ٱلْحَاقَّة
سورة الحاقة
The Reality
۵۲ آیتونهمکي
الحاقة سورت (الحاقة، مانا: The Reality) د قرآن ۶۹م سورت دی. دا مکي سورت دی چې ۵۲ آیتونه لري او په ۲۹مه پاره کې د مدني مصحف له ۵۶۶م مخ پیلېږي.
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
Loading…
د سورة الحاقة ټول آیتونه — عربي متن او پښتو ژباړه
د کلمو ژباړې، تلفظ او تفسیر لپاره هر آیت پرانیزئ.
- 69:1ٱلْحَآقَّةُدغه (قیامت) خامخا واقع كېدونكى
- 69:2مَا ٱلْحَآقَّةُدغه لازمًا واقع كېدونكى څه شى دى
- 69:3وَمَآ أَدْرَىٰكَ مَا ٱلْحَآقَّةُاو ته څه شي پوه كړې چې دغه قیامت څه شى دى
- 69:4كَذَّبَتْ ثَمُودُ وَعَادٌۢ بِٱلْقَارِعَةِثمودیانو او عادیانو د ټكوونكي (قیامت) تكذیب كړى و
- 69:5فَأَمَّا ثَمُودُ فَأُهْلِكُوا۟ بِٱلطَّاغِيَةِنو هر چې ثمودیان وو، پس هغوى په سخت اواز سره هلاك كړى شول
- 69:6وَأَمَّا عَادٌ فَأُهْلِكُوا۟ بِرِيحٍ صَرْصَرٍ عَاتِيَةٍاو هر چې عادیان وو، نو دوى په ډېر سخت اواز، له حده وتونكي باد سره هلاك كړى شول
- 69:7سَخَّرَهَا عَلَيْهِمْ سَبْعَ لَيَالٍ وَثَمَٰنِيَةَ أَيَّامٍ حُسُومًا فَتَرَى ٱلْقَوْمَ فِيهَا صَرْعَىٰ كَأَنَّهُمْ أَعْجَازُ نَخْلٍ خَاوِيَةٍ(الله) دغه (باد) په دوى باندې اوه شپې او اته ورځې متواتر (پرله پسې د دوى د هلاكت لپاره) مسخر كړى و، نو تا به دغه قوم په دغه (شپو ورځو، كورونو، باد) كې لویدلي مړه پراته لیدل، ګویاكې دوى د زړو كجورو تش ډډونه دي
- 69:8فَهَلْ تَرَىٰ لَهُم مِّنۢ بَاقِيَةٍنو ایا ته دوى لره څه باقي پاتې شوي وینې
- 69:9وَجَآءَ فِرْعَوْنُ وَمَن قَبْلَهُۥ وَٱلْمُؤْتَفِكَٰتُ بِٱلْخَاطِئَةِاو فرعون او هغه چا چې له ده نه مخكې وو او چپه كړى شویو كلیو غټ جرم (شرك) وكړ
- 69:10فَعَصَوْا۟ رَسُولَ رَبِّهِمْ فَأَخَذَهُمْ أَخْذَةً رَّابِيَةًنو دوى د خپل رب د رسول نافرماني وكړه، نو هغه دوى ونیول، ډېر سخت نیول
- 69:11إِنَّا لَمَّا طَغَا ٱلْمَآءُ حَمَلْنَٰكُمْ فِى ٱلْجَارِيَةِبېشكه مونږ، كله چې اوبه له حده ووتې، (نو) مونږ تاسو په بېړۍ كې سواره كړئ
- 69:12لِنَجْعَلَهَا لَكُمْ تَذْكِرَةً وَتَعِيَهَآ أُذُنٌ وَٰعِيَةٌد دې لپاره چې مونږ دغه (بېړۍ) تاسو لپاره پند وګرځوو او یاد ساتونكي غوږونه دغه (پند) یاد ولري
- 69:13فَإِذَا نُفِخَ فِى ٱلصُّورِ نَفْخَةٌ وَٰحِدَةٌنو كله چې په شپېلۍ كې پوكى وكړى شي، یو پوكى
- 69:14وَحُمِلَتِ ٱلْأَرْضُ وَٱلْجِبَالُ فَدُكَّتَا دَكَّةً وَٰحِدَةًاو ځمكه او غرونه پورته كړى شي، پس دغه دواړه رېزه رېزه كړى شي، یو ځلې رېزه كول
- 69:15فَيَوْمَئِذٍ وَقَعَتِ ٱلْوَاقِعَةُنو په دغې ورځ كې به واقع كېدونكى (قیامت) واقع شي
- 69:16وَٱنشَقَّتِ ٱلسَّمَآءُ فَهِىَ يَوْمَئِذٍ وَاهِيَةٌاو اسمان به وچوي، نو دغه (اسمان) به په دغې ورځ كې سست وي
- 69:17وَٱلْمَلَكُ عَلَىٰٓ أَرْجَآئِهَا ۚ وَيَحْمِلُ عَرْشَ رَبِّكَ فَوْقَهُمْ يَوْمَئِذٍ ثَمَٰنِيَةٌاو ملايك به د ده د څنډو له پاسه وي او په دغې ورځ كې به ستا د رب عرش اتو (ملايكو) د دوى له پاسه اوچت كړى وي
- 69:18يَوْمَئِذٍ تُعْرَضُونَ لَا تَخْفَىٰ مِنكُمْ خَافِيَةٌپه دغې ورځ كې به تاسو وړاندې كولى شئ، ستاسو له پټو (عملونو) نه به هېڅ (شى) پټ پاتې نشي
- 69:19فَأَمَّا مَنْ أُوتِىَ كِتَٰبَهُۥ بِيَمِينِهِۦ فَيَقُولُ هَآؤُمُ ٱقْرَءُوا۟ كِتَٰبِيَهْنو هر چې هغه څوك دى چې هغه ته خپل كتاب (عمل نامه) د ده په ښي لاس كې وركړى شوه، نو دى به وايي: چې واخلئ! زما عمل نامه ولولئ
- 69:20إِنِّى ظَنَنتُ أَنِّى مُلَٰقٍ حِسَابِيَهْبېشكه ما دا یقین كاوه چې زه به خامخا له خپل حساب سره مېلاوېدونكى یم
- 69:21فَهُوَ فِى عِيشَةٍ رَّاضِيَةٍنو دغه (كس) به په خوشاله ژوند كې وي
- 69:22فِى جَنَّةٍ عَالِيَةٍپه اوچت جنت كې
- 69:23قُطُوفُهَا دَانِيَةٌچې د هغه مېوې به نژدې وي
- 69:24كُلُوا۟ وَٱشْرَبُوا۟ هَنِيًٓٔۢا بِمَآ أَسْلَفْتُمْ فِى ٱلْأَيَّامِ ٱلْخَالِيَةِتاسو ښه په مزې سره خورئ او څښئ، د هغو عملونو په بدل كې چې تاسو په تېرو شویو ورځو كې مخكې لېږلي وو
- 69:25وَأَمَّا مَنْ أُوتِىَ كِتَٰبَهُۥ بِشِمَالِهِۦ فَيَقُولُ يَٰلَيْتَنِى لَمْ أُوتَ كِتَٰبِيَهْاو هر چې هغه كس دى چې ده ته خپل كتاب د ده په چپ لاس كې وركړى شي، نو دى به وايي: اى كاشكې ما ته زما كتاب (عمل نامه) نه وى راكړى شوې
- 69:26وَلَمْ أَدْرِ مَا حِسَابِيَهْاو زه نه وى خبر شوى چې زما حساب څه دى
- 69:27يَٰلَيْتَهَا كَانَتِ ٱلْقَاضِيَةَاى كاشكې چې هغه (مرګ) فیصله كوونكى وى
- 69:28مَآ أَغْنَىٰ عَنِّى مَالِيَهْ ۜزما مال زما هېڅ په كار رانغى
- 69:29هَلَكَ عَنِّى سُلْطَٰنِيَهْله ما نه زما بادشاهي برباده شوه
- 69:30خُذُوهُ فَغُلُّوهُ(وبه ویل شي:) دى ونیسئ، پس دى په زلونو سره وتړئ
- 69:31ثُمَّ ٱلْجَحِيمَ صَلُّوهُبیا دى دوزخ ته داخل كړئ
- 69:32ثُمَّ فِى سِلْسِلَةٍ ذَرْعُهَا سَبْعُونَ ذِرَاعًا فَٱسْلُكُوهُبیا په یو ځنځیر كې چې د هغه ګزونه (اوږدوالى) اویا ګزه وي، پس دى ننه باسئ
- 69:33إِنَّهُۥ كَانَ لَا يُؤْمِنُ بِٱللَّهِ ٱلْعَظِيمِبېشكه ده په ډېر لوى الله باندې ایمان نه راوړ
- 69:34وَلَا يَحُضُّ عَلَىٰ طَعَامِ ٱلْمِسْكِينِاو مسكین ته په طعام وركولو يې ترغیب نه وركاوه
- 69:35فَلَيْسَ لَهُ ٱلْيَوْمَ هَٰهُنَا حَمِيمٌنو د ده لپاره دلته نن ورځ هېڅ دوست نشته
- 69:36وَلَا طَعَامٌ إِلَّا مِنْ غِسْلِينٍاو نه څه طعام، سوا له غِسلین (د دوزخیانو د زخمونو د وینې او زوې) نه
- 69:37لَّا يَأْكُلُهُۥٓ إِلَّا ٱلْخَٰطُِٔونَچې دغه نه خوري مګر (دغه) خطاكاران
- 69:38فَلَآ أُقْسِمُ بِمَا تُبْصِرُونَنو زه قسم خورم په هغو شیانو چې تاسو يې وینئ
- 69:39وَمَا لَا تُبْصِرُونَاو په هغو چې تاسو يې نه وینئ
- 69:40إِنَّهُۥ لَقَوْلُ رَسُولٍ كَرِيمٍبېشكه دا (قرآن) یقینًا د ډېر عزتمن رسول خبره ده
- 69:41وَمَا هُوَ بِقَوْلِ شَاعِرٍ ۚ قَلِيلًا مَّا تُؤْمِنُونَاو دا د كوم شاعر خبره بېخي نه ده، تاسو ډېر لږ ایمان راوړئ
- 69:42وَلَا بِقَوْلِ كَاهِنٍ ۚ قَلِيلًا مَّا تَذَكَّرُونَاو نه د كاهن (ترویتي) خبره ده، تاسو ډېر لږ پند اخلئ
- 69:43تَنزِيلٌ مِّن رَّبِّ ٱلْعَٰلَمِينَ(دغه قرآن) د رب العلمین نازلول دي
- 69:44وَلَوْ تَقَوَّلَ عَلَيْنَا بَعْضَ ٱلْأَقَاوِيلِاو كه ده پر مونږ باندې له ځانه ځینې خبرې جوړې كړې وى
- 69:45لَأَخَذْنَا مِنْهُ بِٱلْيَمِينِ(نو) مونږ به د ده ښى لاس نیولى وى
- 69:46ثُمَّ لَقَطَعْنَا مِنْهُ ٱلْوَتِينَبیا به مونږ خامخا د ده د زړه رګ پرې كړى وى
- 69:47فَمَا مِنكُم مِّنْ أَحَدٍ عَنْهُ حَٰجِزِينَنو په تاسو كې به هیڅوك له ده نه منع كوونكي نه وو
- 69:48وَإِنَّهُۥ لَتَذْكِرَةٌ لِّلْمُتَّقِينَاو بېشكه دا (قرآن) د پرهېزګارانو لپاره پند (او نصیحت) دى
- 69:49وَإِنَّا لَنَعْلَمُ أَنَّ مِنكُم مُّكَذِّبِينَاو بېشكه مونږ خامخا پوهېږو چې یقینًا په تاسو كې تكذیب كوونكي دي
- 69:50وَإِنَّهُۥ لَحَسْرَةٌ عَلَى ٱلْكَٰفِرِينَاو بېشكه دغه (قرآن) په كافرانو باندې د پښېمانۍ سبب دى
- 69:51وَإِنَّهُۥ لَحَقُّ ٱلْيَقِينِاو بېشكه دغه (قرآن) خامخا یقیني حق دى
- 69:52فَسَبِّحْ بِٱسْمِ رَبِّكَ ٱلْعَظِيمِنو ته د خپل عظیم رب د نوم تسبیح وایه
سورت واورئMishary Alafasy