۷۲. سورة الجن
The Jinn
ٱلْجِنّ

سورة الجن

The Jinn
۲۸ آیتونهمکي

الجن سورت (الجن، مانا: The Jinn) د قرآن ۷۲م سورت دی. دا مکي سورت دی چې ۲۸ آیتونه لري او په ۲۹مه پاره کې د مدني مصحف له ۵۷۲م مخ پیلېږي.

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
Loading…

د سورة الجن ټول آیتونه — عربي متن او پښتو ژباړه

د کلمو ژباړې، تلفظ او تفسیر لپاره هر آیت پرانیزئ.
  1. 72:1قُلْ أُوحِىَ إِلَىَّ أَنَّهُ ٱسْتَمَعَ نَفَرٌ مِّنَ ٱلْجِنِّ فَقَالُوٓا۟ إِنَّا سَمِعْنَا قُرْءَانًا عَجَبًاته (دوى ته) ووایه چې ما ته وحي شوې ده چې بېشكه شان دا دى چې په پېریانو كې یو ټولي (ډلې) (زما قراءت) په غور سره واورېده، (نو كله چې خپل قوم ته لاړل)، نو دوى وویل: بېشكه مونږ یو عجیبه قرآن واورېده
  2. 72:2يَهْدِىٓ إِلَى ٱلرُّشْدِ فََٔامَنَّا بِهِۦ ۖ وَلَن نُّشْرِكَ بِرَبِّنَآ أَحَدًاچې نېغې لارې ته هدایت كوي، نو مونږ په ده ایمان راوړ، او مونږ به هیڅكله له خپل رب سره هیڅوك شریك نه كړو
  3. 72:3وَأَنَّهُۥ تَعَٰلَىٰ جَدُّ رَبِّنَا مَا ٱتَّخَذَ صَٰحِبَةً وَلَا وَلَدًااو بېشكه شان دا دى چې زمونږ د رب شان ډېر اوچت دى، ده نه ښځه نیولې ده او نه اولاد
  4. 72:4وَأَنَّهُۥ كَانَ يَقُولُ سَفِيهُنَا عَلَى ٱللَّهِ شَطَطًااو بېشكه شان دا دى چې زمونږ ناپوهو (بېوقوفو) په الله باندې زیاتي (او بې حقیقته) خبرې اړولې
  5. 72:5وَأَنَّا ظَنَنَّآ أَن لَّن تَقُولَ ٱلْإِنسُ وَٱلْجِنُّ عَلَى ٱللَّهِ كَذِبًااو یقینًا مونږ دا خیال كاوه چې په الله باندې به انسانان او پېریان هیڅكله دروغ ونه وايي
  6. 72:6وَأَنَّهُۥ كَانَ رِجَالٌ مِّنَ ٱلْإِنسِ يَعُوذُونَ بِرِجَالٍ مِّنَ ٱلْجِنِّ فَزَادُوهُمْ رَهَقًااو بېشكه شان دا دى چې په انسانانو كې ډېر داسې سړي وو چې په پېریانو كې په ځینو سړیو پورې به يې پناه نیوله، نو دغو خلقو دغو (پېریانو) ته سركشي ورزیاته كړه
  7. 72:7وَأَنَّهُمْ ظَنُّوا۟ كَمَا ظَنَنتُمْ أَن لَّن يَبْعَثَ ٱللَّهُ أَحَدًااو دا چې یقینًا دوى ګمان كړى و لكه چې تاسو ګمان كړى دى چې الله به هرګز هیڅوك بیا ژوندي راپورته نه كړي
  8. 72:8وَأَنَّا لَمَسْنَا ٱلسَّمَآءَ فَوَجَدْنَٰهَا مُلِئَتْ حَرَسًا شَدِيدًا وَشُهُبًااو دا چې بېشكه مونږ اسمان ته ورسېدو، نو مونږ هغه ومونده چې په ډېرو سختو څوكيدارانو او سوځوونكو شغلو (ستوریو) سره ډك كړى شوى دى
  9. 72:9وَأَنَّا كُنَّا نَقْعُدُ مِنْهَا مَقَٰعِدَ لِلسَّمْعِ ۖ فَمَن يَسْتَمِعِ ٱلَْٔانَ يَجِدْ لَهُۥ شِهَابًا رَّصَدًااو دا چې بېشكه مونږ به د اورېدلو لپاره له دې (اسمان) نه د كېناستو په ځایونو كې كېناستو، نو هغه څوك چې اوس غواړي چې واوري (نو) دى به د ځان لپاره د اور لمبه منتظره ومومي
  10. 72:10وَأَنَّا لَا نَدْرِىٓ أَشَرٌّ أُرِيدَ بِمَن فِى ٱلْأَرْضِ أَمْ أَرَادَ بِهِمْ رَبُّهُمْ رَشَدًااو دا چې یقینًا مونږ نه پوهېږو چې له هغه چا سره د شر (او بدۍ) اراده شوې ده چې په ځمكه كې دي، یا له دوى سره د دوى رب د لارښوونې (او خیر) اراده كړې ده
  11. 72:11وَأَنَّا مِنَّا ٱلصَّٰلِحُونَ وَمِنَّا دُونَ ذَٰلِكَ ۖ كُنَّا طَرَآئِقَ قِدَدًااو دا چې بېشكه پر مونږ كې ځینې نېكان (او صالحه خلق) دي او پر مونږ كې له دغو نه لاندې هم شته، مونږ په مختلفو لارو روان یو
  12. 72:12وَأَنَّا ظَنَنَّآ أَن لَّن نُّعْجِزَ ٱللَّهَ فِى ٱلْأَرْضِ وَلَن نُّعْجِزَهُۥ هَرَبًااو دا چې بېشكه مونږ یقین وكړ چې مونږ به په ځمكه كې الله له سره عاجز نه كړى شو او مونږ به دى له سره په تېښتې سره عاجز نه كړى شو
  13. 72:13وَأَنَّا لَمَّا سَمِعْنَا ٱلْهُدَىٰٓ ءَامَنَّا بِهِۦ ۖ فَمَن يُؤْمِنۢ بِرَبِّهِۦ فَلَا يَخَافُ بَخْسًا وَلَا رَهَقًااو دا چې بېشكه مونږ چې كله هدایت واورېده (، نو) مونږ په ده ایمان راوړ، نو هغه څوك چې په خپل رب ایمان راوړي، نو دى به نه له نقصان نه وېرېږي او نه (د چا) له ظلم نه
  14. 72:14وَأَنَّا مِنَّا ٱلْمُسْلِمُونَ وَمِنَّا ٱلْقَٰسِطُونَ ۖ فَمَنْ أَسْلَمَ فَأُو۟لَٰٓئِكَ تَحَرَّوْا۟ رَشَدًااو دا چې بېشكه په مونږ كې ځینې مسلمانان دي او ځینې په مونږ كې ظالمان دي، نو هغه چې اسلام راوړي، نو دغو خلقو د نېغې لارې قصد (او طلب) وكړ
  15. 72:15وَأَمَّا ٱلْقَٰسِطُونَ فَكَانُوا۟ لِجَهَنَّمَ حَطَبًااو هر چې ظالمان دي، نو دوى به د جهنم لرګي (خشاك) وي
  16. 72:16وَأَلَّوِ ٱسْتَقَٰمُوا۟ عَلَى ٱلطَّرِيقَةِ لَأَسْقَيْنَٰهُم مَّآءً غَدَقًااو (بله وحي ما ته دا راغلې ده چې) كه دوى په نېغې لارې باندې سم ودرېږي (نو) مونږ به په دوى ډېرې اوبه وڅښوو
  17. 72:17لِّنَفْتِنَهُمْ فِيهِ ۚ وَمَن يُعْرِضْ عَن ذِكْرِ رَبِّهِۦ يَسْلُكْهُ عَذَابًا صَعَدًاد دې لپاره چې مونږ دوى په دغه (نعمت) كې وازمایو او هغه څوك چې د خپل رب له ذكر (قرآن) نه مخ واړوي، نو هغه (رب) به دى سخت عذاب ته داخل كړي
  18. 72:18وَأَنَّ ٱلْمَسَٰجِدَ لِلَّهِ فَلَا تَدْعُوا۟ مَعَ ٱللَّهِ أَحَدًااو دا چې یقینًا جوماتونه خاص د الله لپاره دي، نو تاسو له الله سره بل هیڅوك مه بلئ
  19. 72:19وَأَنَّهُۥ لَمَّا قَامَ عَبْدُ ٱللَّهِ يَدْعُوهُ كَادُوا۟ يَكُونُونَ عَلَيْهِ لِبَدًااو دا چې یقینًا شان دا دى چې كله د الله بنده (محمدﷺ لمانځه ته) ودرېده، چې دغه (الله) يې باله، (نو) دوى نژدې وو چې په ده باندې په یو بل پسې ورپرېوتونكي شي
  20. 72:20قُلْ إِنَّمَآ أَدْعُوا۟ رَبِّى وَلَآ أُشْرِكُ بِهِۦٓ أَحَدًاته (دوى ته) ووایه: یقینًا زه خو يواځې خپل رب بولم او زه به له ده سره هیڅوك شریك نه كړم
  21. 72:21قُلْ إِنِّى لَآ أَمْلِكُ لَكُمْ ضَرًّا وَلَا رَشَدًاته (دوى ته) ووایه: بېشكه زه تاسو لپاره نه د هېڅ ضرر مالك (او اختیار من) یم او نه د خیر رسولو
  22. 72:22قُلْ إِنِّى لَن يُجِيرَنِى مِنَ ٱللَّهِ أَحَدٌ وَلَنْ أَجِدَ مِن دُونِهِۦ مُلْتَحَدًاته (دوى ته) ووایه: بېشكه زه چې یم هیڅوك به ما له الله نه له سره خلاص نه كړى شي او زه به له ده نه غیر هېڅ پناه ځاى ونه مومم
  23. 72:23إِلَّا بَلَٰغًا مِّنَ ٱللَّهِ وَرِسَٰلَٰتِهِۦ ۚ وَمَن يَعْصِ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ فَإِنَّ لَهُۥ نَارَ جَهَنَّمَ خَٰلِدِينَ فِيهَآ أَبَدًامګر د الله له جانبه د تبلیغ او د هغه د پېغام رسولو (اختیارمن یم) او هغه څوك چې د الله او د هغه د رسول نافرماني وكړي، نو بېشكه د ده لپاره د جهنم اور دى، چې دوى به په هغه كې تل ترتله وي
  24. 72:24حَتَّىٰٓ إِذَا رَأَوْا۟ مَا يُوعَدُونَ فَسَيَعْلَمُونَ مَنْ أَضْعَفُ نَاصِرًا وَأَقَلُّ عَدَدًاتر هغه پورې چې كله دوى هغه څه وویني چې له دوى سره يې وعده كولى شي، نو دوى به ژر پوه شي چې د مددګار په لحاظ څوك ډېر كمزورى دى او د شمېر په لحاظ څوك ډېر كم دى
  25. 72:25قُلْ إِنْ أَدْرِىٓ أَقَرِيبٌ مَّا تُوعَدُونَ أَمْ يَجْعَلُ لَهُۥ رَبِّىٓ أَمَدًاته (دوى ته) ووایه: زه نه پوهېږم چې ایا هغه (عذاب) نژدې دى چې تاسو سره يې وعده كولى شي، یا به د ده لپاره زما رب لرې زمانه مقرره كړي
  26. 72:26عَٰلِمُ ٱلْغَيْبِ فَلَا يُظْهِرُ عَلَىٰ غَيْبِهِۦٓ أَحَدًادى عالم الغیب (په غیبو عالم) دى، نو دى په خپلو غیبو باندې هیڅوك نه خبروي
  27. 72:27إِلَّا مَنِ ٱرْتَضَىٰ مِن رَّسُولٍ فَإِنَّهُۥ يَسْلُكُ مِنۢ بَيْنِ يَدَيْهِ وَمِنْ خَلْفِهِۦ رَصَدًامګر هغه چې كوم رسول يې خوښ شي، نو بېشكه دغه (الله) د ده په مخ كې او د ده شا ته ساتونكي (څوكيداران) روانوي
  28. 72:28لِّيَعْلَمَ أَن قَدْ أَبْلَغُوا۟ رِسَٰلَٰتِ رَبِّهِمْ وَأَحَاطَ بِمَا لَدَيْهِمْ وَأَحْصَىٰ كُلَّ شَىْءٍ عَدَدًۢاد دې لپاره چې دى په دې پوه شي چې دوى د خپل رب پېغامونه رسولي دي او ده په هغه څه احاطه كړې ده چې له دوى سره دى او ده هر شى ښه په شمېر سره ساتلى دى
سورت واورئMishary Alafasy