُوا۟ فَكِهِينَاو كله چې به دوى خپلو كورونو ته واپس كېدل (نو) خوشاله به واپس كېدل
- 83:32وَإِذَا رَأَوْهُمْ قَالُوٓا۟ إِنَّ هَٰٓؤُلَآءِ لَضَآلُّونَاو كله چې به دوى دغه (مسلمانان) وليدل (نو) ويل به يې: بېشكه دغه خلق یقینًا ګمراهان دي
- 83:33وَمَآ أُرْسِلُوا۟ عَلَيْهِمْ حَٰفِظِينَحال دا چې دوى په دغو (مومنانو) باندې نګرانان (څوكيداران) نه وو لېږل شوي
- 83:34فَٱلْيَوْمَ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ مِنَ ٱلْكُفَّارِ يَضْحَكُونَنو په نن ورځ به هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى؛ په كافرانو پورې خندا كوي
- 83:35عَلَى ٱلْأَرَآئِكِ يَنظُرُونَپه تختونو باندې به ناست وي، چې ګوري به
- 83:36هَلْ ثُوِّبَ ٱلْكُفَّارُ مَا كَانُوا۟ يَفْعَلُونَیقینًا كافرانو ته د هغه څه بدله وركړى شوه چې دوى به كول
سورت واورئMishary Alafasy