۸۰. سورة عبس
He Frowned
عَبَسَ

سورة عبس

He Frowned
۴۲ آیتونهمکي

عبس سورت (عبس، مانا: He Frowned) د قرآن ۸۰م سورت دی. دا مکي سورت دی چې ۴۲ آیتونه لري او په ۳۰مه پاره کې د مدني مصحف له ۵۸۵م مخ پیلېږي.

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
Loading…

د سورة عبس ټول آیتونه — عربي متن او پښتو ژباړه

د کلمو ژباړې، تلفظ او تفسیر لپاره هر آیت پرانیزئ.
  1. 80:1عَبَسَ وَتَوَلَّىٰٓده تندى تریو كړ او مخ يې وګرځاوه
  2. 80:2أَن جَآءَهُ ٱلْأَعْمَىٰپه دې وجه چې ده ته ړوند راغى
  3. 80:3وَمَا يُدْرِيكَ لَعَلَّهُۥ يَزَّكَّىٰٓاو ته څه شي پوه كړى يې، ښايي چې دى پاك شي
  4. 80:4أَوْ يَذَّكَّرُ فَتَنفَعَهُ ٱلذِّكْرَىٰٓیا به دى نصیحت (او پند) واخلي، نو ده ته به پند نفع ورسوي
  5. 80:5أَمَّا مَنِ ٱسْتَغْنَىٰهر چې هغه څوك دى چې استغنا يې كړې ده
  6. 80:6فَأَنتَ لَهُۥ تَصَدَّىٰنو ته په هغه پسې كېږې
  7. 80:7وَمَا عَلَيْكَ أَلَّا يَزَّكَّىٰحال دا چې په تا هېڅ الزام نشته چې هغه پاك نشي
  8. 80:8وَأَمَّا مَن جَآءَكَ يَسْعَىٰاو هر چې هغه څوك دى چې تا ته په منډو راځي
  9. 80:9وَهُوَ يَخْشَىٰپه داسې حال كې چې دى (له الله نه) وېرېږي
  10. 80:10فَأَنتَ عَنْهُ تَلَهَّىٰنو ته له هغه نه مشغولېږې
  11. 80:11كَلَّآ إِنَّهَا تَذْكِرَةٌداسې كله هم مه كوه، بېشكه دا (سورت) یو پند (او نصیحت) دى
  12. 80:12فَمَن شَآءَ ذَكَرَهُۥنو هغه څوك چې غواړي (نو) دى دې ومني
  13. 80:13فِى صُحُفٍ مُّكَرَّمَةٍ(دغه) په عزتمنو پاڼو كې دى
  14. 80:14مَّرْفُوعَةٍ مُّطَهَّرَةٍۭچې پورته كړى شوې، ښې پاكې كړى شوې دي
  15. 80:15بِأَيْدِى سَفَرَةٍد لیكونكو (ملايكو) په لاسونو كې
  16. 80:16كِرَامٍۭ بَرَرَةٍچې ډېر عزتمن، ډېر نېك دي
  17. 80:17قُتِلَ ٱلْإِنسَٰنُ مَآ أَكْفَرَهُۥانسان دې هلاك كړى شي، دى څومره ډېر ناشكره دى!
  18. 80:18مِنْ أَىِّ شَىْءٍ خَلَقَهُۥدى دغه (الله) له څه شي نه پیدا كړى دى؟
  19. 80:19مِن نُّطْفَةٍ خَلَقَهُۥ فَقَدَّرَهُۥله نطفې نه، دى يې پیدا كړى دى، پس دى يې اندازه كړى دى
  20. 80:20ثُمَّ ٱلسَّبِيلَ يَسَّرَهُۥبیا يې ده ته لاره ور اسانه كړې ده
  21. 80:21ثُمَّ أَمَاتَهُۥ فَأَقْبَرَهُۥبیا يې دى مړ كړ، نو دى يې په قبر كې كېښود
  22. 80:22ثُمَّ إِذَا شَآءَ أَنشَرَهُۥبیا چې كله وغواړي دى به ژوندى كړي
  23. 80:23كَلَّا لَمَّا يَقْضِ مَآ أَمَرَهُۥداسې نه ده، دغه (انسان) هغه كار نه دى كړى چې دغه (الله) ده ته حكم كړى دى
  24. 80:24فَلْيَنظُرِ ٱلْإِنسَٰنُ إِلَىٰ طَعَامِهِۦٓنو انسان دې خپل طعام ته وګوري
  25. 80:25أَنَّا صَبَبْنَا ٱلْمَآءَ صَبًّاچې بېشكه مونږ اوبه راتوى كړې دي، راتویول
  26. 80:26ثُمَّ شَقَقْنَا ٱلْأَرْضَ شَقًّابیا مونږ ځمكه څیرې كړې ده، څیرول
  27. 80:27فَأَنۢبَتْنَا فِيهَا حَبًّانو مونږ په دې كې دانې را زرغونه كړي دي
  28. 80:28وَعِنَبًا وَقَضْبًااو انګور او تركاريانې
  29. 80:29وَزَيْتُونًا وَنَخْلًااو زیتون او كجورې
  30. 80:30وَحَدَآئِقَ غُلْبًااو ګڼ باغونه
  31. 80:31وَفَٰكِهَةً وَأَبًّااو مېوې او ګياه (واښه)
  32. 80:32مَّتَٰعًا لَّكُمْ وَلِأَنْعَٰمِكُمْستاسو او ستاسو د څارویو د فايدې لپاره
  33. 80:33فَإِذَا جَآءَتِ ٱلصَّآخَّةُنو كله چې سخت اواز راشي
  34. 80:34يَوْمَ يَفِرُّ ٱلْمَرْءُ مِنْ أَخِيهِپه هغه ورځ چې سړى به له خپل وروره تښتي
  35. 80:35وَأُمِّهِۦ وَأَبِيهِاو له خپلې مور او خپل پلاره
  36. 80:36وَصَٰحِبَتِهِۦ وَبَنِيهِاو له خپلې ښځې او خپلو زامنو نه
  37. 80:37لِكُلِّ ٱمْرِئٍ مِّنْهُمْ يَوْمَئِذٍ شَأْنٌ يُغْنِيهِپه دوى كې د هر سړي لپاره به په دغه ورځ كې یو حال وي چې دى به (له نورو نه) بې پروا (بې غوره) كوي
  38. 80:38وُجُوهٌ يَوْمَئِذٍ مُّسْفِرَةٌڅه مخونه به په دغې ورځ كې روښانه وي
  39. 80:39ضَاحِكَةٌ مُّسْتَبْشِرَةٌخندېدونكي (او) خوشاله به وي
  40. 80:40وَوُجُوهٌ يَوْمَئِذٍ عَلَيْهَا غَبَرَةٌاو څه مخونه به په دغې ورځ كې پر هغو به ګرد پروت وي
  41. 80:41تَرْهَقُهَا قَتَرَةٌدغه (مخونه) به توروالي پټ كړي وي
  42. 80:42أُو۟لَٰٓئِكَ هُمُ ٱلْكَفَرَةُ ٱلْفَجَرَةُدغه (تور مخي) خلق هم دوى كافران (او) فاجران (بدكاران) دي
سورت واورئMishary Alafasy