۷۳. سورة المزمل
The Enshrouded One
ٱلْمُزَّمِّل

سورة المزمل

The Enshrouded One
۲۰ آیتونهمکي

المزمل سورت (المزمل، مانا: The Enshrouded One) د قرآن ۷۳م سورت دی. دا مکي سورت دی چې ۲۰ آیتونه لري او په ۲۹مه پاره کې د مدني مصحف له ۵۷۴م مخ پیلېږي.

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
Loading…

د سورة المزمل ټول آیتونه — عربي متن او پښتو ژباړه

د کلمو ژباړې، تلفظ او تفسیر لپاره هر آیت پرانیزئ.
  1. 73:1يَٰٓأَيُّهَا ٱلْمُزَّمِّلُاى په ځان پورې جامه راتاوونكیه!
  2. 73:2قُمِ ٱلَّيْلَ إِلَّا قَلِيلًاپه شپه كې لمانځه ته ودرېږه مګر لږه حصه (نه)
  3. 73:3نِّصْفَهُۥٓ أَوِ ٱنقُصْ مِنْهُ قَلِيلًاچې هغه د دغې (شپې) نیمه (ده)، یا ته له دغې (نیمې) نه لږ څه كم شه
  4. 73:4أَوْ زِدْ عَلَيْهِ وَرَتِّلِ ٱلْقُرْءَانَ تَرْتِيلًایا ته په دغې (نیمې) باندې څه اضافه وكړه او قرآن ښه ښكاره واضح لوله، واضح لوستل
  5. 73:5إِنَّا سَنُلْقِى عَلَيْكَ قَوْلًا ثَقِيلًابېشكه مونږ به خامخا په تا باندې ډېر دروند قول نازلوو
  6. 73:6إِنَّ نَاشِئَةَ ٱلَّيْلِ هِىَ أَشَدُّ وَطًْٔا وَأَقْوَمُ قِيلًابېشكه د شپې پورته كېدل، دغه (پاڅېدل) د (نفس) د پايمال كولو په لحاظ ډېر سخت دي او د (قرآن د) ویلو په لحاظ ډېر سموونكي دي
  7. 73:7إِنَّ لَكَ فِى ٱلنَّهَارِ سَبْحًا طَوِيلًابېشكه تا لره په ورځ كې ډېره اوږده مشغولتیا (مصروفيت) وي
  8. 73:8وَٱذْكُرِ ٱسْمَ رَبِّكَ وَتَبَتَّلْ إِلَيْهِ تَبْتِيلًااو ته د خپل رب نوم یادوه او ده ته (له هر څه نه) جدا شه، پوره جدا كېدل
  9. 73:9رَّبُّ ٱلْمَشْرِقِ وَٱلْمَغْرِبِ لَآ إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ فَٱتَّخِذْهُ وَكِيلًا(دغه الله) د مشرق او مغرب رب دى، نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى، نو ته دى (خپل) كار ساز ونیسه
  10. 73:10وَٱصْبِرْ عَلَىٰ مَا يَقُولُونَ وَٱهْجُرْهُمْ هَجْرًا جَمِيلًااو ته په هغو خبرو صبر كوه چې دوى يې وايي او ته دوى پرېږده ډېر ښه پرېښودل
  11. 73:11وَذَرْنِى وَٱلْمُكَذِّبِينَ أُو۟لِى ٱلنَّعْمَةِ وَمَهِّلْهُمْ قَلِيلًااو پرېږده ما او دروغ ګڼونكي چې د نعمت والا دي او دوى ته لږ مهلت وركړه
  12. 73:12إِنَّ لَدَيْنَآ أَنكَالًا وَجَحِيمًابېشكه زمونږ سره درانه ځنځیرونه (زولنې) او سوځوونكى اور دى
  13. 73:13وَطَعَامًا ذَا غُصَّةٍ وَعَذَابًا أَلِيمًااو داسې طعام دى چې په مرۍ كې نښتونكى دى او ډېر دردوونكى عذاب دى
  14. 73:14يَوْمَ تَرْجُفُ ٱلْأَرْضُ وَٱلْجِبَالُ وَكَانَتِ ٱلْجِبَالُ كَثِيبًا مَّهِيلًاپه هغې ورځ كې چې ځمكه او غرونه به خوځېږي او غرونه به د شګو روانې ډېرۍ شي
  15. 73:15إِنَّآ أَرْسَلْنَآ إِلَيْكُمْ رَسُولًا شَٰهِدًا عَلَيْكُمْ كَمَآ أَرْسَلْنَآ إِلَىٰ فِرْعَوْنَ رَسُولًابېشكه مونږ تاسو ته رسول درلېږلى دى، چې په تاسو (د قیامت په ورځ) شاهد دى، لكه څنګه چې مونږ فرعون ته رسول لېږلى و
  16. 73:16فَعَصَىٰ فِرْعَوْنُ ٱلرَّسُولَ فَأَخَذْنَٰهُ أَخْذًا وَبِيلًانو فرعون د دغه رسول نافرماني وكړه، نو مونږ دغه (فرعون) ونیولو په سختو نیولو سره
  17. 73:17فَكَيْفَ تَتَّقُونَ إِن كَفَرْتُمْ يَوْمًا يَجْعَلُ ٱلْوِلْدَٰنَ شِيبًاكه تاسو كافر شئ، نو تاسو به ځان له هغې ورځې نه څنګه وساتئ چې (واړه) هلكان به سپین ږیري (بوډاګان) وګرځوي
  18. 73:18ٱلسَّمَآءُ مُنفَطِرٌۢ بِهِۦ ۚ كَانَ وَعْدُهُۥ مَفْعُولًااسمان په دغې (ورځ) كې چاودېدونكى دى، د دغه (الله) وعده كېدونكې ده
  19. 73:19إِنَّ هَٰذِهِۦ تَذْكِرَةٌ ۖ فَمَن شَآءَ ٱتَّخَذَ إِلَىٰ رَبِّهِۦ سَبِيلًابېشكه دا (ایتونه) نصیحت (او پند) دى، نو هغه څوك چې غواړي چې خپل رب ته تلونكې لاره غوره كړي، (نو غوره دې كړي)
  20. 73:20۞ إِنَّ رَبَّكَ يَعْلَمُ أَنَّكَ تَقُومُ أَدْنَىٰ مِن ثُلُثَىِ ٱلَّيْلِ وَنِصْفَهُۥ وَثُلُثَهُۥ وَطَآئِفَةٌ مِّنَ ٱلَّذِينَ مَعَكَ ۚ وَٱللَّهُ يُقَدِّرُ ٱلَّيْلَ وَٱلنَّهَارَ ۚ عَلِمَ أَن لَّن تُحْصُوهُ فَتَابَ عَلَيْكُمْ ۖ فَٱقْرَءُوا۟ مَا تَيَسَّرَ مِنَ ٱلْقُرْءَانِ ۚ عَلِمَ أَن سَيَكُونُ مِنكُم مَّرْضَىٰ ۙ وَءَاخَرُونَ يَضْرِبُونَ فِى ٱلْأَرْضِ يَبْتَغُونَ مِن فَضْلِ ٱللَّهِ ۙ وَءَاخَرُونَ يُقَٰتِلُونَ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ ۖ فَٱقْرَءُوا۟ مَا تَيَسَّرَ مِنْهُ ۚ وَأَقِيمُوا۟ ٱلصَّلَوٰةَ وَءَاتُوا۟ ٱلزَّكَوٰةَ وَأَقْرِضُوا۟ ٱللَّهَ قَرْضًا حَسَنًا ۚ وَمَا تُقَدِّمُوا۟ لِأَنفُسِكُم مِّنْ خَيْرٍ تَجِدُوهُ عِندَ ٱللَّهِ هُوَ خَيْرًا وَأَعْظَمَ أَجْرًا ۚ وَٱسْتَغْفِرُوا۟ ٱللَّهَ ۖ إِنَّ ٱللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌۢبېشكه ستا رب یقینًا په دې پوهېږي چې ته د شپې (په درې برخو كې) له دوو نه لږ كم (لمانحهٔ ته) پاڅېږې او (كله) د دې نیمه برخه او (كله) دریمه برخه (هم) او له هغو كسانو نه یوه ډله هم چې له تا سره دي او الله شپه او ورځ مقدار (او اندازه) كوي، دى په دې پوه دى چې بېشكه حقیقت دا دى چې تاسو به هرګز د دې طاقت ونه لرئ، نو ده پر تاسو باندې رجوع وكړه، نو تاسو له قرآنه هومره لولئ چې اسان وي. دى په دې پوه دى چې یقینًا شان دا دى چې په تاسو كې به مریضان وي او نور به په ځمكه كې سفر كوي، چې د الله فضل به لټوي او نور به د الله په لاره كې جنګ كوي، نو تاسو له دغه (قرآنه) هومره لولئ چې (درته) اسان وي او لمونځ قايموئ او زكاۃت ادا كوئ او الله ته قرض وركوئ، ډېر ښكلى قرض او هر هغه څه چې تاسو يې د خپلو ځانونو لپاره له څه خیره مخكې لېږئ (نو) هغه به تاسو له الله سره ومومئ. دغه ډېر غوره او د اجر په لحاظ ډېر لوى دي او تاسو له الله نه بخښنه وغواړئ، بېشكه الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى
سورت واورئMishary Alafasy