۷۹. سورة النازعات
Those who drag forth
ٱلنَّازِعَات

سورة النازعات

Those who drag forth
۴۶ آیتونهمکي

النازعات سورت (النازعات، مانا: Those who drag forth) د قرآن ۷۹م سورت دی. دا مکي سورت دی چې ۴۶ آیتونه لري او په ۳۰مه پاره کې د مدني مصحف له ۵۸۳م مخ پیلېږي.

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
Loading…

د سورة النازعات ټول آیتونه — عربي متن او پښتو ژباړه

د کلمو ژباړې، تلفظ او تفسیر لپاره هر آیت پرانیزئ.
  1. 79:1وَٱلنَّٰزِعَٰتِ غَرْقًاقسم دى په (ملايكو) راوښكونكو (روحونو د كفارو لره)، راوښكل
  2. 79:2وَٱلنَّٰشِطَٰتِ نَشْطًااو په (ملايكو) اسان راوښكونكو (د مومنانو روحونو لره)، اسان راوښكل
  3. 79:3وَٱلسَّٰبِحَٰتِ سَبْحًااو په تېزو تلونكو (ملايكو)، تېز تلل
  4. 79:4فَٱلسَّٰبِقَٰتِ سَبْقًاپس په وړاندې كېدونكو (ملايكو)، وړاندې كېدل
  5. 79:5فَٱلْمُدَبِّرَٰتِ أَمْرًابیا د كار په تدبیر جوړونكو (ملايكو) چې تاسو به خامخا بیا راژوندي كړى شئ)
  6. 79:6يَوْمَ تَرْجُفُ ٱلرَّاجِفَةُپه هغه ورځ چې لړځېدونكې به ولړځېږي
  7. 79:7تَتْبَعُهَا ٱلرَّادِفَةُپه دې پسې به راځي ورپسې راتلونكې
  8. 79:8قُلُوبٌ يَوْمَئِذٍ وَاجِفَةٌ(د مجرمانو) زړونه به په دغه ورځ كې رپېدونكي (درزېدونكي) وي
  9. 79:9أَبْصَٰرُهَا خَٰشِعَةٌد دغو سترګې به ښكته وي
  10. 79:10يَقُولُونَ أَءِنَّا لَمَرْدُودُونَ فِى ٱلْحَافِرَةِدوى به وايي: ایا په رښتیا (او) یقینًا به مونږ ړومبني حالت ته ګرځولى شو (بیا به ژوندي كېږو؟)
  11. 79:11أَءِذَا كُنَّا عِظَٰمًا نَّخِرَةًایا كله چې مونږ زاړه رژېدونكي هډوكي شو
  12. 79:12قَالُوا۟ تِلْكَ إِذًا كَرَّةٌ خَاسِرَةٌدوى وویل: دغه (ګرځېدل) به په هغه وخت كې زیانمن ګرځېدل وي
  13. 79:13فَإِنَّمَا هِىَ زَجْرَةٌ وَٰحِدَةٌپس بېشكه دغه خو بس یوه چغه ده
  14. 79:14فَإِذَا هُم بِٱلسَّاهِرَةِنو ناڅاپه به دوى د ځمكې په مخ وي
  15. 79:15هَلْ أَتَىٰكَ حَدِيثُ مُوسَىٰٓایا تا ته د موسٰی خبره راغلې ده
  16. 79:16إِذْ نَادَىٰهُ رَبُّهُۥ بِٱلْوَادِ ٱلْمُقَدَّسِ طُوًىكله چې ده ته خپل رب په پاكې دَرې (ناو) ’’طُوٰی‘‘ كې اواز وكړ
  17. 79:17ٱذْهَبْ إِلَىٰ فِرْعَوْنَ إِنَّهُۥ طَغَىٰته فرعون ته لاړ شه، بېشكه ده سركشي شروع كړې ده
  18. 79:18فَقُلْ هَل لَّكَ إِلَىٰٓ أَن تَزَكَّىٰنو ته (ورته) ووایه: ایا ته دا خوښوې چې ته پاك شې
  19. 79:19وَأَهْدِيَكَ إِلَىٰ رَبِّكَ فَتَخْشَىٰاو دا چې زه تا ته ستا د رب په طرف ښوونه وكړم، پس چې ته ووېرېږې
  20. 79:20فَأَرَىٰهُ ٱلَْٔايَةَ ٱلْكُبْرَىٰنو ده (موسٰی) دغه (فرعون) ته تر ټولو لویه نښه وښودله
  21. 79:21فَكَذَّبَ وَعَصَىٰنو ده تكذيب وكړ او نافراني يې وكړه
  22. 79:22ثُمَّ أَدْبَرَ يَسْعَىٰبيا يې شا كړه (او) په ډېره بيړه سره لاړ
  23. 79:23فَحَشَرَ فَنَادَىٰنو ده (جادوګر) راجمع كړل، پس اواز يې وكړ
  24. 79:24فَقَالَ أَنَا۠ رَبُّكُمُ ٱلْأَعْلَىٰنو ويې ويل:زه ستاسو رب یم، تر ټولو اوچت (رب)
  25. 79:25فَأَخَذَهُ ٱللَّهُ نَكَالَ ٱلَْٔاخِرَةِ وَٱلْأُولَىٰٓنو دى الله راونیوه په عذاب د اخرت او دنیا سره
  26. 79:26إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَعِبْرَةً لِّمَن يَخْشَىٰٓبېشكه په دغه (غرقولو او سوځولو) كې یقینًا د هغه چا لپاره عبرت دى چې (له الله نه) وېرېږي
  27. 79:27ءَأَنتُمْ أَشَدُّ خَلْقًا أَمِ ٱلسَّمَآءُ ۚ بَنَىٰهَاایا تاسو د پیدا كولو په لحاظ ډېر سخت یئ، یا كه اسمان، دغه هغه (الله) جوړ كړى دى
  28. 79:28رَفَعَ سَمْكَهَا فَسَوَّىٰهَاد ده چت يې اوچت كړى دى، نو دغه يې ښه برابر جوړ كړى دى
  29. 79:29وَأَغْطَشَ لَيْلَهَا وَأَخْرَجَ ضُحَىٰهَااو د ده شپه يې توره تیاره كړې ده او د ده رڼا يې راوېستلې ده
  30. 79:30وَٱلْأَرْضَ بَعْدَ ذَٰلِكَ دَحَىٰهَآاو ځمكه يې له ده نه وروسته غوړولې ده
  31. 79:31أَخْرَجَ مِنْهَا مَآءَهَا وَمَرْعَىٰهَاده له دغې (ځمكې) نه د دې اوبه او د دې واښه رااېستلي دي
  32. 79:32وَٱلْجِبَالَ أَرْسَىٰهَااو غرونو لره، ده دغه محكم كړي دي
  33. 79:33مَتَٰعًا لَّكُمْ وَلِأَنْعَٰمِكُمْستاسو او ستاسو د څاریو د فايدې لپاره
  34. 79:34فَإِذَا جَآءَتِ ٱلطَّآمَّةُ ٱلْكُبْرَىٰنو كله چې تر ټولو لویه بلا (قیامت) راشي
  35. 79:35يَوْمَ يَتَذَكَّرُ ٱلْإِنسَٰنُ مَا سَعَىٰپه هغه ورځ چې انسان به هغه څه یادوي چې ده كړي وي
  36. 79:36وَبُرِّزَتِ ٱلْجَحِيمُ لِمَن يَرَىٰاو دوزخ به هغه چا ته څرګند كړى شي چې يې ویني
  37. 79:37فَأَمَّا مَن طَغَىٰنو هر چې هغه څوك دى چې سركشي يې كړې وي
  38. 79:38وَءَاثَرَ ٱلْحَيَوٰةَ ٱلدُّنْيَااو دنيايي ژوند ته يې ترجیح وركړې وي
  39. 79:39فَإِنَّ ٱلْجَحِيمَ هِىَ ٱلْمَأْوَىٰنو بېشكه چې هم دا دوزخ (د ده) استوګنه ده
  40. 79:40وَأَمَّا مَنْ خَافَ مَقَامَ رَبِّهِۦ وَنَهَى ٱلنَّفْسَ عَنِ ٱلْهَوَىٰاو هر چې هغه څوك دى چې د خپل رب په وړاندې له ودرېدلو نه وېرېدلى وي او نفس (ځان) يې له خواهشاتو نه منع كړى وي
  41. 79:41فَإِنَّ ٱلْجَنَّةَ هِىَ ٱلْمَأْوَىٰنو بېشكه چې هم دا جنت (د ده) استوګنه ده
  42. 79:42يَسَْٔلُونَكَ عَنِ ٱلسَّاعَةِ أَيَّانَ مُرْسَىٰهَا(اى نبي!) دوى له تا نه د قیامت په باره كې پوښتنه كوي چې د ده واقع كېدل به كله وي
  43. 79:43فِيمَ أَنتَ مِن ذِكْرَىٰهَآته د ده له یاده (علمه) په څه كې يې
  44. 79:44إِلَىٰ رَبِّكَ مُنتَهَىٰهَآخاص ستا رب ته د دغه (قيامت) انتها ده
  45. 79:45إِنَّمَآ أَنتَ مُنذِرُ مَن يَخْشَىٰهَابېشكه ته خو يواځې د هغه چا وېروونكى يې چې له ده (قیامت) نه وېرېږي
  46. 79:46كَأَنَّهُمْ يَوْمَ يَرَوْنَهَا لَمْ يَلْبَثُوٓا۟ إِلَّا عَشِيَّةً أَوْ ضُحَىٰهَاګویاكې دوى به په هغې ورځې كې چې دوى دغه (قیامت) وویني (داسې به وي لكه چې) دوى (په دنیا، یا په قبر كې) نه دي ایسار شوي مګر د ورځې اخر، یا څاښت
سورت واورئMishary Alafasy