ٱلنَّبَأ
سورة النبأ
The Tidings
۴۰ آیتونهمکي
النبأ سورت (النبإ، مانا: The Tidings) د قرآن ۷۸م سورت دی. دا مکي سورت دی چې ۴۰ آیتونه لري او په ۳۰مه پاره کې د مدني مصحف له ۵۸۲م مخ پیلېږي.
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
Loading…
د سورة النبأ ټول آیتونه — عربي متن او پښتو ژباړه
د کلمو ژباړې، تلفظ او تفسیر لپاره هر آیت پرانیزئ.
- 78:1عَمَّ يَتَسَآءَلُونَدوى د څه شي په باره كې یو له بل پوښتنه كوي؟
- 78:2عَنِ ٱلنَّبَإِ ٱلْعَظِيمِد ډېر لوى خبر په باره كې
- 78:3ٱلَّذِى هُمْ فِيهِ مُخْتَلِفُونَهغه چې دوى په هغه كې سره اختلاف كوونكي دي
- 78:4كَلَّا سَيَعْلَمُونَنه دې كوي (دغه اختلاف او پوښتنې)، ژر به دوى پوه شي
- 78:5ثُمَّ كَلَّا سَيَعْلَمُونَبیا هیڅكله دې نه كوي، ژر به دوى پوه شي
- 78:6أَلَمْ نَجْعَلِ ٱلْأَرْضَ مِهَٰدًاایا مونږ ځمكه فرش نه ده ګرځولې؟
- 78:7وَٱلْجِبَالَ أَوْتَادًااو غرونه (مو) میخونه
- 78:8وَخَلَقْنَٰكُمْ أَزْوَٰجًااو مونږ تاسو پیدا كړي یئ جوړې (نر او ښځه)
- 78:9وَجَعَلْنَا نَوْمَكُمْ سُبَاتًااو مونږ ستاسو خوب (تاسو لپاره) راحت ګرځولى دى
- 78:10وَجَعَلْنَا ٱلَّيْلَ لِبَاسًااو شپه مو لباس ګرځولې ده
- 78:11وَجَعَلْنَا ٱلنَّهَارَ مَعَاشًااو ورځ مو د روزۍ لټولو وخت ګرځولى دى
- 78:12وَبَنَيْنَا فَوْقَكُمْ سَبْعًا شِدَادًااو ستاسو له پاسه مو اوه ډېر مضبوط اسمانونه جوړ كړي دي
- 78:13وَجَعَلْنَا سِرَاجًا وَهَّاجًااو مونږ روښانه ځلېدونكې ډېوه پیدا كړې ده
- 78:14وَأَنزَلْنَا مِنَ ٱلْمُعْصِرَٰتِ مَآءً ثَجَّاجًااو مونږ له ډكو ورېځو نه ډېرې تويېدونكې اوبه نازلې كړې دي
- 78:15لِّنُخْرِجَ بِهِۦ حَبًّا وَنَبَاتًاد دې لپاره چې مونږ په دغو (اوبو) سره دانې او زرغونه راوباسو
- 78:16وَجَنَّٰتٍ أَلْفَافًااو باغونه یو له بل سره نژدې
- 78:17إِنَّ يَوْمَ ٱلْفَصْلِ كَانَ مِيقَٰتًابېشكه د فیصلې ورځ مقرر وخت دى
- 78:18يَوْمَ يُنفَخُ فِى ٱلصُّورِ فَتَأْتُونَ أَفْوَاجًاهغه ورځ چې پوكى به ووهل شي په شپېلۍ كې، نو تاسو به ډلې ډلې راځئ
- 78:19وَفُتِحَتِ ٱلسَّمَآءُ فَكَانَتْ أَبْوَٰبًااو اسمان به پرانستل شي، نو دى به دروازې دروازې وي
- 78:20وَسُيِّرَتِ ٱلْجِبَالُ فَكَانَتْ سَرَابًااو غرونه به روان كړى شي، نو دوى به سراب شي
- 78:21إِنَّ جَهَنَّمَ كَانَتْ مِرْصَادًابېشكه دوزخ به د انتظار ځاى (كمین ځاى) شي
- 78:22لِّلطَّٰغِينَ مََٔابًاد سركشو لپاره د ورتللو ځاى
- 78:23لَّٰبِثِينَ فِيهَآ أَحْقَابًاچې دوى به په هغه كې زمانې زمانې (همېشه) پاتې كېږي
- 78:24لَّا يَذُوقُونَ فِيهَا بَرْدًا وَلَا شَرَابًادوى به په هغه كې نه څه یخوالى څَكي او نه څه اوبه
- 78:25إِلَّا حَمِيمًا وَغَسَّاقًاغیر د اېشېدلو تودو اوبو او بهېدونكو وینو زوو نه
- 78:26جَزَآءً وِفَاقًابدله به وركولى شي د عملونو سره برابره موافقه
- 78:27إِنَّهُمْ كَانُوا۟ لَا يَرْجُونَ حِسَابًابېشكه دوى به د حساب امېد نه كاوه
- 78:28وَكَذَّبُوا۟ بَِٔايَٰتِنَا كِذَّابًااو زمونږ ایتونه به يې دروغ ګڼل، سخت دروغ ګڼل
- 78:29وَكُلَّ شَىْءٍ أَحْصَيْنَٰهُ كِتَٰبًااو هر شى، مونږ هغه په كتاب (لوح محفوظ) كې شمېرلى (او محفوظ كړى) دى
- 78:30فَذُوقُوا۟ فَلَن نَّزِيدَكُمْ إِلَّا عَذَابًانو تاسو (خپله سزا) وڅَكئ، پس مونږ به تاسو ته له سره زیات نه كړو مګر عذاب
- 78:31إِنَّ لِلْمُتَّقِينَ مَفَازًابېشكه خاص د متقیانو لپاره كامیابي ده
- 78:32حَدَآئِقَ وَأَعْنَٰبًا(چې) باغونه او انګور دي
- 78:33وَكَوَاعِبَ أَتْرَابًااو انارسینه همځولې پېغلې دي
- 78:34وَكَأْسًا دِهَاقًااو ترڅنډو پورې ډكې د شرابو پیالې دي
- 78:35لَّا يَسْمَعُونَ فِيهَا لَغْوًا وَلَا كِذَّٰبًادوى په دغه (جنت) كې نه لغوه (بېكاره) خبره اوري او نه دروغ
- 78:36جَزَآءً مِّن رَّبِّكَ عَطَآءً حِسَابًاد رب له جانبه به بدله وركولى شي (د عملونو) په حساب سره ډېره وركړه
- 78:37رَّبِّ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا ٱلرَّحْمَٰنِ ۖ لَا يَمْلِكُونَ مِنْهُ خِطَابًاچې د اسمانونو او ځمكې رب دى او د هغه څه چې د دغو دواړو په مینځ كې دي، چې ډېر زیات مهربان دى، دوى له هغه سره د خبرو كولو اختیار (او قدرت) نه لري
- 78:38يَوْمَ يَقُومُ ٱلرُّوحُ وَٱلْمَلَٰٓئِكَةُ صَفًّا ۖ لَّا يَتَكَلَّمُونَ إِلَّا مَنْ أَذِنَ لَهُ ٱلرَّحْمَٰنُ وَقَالَ صَوَابًاپه هغې ورځ كې چې روح او ملايك به صفونه صفونه ودرېږي، دوى به خبرې نشي كولى مګرهغه څوك چې هغه ته رحمٰن اجازت وركړي او ده (په دنیا كې) حقه خبره (لا إله الا الله) ویلې وي
- 78:39ذَٰلِكَ ٱلْيَوْمُ ٱلْحَقُّ ۖ فَمَن شَآءَ ٱتَّخَذَ إِلَىٰ رَبِّهِۦ مََٔابًادغه حق ورځ ده، نو هغه څوك چې د خپل رب په طرف د ورتلو ځاى نیسي (نو ودې نیسي)
- 78:40إِنَّآ أَنذَرْنَٰكُمْ عَذَابًا قَرِيبًا يَوْمَ يَنظُرُ ٱلْمَرْءُ مَا قَدَّمَتْ يَدَاهُ وَيَقُولُ ٱلْكَافِرُ يَٰلَيْتَنِى كُنتُ تُرَٰبًۢابېشكه مونږ تاسو له نژدې (راتلونكي) عذاب څخه ووېرولئ، په هغه ورځ كې چې هر سړى به هغه څه ته ګوري چې د ده لاسونو مخكې لېږلي دي او كافر به وايي: اى كاشكې چې زه خاورې وى
سورت واورئMishary Alafasy