ٱلْفُرْقَان
سورة الفرقان
The Criterion
۷۷ آیتونهمکي
الفرقان سورت (الفرقان، مانا: The Criterion) د قرآن ۲۵م سورت دی. دا مکي سورت دی چې ۷۷ آیتونه لري او په ۱۸مه پاره کې د مدني مصحف له ۳۵۹م مخ پیلېږي.
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
Loading…
د سورة الفرقان ټول آیتونه — عربي متن او پښتو ژباړه
د کلمو ژباړې، تلفظ او تفسیر لپاره هر آیت پرانیزئ.
- 25:1تَبَارَكَ ٱلَّذِى نَزَّلَ ٱلْفُرْقَانَ عَلَىٰ عَبْدِهِۦ لِيَكُونَ لِلْعَٰلَمِينَ نَذِيرًاډېر بركتناك دى هغه ذات چې په خپل بنده يې فرقان (قرآن) نازل كړى دى، د دې لپاره چې دى د خلقو لپاره وېروونكى شي
- 25:2ٱلَّذِى لَهُۥ مُلْكُ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ وَلَمْ يَتَّخِذْ وَلَدًا وَلَمْ يَكُن لَّهُۥ شَرِيكٌ فِى ٱلْمُلْكِ وَخَلَقَ كُلَّ شَىْءٍ فَقَدَّرَهُۥ تَقْدِيرًاهغه ذات چې خاص د هغه لپاره د اسمانونو او ځمكې بادشاهي ده او هېڅ اولاد يې نه دى نیولى او د ده لپاره په بادشاهۍ كې هېڅ شریك نشته، او هر شى يې پیدا كړى دى، نو هغه يې په اندازه كړى دى، اندازه كول
- 25:3وَٱتَّخَذُوا۟ مِن دُونِهِۦٓ ءَالِهَةً لَّا يَخْلُقُونَ شَئًْا وَهُمْ يُخْلَقُونَ وَلَا يَمْلِكُونَ لِأَنفُسِهِمْ ضَرًّا وَلَا نَفْعًا وَلَا يَمْلِكُونَ مَوْتًا وَلَا حَيَوٰةً وَلَا نُشُورًااو دوى (كفارو) له هغه نه غیر نور داسې معبودان نیولي دي چې هېڅ شى نشي پیدا كولى، په داسې حال كې چې دوى پیدا كاوه شي او دوى د خپلو ځانونو لپاره نه د ضرر مالكان دي او نه د نفعې او نه د مرګ اختیار لري او نه د ژوند او نه د بیا ژوندي كولو
- 25:4وَقَالَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوٓا۟ إِنْ هَٰذَآ إِلَّآ إِفْكٌ ٱفْتَرَىٰهُ وَأَعَانَهُۥ عَلَيْهِ قَوْمٌ ءَاخَرُونَ ۖ فَقَدْ جَآءُو ظُلْمًا وَزُورًااو كافران شویو خلقو وویل: نه دى دا مګر دروغ چې ده، له ځانه جوړ كړى دى او په ده باندې نورو خلقو د ده مرسته كړې ده، نو یقینًا دغو (كفارو) وكړ لوى ظلم او دروغ
- 25:5وَقَالُوٓا۟ أَسَٰطِيرُ ٱلْأَوَّلِينَ ٱكْتَتَبَهَا فَهِىَ تُمْلَىٰ عَلَيْهِ بُكْرَةً وَأَصِيلًااو دوى وویل: (دا) د ړومبنیو خلقو باطلې قصې دي چې ده په چا لیكلي دي، نو هغه ده ته سبا او بېګاه لوستلى شي
- 25:6قُلْ أَنزَلَهُ ٱلَّذِى يَعْلَمُ ٱلسِّرَّ فِى ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ ۚ إِنَّهُۥ كَانَ غَفُورًا رَّحِيمًاته (دوى ته) ووایه: دا (قرآن) هغه ذات نازل كړى دى چې عالم دى په هر پټ څیز باندې چې په اسمانونو او ځمكه كې دى، بېشكه هغه ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى
- 25:7وَقَالُوا۟ مَالِ هَٰذَا ٱلرَّسُولِ يَأْكُلُ ٱلطَّعَامَ وَيَمْشِى فِى ٱلْأَسْوَاقِ ۙ لَوْلَآ أُنزِلَ إِلَيْهِ مَلَكٌ فَيَكُونَ مَعَهُۥ نَذِيرًااو دوى وايي: دې رسول ته څه دي چې طعام خوري او په بازارونو كې ګرځي، ده ته ملايك ولې نه نازلاوه شي، بيا چې له ده سره دغه (ملايك) وېروونكي شي
- 25:8أَوْ يُلْقَىٰٓ إِلَيْهِ كَنزٌ أَوْ تَكُونُ لَهُۥ جَنَّةٌ يَأْكُلُ مِنْهَا ۚ وَقَالَ ٱلظَّٰلِمُونَ إِن تَتَّبِعُونَ إِلَّا رَجُلًا مَّسْحُورًایا ده ته خزانه ولې نه غورځولى كېږي، یا ولې د ده لپاره داسې باغ نه كېږي چې دا له هغه نه خوراك كوي؟ او ظالمانو وویل: تاسو پيروي نه كوئ مګر د داسې سړي چې سحر (جادو) پرې شوى دى
- 25:9ٱنظُرْ كَيْفَ ضَرَبُوا۟ لَكَ ٱلْأَمْثَٰلَ فَضَلُّوا۟ فَلَا يَسْتَطِيعُونَ سَبِيلًاته وګوره! دوى تا لپاره څنګه مثالونه بیانوي، نو ګمراه شول، نو دوى د (حقې) لارې (د موندلو) هېڅ طاقت نه لري
- 25:10تَبَارَكَ ٱلَّذِىٓ إِن شَآءَ جَعَلَ لَكَ خَيْرًا مِّن ذَٰلِكَ جَنَّٰتٍ تَجْرِى مِن تَحْتِهَا ٱلْأَنْهَٰرُ وَيَجْعَل لَّكَ قُصُورًۢاډېر بركتناك دى هغه ذات چې كه وغواړي تا لپاره به د دغو (خزانو) نه غوره وګرځوي (یعنې داسې) باغونه چې د هغو له لاندې ولې بهېږي او تا لپاره به بنګلې جوړې كړي
- 25:11بَلْ كَذَّبُوا۟ بِٱلسَّاعَةِ ۖ وَأَعْتَدْنَا لِمَن كَذَّبَ بِٱلسَّاعَةِ سَعِيرًابلكې دوى د قیامت تكذیب وكړ او مونږ د هغه چا لپاره چې د قیامت تكذیب كوي ؛ لمبې وهونكى اور تیار كړى دى
- 25:12إِذَا رَأَتْهُم مِّن مَّكَانٍۭ بَعِيدٍ سَمِعُوا۟ لَهَا تَغَيُّظًا وَزَفِيرًاكله چې هغه (اور) دوى لره له ډېر لرې ځاى نه وویني، نو دوى به د هغه خوټكېدل او غورېدل واوري
- 25:13وَإِذَآ أُلْقُوا۟ مِنْهَا مَكَانًا ضَيِّقًا مُّقَرَّنِينَ دَعَوْا۟ هُنَالِكَ ثُبُورًااو كله چې دوى په دغه (دوزخ) كې په تنګ ځاى كې وغورځول شي، په داسې حال كې چې له یو بل سره به په ځنځیرونو تړل شوي وي (، نو) دوى به په دغه ځاى كې مرګ ته چغې وهي
- 25:14لَّا تَدْعُوا۟ ٱلْيَوْمَ ثُبُورًا وَٰحِدًا وَٱدْعُوا۟ ثُبُورًا كَثِيرًانن ورځ تاسو یو هلاكت (مرګ) ته چغې مه وهئ او (بلكې) تاسو ډېرو هلاكتونو ته چغې ووهئ
- 25:15قُلْ أَذَٰلِكَ خَيْرٌ أَمْ جَنَّةُ ٱلْخُلْدِ ٱلَّتِى وُعِدَ ٱلْمُتَّقُونَ ۚ كَانَتْ لَهُمْ جَزَآءً وَمَصِيرًاته (دوى ته) ووایه: دغه (خیر) غوره دى، یا كه هغه د همېشه والي جنت چې متقیانو (پرهېزګارو) ته يې وعده وركړى شوې ده؟ دغه به د دوى لپاره بدله او د ورتلو ځاى وي
- 25:16لَّهُمْ فِيهَا مَا يَشَآءُونَ خَٰلِدِينَ ۚ كَانَ عَلَىٰ رَبِّكَ وَعْدًا مَّسُْٔولًاد دوى لپاره به په هغه كې هغه څه وي چې دوى يې غواړي، په داسې حال كې چې دوى به په كې تل وي، دا ستا د رب په ذمه غوښتل شوې وعده ده
- 25:17وَيَوْمَ يَحْشُرُهُمْ وَمَا يَعْبُدُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ فَيَقُولُ ءَأَنتُمْ أَضْلَلْتُمْ عِبَادِى هَٰٓؤُلَآءِ أَمْ هُمْ ضَلُّوا۟ ٱلسَّبِيلَاو (یاده كړه) هغه ورځ چې هغه (الله) به راجمع كړي دوى او هغه څه چې دوى به يې له الله نه غیر عبادت كاوه، نو وبه وايي: ایا تاسو زما دغه بنده ګان ګمراه كړي وو، یا دوى پخپله (حقه) لاره وركه كړې وه؟
- 25:18قَالُوا۟ سُبْحَٰنَكَ مَا كَانَ يَنۢبَغِى لَنَآ أَن نَّتَّخِذَ مِن دُونِكَ مِنْ أَوْلِيَآءَ وَلَٰكِن مَّتَّعْتَهُمْ وَءَابَآءَهُمْ حَتَّىٰ نَسُوا۟ ٱلذِّكْرَ وَكَانُوا۟ قَوْمًۢا بُورًادغه (معبودان) به ووايي: تالره پاكي ده، مونږ ته جايز نه ده چې مونږ له تا نه غیر دوستان ونیسو او لېكن تا دوى ته او د دوى پلرونو ته فايده (او ښه زندګي) وركړې وه، تر دې چې دوى ذكر (نصیحت) هېر كړ او دوى هلاكېدونكى قوم و
- 25:19فَقَدْ كَذَّبُوكُم بِمَا تَقُولُونَ فَمَا تَسْتَطِيعُونَ صَرْفًا وَلَا نَصْرًا ۚ وَمَن يَظْلِم مِّنكُمْ نُذِقْهُ عَذَابًا كَبِيرًانو یقینًا (اى مشركانو!) دوى تاسو دروغجن كړئ په هغې خبره كې چې تاسو ویله، نو تاسو نه د (عذاب د) ګرځولو طاقت لرئ او نه د مدد كولو، او په تاسو كې هر هغه څوك چې ظلم وكړي! مونږ به هغه ته ډېر لوى عذاب وڅكوو
- 25:20وَمَآ أَرْسَلْنَا قَبْلَكَ مِنَ ٱلْمُرْسَلِينَ إِلَّآ إِنَّهُمْ لَيَأْكُلُونَ ٱلطَّعَامَ وَيَمْشُونَ فِى ٱلْأَسْوَاقِ ۗ وَجَعَلْنَا بَعْضَكُمْ لِبَعْضٍ فِتْنَةً أَتَصْبِرُونَ ۗ وَكَانَ رَبُّكَ بَصِيرًااو له تا نه مخكې مونږ رسولان نه دي لېږلي مګر چې یقینًا هغوى به خامخا طعام خواړه، او په بازارونو كې ګرځېدل او مونږه ستاسو ځینې د ځینو نورو لپاره ازمېښت ګرځولي دي (چې) ایا تاسو صبر كوئ (كه نه؟) او ستا رب له ازله ښه ليدونكى دى
- 25:21۞ وَقَالَ ٱلَّذِينَ لَا يَرْجُونَ لِقَآءَنَا لَوْلَآ أُنزِلَ عَلَيْنَا ٱلْمَلَٰٓئِكَةُ أَوْ نَرَىٰ رَبَّنَا ۗ لَقَدِ ٱسْتَكْبَرُوا۟ فِىٓ أَنفُسِهِمْ وَعَتَوْ عُتُوًّا كَبِيرًااو وویل هغو كسانو چې زمونږ د ملاقات امېد نه لري: پر مونږ باندې ملايك ولې نه نازلولى شي، یا (ولې) مونږ خپل رب نه وینو، یقینًا یقینًا دوى په خپلو نفسونو كې كبر وكړ، او له حده تېر شول، له حد نه ډېر لوى تېرېدل
- 25:22يَوْمَ يَرَوْنَ ٱلْمَلَٰٓئِكَةَ لَا بُشْرَىٰ يَوْمَئِذٍ لِّلْمُجْرِمِينَ وَيَقُولُونَ حِجْرًا مَّحْجُورًا(یاده كړه) هغه ورځ چې دوى به ملايك ویني، په دغې ورځ كې به د مجرمانو لپاره هېڅ زېرى (خوشالي) نه وي او وايي به (ملايك چې جنت) بند دى، ممنوع دى
- 25:23وَقَدِمْنَآ إِلَىٰ مَا عَمِلُوا۟ مِنْ عَمَلٍ فَجَعَلْنَٰهُ هَبَآءً مَّنثُورًااو دوى چې څه عمل هم كړى دى هغه ته به مونږ ورسو، نو هغه به خور كړى شوى ګرد وګرځوو
- 25:24أَصْحَٰبُ ٱلْجَنَّةِ يَوْمَئِذٍ خَيْرٌ مُّسْتَقَرًّا وَأَحْسَنُ مَقِيلًاجنتیان به په دغې ورځ كې د استوګنې په لحاظ غوره او د ارام ځاى په لحاظ ډېر ښه وي
- 25:25وَيَوْمَ تَشَقَّقُ ٱلسَّمَآءُ بِٱلْغَمَٰمِ وَنُزِّلَ ٱلْمَلَٰٓئِكَةُ تَنزِيلًااو (یاده كړه) هغه ورځ چې په ورېځو سره به اسمان ټوټې ټوټې شي او ملايك به نازل كړى شي (پرله پسې) نازلول
- 25:26ٱلْمُلْكُ يَوْمَئِذٍ ٱلْحَقُّ لِلرَّحْمَٰنِ ۚ وَكَانَ يَوْمًا عَلَى ٱلْكَٰفِرِينَ عَسِيرًاحقیقي بادشاهي به په دغې ورځ كې د رحمن لپاره وي، او وي به دغه په كافرانو ډېره سخته ورځ
- 25:27وَيَوْمَ يَعَضُّ ٱلظَّالِمُ عَلَىٰ يَدَيْهِ يَقُولُ يَٰلَيْتَنِى ٱتَّخَذْتُ مَعَ ٱلرَّسُولِ سَبِيلًااو (یاده كړه) هغه ورځ چې ظالم به په خپلو دواړو لاسونو خوله لګوي، په داسې حال كې چې وايي به: اى كاشكې! ما له رسول سره (نېغه) لار نیولې وى
- 25:28يَٰوَيْلَتَىٰ لَيْتَنِى لَمْ أَتَّخِذْ فُلَانًا خَلِيلًااى زما هلاكته! كاشكې ما فلانكى سړى دوست نه وى جوړ كړى
- 25:29لَّقَدْ أَضَلَّنِى عَنِ ٱلذِّكْرِ بَعْدَ إِذْ جَآءَنِى ۗ وَكَانَ ٱلشَّيْطَٰنُ لِلْإِنسَٰنِ خَذُولًایقینًا یقینًا هغه زه له ذكر (قرآن) نه ګمراه كړم، كله چې هغه (ذكر) ما ته راغى او شیطان انسان لره بې مدده پرېښودونكى دى
- 25:30وَقَالَ ٱلرَّسُولُ يَٰرَبِّ إِنَّ قَوْمِى ٱتَّخَذُوا۟ هَٰذَا ٱلْقُرْءَانَ مَهْجُورًااو رسول وویل: اى زما ربه! بېشكه زما قوم دا قرآن متروك ګرځولى دى
- 25:31وَكَذَٰلِكَ جَعَلْنَا لِكُلِّ نَبِىٍّ عَدُوًّا مِّنَ ٱلْمُجْرِمِينَ ۗ وَكَفَىٰ بِرَبِّكَ هَادِيًا وَنَصِيرًااو همداسې مونږ د هر نبي لپاره له مجرمانو څخه دښمنان ګرځولي وو او ستا رب ډېر كافي دى، سمه لار ښوونكى، او ښه مدد كوونكى
- 25:32وَقَالَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ لَوْلَا نُزِّلَ عَلَيْهِ ٱلْقُرْءَانُ جُمْلَةً وَٰحِدَةً ۚ كَذَٰلِكَ لِنُثَبِّتَ بِهِۦ فُؤَادَكَ ۖ وَرَتَّلْنَٰهُ تَرْتِيلًااو كافران شویو خلقو وویل: په ده باندې قرآن ټول یو كرت ولې نه نازلاوه شي؟ همداسې (لږ لږ يې نازلوو) د دې لپاره چې په ده سره مونږ ستا زړه مضبوط كړو او مونږ ښه په ارام لوستى دى دا (قرآن په تا باندې) په ارام لوستل
- 25:33وَلَا يَأْتُونَكَ بِمَثَلٍ إِلَّا جِئْنَٰكَ بِٱلْحَقِّ وَأَحْسَنَ تَفْسِيرًااو دوى تا ته كوم مثال (عجیب سوال او اعتراض) نه راوړي مګر مونږ تا ته راوړو (د هغه) حق (جواب) او تر ټولو ښه تفسیر
- 25:34ٱلَّذِينَ يُحْشَرُونَ عَلَىٰ وُجُوهِهِمْ إِلَىٰ جَهَنَّمَ أُو۟لَٰٓئِكَ شَرٌّ مَّكَانًا وَأَضَلُّ سَبِيلًاهغه كسان چې جهنم ته به په خپلو مخونو جمع كولى شي، دغه كسان د ځاى په لحاظ تر ټولو بد او د لارې په لحاظ تر ټولو ګمراه دي
- 25:35وَلَقَدْ ءَاتَيْنَا مُوسَى ٱلْكِتَٰبَ وَجَعَلْنَا مَعَهُۥٓ أَخَاهُ هَٰرُونَ وَزِيرًااو یقینًا یقینًا مونږ موسٰى ته كتاب وركړى و او مونږ له هغه سره د هغه ورور هارون مددګار ګرځولى و
- 25:36فَقُلْنَا ٱذْهَبَآ إِلَى ٱلْقَوْمِ ٱلَّذِينَ كَذَّبُوا۟ بَِٔايَٰتِنَا فَدَمَّرْنَٰهُمْ تَدْمِيرًانو مونږ وویل: تاسو دواړه هغه قوم ته لاړ شئ چې زمونږ د ایتونو تكذیب يې كړى دى، بیا مونږ هغوى (فرعونیان) هلاك كړل، سخت هلاكول
- 25:37وَقَوْمَ نُوحٍ لَّمَّا كَذَّبُوا۟ ٱلرُّسُلَ أَغْرَقْنَٰهُمْ وَجَعَلْنَٰهُمْ لِلنَّاسِ ءَايَةً ۖ وَأَعْتَدْنَا لِلظَّٰلِمِينَ عَذَابًا أَلِيمًااو (مونږ هلاك كړ) د نوح قوم، كله چې هغوى د رسولانو تكذیب وكړ، مونږ هغوى غرق كړل او مونږه دوى د خلقو لپاره (د عبرت) نشان وګرځول او مونږه د ظالمانو لپاره ډېر دردوونكى عذاب تیار كړى دى
- 25:38وَعَادًا وَثَمُودَا۟ وَأَصْحَٰبَ ٱلرَّسِّ وَقُرُونًۢا بَيْنَ ذَٰلِكَ كَثِيرًااو (مونږ هلاك كړي دي) عادیان او ثمودیان او د كوهي والا او د دوى په مينځ كې ډېر زیات نور قومونه
- 25:39وَكُلًّا ضَرَبْنَا لَهُ ٱلْأَمْثَٰلَ ۖ وَكُلًّا تَبَّرْنَا تَتْبِيرًااو (په دوى كې) هر یو ته، مونږ هغه ته مثالونه بیان كړي وو او مونږ ټول هلاك كړل، بېخي هلاكول
- 25:40وَلَقَدْ أَتَوْا۟ عَلَى ٱلْقَرْيَةِ ٱلَّتِىٓ أُمْطِرَتْ مَطَرَ ٱلسَّوْءِ ۚ أَفَلَمْ يَكُونُوا۟ يَرَوْنَهَا ۚ بَلْ كَانُوا۟ لَا يَرْجُونَ نُشُورًااو یقینًا یقینًا دوى په هغه كلي تېر شوي دي چې په هغه باندې د بدۍ باران ورول شوى و، ایا نو دوى هغه نه لیده ؟ بلكې دوى د بیا ژوندي پورته كېدلو امېد نه لاره
- 25:41وَإِذَا رَأَوْكَ إِن يَتَّخِذُونَكَ إِلَّا هُزُوًا أَهَٰذَا ٱلَّذِى بَعَثَ ٱللَّهُ رَسُولًااو كله چې دوى تا وویني (، نو) دوى تا نه نیسي مګر ځاى د مسخرې (او وايي:) ایا دا هغه سړى دى چې الله، (په طور د) رسول رالېږلى دى؟
- 25:42إِن كَادَ لَيُضِلُّنَا عَنْ ءَالِهَتِنَا لَوْلَآ أَن صَبَرْنَا عَلَيْهَا ۚ وَسَوْفَ يَعْلَمُونَ حِينَ يَرَوْنَ ٱلْعَذَابَ مَنْ أَضَلُّ سَبِيلًابېشكه چې دى نژدې و چې مونږ خامخا له خپلو معبودانو نه بې لارې كړي كه مونږ په دوى ټینګ ودرېدلي نه وى (الله فرمايي:) دوى به ژر پوه شي كله چې دوى عذاب ویني چې څوك له (حقې) لارې نه ډېر بې لارې دى
- 25:43أَرَءَيْتَ مَنِ ٱتَّخَذَ إِلَٰهَهُۥ هَوَىٰهُ أَفَأَنتَ تَكُونُ عَلَيْهِ وَكِيلًاایا ته هغه څوك وینې چې خپل معبود يې خپل خواهش ګرځولى دى! ایا نو ته به په ده باندې نګران يې
- 25:44أَمْ تَحْسَبُ أَنَّ أَكْثَرَهُمْ يَسْمَعُونَ أَوْ يَعْقِلُونَ ۚ إِنْ هُمْ إِلَّا كَٱلْأَنْعَٰمِ ۖ بَلْ هُمْ أَضَلُّ سَبِيلًاایا ته ګمان كوې چې په رښتیا د دوى زیاتره اوري، یا له عقل نه كار اخلي، دوى نه دي مګر په شان د څارویو بلكې دوى د لارې په لحاظ زیات ګمراه دي
- 25:45أَلَمْ تَرَ إِلَىٰ رَبِّكَ كَيْفَ مَدَّ ٱلظِّلَّ وَلَوْ شَآءَ لَجَعَلَهُۥ سَاكِنًا ثُمَّ جَعَلْنَا ٱلشَّمْسَ عَلَيْهِ دَلِيلًاایا تا (د) خپل رب (قدرت) ته نه دي كتلي چې هغه سیورى څنګه غځولى دى او كه هغه غوښتلى (نو) هغه به يې خامخا ولاړ (ساكن) ګرځولى وى، بیا مونږ په هغه باندې لمر دلیل وګرځاوه
- 25:46ثُمَّ قَبَضْنَٰهُ إِلَيْنَا قَبْضًا يَسِيرًابیا مونږ هغه خپل طرف ته راټول كړ ډېر اسان راټولول
- 25:47وَهُوَ ٱلَّذِى جَعَلَ لَكُمُ ٱلَّيْلَ لِبَاسًا وَٱلنَّوْمَ سُبَاتًا وَجَعَلَ ٱلنَّهَارَ نُشُورًااو دى هماغه ذات دى چې تاسو لپاره يې شپه لباس او خوب (سبب د) ارام ګرځولى دى او ورځ يې د ګرځېدو وخت ګرځولې ده
- 25:48وَهُوَ ٱلَّذِىٓ أَرْسَلَ ٱلرِّيَٰحَ بُشْرًۢا بَيْنَ يَدَىْ رَحْمَتِهِۦ ۚ وَأَنزَلْنَا مِنَ ٱلسَّمَآءِ مَآءً طَهُورًااو همدى هغه ذات دى چې هواګانې يې له رحمت نه مخكې زېرى وركوونكې لېږلې دي او مونږ له بره نه پاكوونكي اوبه نازلې كړې دي
- 25:49لِّنُحِْۧىَ بِهِۦ بَلْدَةً مَّيْتًا وَنُسْقِيَهُۥ مِمَّا خَلَقْنَآ أَنْعَٰمًا وَأَنَاسِىَّ كَثِيرًاد دې لپاره چې مونږ په دغو (اوبو) سره مړ ښار راژوندى كړو او چې دا په څارویو او ډېر زیاتو انسانانو وڅښوو، چې زمونږ له مخلوق ځنې دي
- 25:50وَلَقَدْ صَرَّفْنَٰهُ بَيْنَهُمْ لِيَذَّكَّرُوا۟ فَأَبَىٰٓ أَكْثَرُ ٱلنَّاسِ إِلَّا كُفُورًااو یقینًا یقینًا مونږ دا د دوى په مینځ كې په قسم قسم طریقو خورې كړې دي، لپاره د دې چې دوى نصیحت واخلي، نو زیاترو خلقو انكار وكړ مګر له كفر كولو نه
- 25:51وَلَوْ شِئْنَا لَبَعَثْنَا فِى كُلِّ قَرْيَةٍ نَّذِيرًااو كه مونږ غوښتلى (، نو) مونږ به خامخا هر كلي ته یو وېروونكى لېږلى و
- 25:52فَلَا تُطِعِ ٱلْكَٰفِرِينَ وَجَٰهِدْهُم بِهِۦ جِهَادًا كَبِيرًانو ته د كافرانو اطاعت مه كوه او ته له دوى سره په دې (قرآن) سره جهاد كوه، ډېر لوى جهاد كول
- 25:53۞ وَهُوَ ٱلَّذِى مَرَجَ ٱلْبَحْرَيْنِ هَٰذَا عَذْبٌ فُرَاتٌ وَهَٰذَا مِلْحٌ أُجَاجٌ وَجَعَلَ بَيْنَهُمَا بَرْزَخًا وَحِجْرًا مَّحْجُورًااو دى هماغه ذات دى چې دوه دریابونه يې خوشې كړې دي (له یو بل سره جوخت) دا خوږ دى، ډېر خوږ (تنده ماتوونكى) او د ا (بل) تریو دى، ښه تریو او د دواړو په مینځ كې يې یوه پرده او بند پیدا كړى دى چې منع كړى شوى دى
- 25:54وَهُوَ ٱلَّذِى خَلَقَ مِنَ ٱلْمَآءِ بَشَرًا فَجَعَلَهُۥ نَسَبًا وَصِهْرًا ۗ وَكَانَ رَبُّكَ قَدِيرًااو دى همغه ذات دى چې له اوبو نه يې انسان پیدا كړى دى، بیا يې هغه (د) نسب او سخرګنۍ (والا) وګرځاوه او ستا رب ښه قادر دى
- 25:55وَيَعْبُدُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ مَا لَا يَنفَعُهُمْ وَلَا يَضُرُّهُمْ ۗ وَكَانَ ٱلْكَافِرُ عَلَىٰ رَبِّهِۦ ظَهِيرًااو دوى له الله نه غیر د هغه څه عبادت كوي چې دوى ته نه نفع رسولى شي اونه دوى ته ضرر رسولى شي او كافر د خپل رب په مخالفت كې (د شیطان) مدد كوونكى دى
- 25:56وَمَآ أَرْسَلْنَٰكَ إِلَّا مُبَشِّرًا وَنَذِيرًااو ته مونږ نه يې لېږلى مګر زېرى وركوونكى او وېروونكى
- 25:57قُلْ مَآ أَسَْٔلُكُمْ عَلَيْهِ مِنْ أَجْرٍ إِلَّا مَن شَآءَ أَن يَتَّخِذَ إِلَىٰ رَبِّهِۦ سَبِيلًاته (دوى ته)ووایه: زه له تاسو نه په دې (تبلیغ) باندې هېڅ مزدوري (اجرت) نه غواړم خو (غواړم ایمان راوړل د) هغه كس چې غواړي چې د خپل رب په طرف لار ونیسي
- 25:58وَتَوَكَّلْ عَلَى ٱلْحَىِّ ٱلَّذِى لَا يَمُوتُ وَسَبِّحْ بِحَمْدِهِۦ ۚ وَكَفَىٰ بِهِۦ بِذُنُوبِ عِبَادِهِۦ خَبِيرًااو ته توكل وكړه په هغه تل ژوندي ذات چې نه مري او ته د هغه له ستاينې سره تسبیح بیانوه او هم الله د خپلو بنده ګانو په ګناهونو ښه كافي خبردار دى
- 25:59ٱلَّذِى خَلَقَ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا فِى سِتَّةِ أَيَّامٍ ثُمَّ ٱسْتَوَىٰ عَلَى ٱلْعَرْشِ ۚ ٱلرَّحْمَٰنُ فَسَْٔلْ بِهِۦ خَبِيرًاهغه (الله) چې اسمانونه او ځمكه، او هغه څه چې د دواړو په مینځ كې دي، په شپږو ورځو كې پیدا كړي دي، بیا په عرش باندې برقرار شو، (دغه) رحمن دى، نو ته د ده په باره كې له ښه خبردار نه تپوس وكړه
- 25:60وَإِذَا قِيلَ لَهُمُ ٱسْجُدُوا۟ لِلرَّحْمَٰنِ قَالُوا۟ وَمَا ٱلرَّحْمَٰنُ أَنَسْجُدُ لِمَا تَأْمُرُنَا وَزَادَهُمْ نُفُورًا ۩او كله چې دوى ته وویل شي: تاسو رحمٰن ته سجده وكړئ، دوى وايي: رحمن څه شى دى؟ ایا مونږ به هغه څه ته سجده كوو چې ته يې مونږ ته حكم راكوې او دا (رحمٰن ته د سجده كولو حكم) دوى ته منډه تېښته ورزیاته كړي
- 25:61تَبَارَكَ ٱلَّذِى جَعَلَ فِى ٱلسَّمَآءِ بُرُوجًا وَجَعَلَ فِيهَا سِرَٰجًا وَقَمَرًا مُّنِيرًاډېر بركتناك دى هغه ذات چې په اسمان كې يې برجونه پیدا كړي دي او په ده كې يې چراغ (لمر) او رڼا كوونكې سپوږمۍ پیدا كړې ده
- 25:62وَهُوَ ٱلَّذِى جَعَلَ ٱلَّيْلَ وَٱلنَّهَارَ خِلْفَةً لِّمَنْ أَرَادَ أَن يَذَّكَّرَ أَوْ أَرَادَ شُكُورًااو دى هماغه ذات دى چې شپه او ورځ يې یو له بل پسې راتلونكې پیدا كړي دي، د هغه چا لپاره چې اراده لري چې نصیحت واخلي یا غواړي چې شكر وباسي
- 25:63وَعِبَادُ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلَّذِينَ يَمْشُونَ عَلَى ٱلْأَرْضِ هَوْنًا وَإِذَا خَاطَبَهُمُ ٱلْجَٰهِلُونَ قَالُوا۟ سَلَٰمًااو د رحمن بنده ګان هغه دي چې په ځمكه ورو ګرځي او كله چې له دوى سره جاهلان خطاب (خبره) كوي (نو) دوى سالمه (درسته) خبره كوي
- 25:64وَٱلَّذِينَ يَبِيتُونَ لِرَبِّهِمْ سُجَّدًا وَقِيَٰمًااو هغه كسان دي چې خپل رب ته شپه تېروي، په داسې حال كې چې سجده كوونكي او قیام كوونكي وي
- 25:65وَٱلَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا ٱصْرِفْ عَنَّا عَذَابَ جَهَنَّمَ ۖ إِنَّ عَذَابَهَا كَانَ غَرَامًااو هغه كسان دي چې وايي: اى زمونږ ربه! ته زمونږ نه د جهنم عذاب وګرځوه، بېشكه د هغه عذاب همېشه لازمېدونكى دى
- 25:66إِنَّهَا سَآءَتْ مُسْتَقَرًّا وَمُقَامًابېشكه دا (جهنم) د قرار او استوګنې په لحاظ بد ځاى دى
- 25:67وَٱلَّذِينَ إِذَآ أَنفَقُوا۟ لَمْ يُسْرِفُوا۟ وَلَمْ يَقْتُرُوا۟ وَكَانَ بَيْنَ ذَٰلِكَ قَوَامًااو هغه كسان دي چې كله انفاق كوي (مال لګوي نو) اسراف نه كوي او بخل هم نه كوي او د دغو (دواړو حالتونو) په مینځ كې میانه حاله وي
- 25:68وَٱلَّذِينَ لَا يَدْعُونَ مَعَ ٱللَّهِ إِلَٰهًا ءَاخَرَ وَلَا يَقْتُلُونَ ٱلنَّفْسَ ٱلَّتِى حَرَّمَ ٱللَّهُ إِلَّا بِٱلْحَقِّ وَلَا يَزْنُونَ ۚ وَمَن يَفْعَلْ ذَٰلِكَ يَلْقَ أَثَامًااو هغه كسان دي چې له الله سره بل معبود نه بلي او هغه نفس چې الله حرام كړى وي؛ ناحقه نه قتلوي او زنا نه كوي او څوك چې د غه (كارونه) وكړي (نو) هغه به د خپلې ګناه له جزا سره ملاقات وكړي
- 25:69يُضَٰعَفْ لَهُ ٱلْعَذَابُ يَوْمَ ٱلْقِيَٰمَةِ وَيَخْلُدْ فِيهِۦ مُهَانًاد قیامت په ورځ به ده ته عذاب دوه چنده كولى شي او په هغه (عذاب) كې به تل وي، په داسې حال چې چې خوار او ذلیله به وي
- 25:70إِلَّا مَن تَابَ وَءَامَنَ وَعَمِلَ عَمَلًا صَٰلِحًا فَأُو۟لَٰٓئِكَ يُبَدِّلُ ٱللَّهُ سَئَِّاتِهِمْ حَسَنَٰتٍ ۗ وَكَانَ ٱللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًامګر هغه كس چې توبه وباسي او ایمان راوړي او نېك عمل وكړي، نو دغه كسان دي چې الله به د دوى بدۍ په نېكۍ سره بدلې كړي او الله له ازله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى
- 25:71وَمَن تَابَ وَعَمِلَ صَٰلِحًا فَإِنَّهُۥ يَتُوبُ إِلَى ٱللَّهِ مَتَابًااو هغه څوك چې توبه وباسي او نېك عمل وكړي، نو بېشكه دغه كس الله ته رجوع كوي، رجوع كول
- 25:72وَٱلَّذِينَ لَا يَشْهَدُونَ ٱلزُّورَ وَإِذَا مَرُّوا۟ بِٱللَّغْوِ مَرُّوا۟ كِرَامًااو هغه كسان دي چې باطلو ته نه حاضرېږي او كله چې په بېكاره كار تېرېږي (نو) عزت داره تېرېږي
- 25:73وَٱلَّذِينَ إِذَا ذُكِّرُوا۟ بَِٔايَٰتِ رَبِّهِمْ لَمْ يَخِرُّوا۟ عَلَيْهَا صُمًّا وَعُمْيَانًااو هغه كسان دي چې كله دوى ته د خپل رب په ایتونو سره نصیحت وكړى شي (نو) په دې (ایتونو) باندې كاڼه او ړانده نه غورځېږي
- 25:74وَٱلَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا هَبْ لَنَا مِنْ أَزْوَٰجِنَا وَذُرِّيَّٰتِنَا قُرَّةَ أَعْيُنٍ وَٱجْعَلْنَا لِلْمُتَّقِينَ إِمَامًااو هغه كسان دي چې وايي: اى زمونږه ربه! ته مونږ ته زمونږ له ښځو نه او زمونږ له اولادونو نه د سترګو یخ والى راوبښه او ته مونږ د متقیانو امام وګرځوه
- 25:75أُو۟لَٰٓئِكَ يُجْزَوْنَ ٱلْغُرْفَةَ بِمَا صَبَرُوا۟ وَيُلَقَّوْنَ فِيهَا تَحِيَّةً وَسَلَٰمًادغه كسان دي چې د صبر كولو په سبب به دوى ته د اوچتو ماڼیو بدله وركولى شي او په دې (جنت) كې به د ژوند په دعا او سلام سره د دوى استقبال كولى شي
- 25:76خَٰلِدِينَ فِيهَا ۚ حَسُنَتْ مُسْتَقَرًّا وَمُقَامًاپه داسې حال كې چې همېشه به وي دوى په دغه (جنت) كې، د قرار او استوګنې په لحاظ دا ښه ځاى دى
- 25:77قُلْ مَا يَعْبَؤُا۟ بِكُمْ رَبِّى لَوْلَا دُعَآؤُكُمْ ۖ فَقَدْ كَذَّبْتُمْ فَسَوْفَ يَكُونُ لِزَامًۢاته (دوى ته) ووایه: زما رب ستاسو څه پروا كوي كه ستاسو دعا كول نه وى، نو یقینًا تاسو تكذیب كړى دى، نو ژر به دا (د تكذیب سزا تاسو سره) لازمه وي
سورت واورئMishary Alafasy