ٱلْمُدَّثِّر
سورة المدثر
The Cloaked One
۵۶ آیتونهمکي
المدثر سورت (المدثر، مانا: The Cloaked One) د قرآن ۷۴م سورت دی. دا مکي سورت دی چې ۵۶ آیتونه لري او په ۲۹مه پاره کې د مدني مصحف له ۵۷۵م مخ پیلېږي.
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
Loading…
د سورة المدثر ټول آیتونه — عربي متن او پښتو ژباړه
د کلمو ژباړې، تلفظ او تفسیر لپاره هر آیت پرانیزئ.
- 74:1يَٰٓأَيُّهَا ٱلْمُدَّثِّرُاى په جامه كې نغښتونكیه!
- 74:2قُمْ فَأَنذِرْته پورته شه، نو (خلق) ووېروه
- 74:3وَرَبَّكَ فَكَبِّرْاو نو د خپل رب لويي بیانوه
- 74:4وَثِيَابَكَ فَطَهِّرْاو نو خپلې جامې پاكې ساته
- 74:5وَٱلرُّجْزَ فَٱهْجُرْاو ګناه (او بتان) نو ترك كړه
- 74:6وَلَا تَمْنُن تَسْتَكْثِرُاو (داسې) احسان مه كوه چې بدل (او ډېرول) يې غواړې
- 74:7وَلِرَبِّكَ فَٱصْبِرْاو خاص د خپل رب لپاره، پس صبر كوه
- 74:8فَإِذَا نُقِرَ فِى ٱلنَّاقُورِنو كله چې په شپېلۍ كې پوكى وكړى شي
- 74:9فَذَٰلِكَ يَوْمَئِذٍ يَوْمٌ عَسِيرٌنو په دغه وخت كې دغه ډېره سخته ورځ ده
- 74:10عَلَى ٱلْكَٰفِرِينَ غَيْرُ يَسِيرٍپه كافرانو باندې اسانه نه ده
- 74:11ذَرْنِى وَمَنْ خَلَقْتُ وَحِيدًاته پرېږده ما او هغه څوك چې ما دى يواځې پیدا كړى دى
- 74:12وَجَعَلْتُ لَهُۥ مَالًا مَّمْدُودًااو (بیا مې) ده ته ډېر زیات مال وركړ
- 74:13وَبَنِينَ شُهُودًااو زامن حاضر (باشه)
- 74:14وَمَهَّدتُّ لَهُۥ تَمْهِيدًااو ده ته مې فراخي وركړه، ډېره فراخي
- 74:15ثُمَّ يَطْمَعُ أَنْ أَزِيدَبیا دى طمع لري چې زه به ده ته لا زیات وركړم
- 74:16كَلَّآ ۖ إِنَّهُۥ كَانَ لَِٔايَٰتِنَا عَنِيدًاهیڅكله هم نه، بېشكه دى زمونږ له ایتونو سره ډېر عناد كوونكى (مخالف) و
- 74:17سَأُرْهِقُهُۥ صَعُودًاژر به زه ده ته ډېر سخت تكلیف وركړم
- 74:18إِنَّهُۥ فَكَّرَ وَقَدَّرَبېشكه ده فكر وكړ او اندازه يې وكړه
- 74:19فَقُتِلَ كَيْفَ قَدَّرَپس دى دې هلاك كړى شي، ده څنګه اندازه وكړه؟
- 74:20ثُمَّ قُتِلَ كَيْفَ قَدَّرَبیا دې هلاك كړى شي، ده څنګه اندازه وكړه
- 74:21ثُمَّ نَظَرَبیا يې وكتل
- 74:22ثُمَّ عَبَسَ وَبَسَرَبیا يې مخ تریو كړ او وچولى (تندى) يې بوټ كړ
- 74:23ثُمَّ أَدْبَرَ وَٱسْتَكْبَرَبیا يې شا كړه او لويي يې وكړه
- 74:24فَقَالَ إِنْ هَٰذَآ إِلَّا سِحْرٌ يُؤْثَرُنو ده وویل: نه دى دا (قرآن) مګر داسې جادو چې رانقل كولى شي
- 74:25إِنْ هَٰذَآ إِلَّا قَوْلُ ٱلْبَشَرِنه دى دا مګر د انسان قول
- 74:26سَأُصْلِيهِ سَقَرَژر به زه دى د دوزخ اور ته داخل كړم
- 74:27وَمَآ أَدْرَىٰكَ مَا سَقَرُاو ته څه شي پوه كړې چې سقر (د دوزخ اور) څه شى دى
- 74:28لَا تُبْقِى وَلَا تَذَرُدى به نه باقي ساتي او نه به پرېږدي
- 74:29لَوَّاحَةٌ لِّلْبَشَرِانسان لره ډېر سوځوونكى دى
- 74:30عَلَيْهَا تِسْعَةَ عَشَرَپه ده باندې نولس(ملايك) مقرر دي
- 74:31وَمَا جَعَلْنَآ أَصْحَٰبَ ٱلنَّارِ إِلَّا مَلَٰٓئِكَةً ۙ وَمَا جَعَلْنَا عِدَّتَهُمْ إِلَّا فِتْنَةً لِّلَّذِينَ كَفَرُوا۟ لِيَسْتَيْقِنَ ٱلَّذِينَ أُوتُوا۟ ٱلْكِتَٰبَ وَيَزْدَادَ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ إِيمَٰنًا ۙ وَلَا يَرْتَابَ ٱلَّذِينَ أُوتُوا۟ ٱلْكِتَٰبَ وَٱلْمُؤْمِنُونَ ۙ وَلِيَقُولَ ٱلَّذِينَ فِى قُلُوبِهِم مَّرَضٌ وَٱلْكَٰفِرُونَ مَاذَآ أَرَادَ ٱللَّهُ بِهَٰذَا مَثَلًا ۚ كَذَٰلِكَ يُضِلُّ ٱللَّهُ مَن يَشَآءُ وَيَهْدِى مَن يَشَآءُ ۚ وَمَا يَعْلَمُ جُنُودَ رَبِّكَ إِلَّا هُوَ ۚ وَمَا هِىَ إِلَّا ذِكْرَىٰ لِلْبَشَرِاو مونږ د دوزخ څوكيداران نه دي ګرځولي مګر ملايك او مونږ د دوى شمېر نه دى ګرځولى مګر ازمېښت د هغو كسانو لپاره چې كافران شوي دي، د دې لپاره چې هغه كسان یقین وكړي چې كتاب ورته وركړى شوى دى او د هغو كسانو ایمان زیات شي چې ایمان يې راوړى دى او شك ونه كړي هغه كسان چې كتاب ورته وركړى شوى دى او مومنان او د دې لپاره چې هغه كسان ووايي چې د هغوى په زړونو كې مرض دى او كافران: الله په دې سره د مثال په لحاظ څه اراده كړې ده. همداسې الله ګمراه كوي چا ته چې وغواړي او هدایت وركوي چا ته چې وغواړي او ستا د رب لښكرې نه پېژني مګر هم دى. او نه دى دا مګر د خلقو لپاره نصیحت (او پند)
- 74:32كَلَّا وَٱلْقَمَرِهیڅكله داسې نه ده، قسم دى په سپوږمۍ
- 74:33وَٱلَّيْلِ إِذْ أَدْبَرَاو په شپې باندې كله چې شا كړي
- 74:34وَٱلصُّبْحِ إِذَآ أَسْفَرَاو په سبا باندې كله چې روښانه شي
- 74:35إِنَّهَا لَإِحْدَى ٱلْكُبَرِبېشكه دغه (اور د سقر) یقینًا په لویو (بلاګانو) كې یو دى
- 74:36نَذِيرًا لِّلْبَشَرِچې انسان لره وېروونكى دى
- 74:37لِمَن شَآءَ مِنكُمْ أَن يَتَقَدَّمَ أَوْ يَتَأَخَّرَهغه چا لره چې په تاسو كې غواړي چې وړاندې شي، یا وروسته شي
- 74:38كُلُّ نَفْسٍۭ بِمَا كَسَبَتْ رَهِينَةٌهر نفس به د خپلو كړو په بدل كې ګاڼه (ګرو) وي
- 74:39إِلَّآ أَصْحَٰبَ ٱلْيَمِينِغیر له ښي اړخ والاو نه
- 74:40فِى جَنَّٰتٍ يَتَسَآءَلُونَ(دوى به) په جنتونو كې وي، یو تر بله به پوښتنې كوي
- 74:41عَنِ ٱلْمُجْرِمِينَد مجرمانو (كافرانو) په باره كې
- 74:42مَا سَلَكَكُمْ فِى سَقَرَ(مومنان به مجرمانو ته وايي:) تاسو په دوزخ كې څه شي داخل كړي یئ؟
- 74:43قَالُوا۟ لَمْ نَكُ مِنَ ٱلْمُصَلِّينَدوى به ووايي: مونږ له لمونځ كوونكو ځنې نه وو
- 74:44وَلَمْ نَكُ نُطْعِمُ ٱلْمِسْكِينَاو مسكین ته به مو طعام نه وركاوه
- 74:45وَكُنَّا نَخُوضُ مَعَ ٱلْخَآئِضِينَاو له باطل ویونكو سره به مونږ په باطلو خبرو كې ننوتلو
- 74:46وَكُنَّا نُكَذِّبُ بِيَوْمِ ٱلدِّينِاو مونږ به د بدلې ورځ دروغ ګڼله
- 74:47حَتَّىٰٓ أَتَىٰنَا ٱلْيَقِينُتر دې پورې چې مونږ ته یقین راغى
- 74:48فَمَا تَنفَعُهُمْ شَفَٰعَةُ ٱلشَّٰفِعِينَنو دوى ته د سفارش كوونكو سفارش فايده نه رسوي
- 74:49فَمَا لَهُمْ عَنِ ٱلتَّذْكِرَةِ مُعْرِضِينَنو په دوى څه شوي دي چې له نصیحت (قرآن) نه مخ ګرځوونكي دي
- 74:50كَأَنَّهُمْ حُمُرٌ مُّسْتَنفِرَةٌګویا كې دوى تښتېدونكي ځنګلي خره دي
- 74:51فَرَّتْ مِن قَسْوَرَةٍۭچې له زمري نه تښتي
- 74:52بَلْ يُرِيدُ كُلُّ ٱمْرِئٍ مِّنْهُمْ أَن يُؤْتَىٰ صُحُفًا مُّنَشَّرَةًبلكې په دوى كې هر یو سړى غواړي چې ده ته خورې كړى شوې صحیفې (پاڼې) وركړى شي
- 74:53كَلَّا ۖ بَل لَّا يَخَافُونَ ٱلَْٔاخِرَةَهیڅكله داسې نه ده بلكې دوى له اخرت نه نه وېرېږي
- 74:54كَلَّآ إِنَّهُۥ تَذْكِرَةٌهیڅكله داسې نه ده، بېشكه دا (قرآن) نصیحت دى
- 74:55فَمَن شَآءَ ذَكَرَهُۥنو څوك چې غواړي (نو) له ده نه دې پند واخلي
- 74:56وَمَا يَذْكُرُونَ إِلَّآ أَن يَشَآءَ ٱللَّهُ ۚ هُوَ أَهْلُ ٱلتَّقْوَىٰ وَأَهْلُ ٱلْمَغْفِرَةِاو دوى نصیحت (او پند) نه اخلي مګر كه الله يې وغواړي. هم دى د وېرې لايق دى او د بخښنې اهل دى
سورت واورئMishary Alafasy