۷۷. سورة المرسلات
The Emissaries
ٱلْمُرْسَلَات

سورة المرسلات

The Emissaries
۵۰ آیتونهمکي

المرسلات سورت (المرسلات، مانا: The Emissaries) د قرآن ۷۷م سورت دی. دا مکي سورت دی چې ۵۰ آیتونه لري او په ۲۹مه پاره کې د مدني مصحف له ۵۸۰م مخ پیلېږي.

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
Loading…

د سورة المرسلات ټول آیتونه — عربي متن او پښتو ژباړه

د کلمو ژباړې، تلفظ او تفسیر لپاره هر آیت پرانیزئ.
  1. 77:1وَٱلْمُرْسَلَٰتِ عُرْفًاقسم دى په هغو بادونو چې پرله پسې لېږل شوي دي!
  2. 77:2فَٱلْعَٰصِفَٰتِ عَصْفًابیا په هغو سختو تېزو چلېدونكو بادونو باندې، تېز تلل
  3. 77:3وَٱلنَّٰشِرَٰتِ نَشْرًااو په خورونكو بادونو باندې، خورول
  4. 77:4فَٱلْفَٰرِقَٰتِ فَرْقًابیا په هغو بادونو چې جدا والى راولي، جدا كول
  5. 77:5فَٱلْمُلْقِيَٰتِ ذِكْرًابیا په هغو بادونو باندې چې د ذكر اچونكي دي
  6. 77:6عُذْرًا أَوْ نُذْرًاد عذر لپاره او وېرولو لپاره
  7. 77:7إِنَّمَا تُوعَدُونَ لَوَٰقِعٌبېشكه چې له تاسو سره څه وعده كولى شي یقینًا (هغه) واقع كېدونكې ده
  8. 77:8فَإِذَا ٱلنُّجُومُ طُمِسَتْنو كله چې ستوري بې رڼا كړى شي
  9. 77:9وَإِذَا ٱلسَّمَآءُ فُرِجَتْاو كله چې اسمان څیرې كړى شي
  10. 77:10وَإِذَا ٱلْجِبَالُ نُسِفَتْاو كله چې غرونه والوزول شي
  11. 77:11وَإِذَا ٱلرُّسُلُ أُقِّتَتْاو كله چې رسولانو ته وخت وټاكل شي
  12. 77:12لِأَىِّ يَوْمٍ أُجِّلَتْد كومې ورځې لپاره دغه (څیزونه) وروسته كړى شوي دي؟
  13. 77:13لِيَوْمِ ٱلْفَصْلِد فیصلې د ورځې لپاره
  14. 77:14وَمَآ أَدْرَىٰكَ مَا يَوْمُ ٱلْفَصْلِاو ته څه شي پوه كړې چې د فیصلې ورځ كله ده
  15. 77:15وَيْلٌ يَوْمَئِذٍ لِّلْمُكَذِّبِينَد دروغ ګڼونكو لپاره په دغې ورځ كې هلاكت دى
  16. 77:16أَلَمْ نُهْلِكِ ٱلْأَوَّلِينَایا مونږ ړومبني (مجرمان) نه دي هلاك كړي
  17. 77:17ثُمَّ نُتْبِعُهُمُ ٱلَْٔاخِرِينَبیا مونږ په دوى پسې وروستني خلق ورلېږو
  18. 77:18كَذَٰلِكَ نَفْعَلُ بِٱلْمُجْرِمِينَهمداسې كار مونږ له مجرمانو (كافرانو) سره كوو
  19. 77:19وَيْلٌ يَوْمَئِذٍ لِّلْمُكَذِّبِينَپه دغې ورځې كې د تكذیب كوونكو (دروغ ګڼونكو) لپاره هلاكت دى
  20. 77:20أَلَمْ نَخْلُقكُّم مِّن مَّآءٍ مَّهِينٍایا مونږ تاسو له سپكو اوبو نه نه یئ پیدا كړي
  21. 77:21فَجَعَلْنَٰهُ فِى قَرَارٍ مَّكِينٍپس مونږ دغه (اوبه) په مضبوط ځاى كې كېښودلې
  22. 77:22إِلَىٰ قَدَرٍ مَّعْلُومٍتر مقررې نېټې (اندازې) پورې
  23. 77:23فَقَدَرْنَا فَنِعْمَ ٱلْقَٰدِرُونَنو مونږ قادر یو، پس (مونږ) ښه قدرت لرونكي یو
  24. 77:24وَيْلٌ يَوْمَئِذٍ لِّلْمُكَذِّبِينَپه دغې ورځې كې د دروغ ګڼونكو لپاره هلاكت دى
  25. 77:25أَلَمْ نَجْعَلِ ٱلْأَرْضَ كِفَاتًاایا مونږ ځمكه نه ده ګرځولې راجمع كوونكې
  26. 77:26أَحْيَآءً وَأَمْوَٰتًاژوندیو لره او مړیو لره
  27. 77:27وَجَعَلْنَا فِيهَا رَوَٰسِىَ شَٰمِخَٰتٍ وَأَسْقَيْنَٰكُم مَّآءً فُرَاتًااو مونږ په دې كې اوچت لوى غرونه پیدا كړي دي او په تاسو مو خوږې تنده ماتوونكې اوبه څښلي
  28. 77:28وَيْلٌ يَوْمَئِذٍ لِّلْمُكَذِّبِينَپه دغې ورځ كې د دروغ ګڼونكو لپاره هلاكت دى
  29. 77:29ٱنطَلِقُوٓا۟ إِلَىٰ مَا كُنتُم بِهِۦ تُكَذِّبُونَتاسو ځئ لاړ شئ هغه څیز ته چې تاسو به هغه دروغ ګاڼه
  30. 77:30ٱنطَلِقُوٓا۟ إِلَىٰ ظِلٍّ ذِى ثَلَٰثِ شُعَبٍتاسو ځئ لاړ شئ هغه سیوري ته چې د دریوڅانګو والا دى
  31. 77:31لَّا ظَلِيلٍ وَلَا يُغْنِى مِنَ ٱللَّهَبِچې نه یخ دى او نه د اور لمبې لرې كولى شي
  32. 77:32إِنَّهَا تَرْمِى بِشَرَرٍ كَٱلْقَصْرِبېشكه دغه (اور) داسې سرې سكروټې ولي (غورځوي)، لكه اوچتې ماڼۍ
  33. 77:33كَأَنَّهُۥ جِمَٰلَتٌ صُفْرٌګویا كې دغه (سكروټې، بڅركي) زېړ تور بخن اوښان دي
  34. 77:34وَيْلٌ يَوْمَئِذٍ لِّلْمُكَذِّبِينَپه دغې ورځ كې د دروغ ګڼونكو لپاره هلاكت دى
  35. 77:35هَٰذَا يَوْمُ لَا يَنطِقُونَدغه ورځ ده چې دوى به (په كې) خبرې نشي كولى
  36. 77:36وَلَا يُؤْذَنُ لَهُمْ فَيَعْتَذِرُونَاو دوى ته به اجازت وركولى نشي، پس چې دوى عذر وكړي
  37. 77:37وَيْلٌ يَوْمَئِذٍ لِّلْمُكَذِّبِينَپه دغې ورځ كې د دروغ ګڼونكو لپاره هلاكت دى
  38. 77:38هَٰذَا يَوْمُ ٱلْفَصْلِ ۖ جَمَعْنَٰكُمْ وَٱلْأَوَّلِينَدغه د فیصلې ورځ ده، مونږ، تاسو او ړومبني خلق راجمع كړي دي
  39. 77:39فَإِن كَانَ لَكُمْ كَيْدٌ فَكِيدُونِنو كه له تاسو سره څه چل مكر وي، نو زما سره (دغه) چل مكر وكړئ
  40. 77:40وَيْلٌ يَوْمَئِذٍ لِّلْمُكَذِّبِينَپه دغې ورځ كې د دروغ ګڼونكو لپاره هلاكت دى
  41. 77:41إِنَّ ٱلْمُتَّقِينَ فِى ظِلَٰلٍ وَعُيُونٍیقینًا پرهېزګاران به په سیورو او چینو كې وي
  42. 77:42وَفَوَٰكِهَ مِمَّا يَشْتَهُونَاو په داسې مېوو كې چې دوى يې غواړي
  43. 77:43كُلُوا۟ وَٱشْرَبُوا۟ هَنِيًٓٔۢا بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ(ملايك به مومنانو ته وايي:) تاسو خورئ او څښئ، په داسې حال كې چې خوند اخيستونكي يئ د هغو عملونو په بدل كې چې تاسو به كول
  44. 77:44إِنَّا كَذَٰلِكَ نَجْزِى ٱلْمُحْسِنِينَبېشكه همداسې مونږ نېكي كوونكو ته بدله وركوو
  45. 77:45وَيْلٌ يَوْمَئِذٍ لِّلْمُكَذِّبِينَپه دغې ورځ كې د دروغ ګڼونكو لپاره هلاكت دى
  46. 77:46كُلُوا۟ وَتَمَتَّعُوا۟ قَلِيلًا إِنَّكُم مُّجْرِمُونَتاسو خورئ او فايده واخلئ لږه، بېشكه تاسو مجرمان یئ
  47. 77:47وَيْلٌ يَوْمَئِذٍ لِّلْمُكَذِّبِينَپه دغې ورځ كې د تكذیب كوونكو (دروغ ویونكو) لپاره هلاكت او تباهي ده
  48. 77:48وَإِذَا قِيلَ لَهُمُ ٱرْكَعُوا۟ لَا يَرْكَعُونَاو كله چې دوى ته وویل شي تاسو ركوع كوئ (نو) دوى ركوع نه كوي
  49. 77:49وَيْلٌ يَوْمَئِذٍ لِّلْمُكَذِّبِينَپه دغې ورځ كې د تكذیب كوونكو لپاره هلاكت دى
  50. 77:50فَبِأَىِّ حَدِيثٍۭ بَعْدَهُۥ يُؤْمِنُونَنو له دې (قرآن) نه وروسته دوى په څه شي ایمان راوړي؟
سورت واورئMishary Alafasy