ٱلذَّارِيَات
سورة الذاريات
The Winnowing Winds
۶۰ آیتونهمکي
الذاريات سورت (الذاريات، مانا: The Winnowing Winds) د قرآن ۵۱م سورت دی. دا مکي سورت دی چې ۶۰ آیتونه لري او په ۲۶مه پاره کې د مدني مصحف له ۵۲۰م مخ پیلېږي.
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
Loading…
د سورة الذاريات ټول آیتونه — عربي متن او پښتو ژباړه
د کلمو ژباړې، تلفظ او تفسیر لپاره هر آیت پرانیزئ.
- 51:1وَٱلذَّٰرِيَٰتِ ذَرْوًاقسم دى په الوځوونكو بادونو، الوځول
- 51:2فَٱلْحَٰمِلَٰتِ وِقْرًابیا د (اوبو د) بار په اوچتوونكو ورېځو (قسم دى)
- 51:3فَٱلْجَٰرِيَٰتِ يُسْرًابیا په اسانۍ سره تلونكو كشتیو (قسم دى)
- 51:4فَٱلْمُقَسِّمَٰتِ أَمْرًابیا د كار په تقسیموونكو ملايكو(قسم دى)
- 51:5إِنَّمَا تُوعَدُونَ لَصَادِقٌچې بېشكه هغه څه چې له تاسو سره يې وعده كولى شي یقینًا رښتینې (وعده) ده
- 51:6وَإِنَّ ٱلدِّينَ لَوَٰقِعٌاو بېشكه (د عمل) بدله خامخا واقع كېدونكې ده
- 51:7وَٱلسَّمَآءِ ذَاتِ ٱلْحُبُكِقسم دى په اسمان چې د لارو والا دى
- 51:8إِنَّكُمْ لَفِى قَوْلٍ مُّخْتَلِفٍچې بېشكه تاسو یقینًا په ګده وډه (مختلفه) خبره كې يئ
- 51:9يُؤْفَكُ عَنْهُ مَنْ أُفِكَګرځولى شي له دغه (قرآن، نبي) نه هغه څوك چې (د الله په علم كې مخكې) ګرځول شوى دى
- 51:10قُتِلَ ٱلْخَرَّٰصُونَاټكل كوونكي دې هلاك كړى شي
- 51:11ٱلَّذِينَ هُمْ فِى غَمْرَةٍ سَاهُونَهغه كسان چې دوى په ډېر غفلت كې دي، هېروونكي دي
- 51:12يَسَْٔلُونَ أَيَّانَ يَوْمُ ٱلدِّينِدوى پوښتنه كوي چې د بدلې ورځ به كله وي؟
- 51:13يَوْمَ هُمْ عَلَى ٱلنَّارِ يُفْتَنُونَپه هغې ورځ كې چې دوى به په اور سره په عذاب كولى شي
- 51:14ذُوقُوا۟ فِتْنَتَكُمْ هَٰذَا ٱلَّذِى كُنتُم بِهِۦ تَسْتَعْجِلُونَ(وبه ویل شي!) تاسو خپل عذاب وڅَكئ، دا هغه (عذاب) دى چې تاسو به دا جلت غوښته
- 51:15إِنَّ ٱلْمُتَّقِينَ فِى جَنَّٰتٍ وَعُيُونٍبېشكه متقیان (پرهېزګاران) به په جنتونو او چینو كې وي
- 51:16ءَاخِذِينَ مَآ ءَاتَىٰهُمْ رَبُّهُمْ ۚ إِنَّهُمْ كَانُوا۟ قَبْلَ ذَٰلِكَ مُحْسِنِينَپه داسې حال كې چې هغه څه لره به نیوونكي وي چې دوى ته يې د دوى رب وركوي، بېشكه دوى له دې نه مخكې نېكي كوونكي وو
- 51:17كَانُوا۟ قَلِيلًا مِّنَ ٱلَّيْلِ مَا يَهْجَعُونَدوى به د شپې په لږه برخه كې ویده كېدل
- 51:18وَبِٱلْأَسْحَارِ هُمْ يَسْتَغْفِرُونَاو په چرګ بانګونو كې به دوى استغفار كاوه
- 51:19وَفِىٓ أَمْوَٰلِهِمْ حَقٌّ لِّلسَّآئِلِ وَٱلْمَحْرُومِاو د دوى په مالونو كې به د سوالګري او د محروم (مسكین) حق و
- 51:20وَفِى ٱلْأَرْضِ ءَايَٰتٌ لِّلْمُوقِنِينَاو په ځمكه كې د یقین كوونكو لپاره ډېرې نښې دي
- 51:21وَفِىٓ أَنفُسِكُمْ ۚ أَفَلَا تُبْصِرُونَاو ستاسو په ځانونو كې هم، ایا نو تاسو نه وینئ
- 51:22وَفِى ٱلسَّمَآءِ رِزْقُكُمْ وَمَا تُوعَدُونَاو په اسمان كې ستاسو روزي ده او هغه څه چې تاسو سره يې وعده كولى شي
- 51:23فَوَرَبِّ ٱلسَّمَآءِ وَٱلْأَرْضِ إِنَّهُۥ لَحَقٌّ مِّثْلَ مَآ أَنَّكُمْ تَنطِقُونَنو د اسمان او ځمكې په رب مې قسم دى چې بېشكه دا (خبره) یقینًا حق ده، چې د هغې په شان ده چې تاسو خبرې كوئ
- 51:24هَلْ أَتَىٰكَ حَدِيثُ ضَيْفِ إِبْرَٰهِيمَ ٱلْمُكْرَمِينَایا تا ته د ابراهیم د عزتمنو مېلمنو خبر رارسېدلى دى
- 51:25إِذْ دَخَلُوا۟ عَلَيْهِ فَقَالُوا۟ سَلَٰمًا ۖ قَالَ سَلَٰمٌ قَوْمٌ مُّنكَرُونَكله چې دوى په ده ورننوتل، نو ويې ويل:(مونږ په تا سلام اچوو) سلام اچول، ده وویل: (په تاسو دې) سلام (وي او په زړه كې يې تېر شول چې دا) نا اشنا خلق دي
- 51:26فَرَاغَ إِلَىٰٓ أَهْلِهِۦ فَجَآءَ بِعِجْلٍ سَمِينٍنو په تېزۍ سره خپلې ښځې ته لاړ، پس یو (وریت كړى) چاغ سخى يې راوړ
- 51:27فَقَرَّبَهُۥٓ إِلَيْهِمْ قَالَ أَلَا تَأْكُلُونَنو دغه يې دوى ته ورنژدې كړ، ويې ويل:تاسو ولې نه خورئ!
- 51:28فَأَوْجَسَ مِنْهُمْ خِيفَةً ۖ قَالُوا۟ لَا تَخَفْ ۖ وَبَشَّرُوهُ بِغُلَٰمٍ عَلِيمٍنو له دوى نه يې په زړه كې وېره وموندله، دوى وویل: ته مه وېرېږه او دوى ته يې د ډېر پوه هلك زېرى وركړ
- 51:29فَأَقْبَلَتِ ٱمْرَأَتُهُۥ فِى صَرَّةٍ فَصَكَّتْ وَجْهَهَا وَقَالَتْ عَجُوزٌ عَقِيمٌنو د ده ښځې په چغې كولو سره مخ ورواړوه، پس خپل مخ يې وواهه او ويې ويل:(زه) زړه شنډه بوډۍ (یم)
- 51:30قَالُوا۟ كَذَٰلِكِ قَالَ رَبُّكِ ۖ إِنَّهُۥ هُوَ ٱلْحَكِيمُ ٱلْعَلِيمُدوى وویل: همداسې ستا رب ویلي دي، بېشكه هم هغه ښه حكمت والا، ښه پوه دى
- 51:31۞ قَالَ فَمَا خَطْبُكُمْ أَيُّهَا ٱلْمُرْسَلُونَده وویل: نو ستاسو څه كار (او مقصد) دى اى رالېږل شویو (ملايكو)؟
- 51:32قَالُوٓا۟ إِنَّآ أُرْسِلْنَآ إِلَىٰ قَوْمٍ مُّجْرِمِينَدوى وویل: بېشكه مونږ د یو مجرم قوم په طرف رالېږل شوي یو
- 51:33لِنُرْسِلَ عَلَيْهِمْ حِجَارَةً مِّن طِينٍد دې لپاره چې مونږ په دوى باندې د خټو كاڼي راوورو
- 51:34مُّسَوَّمَةً عِندَ رَبِّكَ لِلْمُسْرِفِينَچې ستا د رب په نیز له حده وتونكو لپاره نشان داره كړى شوي دي
- 51:35فَأَخْرَجْنَا مَن كَانَ فِيهَا مِنَ ٱلْمُؤْمِنِينَنو مونږ هغه څوك راووېستل چې په دغه (كلي) كې له مومنانو ځنې وو
- 51:36فَمَا وَجَدْنَا فِيهَا غَيْرَ بَيْتٍ مِّنَ ٱلْمُسْلِمِينَپس مونږ په دغه (كلي) كې د مسلمانانو له یو كور نه غیر ونه مونده
- 51:37وَتَرَكْنَا فِيهَآ ءَايَةً لِّلَّذِينَ يَخَافُونَ ٱلْعَذَابَ ٱلْأَلِيمَاو مونږ په دغه (كلي) كې د هغو كسانو لپاره یوه لویه نښه پرېښوده چې د ډېر دردوونكي عذاب نه وېرېږي
- 51:38وَفِى مُوسَىٰٓ إِذْ أَرْسَلْنَٰهُ إِلَىٰ فِرْعَوْنَ بِسُلْطَٰنٍ مُّبِينٍاو په (قصه د) موسٰى كې، كله چې مونږ هغه فرعون ته په ښكاره دلیل سره ولېږه
- 51:39فَتَوَلَّىٰ بِرُكْنِهِۦ وَقَالَ سَٰحِرٌ أَوْ مَجْنُونٌنو هغه (فرعون) د خپل قوت (اولښكر) سره مخ واړوه او ويې ويل:(دا موسٰى) كوډګر (جادوګر) دى، یا لېونى دى
- 51:40فَأَخَذْنَٰهُ وَجُنُودَهُۥ فَنَبَذْنَٰهُمْ فِى ٱلْيَمِّ وَهُوَ مُلِيمٌنو مونږ هغه او د هغه لښكرې راونیولې، نو مونږه دوى ټول په دریاب كې وغورځول، په داسې حال كې چې هغه د ملامتۍ كار كوونكى و
- 51:41وَفِى عَادٍ إِذْ أَرْسَلْنَا عَلَيْهِمُ ٱلرِّيحَ ٱلْعَقِيمَاو په عادیانو كې، كله چې مونږ په دوى باندې (له خير نه) شنډ باد راخوشې كړ
- 51:42مَا تَذَرُ مِن شَىْءٍ أَتَتْ عَلَيْهِ إِلَّا جَعَلَتْهُ كَٱلرَّمِيمِده به هېڅ داسې شى نه پرېښوده چې دا به پرې راغلى و مګر خو هغه به يې وچ زوړ رژېدلي واښه (يا هډوكي) وګرځاوه
- 51:43وَفِى ثَمُودَ إِذْ قِيلَ لَهُمْ تَمَتَّعُوا۟ حَتَّىٰ حِينٍاو په ثمودیانو كې، كله چې دوى ته وويل شو چې تاسو تر یو وخته پورې نفع واخلئ
- 51:44فَعَتَوْا۟ عَنْ أَمْرِ رَبِّهِمْ فَأَخَذَتْهُمُ ٱلصَّٰعِقَةُ وَهُمْ يَنظُرُونَنو دوى د خپل رب له حكم نه سركشي وكړه، نو دوى (د) تندر (عذاب) ونیول، په دې حال كې چې دوى كتل
- 51:45فَمَا ٱسْتَطَٰعُوا۟ مِن قِيَامٍ وَمَا كَانُوا۟ مُنتَصِرِينَبیا نه دوى د ودرېدلو طاقت لاره او نه دوى بدل اخيستونكي وو
- 51:46وَقَوْمَ نُوحٍ مِّن قَبْلُ ۖ إِنَّهُمْ كَانُوا۟ قَوْمًا فَٰسِقِينَاو له دوى نه مخكې د نوح قوم لره (مونږ هلاك كړى و) بېشكه هغوى یو فاسق قوم و
- 51:47وَٱلسَّمَآءَ بَنَيْنَٰهَا بِأَيْي۟دٍ وَإِنَّا لَمُوسِعُونَاو اسمان مونږ هغه په قوت سره جوړ كړى دى او بېشكه مونږ خامخا پراخوونكي/ پراخه قدرت لرونكي یو
- 51:48وَٱلْأَرْضَ فَرَشْنَٰهَا فَنِعْمَ ٱلْمَٰهِدُونَاو ځمكه، مونږ هغه غوړولې ده، نو (مونږ) ښه غوړوونكي یو
- 51:49وَمِن كُلِّ شَىْءٍ خَلَقْنَا زَوْجَيْنِ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَاو له هر څیز څخه مونږ دوه قسمه جوړې (نر او ښځه) پیدا كړي دي، د دې لپاره چې تاسو پند واخلئ
- 51:50فَفِرُّوٓا۟ إِلَى ٱللَّهِ ۖ إِنِّى لَكُم مِّنْهُ نَذِيرٌ مُّبِينٌنو تاسو الله ته وتښتئ، بېشكه زه تاسو لپاره د هغه له جانبه ښكاره وېروونكى یم
- 51:51وَلَا تَجْعَلُوا۟ مَعَ ٱللَّهِ إِلَٰهًا ءَاخَرَ ۖ إِنِّى لَكُم مِّنْهُ نَذِيرٌ مُّبِينٌاو تاسو له الله سره بل معبود مه شریكوئ، بېشكه زه تاسو لپاره د هغه له جانبه ښكاره وېروونكى یم
- 51:52كَذَٰلِكَ مَآ أَتَى ٱلَّذِينَ مِن قَبْلِهِم مِّن رَّسُولٍ إِلَّا قَالُوا۟ سَاحِرٌ أَوْ مَجْنُونٌهمداسې، هغو كسانو ته چې له دوى نه مخكې وو، هېڅ یو رسول نه و راغلى مګر دوى به ویل: (دا) جادوګر دى، یا لېونى دى
- 51:53أَتَوَاصَوْا۟ بِهِۦ ۚ بَلْ هُمْ قَوْمٌ طَاغُونَایا دوى په دې (خبرې) سره یو بل ته وصیت كړى دى، بلكې دوى سركشه قوم دى
- 51:54فَتَوَلَّ عَنْهُمْ فَمَآ أَنتَ بِمَلُومٍنو ته له دوى نه مخ واړوه، پس ته هېڅ ملامت كړى شوى نه يې
- 51:55وَذَكِّرْ فَإِنَّ ٱلذِّكْرَىٰ تَنفَعُ ٱلْمُؤْمِنِينَاو ته نصیحت كوه، پس بېشكه نصیحت كول مومنانو ته نفع رسوي
- 51:56وَمَا خَلَقْتُ ٱلْجِنَّ وَٱلْإِنسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِاو ما پېریان او انسانان نه دي پیدا كړي مګر د دې لپاره چې دوى زما عبادت وكړي
- 51:57مَآ أُرِيدُ مِنْهُم مِّن رِّزْقٍ وَمَآ أُرِيدُ أَن يُطْعِمُونِزه له دوى نه هېڅ رزق نه غواړم او نه دا غواړم چې دوى ما ته خوراك راكړي
- 51:58إِنَّ ٱللَّهَ هُوَ ٱلرَّزَّاقُ ذُو ٱلْقُوَّةِ ٱلْمَتِينُبېشكه هم دغه الله ښه روزي وركوونكى، قوت والا، (او) ډېر مضبوط دى
- 51:59فَإِنَّ لِلَّذِينَ ظَلَمُوا۟ ذَنُوبًا مِّثْلَ ذَنُوبِ أَصْحَٰبِهِمْ فَلَا يَسْتَعْجِلُونِد هغو كسانو لپاره چې ظلم يې كړى دى، یقینًا د دوى د ملګرو (د عذاب) د حصې په شان حصه ده، نو دوى دې په ما تلوار نه كوي
- 51:60فَوَيْلٌ لِّلَّذِينَ كَفَرُوا۟ مِن يَوْمِهِمُ ٱلَّذِى يُوعَدُونَپس د كافران شویو خلقو لپاره هلاكت دى، د دوى له هغې ورځې نه چې دوى سره يې وعده كولى شي
سورت واورئMishary Alafasy