نُوح
سورة نوح
Noah
۲۸ آیتونهمکي
نوح سورت (نوح، مانا: Noah) د قرآن ۷۱م سورت دی. دا مکي سورت دی چې ۲۸ آیتونه لري او په ۲۹مه پاره کې د مدني مصحف له ۵۷۰م مخ پیلېږي.
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
Loading…
د سورة نوح ټول آیتونه — عربي متن او پښتو ژباړه
د کلمو ژباړې، تلفظ او تفسیر لپاره هر آیت پرانیزئ.
- 71:1إِنَّآ أَرْسَلْنَا نُوحًا إِلَىٰ قَوْمِهِۦٓ أَنْ أَنذِرْ قَوْمَكَ مِن قَبْلِ أَن يَأْتِيَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌبېشكه مونږ نوح خپل قوم ته په دې سره لېږلى و چې ته خپل قوم ووېروه، مخكې له دې چې په دوى ډېر دردوونكى عذاب راشي
- 71:2قَالَ يَٰقَوْمِ إِنِّى لَكُمْ نَذِيرٌ مُّبِينٌ(نو) ده وویل: اى زما قومه! بېشكه زه ستاسو لپاره ښكاره وېروونكى یم
- 71:3أَنِ ٱعْبُدُوا۟ ٱللَّهَ وَٱتَّقُوهُ وَأَطِيعُونِچې تاسو د الله عبادت كوئ او له ده نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ
- 71:4يَغْفِرْ لَكُم مِّن ذُنُوبِكُمْ وَيُؤَخِّرْكُمْ إِلَىٰٓ أَجَلٍ مُّسَمًّى ۚ إِنَّ أَجَلَ ٱللَّهِ إِذَا جَآءَ لَا يُؤَخَّرُ ۖ لَوْ كُنتُمْ تَعْلَمُونَدى به تاسو ته ستاسو ځینې ګناهونه وبخښي او ترټاكلې نېټې پورې به تاسو وروسته (او باقي پاتې) كړي، بېشكه د الله نېټه چې كله راشي(نو) وروسته كېدى نشي، كه چېرې تاسو پوهېږئ
- 71:5قَالَ رَبِّ إِنِّى دَعَوْتُ قَوْمِى لَيْلًا وَنَهَارًاده وویل: اى زما ربه! بېشكه ما شپه او ورځ خپل قوم (توحید ته) راوباله
- 71:6فَلَمْ يَزِدْهُمْ دُعَآءِىٓ إِلَّا فِرَارًانو دوى ته زما بلنې زیاته نه كړه مګر تېښته
- 71:7وَإِنِّى كُلَّمَا دَعَوْتُهُمْ لِتَغْفِرَ لَهُمْ جَعَلُوٓا۟ أَصَٰبِعَهُمْ فِىٓ ءَاذَانِهِمْ وَٱسْتَغْشَوْا۟ ثِيَابَهُمْ وَأَصَرُّوا۟ وَٱسْتَكْبَرُوا۟ ٱسْتِكْبَارًااو بېشكه زه چې هر وارې دوى د دې لپاره راوبلم چې ته دوى وبخښې (نو) دوى خپلې ګوتې په خپلو غوږونو كې ننباسي او په خپلو جامو سره ځان (مخ) پټ كړي او په كفر باندې) اصرار (او همېشه والى) كوي او لويي كوي ډېر غټه لويي
- 71:8ثُمَّ إِنِّى دَعَوْتُهُمْ جِهَارًابیا یقینًا ما دوى ښه په جار (په اوچت اواز سره) راوبلل
- 71:9ثُمَّ إِنِّىٓ أَعْلَنتُ لَهُمْ وَأَسْرَرْتُ لَهُمْ إِسْرَارًابیا یقینًا ما دوى ته څرګند (او ښكاره) دعوت وركړ او ما دوى ته په پټه هم دعوت وركړ، ښه په پټه
- 71:10فَقُلْتُ ٱسْتَغْفِرُوا۟ رَبَّكُمْ إِنَّهُۥ كَانَ غَفَّارًانو ما (دوى ته) وویل: تاسو له خپل رب نه بخښنه وغواړئ بېشكه دى ډېر بخښونكى دى
- 71:11يُرْسِلِ ٱلسَّمَآءَ عَلَيْكُم مِّدْرَارًادى به په تاسو ښه ورېدونكى باران راخوشې كړي
- 71:12وَيُمْدِدْكُم بِأَمْوَٰلٍ وَبَنِينَ وَيَجْعَل لَّكُمْ جَنَّٰتٍ وَيَجْعَل لَّكُمْ أَنْهَٰرًااو تاسو ته به مالونه او زامن درزیات كړي، او تاسو ته به باغونه پیدا كړي او تاسو ته به ولې پیدا كړي
- 71:13مَّا لَكُمْ لَا تَرْجُونَ لِلَّهِ وَقَارًاپه تاسو څه شوي دي چې د الله لپاره د لويي عقیده نه ساتئ؟
- 71:14وَقَدْ خَلَقَكُمْ أَطْوَارًاحال دا چې ده تاسو قسما قسم پیدا كړي یئ
- 71:15أَلَمْ تَرَوْا۟ كَيْفَ خَلَقَ ٱللَّهُ سَبْعَ سَمَٰوَٰتٍ طِبَاقًاایا تاسو نه دي كتلي چې الله اوه اسمانونه لاندې باندې پیدا كړي
- 71:16وَجَعَلَ ٱلْقَمَرَ فِيهِنَّ نُورًا وَجَعَلَ ٱلشَّمْسَ سِرَاجًااو په دغو كې يې سپوږمۍ روښانه جوړه كړه او لمر يې بَله (ځلېدونكې) ډيوه جوړه كړه
- 71:17وَٱللَّهُ أَنۢبَتَكُم مِّنَ ٱلْأَرْضِ نَبَاتًااو الله تاسو په خاصو زرغونولو سره له ځمكې نه رازرغون كړئ
- 71:18ثُمَّ يُعِيدُكُمْ فِيهَا وَيُخْرِجُكُمْ إِخْرَاجًابیا به دى تاسو په دې كې ننباسي او راوبه موباسي په خاصو را اېستلو سره
- 71:19وَٱللَّهُ جَعَلَ لَكُمُ ٱلْأَرْضَ بِسَاطًااو الله تاسو لپاره ځمكه فرش جوړه كړې ده
- 71:20لِّتَسْلُكُوا۟ مِنْهَا سُبُلًا فِجَاجًاد دې لپاره چې تاسو د دې په ارتو لویو لارو باندې لاړ شئ
- 71:21قَالَ نُوحٌ رَّبِّ إِنَّهُمْ عَصَوْنِى وَٱتَّبَعُوا۟ مَن لَّمْ يَزِدْهُ مَالُهُۥ وَوَلَدُهُۥٓ إِلَّا خَسَارًانوح وویل: اى زما ربه! بېشكه دوى زما نافرماني وكړه، او دوى د هغه چا پیروي وكړه چې دغه (كس) ته د ده مال او د ده اولاد زیاته نه كړه مګر زیانكاري (او تاوان)
- 71:22وَمَكَرُوا۟ مَكْرًا كُبَّارًااو دغو خلقو ډېر لوى مكر وچلاوه
- 71:23وَقَالُوا۟ لَا تَذَرُنَّ ءَالِهَتَكُمْ وَلَا تَذَرُنَّ وَدًّا وَلَا سُوَاعًا وَلَا يَغُوثَ وَيَعُوقَ وَنَسْرًااو ويې ویل (خپلو خلقو ته): تاسو خپل معبودان مه پرېږدئ او تاسو مه پرېږدئ (عبادت د) وَد، او نه (د) سُواع او نه (د) یغوث او یعوق اونسر
- 71:24وَقَدْ أَضَلُّوا۟ كَثِيرًا ۖ وَلَا تَزِدِ ٱلظَّٰلِمِينَ إِلَّا ضَلَٰلًااو یقینًا دغو (خلقو) ډېر كسان ګمراه كړي دي او ته ظالمانو ته مه زیاتوه مګر ګمراهي
- 71:25مِّمَّا خَطِيَٰٓٔتِهِمْ أُغْرِقُوا۟ فَأُدْخِلُوا۟ نَارًا فَلَمْ يَجِدُوا۟ لَهُم مِّن دُونِ ٱللَّهِ أَنصَارًادوى د خپلو ګناهونو په سبب غرق (ډوب) كړِى شول، نو اور ته داخل كړى شول، نو دوى د خپلو ځانونو لپاره له الله نه غیر هېڅ مدد كوونكي ونه موندل
- 71:26وَقَالَ نُوحٌ رَّبِّ لَا تَذَرْ عَلَى ٱلْأَرْضِ مِنَ ٱلْكَٰفِرِينَ دَيَّارًااو نوح وویل: اى زما ربه! ته د ځمكې له پاسه (د ځمكې په سر) په كافرانو كې هېڅ یو ګرځېدونكى مه پرېږده
- 71:27إِنَّكَ إِن تَذَرْهُمْ يُضِلُّوا۟ عِبَادَكَ وَلَا يَلِدُوٓا۟ إِلَّا فَاجِرًا كَفَّارًایقینًا ته كه دوى پرېږدې، نو دوى به ستا بنده ګان ګمراه كړي او دوى نه زېږوي مګر فاجر (بدكاره)، ډېر ناشكره
- 71:28رَّبِّ ٱغْفِرْ لِى وَلِوَٰلِدَىَّ وَلِمَن دَخَلَ بَيْتِىَ مُؤْمِنًا وَلِلْمُؤْمِنِينَ وَٱلْمُؤْمِنَٰتِ وَلَا تَزِدِ ٱلظَّٰلِمِينَ إِلَّا تَبَارًۢااى زما ربه! ته ما وبخښه او زما مور و پلار او هغه څوك (هم) چې زما كور ته داخل شي، چې ایمان لرونكى وي اومومن سړي او مومنې ښځې (وبخښه) او ظالمانو ته مه زیاتوه مګر هلاكت
سورت واورئMishary Alafasy