۷۶. سورة الإنسان
The Man
ٱلْإِنْسَان

سورة الإنسان

The Man
۳۱ آیتونهمدني

الإنسان سورت (الانسان، مانا: The Man) د قرآن ۷۶م سورت دی. دا مدني سورت دی چې ۳۱ آیتونه لري او په ۲۹مه پاره کې د مدني مصحف له ۵۷۸م مخ پیلېږي.

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
Loading…

د سورة الإنسان ټول آیتونه — عربي متن او پښتو ژباړه

د کلمو ژباړې، تلفظ او تفسیر لپاره هر آیت پرانیزئ.
  1. 76:1هَلْ أَتَىٰ عَلَى ٱلْإِنسَٰنِ حِينٌ مِّنَ ٱلدَّهْرِ لَمْ يَكُن شَئًْا مَّذْكُورًایقینًا په انسان باندې داسې وخت هم راغلى دى چې دى څه داسې د يادولو (وړ) شى نه و
  2. 76:2إِنَّا خَلَقْنَا ٱلْإِنسَٰنَ مِن نُّطْفَةٍ أَمْشَاجٍ نَّبْتَلِيهِ فَجَعَلْنَٰهُ سَمِيعًۢا بَصِيرًابېشكه مونږ انسان له ګډې وډې شوې نطفې نه پیدا كړى دى، چې مونږ به دى ازمایو، نو دى مونږ اورېدونكى (او) لیدونكى وګرځاوه
  3. 76:3إِنَّا هَدَيْنَٰهُ ٱلسَّبِيلَ إِمَّا شَاكِرًا وَإِمَّا كَفُورًابېشكه مونږ ده ته د نېغې لارې ښوونه كړې ده، یا به دى شكر كوونكى وي او یا به ډېر ناشكره وي
  4. 76:4إِنَّآ أَعْتَدْنَا لِلْكَٰفِرِينَ سَلَٰسِلَا۟ وَأَغْلَٰلًا وَسَعِيرًابېشكه مونږ د كافرانو لپاره ځنځیرونه او طوقونه (زلونې) او لمبې وهونكى اور تیار كړى دى
  5. 76:5إِنَّ ٱلْأَبْرَارَ يَشْرَبُونَ مِن كَأْسٍ كَانَ مِزَاجُهَا كَافُورًابېشكه نېكان خلق به د شرابو له داسې جامونو نه څښاك كوي چې د هغو ګډونى (امېزش) به كافور وي
  6. 76:6عَيْنًا يَشْرَبُ بِهَا عِبَادُ ٱللَّهِ يُفَجِّرُونَهَا تَفْجِيرًاچې چینه ده، د الله بنده ګان به له هغې نه څښي، دوى به هغه بهوي (چېرته چې وغواړي) ښه بهول
  7. 76:7يُوفُونَ بِٱلنَّذْرِ وَيَخَافُونَ يَوْمًا كَانَ شَرُّهُۥ مُسْتَطِيرًادوى نذرونه پوره كوي او له هغې ورځې نه وېرېږي چې د هغې شر ښه ښكاره دى
  8. 76:8وَيُطْعِمُونَ ٱلطَّعَامَ عَلَىٰ حُبِّهِۦ مِسْكِينًا وَيَتِيمًا وَأَسِيرًااو دوى د هغه (الله) په مینه كې مسكین او یتیم او بندي ته طعام وركوي
  9. 76:9إِنَّمَا نُطْعِمُكُمْ لِوَجْهِ ٱللَّهِ لَا نُرِيدُ مِنكُمْ جَزَآءً وَلَا شُكُورًا(دوى وايي:) بېشكه همدا خبره ده چې مونږ تاسو ته د الله له مخه طعام دركوو، مونږ له تاسو نه څه بدله او شكر نه غواړو
  10. 76:10إِنَّا نَخَافُ مِن رَّبِّنَا يَوْمًا عَبُوسًا قَمْطَرِيرًابېشكه مونږ له خپل رب نه د تریو مخې ډېرې سختې ورځې (له عذاب) نه وېرېږو
  11. 76:11فَوَقَىٰهُمُ ٱللَّهُ شَرَّ ذَٰلِكَ ٱلْيَوْمِ وَلَقَّىٰهُمْ نَضْرَةً وَسُرُورًانو الله به دوى د دغې ورځې له شر نه بچ وساتي او دوى ته به تازګي او خوشالي ورسوي
  12. 76:12وَجَزَىٰهُم بِمَا صَبَرُوا۟ جَنَّةً وَحَرِيرًااو دوى ته به د خپل صبر په سبب جنت او ورېښم په بدل كې وركړي
  13. 76:13مُّتَّكِِٔينَ فِيهَا عَلَى ٱلْأَرَآئِكِ ۖ لَا يَرَوْنَ فِيهَا شَمْسًا وَلَا زَمْهَرِيرًاپه داسې حال كې چې په تختونو باندې به تكیه وهونكي وي، دوى به په هغه (جنت) كې نه لمر ویني او نه ساړه (یخني)
  14. 76:14وَدَانِيَةً عَلَيْهِمْ ظِلَٰلُهَا وَذُلِّلَتْ قُطُوفُهَا تَذْلِيلًاپه داسې حال كې چې په دوى باندې به د دغه (جنت د ونو) سیورى نژدې وي او د هغه د مېوو شوكول به مُسخَّر (راټیټ) كړى شوي وي، مُسخركېدل
  15. 76:15وَيُطَافُ عَلَيْهِم بَِٔانِيَةٍ مِّن فِضَّةٍ وَأَكْوَابٍ كَانَتْ قَوَارِيرَا۠او په دوى باندې به لوښي د سپينو زرو او ګلاسونه ګرځولى شي چې د شیشو به وي
  16. 76:16قَوَارِيرَا۟ مِن فِضَّةٍ قَدَّرُوهَا تَقْدِيرًاد سپینو زرو شیشې چې دوى به دغه (لوښي) اندازه كړي وي، اندازه كول
  17. 76:17وَيُسْقَوْنَ فِيهَا كَأْسًا كَانَ مِزَاجُهَا زَنجَبِيلًااو په دغه (جنت) كې به په دوى د شرابو داسې جامونه ورڅښول كېږي چې ګډونى به يې زنجبیل وي
  18. 76:18عَيْنًا فِيهَا تُسَمَّىٰ سَلْسَبِيلًاچې چینه ده په دغه (جنت) كې چې نوم يې سلسبیل ایښودل شوى دى
  19. 76:19۞ وَيَطُوفُ عَلَيْهِمْ وِلْدَٰنٌ مُّخَلَّدُونَ إِذَا رَأَيْتَهُمْ حَسِبْتَهُمْ لُؤْلُؤًا مَّنثُورًااو په دوى باندې به (د خدمت لپاره) همېشني هلكان ګرځي، كله چې ته دوى ووینې (نو) ته به دوى خورې كړى شوې ملغلرې ګڼې
  20. 76:20وَإِذَا رَأَيْتَ ثَمَّ رَأَيْتَ نَعِيمًا وَمُلْكًا كَبِيرًااو كله چې ته وګورې (نو) په دغه ځاى كې به نعمتونه او ډېره لویه بادشاهي ووینې
  21. 76:21عَٰلِيَهُمْ ثِيَابُ سُندُسٍ خُضْرٌ وَإِسْتَبْرَقٌ ۖ وَحُلُّوٓا۟ أَسَاوِرَ مِن فِضَّةٍ وَسَقَىٰهُمْ رَبُّهُمْ شَرَابًا طَهُورًاد دوى په تن باندې به د نري ورېښمو جامې وي چې شنې به وي او د پېړو ورېښمو (جامې به هم وي) او دوى ته به د سپینو زرو باهوګان واچولى شي او خپل رب به په دوى ډېر پاكيزه شراب وڅښي
  22. 76:22إِنَّ هَٰذَا كَانَ لَكُمْ جَزَآءً وَكَانَ سَعْيُكُم مَّشْكُورًابېشكه دا (نعمت) تاسو لپاره بدله ده. او ستاسو سعي (كوشش) قبول كړى شوى دى
  23. 76:23إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا عَلَيْكَ ٱلْقُرْءَانَ تَنزِيلًابېشكه همدا مونږ پر تاسو باندې قرآن نازل كړى دى، ښه نازلول
  24. 76:24فَٱصْبِرْ لِحُكْمِ رَبِّكَ وَلَا تُطِعْ مِنْهُمْ ءَاثِمًا أَوْ كَفُورًانو ته د خپل رب حكم ته صبر كوه او په دوى كې د هېڅ ګناهګار او سخت ناشكره خبره مه منه
  25. 76:25وَٱذْكُرِ ٱسْمَ رَبِّكَ بُكْرَةً وَأَصِيلًااو په سبا او بېګاه كې ته د خپل رب نوم یادوه
  26. 76:26وَمِنَ ٱلَّيْلِ فَٱسْجُدْ لَهُۥ وَسَبِّحْهُ لَيْلًا طَوِيلًااو د شپې په څه حصه كې، نو ته هغه ته سجده كوه او د هغه تسبیح وایه په اوږده شپه كې
  27. 76:27إِنَّ هَٰٓؤُلَآءِ يُحِبُّونَ ٱلْعَاجِلَةَ وَيَذَرُونَ وَرَآءَهُمْ يَوْمًا ثَقِيلًابېشكه دغه خلق تادي كوونكې (زر تېرېدونكي دنیا) خوښوي او له خپل ځان وروسته درنه ورځ پرېږدي
  28. 76:28نَّحْنُ خَلَقْنَٰهُمْ وَشَدَدْنَآ أَسْرَهُمْ ۖ وَإِذَا شِئْنَا بَدَّلْنَآ أَمْثَٰلَهُمْ تَبْدِيلًامونږ دوى پیدا كړي دي او مونږ د دوى بندونه مضبوط كړي دي او كله چې مونږ وغواړو د دوى مثالونه به په بدل كې راولو، په بدل كې راوستل
  29. 76:29إِنَّ هَٰذِهِۦ تَذْكِرَةٌ ۖ فَمَن شَآءَ ٱتَّخَذَ إِلَىٰ رَبِّهِۦ سَبِيلًابېشكه دا (قرآن) نصیحت دى، نو هغه څوك چې غواړي چې خپل رب طرف ته لار ونیسي (نو ودې نیسي)
  30. 76:30وَمَا تَشَآءُونَ إِلَّآ أَن يَشَآءَ ٱللَّهُ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ عَلِيمًا حَكِيمًااو تاسو اراده نشئ كولى مګر دا چې الله وغواړي، بېشكه الله ښه عالم، ښه حكمت والا دى
  31. 76:31يُدْخِلُ مَن يَشَآءُ فِى رَحْمَتِهِۦ ۚ وَٱلظَّٰلِمِينَ أَعَدَّ لَهُمْ عَذَابًا أَلِيمًۢاچا ته چې وغواړي په خپل رحمت كې يې داخلوي او ظالمان (كافران) چې دي هغهٔ، د دوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب تیار كړى دى
سورت واورئMishary Alafasy