ٱلتَّكْوِير
سورة التكوير
The Overthrowing
۲۹ آیتونهمکي
التكوير سورت (التكوير، مانا: The Overthrowing) د قرآن ۸۱م سورت دی. دا مکي سورت دی چې ۲۹ آیتونه لري او په ۳۰مه پاره کې د مدني مصحف له ۵۸۶م مخ پیلېږي.
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
Loading…
د سورة التكوير ټول آیتونه — عربي متن او پښتو ژباړه
د کلمو ژباړې، تلفظ او تفسیر لپاره هر آیت پرانیزئ.
- 81:1إِذَا ٱلشَّمْسُ كُوِّرَتْكله چې لمر ونغښتل شي
- 81:2وَإِذَا ٱلنُّجُومُ ٱنكَدَرَتْاو كله چې ستوري خړ شي
- 81:3وَإِذَا ٱلْجِبَالُ سُيِّرَتْاو كله چې غرونه روان كړل شي
- 81:4وَإِذَا ٱلْعِشَارُ عُطِّلَتْاو كله چې د لسو میاشتو بلاربې اوښې معطلې (ازادې) پرېښودى شي
- 81:5وَإِذَا ٱلْوُحُوشُ حُشِرَتْاو كله چې وحشي ځناوران راجمع كړل شي
- 81:6وَإِذَا ٱلْبِحَارُ سُجِّرَتْاو كله چې دریابونه بل كړى شي
- 81:7وَإِذَا ٱلنُّفُوسُ زُوِّجَتْاو كله چې نفسونه جوړه كړل شي
- 81:8وَإِذَا ٱلْمَوْءُۥدَةُ سُئِلَتْاو كله چې ژوندۍ خښه كړى شوې جینۍ وپوښتى شي
- 81:9بِأَىِّ ذَنۢبٍ قُتِلَتْچې دا په كومې ګناه وژل شوې ده
- 81:10وَإِذَا ٱلصُّحُفُ نُشِرَتْاو كله چې اعمال نامې وغوړولى شي
- 81:11وَإِذَا ٱلسَّمَآءُ كُشِطَتْاو كله چې له اسمان نه پوستكى ووېستل شي
- 81:12وَإِذَا ٱلْجَحِيمُ سُعِّرَتْاو كله چې دوزخ بلې لمبې كړى شي
- 81:13وَإِذَا ٱلْجَنَّةُ أُزْلِفَتْاو كله چې جنت ښه نژدې كړى شي
- 81:14عَلِمَتْ نَفْسٌ مَّآ أَحْضَرَتْهر نفس به په هغه شي پوه شي چې ده حاضر كړى وي
- 81:15فَلَآ أُقْسِمُ بِٱلْخُنَّسِنو زه قسم خورم په هغو (ستوریو) چې بېرته ګرځېدونكي دي
- 81:16ٱلْجَوَارِ ٱلْكُنَّسِپه روانو، پټېدونكو باندې
- 81:17وَٱلَّيْلِ إِذَا عَسْعَسَاو قسم خورم په شپې كله چې شروع شي
- 81:18وَٱلصُّبْحِ إِذَا تَنَفَّسَاو په سبا كله چې دى ساه واخلي (روښانه شي)
- 81:19إِنَّهُۥ لَقَوْلُ رَسُولٍ كَرِيمٍبېشكه دا (قرآن) خامخا د ډېر عزتمن رسول قول دى
- 81:20ذِى قُوَّةٍ عِندَ ذِى ٱلْعَرْشِ مَكِينٍچې د عرش د مالك په نیز د قوت والا (او) د مرتبې والا دى
- 81:21مُّطَاعٍ ثَمَّ أَمِينٍمنلى شوى دى هلته، امین دى
- 81:22وَمَا صَاحِبُكُم بِمَجْنُونٍاو ستاسو ملګرى (محمدﷺ) له سره لېونى نه دى
- 81:23وَلَقَدْ رَءَاهُ بِٱلْأُفُقِ ٱلْمُبِينِاو یقینًا یقینًا ده دغه (جبریل د اسمان) په څرګنده غاړه كې لیدلى و
- 81:24وَمَا هُوَ عَلَى ٱلْغَيْبِ بِضَنِينٍاو دى د وحي په بیانولو كې له سره بخل كوونكى نه دى
- 81:25وَمَا هُوَ بِقَوْلِ شَيْطَٰنٍ رَّجِيمٍاو بېخي نه دى دا (قرآن) خبره د شیطان رټل شوي
- 81:26فَأَيْنَ تَذْهَبُونَنو تاسو (اى كافرانو!)چېرته ځئ؟
- 81:27إِنْ هُوَ إِلَّا ذِكْرٌ لِّلْعَٰلَمِينَنه دى دا (قرآن) مګر د عالمونو لپاره نصیحت (او پند)
- 81:28لِمَن شَآءَ مِنكُمْ أَن يَسْتَقِيمَد هغه چا لپاره چې په تاسو كې غواړې چې دى نېغ برابر شي
- 81:29وَمَا تَشَآءُونَ إِلَّآ أَن يَشَآءَ ٱللَّهُ رَبُّ ٱلْعَٰلَمِينَاو تاسو د (د سمې لارې) اراده نشئ كولى مګر دا چې الله رب العلمین يې اراده وكړي
سورت واورئMishary Alafasy