ٱلْإِنْفِطَار
سورة الانفطار
The Cleaving
۱۹ آیتونهمکي
الانفطار سورت (الإنفطار، مانا: The Cleaving) د قرآن ۸۲م سورت دی. دا مکي سورت دی چې ۱۹ آیتونه لري او په ۳۰مه پاره کې د مدني مصحف له ۵۸۷م مخ پیلېږي.
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
Loading…
د سورة الانفطار ټول آیتونه — عربي متن او پښتو ژباړه
د کلمو ژباړې، تلفظ او تفسیر لپاره هر آیت پرانیزئ.
- 82:1إِذَا ٱلسَّمَآءُ ٱنفَطَرَتْكله چې اسمان وچوي
- 82:2وَإِذَا ٱلْكَوَاكِبُ ٱنتَثَرَتْاو كله چې ستوري ګډوډ شي (او) راولوېږي
- 82:3وَإِذَا ٱلْبِحَارُ فُجِّرَتْاو كله چې دریابونه یو ځاى روان كړى شي
- 82:4وَإِذَا ٱلْقُبُورُ بُعْثِرَتْاو كله چې قبرونه لاندې باندې كړى شي
- 82:5عَلِمَتْ نَفْسٌ مَّا قَدَّمَتْ وَأَخَّرَتْهر نفس به په هغه څه پوه شي چې ده وړاندې لېږلي دي او وروسته يې پرېښې دي
- 82:6يَٰٓأَيُّهَا ٱلْإِنسَٰنُ مَا غَرَّكَ بِرَبِّكَ ٱلْكَرِيمِاى (كافره) انسانه! ته په خپل كریم (او سخي) رب باندې څه شي دوكه كړى يې
- 82:7ٱلَّذِى خَلَقَكَ فَسَوَّىٰكَ فَعَدَلَكَهغه چې ته يې پیدا كړې، نو ته يې ښه برابر كړې
- 82:8فِىٓ أَىِّ صُورَةٍ مَّا شَآءَ رَكَّبَكَپه هر صورت (شكل) كې چې هغه غوښتل، ته يې پیوند (او جوړ) كړې
- 82:9كَلَّا بَلْ تُكَذِّبُونَ بِٱلدِّينِداسې بېخي نه ده، بلكې تاسو د بدلې ورځ (قیامت) دروغ ګڼئ
- 82:10وَإِنَّ عَلَيْكُمْ لَحَٰفِظِينَپه داسې حال كې چې پر تاسو باندې ساتونكي (ملايك) مقرر دي
- 82:11كِرَامًا كَٰتِبِينَچې عزتمن لیكونكي دي
- 82:12يَعْلَمُونَ مَا تَفْعَلُونَدوى په هغه څه پوهېږي چې تاسو يې كوئ
- 82:13إِنَّ ٱلْأَبْرَارَ لَفِى نَعِيمٍبېشكه نېكان (مومنان) به خامخا په نعمتونو كې وي
- 82:14وَإِنَّ ٱلْفُجَّارَ لَفِى جَحِيمٍاو بېشكه چې بدكاران (كافران) به خامخا په جهنم كې وي
- 82:15يَصْلَوْنَهَا يَوْمَ ٱلدِّينِدوى به ده ته د بدلې په ورځ ننوځي
- 82:16وَمَا هُمْ عَنْهَا بِغَآئِبِينَاو دوى به له دغه (دوزخ) نه له سره پټېدونكي نه وي
- 82:17وَمَآ أَدْرَىٰكَ مَا يَوْمُ ٱلدِّينِاو ته څه شي پوه كړې چې د بدلې ورځ (قیامت) څه شى دى؟
- 82:18ثُمَّ مَآ أَدْرَىٰكَ مَا يَوْمُ ٱلدِّينِبیا ته څه شي پوه كړې چې د بدلې ورځ څه شى دى
- 82:19يَوْمَ لَا تَمْلِكُ نَفْسٌ لِّنَفْسٍ شَئًْا ۖ وَٱلْأَمْرُ يَوْمَئِذٍ لِّلَّهِ(یاده كړه) هغه ورځ چې هېڅ یو نفس به د بل نفس لپاره د هېڅ شي اختیار ونه لري او په دغې ورځ كې به امر (حكم) خاص الله لره وي
سورت واورئMishary Alafasy