ٱلْقِيَامَة
سورة القيامة
The Resurrection
۴۰ آیتونهمکي
القيامة سورت (القيامة، مانا: The Resurrection) د قرآن ۷۵م سورت دی. دا مکي سورت دی چې ۴۰ آیتونه لري او په ۲۹مه پاره کې د مدني مصحف له ۵۷۷م مخ پیلېږي.
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
Loading…
د سورة القيامة ټول آیتونه — عربي متن او پښتو ژباړه
د کلمو ژباړې، تلفظ او تفسیر لپاره هر آیت پرانیزئ.
- 75:1لَآ أُقْسِمُ بِيَوْمِ ٱلْقِيَٰمَةِزه د قیامت په ورځې باندې قسم خورم
- 75:2وَلَآ أُقْسِمُ بِٱلنَّفْسِ ٱللَّوَّامَةِاو زه په ډېر ملامت كوونكي نفس باندې قسم خورم
- 75:3أَيَحْسَبُ ٱلْإِنسَٰنُ أَلَّن نَّجْمَعَ عِظَامَهُۥایا (كافر) انسان دا ګمان كوي چې مونږ به د ده هډوكي له سره راجمع نه كړو
- 75:4بَلَىٰ قَٰدِرِينَ عَلَىٰٓ أَن نُّسَوِّىَ بَنَانَهُۥولې نه! (جمع به يې كړو)، په داسې حال كې چې مونږ په دې قادر یو چې د ده (هډوكي او) د ګوتو بندونه (هم) برابر كړو
- 75:5بَلْ يُرِيدُ ٱلْإِنسَٰنُ لِيَفْجُرَ أَمَامَهُۥبلكې (كافر) انسان اراده لري چې په خپله مخه (راتلونكې زمانه) كې هم نافرماني وكړي
- 75:6يَسَْٔلُ أَيَّانَ يَوْمُ ٱلْقِيَٰمَةِدى تپوس كوي چې د قیامت ورځ به كله وي؟
- 75:7فَإِذَا بَرِقَ ٱلْبَصَرُنو كله چې سترګې خړې (سپینې) شي
- 75:8وَخَسَفَ ٱلْقَمَرُاو سپوږمۍ توره (بې رڼا) شي
- 75:9وَجُمِعَ ٱلشَّمْسُ وَٱلْقَمَرُاو لمر او سپوږمۍ سره جمع كړى شي
- 75:10يَقُولُ ٱلْإِنسَٰنُ يَوْمَئِذٍ أَيْنَ ٱلْمَفَرُّنو (كافر) انسان به په دغه وخت كې وايي: د تېښتې ځاى چېرته دى؟
- 75:11كَلَّا لَا وَزَرَهیڅكله داسې نه ده، هېڅ پناه ځاى نشته
- 75:12إِلَىٰ رَبِّكَ يَوْمَئِذٍ ٱلْمُسْتَقَرُّپه دغې ورځ كې ځاى د قرار ستا د رب په طرف دى
- 75:13يُنَبَّؤُا۟ ٱلْإِنسَٰنُ يَوْمَئِذٍۭ بِمَا قَدَّمَ وَأَخَّرَپه دغې ورځ كې به انسان په هغه څه خبر كړى شي چې ده مخكې لېږلي دي او وروسته يې پرېښي دي
- 75:14بَلِ ٱلْإِنسَٰنُ عَلَىٰ نَفْسِهِۦ بَصِيرَةٌبلكې انسان په خپل ځان باندې ښه دلیل دى
- 75:15وَلَوْ أَلْقَىٰ مَعَاذِيرَهُۥاګر كه دى خپل عذرونه وړاندې كړي
- 75:16لَا تُحَرِّكْ بِهِۦ لِسَانَكَ لِتَعْجَلَ بِهِۦٓ(اى نبي!) ته خپله ژبه په دې (قرآن) سره مه خوځوه، د دې لپاره چې ته دا په تُندۍ سره حاصل كړې
- 75:17إِنَّ عَلَيْنَا جَمْعَهُۥ وَقُرْءَانَهُۥبېشكه پر مونږ باندې د ده جمع كول او د ده لوستل دي
- 75:18فَإِذَا قَرَأْنَٰهُ فَٱتَّبِعْ قُرْءَانَهُۥنو كله چې مونږ دى ولولو، نو ته د ده د لوستلو پیروي كوه
- 75:19ثُمَّ إِنَّ عَلَيْنَا بَيَانَهُۥبیا یقینًا زمونږ په ذمه د ده بیانول دي
- 75:20كَلَّا بَلْ تُحِبُّونَ ٱلْعَاجِلَةَهیڅكله داسې نه ده بلكې تاسو تادي كوونكې (زر تېرېدونكې فاني كېدونكې دنیا) خوښوئ
- 75:21وَتَذَرُونَ ٱلَْٔاخِرَةَاو تاسو اخرت پرېږدئ
- 75:22وُجُوهٌ يَوْمَئِذٍ نَّاضِرَةٌپه دغې ورځ كې به څه مخونه تازه روښانه وي
- 75:23إِلَىٰ رَبِّهَا نَاظِرَةٌخپل رب ته به كتونكي وي
- 75:24وَوُجُوهٌ يَوْمَئِذٍۭ بَاسِرَةٌاو په دغې ورځ كې به څه مخونه سخت تریو (او سپېره) وي
- 75:25تَظُنُّ أَن يُفْعَلَ بِهَا فَاقِرَةٌیقین به كوي چې له دوى سره به مَلا ماتوونكى عمل وشي
- 75:26كَلَّآ إِذَا بَلَغَتِ ٱلتَّرَاقِىَداسې نه ده كله چې ساه د ستوني هډوكي ته ورسېږي
- 75:27وَقِيلَ مَنْ ۜ رَاقٍاو وبه ویل شي: څوك دى دم كوونكى؟
- 75:28وَظَنَّ أَنَّهُ ٱلْفِرَاقُاو دى به یقین وكړي چې بېشكه دغه (وخت د) بېلتون دى
- 75:29وَٱلْتَفَّتِ ٱلسَّاقُ بِٱلسَّاقِاو یوه پنډۍ به له بلې پنډۍ تاوېږي
- 75:30إِلَىٰ رَبِّكَ يَوْمَئِذٍ ٱلْمَسَاقُستا د رب په لوري به دغې ورځ كې ورتله دي
- 75:31فَلَا صَدَّقَ وَلَا صَلَّىٰپس ده نه تصدیق وكړ او نه يې لمونځ وكړ
- 75:32وَلَٰكِن كَذَّبَ وَتَوَلَّىٰاو لېكن دروغ يې وګاڼه (قرآن) او مخ يې وګرځاوه
- 75:33ثُمَّ ذَهَبَ إِلَىٰٓ أَهْلِهِۦ يَتَمَطَّىٰٓبیا خپل اهل ته لاړ، په داسې حال كې چې تكبر يې كاوه
- 75:34أَوْلَىٰ لَكَ فَأَوْلَىٰتا ته دې هلاكت (او افسوس) وي، پس هلاكت دې وي
- 75:35ثُمَّ أَوْلَىٰ لَكَ فَأَوْلَىٰٓبیا دې تا لپاره هلاكت وي، نو هلاكت دې وي
- 75:36أَيَحْسَبُ ٱلْإِنسَٰنُ أَن يُتْرَكَ سُدًىایا(كافر) انسان ګمان كوي چې دى به مهمل (او بې كاره) پرېښودل شي
- 75:37أَلَمْ يَكُ نُطْفَةً مِّن مَّنِىٍّ يُمْنَىٰایا دغه (انسان) د هغې منۍ یو څاڅكى نه و چې تویولى شي
- 75:38ثُمَّ كَانَ عَلَقَةً فَخَلَقَ فَسَوَّىٰبیا دى د وینې یوه ټوټه وه، نو دغه (الله دى) پیدا كړ، پس برابر يې كړ
- 75:39فَجَعَلَ مِنْهُ ٱلزَّوْجَيْنِ ٱلذَّكَرَ وَٱلْأُنثَىٰٓنو له دغې (منۍ) نه يې دوه قسمه پیدا كړل (یعنې) سړى او ښځه
- 75:40أَلَيْسَ ذَٰلِكَ بِقَٰدِرٍ عَلَىٰٓ أَن يُحِْۧىَ ٱلْمَوْتَىٰایا دغه (الله) په دې قادر نه دى چې مړي راژوندي كړي؟
سورت واورئMishary Alafasy