مَرْيَم
سورة مريم
Mary
۹۸ آیتونهمکي
مريم سورت (مريم، مانا: Mary) د قرآن ۱۹م سورت دی. دا مکي سورت دی چې ۹۸ آیتونه لري او په ۱۶مه پاره کې د مدني مصحف له ۳۰۵م مخ پیلېږي.
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
Loading…
د سورة مريم ټول آیتونه — عربي متن او پښتو ژباړه
د کلمو ژباړې، تلفظ او تفسیر لپاره هر آیت پرانیزئ.
- 19:1كٓهيعٓصٓكاف، ها، يا، عين، صاد
- 19:2ذِكْرُ رَحْمَتِ رَبِّكَ عَبْدَهُۥ زَكَرِيَّآ(دا) ستا د رب د رحمت ذكر دى په خپل بنده زكریا باندې
- 19:3إِذْ نَادَىٰ رَبَّهُۥ نِدَآءً خَفِيًّاكله چې ده خپل رب ته اواز وكړ ډېر ورو اواز
- 19:4قَالَ رَبِّ إِنِّى وَهَنَ ٱلْعَظْمُ مِنِّى وَٱشْتَعَلَ ٱلرَّأْسُ شَيْبًا وَلَمْ أَكُنۢ بِدُعَآئِكَ رَبِّ شَقِيًّاويې ويل: اى زما ربه! یقینًا زه چې یم زما هډوكي كمزوري (ضعیف) شوي دي او سر مې د سپین والي په وجه شغلې وهي، په دې حال كې چې اى زما ربه! زه هيڅكله له تا نه په سوال سره محروم (او نا امېده) نه یم پاتې شوى
- 19:5وَإِنِّى خِفْتُ ٱلْمَوَٰلِىَ مِن وَرَآءِى وَكَانَتِ ٱمْرَأَتِى عَاقِرًا فَهَبْ لِى مِن لَّدُنكَ وَلِيًّااو بېشكه زه چې یم، خپل وروسته له خپلوانو نه وېرېږم، او زما ښځه له شروع نه شنډه ده، نو ته ما ته له خپل جانب نه یو وارث راكړه
- 19:6يَرِثُنِى وَيَرِثُ مِنْ ءَالِ يَعْقُوبَ ۖ وَٱجْعَلْهُ رَبِّ رَضِيًّاچې وارث شي د دين زما او وارث شي د دين د اولاد د يعقوب او دى وګرځوه اى ربه غوره شوى
- 19:7يَٰزَكَرِيَّآ إِنَّا نُبَشِّرُكَ بِغُلَٰمٍ ٱسْمُهُۥ يَحْيَىٰ لَمْ نَجْعَل لَّهُۥ مِن قَبْلُ سَمِيًّااى زكریا! بېشكه مونږ تا ته د داسې هلك زېرى دركوو چې د ده به نوم یحیٰی وي، مونږ ده ته له دې نه مخكې څوك همنامى نه دى ګرځولى
- 19:8قَالَ رَبِّ أَنَّىٰ يَكُونُ لِى غُلَٰمٌ وَكَانَتِ ٱمْرَأَتِى عَاقِرًا وَقَدْ بَلَغْتُ مِنَ ٱلْكِبَرِ عِتِيًّاده وویل: اى زما ربه! زما لپاره به هلك څنګه كېږي، په داسې حال كې چې زما ښځه له شروع نه شنډه ده اویقینًا زه د ډېر زوړوالي په وجه ډېرې كمزورۍ ته رسېدلى یم
- 19:9قَالَ كَذَٰلِكَ قَالَ رَبُّكَ هُوَ عَلَىَّ هَيِّنٌ وَقَدْ خَلَقْتُكَ مِن قَبْلُ وَلَمْ تَكُ شَئًْا(الله) ورته وویل: هم داسې دي، ستا رب فرمایلي دي چې دغه (كار) ما ته ډېر اسان دى او تحقیق ته ما پیدا كړى يې له دې نه مخكې، حال دا چې ته هېڅ شى نه وې
- 19:10قَالَ رَبِّ ٱجْعَل لِّىٓ ءَايَةً ۚ قَالَ ءَايَتُكَ أَلَّا تُكَلِّمَ ٱلنَّاسَ ثَلَٰثَ لَيَالٍ سَوِيًّاده وویل: اى زما ربه! ته زما لپاره یوه نښه مقرر كړه (الله) وویل: ستا نښه داده چې ته به له خلقو سره درې شپې (او ورځې) خبرې نشې كولى، په داسې حال كې چې ته به ښه روغ يې
- 19:11فَخَرَجَ عَلَىٰ قَوْمِهِۦ مِنَ ٱلْمِحْرَابِ فَأَوْحَىٰٓ إِلَيْهِمْ أَن سَبِّحُوا۟ بُكْرَةً وَعَشِيًّانو دى په خپل قوم باندې له عبادت ځاى څخه راووت، پس دوى ته يې اشاره وكړه داسې چې تاسو سبا او بېګاه تسبیح وایئ
- 19:12يَٰيَحْيَىٰ خُذِ ٱلْكِتَٰبَ بِقُوَّةٍ ۖ وَءَاتَيْنَٰهُ ٱلْحُكْمَ صَبِيًّااى یحیٰی! ته دغه كتاب په قوت سره ونیسه، او مونږ ده ته حكم (حكمت او نبوت) وركړ، په داسې حال كې چې دى هلك و
- 19:13وَحَنَانًا مِّن لَّدُنَّا وَزَكَوٰةً ۖ وَكَانَ تَقِيًّااو له خپل جانب نه مو (ده ته)، مهرباني (وركړې وه) او پاكي او دى ډېر پرهېزګاره و
- 19:14وَبَرًّۢا بِوَٰلِدَيْهِ وَلَمْ يَكُن جَبَّارًا عَصِيًّااو له خپل مور و پلار سره نېكي كوونكى و، او سركشه، نافرمانه نه و
- 19:15وَسَلَٰمٌ عَلَيْهِ يَوْمَ وُلِدَ وَيَوْمَ يَمُوتُ وَيَوْمَ يُبْعَثُ حَيًّااو پر ده دې سلام وي په هغې ورځ چې دى پيدا شو او په هغې ورځ چې دى به مري او په هغې ورځ چې دى به بیا ژوندى راپورته كړى شي
- 19:16وَٱذْكُرْ فِى ٱلْكِتَٰبِ مَرْيَمَ إِذِ ٱنتَبَذَتْ مِنْ أَهْلِهَا مَكَانًا شَرْقِيًّااو ته په كتاب كې (قصه د) مریم یاده كړه كله چې هغه له خپلې كورنۍ نه هغه ځاى ته په څنګ شوه چې (د كور) مشرقي جانب و
- 19:17فَٱتَّخَذَتْ مِن دُونِهِمْ حِجَابًا فَأَرْسَلْنَآ إِلَيْهَا رُوحَنَا فَتَمَثَّلَ لَهَا بَشَرًا سَوِيًّانو دې د دوى په طرف پرده ونیوله، نو مونږ دې ته خپل روح (مَلَك جبريل) ولېږه، نو هغه دې ته د كامل سړي په شكل كې څرګند شو
- 19:18قَالَتْ إِنِّىٓ أَعُوذُ بِٱلرَّحْمَٰنِ مِنكَ إِن كُنتَ تَقِيًّا(نو) دې وویل: بېشكه زه له تا نه په رحمٰن پورې پناه نیسم، كه چېرې ته پرهېزګاره يې
- 19:19قَالَ إِنَّمَآ أَنَا۠ رَسُولُ رَبِّكِ لِأَهَبَ لَكِ غُلَٰمًا زَكِيًّاهغه وویل: یقینًا زه خو يواځې ستا د رب رسول (استاځى) یم، د دې لپاره چې (د خپل رب په حكم) تا ته یو ډېر پاك هلك دركړم
- 19:20قَالَتْ أَنَّىٰ يَكُونُ لِى غُلَٰمٌ وَلَمْ يَمْسَسْنِى بَشَرٌ وَلَمْ أَكُ بَغِيًّادې وویل: زما به هلك څنګه پیدا شي؟ حال دا چې ما ته هېڅ يو بشر لاس هم نه دى راوړى، او زه چېرې بدكاره هم نه یم
- 19:21قَالَ كَذَٰلِكِ قَالَ رَبُّكِ هُوَ عَلَىَّ هَيِّنٌ ۖ وَلِنَجْعَلَهُۥٓ ءَايَةً لِّلنَّاسِ وَرَحْمَةً مِّنَّا ۚ وَكَانَ أَمْرًا مَّقْضِيًّاويې ويل: خبره همداسې ده (لېكن) ستا رب فرمایلي دي: دغه كار ما ته ډېر اسان دى او د دې لپاره چې مونږ هغه (ماشوم) د خلقو لپاره نښه وګرځوو او له خپل جانب نه رحمت او دغه یو فیصله شوى كار دى
- 19:22۞ فَحَمَلَتْهُ فَٱنتَبَذَتْ بِهِۦ مَكَانًا قَصِيًّانو (مریم) په دغه (عیسٰی) سره حامله شوه، نو له دغه (حمل) سره یو لرې ځاى ته په څنګ شوه
- 19:23فَأَجَآءَهَا ٱلْمَخَاضُ إِلَىٰ جِذْعِ ٱلنَّخْلَةِ قَالَتْ يَٰلَيْتَنِى مِتُّ قَبْلَ هَٰذَا وَكُنتُ نَسْيًا مَّنسِيًّانو دغه (مریم) د لنګوال درد د كجورې د ونې تنې (ډډ) ته راوسته، دې وویل: اى كاشكې زه له دې نه مخكې مړه شوې وى او زه بېخي هېره شوې، له زړونو وتلې وى
- 19:24فَنَادَىٰهَا مِن تَحْتِهَآ أَلَّا تَحْزَنِى قَدْ جَعَلَ رَبُّكِ تَحْتَكِ سَرِيًّانو دې ته يې د دې له لاندې نه اواز وكړ چې مه خفه كېږه، یقینًا ستا رب له تا نه لاندې چینه روانه كړې ده
- 19:25وَهُزِّىٓ إِلَيْكِ بِجِذْعِ ٱلنَّخْلَةِ تُسَٰقِطْ عَلَيْكِ رُطَبًا جَنِيًّااو خپل ځان ته د كجورې تنه راوخوځوه، هغه به پر تا پخې تازه لوندې كجورې راوغورځوي
- 19:26فَكُلِى وَٱشْرَبِى وَقَرِّى عَيْنًا ۖ فَإِمَّا تَرَيِنَّ مِنَ ٱلْبَشَرِ أَحَدًا فَقُولِىٓ إِنِّى نَذَرْتُ لِلرَّحْمَٰنِ صَوْمًا فَلَنْ أُكَلِّمَ ٱلْيَوْمَ إِنسِيًّاپس (دغه كجورې) خوره او (دغه اوبه) څښه او (په عیسٰی سره) سترګې یخې كړه، نو كه خامخا تا له خلقو ځنې یو څوك ولیده، نو (ورته) وایه: بېشكه ما د رحمٰن لپاره پر ځان د روژې نذر منلى دى، پس نن ورځ به زه له سره خبرې ونه كړم له هېڅ یوه انسان سره
- 19:27فَأَتَتْ بِهِۦ قَوْمَهَا تَحْمِلُهُۥ ۖ قَالُوا۟ يَٰمَرْيَمُ لَقَدْ جِئْتِ شَئًْا فَرِيًّانو دې (مریمې) هغه (عیسٰی) خپل قوم ته راوړ، چې دى يې راپورته كړى و، دوى (ورته) وویل: اى مریمې! یقینًا یقینًا تا ډېر بد كار كړى دى
- 19:28يَٰٓأُخْتَ هَٰرُونَ مَا كَانَ أَبُوكِ ٱمْرَأَ سَوْءٍ وَمَا كَانَتْ أُمُّكِ بَغِيًّااى د هارون خورې! ستا پلار خو بد سړى نه و او نه ستا مور بدكاره (بد عمله) وه
- 19:29فَأَشَارَتْ إِلَيْهِ ۖ قَالُوا۟ كَيْفَ نُكَلِّمُ مَن كَانَ فِى ٱلْمَهْدِ صَبِيًّانو هغې دغه (عیسٰی) ته اشاره وكړه، دوى وویل: مونږ له هغه چا سره څنګه خبرې وكړو چې دى په غېږ كې دى، چې وړوكى دى
- 19:30قَالَ إِنِّى عَبْدُ ٱللَّهِ ءَاتَىٰنِىَ ٱلْكِتَٰبَ وَجَعَلَنِى نَبِيًّاده وویل: بېشكه زه د الله بنده یم، هغهٔ ما ته كتاب راكړى دى او زه يې نبي ګرځولى یم
- 19:31وَجَعَلَنِى مُبَارَكًا أَيْنَ مَا كُنتُ وَأَوْصَٰنِى بِٱلصَّلَوٰةِ وَٱلزَّكَوٰةِ مَا دُمْتُ حَيًّااو زه يې بركت ناك ګرځولى یم په هر ځاى كې چې اوسم او ده ما ته په لمانځه او زكات سره كلك حكم راكړى دى، تر څو چې زه ژوندى یم
- 19:32وَبَرًّۢا بِوَٰلِدَتِى وَلَمْ يَجْعَلْنِى جَبَّارًا شَقِيًّا(او زه يې ګرځولى یم) له خپلې مور سره نېكي كوونكى او زه يې سركشه، بدبخته نه یم ګرځولى
- 19:33وَٱلسَّلَٰمُ عَلَىَّ يَوْمَ وُلِدتُّ وَيَوْمَ أَمُوتُ وَيَوْمَ أُبْعَثُ حَيًّااو پر ما دې سلام وي په هغې ورځ چې زه پيدا شوم او په هغې ورځ چې زه به مرم او په هغې ورځ چې زه به بیا ژوندى راپورته كولى شم
- 19:34ذَٰلِكَ عِيسَى ٱبْنُ مَرْيَمَ ۚ قَوْلَ ٱلْحَقِّ ٱلَّذِى فِيهِ يَمْتَرُونَدغه عیسٰى د مریمې زوى دى (الله د ده باره كې) حقه خبره كړې ده، هغه چې دوى په هغې كې سره جګړې كوي
- 19:35مَا كَانَ لِلَّهِ أَن يَتَّخِذَ مِن وَلَدٍ ۖ سُبْحَٰنَهُۥٓ ۚ إِذَا قَضَىٰٓ أَمْرًا فَإِنَّمَا يَقُولُ لَهُۥ كُن فَيَكُونُد الله لپاره نه ښايېږي چې دى دې څوك اولاد ونیسي، ده لره پاكي ده، دى چې كله د څه كار فیصله وكړي، نو بېشكه همدا خبره ده چې ده ته وايي: وشه! نو هغه (كار) وشي
- 19:36وَإِنَّ ٱللَّهَ رَبِّى وَرَبُّكُمْ فَٱعْبُدُوهُ ۚ هَٰذَا صِرَٰطٌ مُّسْتَقِيمٌاو بېشكه چې الله زما رب دى او ستاسو رب دى، نو تاسو د ده عبادت كوئ، دا ډېره نېغه لار ده
- 19:37فَٱخْتَلَفَ ٱلْأَحْزَابُ مِنۢ بَيْنِهِمْ ۖ فَوَيْلٌ لِّلَّذِينَ كَفَرُوا۟ مِن مَّشْهَدِ يَوْمٍ عَظِيمٍنو دغه ډلې په خپل منځ كې سره مختلفې شوې، نو كافران شویو كسانو لپاره د ډېرې سترې ورځې له حاضرېدو هلاكت (او خرابي) دى
- 19:38أَسْمِعْ بِهِمْ وَأَبْصِرْ يَوْمَ يَأْتُونَنَا ۖ لَٰكِنِ ٱلظَّٰلِمُونَ ٱلْيَوْمَ فِى ضَلَٰلٍ مُّبِينٍدوى به څه ښه اورېدونكي او څه ښه لیدونكي وي! په هغې ورځ چې مونږ ته به راځي، لېكن ظالمان نن ورځې په ښكاره ګمراهۍ كې دي
- 19:39وَأَنذِرْهُمْ يَوْمَ ٱلْحَسْرَةِ إِذْ قُضِىَ ٱلْأَمْرُ وَهُمْ فِى غَفْلَةٍ وَهُمْ لَا يُؤْمِنُونَاو ته دوى د حسرت (او ارمان) له ورځې نه ووېروه كله چې به كار فیصله كړى شي، حال دا چې دوى (اوس) په غفلت كې دي او دوى ایمان نه راوړي
- 19:40إِنَّا نَحْنُ نَرِثُ ٱلْأَرْضَ وَمَنْ عَلَيْهَا وَإِلَيْنَا يُرْجَعُونَبېشكه مونږ چې یو، همدا مونږ د ځمكې او د هغه چا چې په دغه (ځمكه) باندې دي؛ وارثان كېږو او خاص مونږ ته به دوى بېرته راوستى شي
- 19:41وَٱذْكُرْ فِى ٱلْكِتَٰبِ إِبْرَٰهِيمَ ۚ إِنَّهُۥ كَانَ صِدِّيقًا نَّبِيًّااو په كتاب كې ابراهیم یاد كړه، بېشكه دى ډېر رېښتینى (او) نبي و
- 19:42إِذْ قَالَ لِأَبِيهِ يَٰٓأَبَتِ لِمَ تَعْبُدُ مَا لَا يَسْمَعُ وَلَا يُبْصِرُ وَلَا يُغْنِى عَنكَ شَئًْاكله چې ده خپل پلار ته وویل: اى زما پلار جانه! ته ولې د هغه څیز عبادت كوې چې نه (څه) اوري او نه ویني او له تا نه هېڅ شى (تكلیف) نشي لرې كولى؟
- 19:43يَٰٓأَبَتِ إِنِّى قَدْ جَآءَنِى مِنَ ٱلْعِلْمِ مَا لَمْ يَأْتِكَ فَٱتَّبِعْنِىٓ أَهْدِكَ صِرَٰطًا سَوِيًّااى زما پلار جانه! بېشكه زه چې یم یقینًا ما ته (د الله له جانبه) هغه علم راغلى دى چې تا ته نه دى راغلى، نو ته زما پیروي وكړه، زه به تا ته نېغه (سمه) لار وښیم
- 19:44يَٰٓأَبَتِ لَا تَعْبُدِ ٱلشَّيْطَٰنَ ۖ إِنَّ ٱلشَّيْطَٰنَ كَانَ لِلرَّحْمَٰنِ عَصِيًّااى زما پلار جانه! د شيطان بندګي مه كوه، يقينًا شيطان خود رحمان نافرمان دى
- 19:45يَٰٓأَبَتِ إِنِّىٓ أَخَافُ أَن يَمَسَّكَ عَذَابٌ مِّنَ ٱلرَّحْمَٰنِ فَتَكُونَ لِلشَّيْطَٰنِ وَلِيًّااى زما پلارجانه! بېشكه زه چې یم، زه له دې نه وېرېږم چې تا ته به د رحمٰن له جانبه عذاب درورسېږي، نو ته به د شیطان دوست شې
- 19:46قَالَ أَرَاغِبٌ أَنتَ عَنْ ءَالِهَتِى يَٰٓإِبْرَٰهِيمُ ۖ لَئِن لَّمْ تَنتَهِ لَأَرْجُمَنَّكَ ۖ وَٱهْجُرْنِى مَلِيًّاهغه (پلار د ابراهیم) وویل: اى ابراهیمه! ایا ته زما له معبودانو نه مخ ګرځوونكى يې، یقینًا كه ته منع نه شوې، نو زه به تا خامخا ضرور سنګسار كړم او له ما څخه ډېره موده لرې (او جدا) شه
- 19:47قَالَ سَلَٰمٌ عَلَيْكَ ۖ سَأَسْتَغْفِرُ لَكَ رَبِّىٓ ۖ إِنَّهُۥ كَانَ بِى حَفِيًّاده وویل: پر تا دې سلام وي، ضرور به زه تا لپاره له خپل رب نه مغفرت غواړم، بېشكه دى په ما باندې ډېر مهربان دى
- 19:48وَأَعْتَزِلُكُمْ وَمَا تَدْعُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ وَأَدْعُوا۟ رَبِّى عَسَىٰٓ أَلَّآ أَكُونَ بِدُعَآءِ رَبِّى شَقِيًّااو زه جدا كېږم له تاسو نه او له هغو څیزونو نه چې تاسو يې له الله نه غیر بلئ، او زه خپل رب رابلم، امېد دى چې زه به د خپل رب په رابللو سره بدبخته نشم
- 19:49فَلَمَّا ٱعْتَزَلَهُمْ وَمَا يَعْبُدُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ وَهَبْنَا لَهُۥٓ إِسْحَٰقَ وَيَعْقُوبَ ۖ وَكُلًّا جَعَلْنَا نَبِيًّانو كله چې دى له دوى نه او له هغو نه چې دغه خلق يې له الله نه غیر عبادت كوي؛ بېل شو (، نو) مونږ ده ته اسحق او یعقوب عطا كړل او دا هر یو مونږ نبیان ګرځولي وو
- 19:50وَوَهَبْنَا لَهُم مِّن رَّحْمَتِنَا وَجَعَلْنَا لَهُمْ لِسَانَ صِدْقٍ عَلِيًّامونږ دغو ته له خپل رحمته عطا وركړه او مونږ دوى ته د صدق ډېره اوچته ژبه وركړې وه
- 19:51وَٱذْكُرْ فِى ٱلْكِتَٰبِ مُوسَىٰٓ ۚ إِنَّهُۥ كَانَ مُخْلَصًا وَكَانَ رَسُولًا نَّبِيًّااو په كتاب كې موسٰی یاد كړه، بېشكه چې دى خالص كړى شوى و او رسول (او)، نبي و
- 19:52وَنَٰدَيْنَٰهُ مِن جَانِبِ ٱلطُّورِ ٱلْأَيْمَنِ وَقَرَّبْنَٰهُ نَجِيًّااو مونږ ده ته د طور غر له ښي اړخ نه اواز كړى و او مونږ دى قریب كړ، چې د راز خبرې مو ورسره كولې
- 19:53وَوَهَبْنَا لَهُۥ مِن رَّحْمَتِنَآ أَخَاهُ هَٰرُونَ نَبِيًّااو مونږ ده ته له خپل رحمته د ده ورور هارون وركړ، چې نبي و
- 19:54وَٱذْكُرْ فِى ٱلْكِتَٰبِ إِسْمَٰعِيلَ ۚ إِنَّهُۥ كَانَ صَادِقَ ٱلْوَعْدِ وَكَانَ رَسُولًا نَّبِيًّااو په كتاب كې اسماعیل یاد كړه، بېشكه دى د وعدې رښتینى و او رسول (او) نبي و
- 19:55وَكَانَ يَأْمُرُ أَهْلَهُۥ بِٱلصَّلَوٰةِ وَٱلزَّكَوٰةِ وَكَانَ عِندَ رَبِّهِۦ مَرْضِيًّااو ده به خپل اهل ته د لمانځه او زكات حكم كاوه او دى د خپل رب په نیز پسندیده و
- 19:56وَٱذْكُرْ فِى ٱلْكِتَٰبِ إِدْرِيسَ ۚ إِنَّهُۥ كَانَ صِدِّيقًا نَّبِيًّااو په كتاب كې ادریس یاد كړه، يقينًا دى رښتينى (او) نبي و
- 19:57وَرَفَعْنَٰهُ مَكَانًا عَلِيًّااو دى مونږ ډېر اوچت ځاى ته پورته كړى دى
- 19:58أُو۟لَٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ أَنْعَمَ ٱللَّهُ عَلَيْهِم مِّنَ ٱلنَّبِيِّۧنَ مِن ذُرِّيَّةِ ءَادَمَ وَمِمَّنْ حَمَلْنَا مَعَ نُوحٍ وَمِن ذُرِّيَّةِ إِبْرَٰهِيمَ وَإِسْرَٰٓءِيلَ وَمِمَّنْ هَدَيْنَا وَٱجْتَبَيْنَآ ۚ إِذَا تُتْلَىٰ عَلَيْهِمْ ءَايَٰتُ ٱلرَّحْمَٰنِ خَرُّوا۟ سُجَّدًا وَبُكِيًّا ۩دغه خلق هغه كسان دي چې الله په دوى باندې له انبیاوو ځنې انعام كړى دى، د ادم په اولاده كې او د هغه چا (په اولاد كې) چې مونږ له نوح سره بار كړي وو او د ابراهیم او اسرائیل (یعقوب) په اولاده كې او له هغه چا نه چې مونږ (ورته) هدایت كړى و او مونږ غوره كړي وو كله چې به پر دوى د رحمٰن ایتونه ولوستى شول( نو) دوى به پرېوتل، سجده كوونكي او ژړېدونكي
- 19:59۞ فَخَلَفَ مِنۢ بَعْدِهِمْ خَلْفٌ أَضَاعُوا۟ ٱلصَّلَوٰةَ وَٱتَّبَعُوا۟ ٱلشَّهَوَٰتِ ۖ فَسَوْفَ يَلْقَوْنَ غَيًّانو له دوى نه وروسته داسې بد ځاى ناستي پېدا شول چې لمونځونه يې ضايع كړل او د شهوتونو پیروي يې وكړه، نو ژر به دوى د خپلې بدۍ له انجام سره ملاقات وكړي
- 19:60إِلَّا مَن تَابَ وَءَامَنَ وَعَمِلَ صَٰلِحًا فَأُو۟لَٰٓئِكَ يَدْخُلُونَ ٱلْجَنَّةَ وَلَا يُظْلَمُونَ شَئًْامګر هغه څوك چې توبه وباسي او ایمان راوړي او نېك عمل وكړي، نو دغه كسان دي چې دوى به جنت ته داخلېږي او پر دوى به هېڅ شى ظلم نه كېږي
- 19:61جَنَّٰتِ عَدْنٍ ٱلَّتِى وَعَدَ ٱلرَّحْمَٰنُ عِبَادَهُۥ بِٱلْغَيْبِ ۚ إِنَّهُۥ كَانَ وَعْدُهُۥ مَأْتِيًّاد تل اوسېدونې جنتونو ته، هغه چې رحمٰن يې وعده كړې ده له خپلو بنده ګانو سره په نالیدلو، بېشكه دى (الله) چې دى، د ده وعده (خامخا) راتلونكې ده
- 19:62لَّا يَسْمَعُونَ فِيهَا لَغْوًا إِلَّا سَلَٰمًا ۖ وَلَهُمْ رِزْقُهُمْ فِيهَا بُكْرَةً وَعَشِيًّادوى به په دغو (جنتونو) كې لغوه خبرې نه اوري بس سلام به اوري، او د دوى لپاره په دغو (جنتونو) كې سبا او بېګاه د دوى رزق دى
- 19:63تِلْكَ ٱلْجَنَّةُ ٱلَّتِى نُورِثُ مِنْ عِبَادِنَا مَن كَانَ تَقِيًّادغه هغه جنتونه دي چې مونږ يې په خپلو بنده ګانو كې هغه څوك وارث ګرځولو چې پرهېزګاره وي
- 19:64وَمَا نَتَنَزَّلُ إِلَّا بِأَمْرِ رَبِّكَ ۖ لَهُۥ مَا بَيْنَ أَيْدِينَا وَمَا خَلْفَنَا وَمَا بَيْنَ ذَٰلِكَ ۚ وَمَا كَانَ رَبُّكَ نَسِيًّااو (جبریل وویل) مونږ نه راكوزېږو مګر د خپل رب په امر سره، خاص د هغه لپاره دي هغه څه چې زمونږ په وړاندې دي او هغه چې زمونږ وروسته دي او هغه څه چې د دغو په مینځ كې دي او ستا رب هیڅكله هېروونكى نه دى
- 19:65رَّبُّ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا فَٱعْبُدْهُ وَٱصْطَبِرْ لِعِبَٰدَتِهِۦ ۚ هَلْ تَعْلَمُ لَهُۥ سَمِيًّا(دغه) د اسمانونو او ځمكې رب دى او د هغه څه چې د دغو دواړو په مینځ كې دي، نو ته د ده عبادت كوه او د ده پر عبادت ښه ټینګ اوسه، ایا ته د ده كوم همنام پېژنې!
- 19:66وَيَقُولُ ٱلْإِنسَٰنُ أَءِذَا مَا مِتُّ لَسَوْفَ أُخْرَجُ حَيًّااو دغه (له بعث نه منكر) انسان وايي: ایا كله چې زه مړ شم خامخا عنقریب به زه بیا ژوندى را ایستلى شم
- 19:67أَوَلَا يَذْكُرُ ٱلْإِنسَٰنُ أَنَّا خَلَقْنَٰهُ مِن قَبْلُ وَلَمْ يَكُ شَئًْاایا دغه انسان نه یادوي چې بېشكه مونږ دى له دې نه مخكې پیدا كړى و، او دى هېڅ شى نه و
- 19:68فَوَرَبِّكَ لَنَحْشُرَنَّهُمْ وَٱلشَّيَٰطِينَ ثُمَّ لَنُحْضِرَنَّهُمْ حَوْلَ جَهَنَّمَ جِثِيًّانو قسم دى ستا په رب چې مونږ به خامخا ضرور دوى او شیطانان ټول راجمع كړو، بیا به مونږ دوى خامخا ضرور د دوزخ چاپېره په ګونډو پراته راحاضر كړو
- 19:69ثُمَّ لَنَنزِعَنَّ مِن كُلِّ شِيعَةٍ أَيُّهُمْ أَشَدُّ عَلَى ٱلرَّحْمَٰنِ عِتِيًّابیا به خامخا ضرور مونږ له هرې ډلې نه راوباسو هر هغه څوك چې د سركشۍ په لحاظ په رحمٰن باندې ډېر سخت دى
- 19:70ثُمَّ لَنَحْنُ أَعْلَمُ بِٱلَّذِينَ هُمْ أَوْلَىٰ بِهَا صِلِيًّابیا خامخا مونږ په هغو خلقو ښه عالمان یو چې هغوى دغه (دوزخ) ته د داخلولو (او سوځولو) ښه لايق دي
- 19:71وَإِن مِّنكُمْ إِلَّا وَارِدُهَا ۚ كَانَ عَلَىٰ رَبِّكَ حَتْمًا مَّقْضِيًّااو نشته دى په تاسو كې هیڅوك مګر ده ته واردېدونكى دى دغه (واردېدل) ستا د رب په ذمه یقیني او فیصله كړى شوي دي
- 19:72ثُمَّ نُنَجِّى ٱلَّذِينَ ٱتَّقَوا۟ وَّنَذَرُ ٱلظَّٰلِمِينَ فِيهَا جِثِيًّابیا به مونږ هغو كسانو ته نجات وركړو چې پرهېزګاري يې كړې ده او ظالمان (كافران) به په دغه (دوزخ) كې په ګونډو پراته پرېږدو
- 19:73وَإِذَا تُتْلَىٰ عَلَيْهِمْ ءَايَٰتُنَا بَيِّنَٰتٍ قَالَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ لِلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ أَىُّ ٱلْفَرِيقَيْنِ خَيْرٌ مَّقَامًا وَأَحْسَنُ نَدِيًّااو كله چې دوى ته زمونږ ایتونه لوستى شي، چې ښه واضح دي، (، نو) كافران شوي كسان هغو كسانو ته چې ایمان يې راوړى دى؛ وايي په دغو دواړو ډلو كې كومه یوه د مقام په لحاظ ډېره غوره او د مجلس په لحاظ ډېر ښايسته ده
- 19:74وَكَمْ أَهْلَكْنَا قَبْلَهُم مِّن قَرْنٍ هُمْ أَحْسَنُ أَثَٰثًا وَرِءْيًااو له دوى نه مخكې مونږ څومره ډېر قرنونه (امتونه) هلاك كړي دي، چې هغوى د سامانونو او لیدنې (شكل) په لحاظ ډېر ښه وو
- 19:75قُلْ مَن كَانَ فِى ٱلضَّلَٰلَةِ فَلْيَمْدُدْ لَهُ ٱلرَّحْمَٰنُ مَدًّا ۚ حَتَّىٰٓ إِذَا رَأَوْا۟ مَا يُوعَدُونَ إِمَّا ٱلْعَذَابَ وَإِمَّا ٱلسَّاعَةَ فَسَيَعْلَمُونَ مَنْ هُوَ شَرٌّ مَّكَانًا وَأَضْعَفُ جُندًاته (دوي ته) ووایه: هر هغه څوك چې په ګمراهۍ كې وي، نو رحمٰن دې ده ته مهلت وركړي، مهلت وركول ، تر هغه پورې چې كله دوى هغه څه وویني چې له دوى سره يې وعده كولى شي، یا عذاب، یا قیامت، نو دوى به ژر پوه شي چې څوك دى د ځاى په لحاظ ډېر بد او د لښكر په لحاظ ډېر كمزورى
- 19:76وَيَزِيدُ ٱللَّهُ ٱلَّذِينَ ٱهْتَدَوْا۟ هُدًى ۗ وَٱلْبَٰقِيَٰتُ ٱلصَّٰلِحَٰتُ خَيْرٌ عِندَ رَبِّكَ ثَوَابًا وَخَيْرٌ مَّرَدًّااو الله هغو كسانو ته هدایت نور هم زیاتوي چې نېغه لار يې موندلې ده، او نېكۍ باقي پاتې كېدونكې ستا د رب په نیز د ثواب په لحاظ ډېرې غوره دي او د بېرته ورتللو په لحاظ ډېرې ښې دي
- 19:77أَفَرَءَيْتَ ٱلَّذِى كَفَرَ بَِٔايَٰتِنَا وَقَالَ لَأُوتَيَنَّ مَالًا وَوَلَدًاایا تا هغه كس لیدلى چې زمونږ په ایتونو باندې كافر شوى دى او وايي چې ما ته به (په اخرت كې) خامخا ضرور مال او اولاد راكول كېږي
- 19:78أَطَّلَعَ ٱلْغَيْبَ أَمِ ٱتَّخَذَ عِندَ ٱلرَّحْمَٰنِ عَهْدًاایا دى په غیبو خبر شوى دى، یا ده د رحمٰن په نیز كومه وعده اخيستې ده
- 19:79كَلَّا ۚ سَنَكْتُبُ مَا يَقُولُ وَنَمُدُّ لَهُۥ مِنَ ٱلْعَذَابِ مَدًّاداسې نه ده ضرور مونږ لیكو هغه څه چې دى يې وايي او ده ته به له عذابه وغځوو، غځول
- 19:80وَنَرِثُهُۥ مَا يَقُولُ وَيَأْتِينَا فَرْدًااو په میراث به اخلو هغه څه چې دى يې وايي، او دى به مونږ ته يواځې (ځانله) راځي
- 19:81وَٱتَّخَذُوا۟ مِن دُونِ ٱللَّهِ ءَالِهَةً لِّيَكُونُوا۟ لَهُمْ عِزًّااو دوى له الله نه غیر (نور) معبودان ونیول، د دې لپاره چې دغه (معبودان) د دوى د عزت سبب شي
- 19:82كَلَّا ۚ سَيَكْفُرُونَ بِعِبَادَتِهِمْ وَيَكُونُونَ عَلَيْهِمْ ضِدًّاداسې نه ده، ژر به دغه (معبودان) د دوى په عبادت سره منكر شي او دغه به د دوى په ضد (او خلاف) شي
- 19:83أَلَمْ تَرَ أَنَّآ أَرْسَلْنَا ٱلشَّيَٰطِينَ عَلَى ٱلْكَٰفِرِينَ تَؤُزُّهُمْ أَزًّاایا ته نه ګورې چې مونږ شیطانان په كافرانو باندې راخوشې كوو، چې دوى تېزوي، تېزول
- 19:84فَلَا تَعْجَلْ عَلَيْهِمْ ۖ إِنَّمَا نَعُدُّ لَهُمْ عَدًّانو ته په دوى باندې (د عذاب په راتلو كې) تلوار مه كوه، بېشكه مونږ د دوى لپاره شمېرل كوو، شمېرل
- 19:85يَوْمَ نَحْشُرُ ٱلْمُتَّقِينَ إِلَى ٱلرَّحْمَٰنِ وَفْدًا(یاده كړه) هغه ورځ چې مونږ به متقیان راجمع كړو د رحمٰن په طرف بلل شوي سواره مېلمانه
- 19:86وَنَسُوقُ ٱلْمُجْرِمِينَ إِلَىٰ جَهَنَّمَ وِرْدًااو مجرمان (كافران) به د جهنم په طرف تږي پیاده شړو
- 19:87لَّا يَمْلِكُونَ ٱلشَّفَٰعَةَ إِلَّا مَنِ ٱتَّخَذَ عِندَ ٱلرَّحْمَٰنِ عَهْدًاهغوى د شفاعت اختیار نه لري، مګر هغه څوك چې د رحمٰن په نيز يې وعده اخيستې ده
- 19:88وَقَالُوا۟ ٱتَّخَذَ ٱلرَّحْمَٰنُ وَلَدًااو دغه (كافران) وايي: رحمٰن د ځان لپاره اولاد نیولى دى
- 19:89لَّقَدْ جِئْتُمْ شَئًْا إِدًّایقینًا یقینًا تاسو ډېره لویه د ګناه خبره وكړه
- 19:90تَكَادُ ٱلسَّمَٰوَٰتُ يَتَفَطَّرْنَ مِنْهُ وَتَنشَقُّ ٱلْأَرْضُ وَتَخِرُّ ٱلْجِبَالُ هَدًّانژدې دي چې اسمانونه له دې نه وچوي او ځمكه ټوټې ټوټې شي او غرونه راولوېږي ذرې ذرې
- 19:91أَن دَعَوْا۟ لِلرَّحْمَٰنِ وَلَدًاپه دې خبره چې دوى د رحمٰن لپاره اولاد وباله
- 19:92وَمَا يَنۢبَغِى لِلرَّحْمَٰنِ أَن يَتَّخِذَ وَلَدًااو رحمٰن ته نه ښايي چې اولاد ونیسي
- 19:93إِن كُلُّ مَن فِى ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ إِلَّآ ءَاتِى ٱلرَّحْمَٰنِ عَبْدًانه دي دغه هر یو چې په اسمانونو او ځمكه كې دي مګر رحمٰن ته راتلونكي دي، په دې حال كې چې بنده به وي
- 19:94لَّقَدْ أَحْصَىٰهُمْ وَعَدَّهُمْ عَدًّایقینًا یقینًا ده دوى راګېر كړي دي او دوى يې شمېرلي دي، شمېرل
- 19:95وَكُلُّهُمْ ءَاتِيهِ يَوْمَ ٱلْقِيَٰمَةِ فَرْدًااو هر يو له دوى نه ده ته راتلونكى دى په ورځ د قیامت كې يواځې
- 19:96إِنَّ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّٰلِحَٰتِ سَيَجْعَلُ لَهُمُ ٱلرَّحْمَٰنُ وُدًّابېشكه هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي ژر به رحمٰن د دوى لپاره (د خلقو په زړونو كې) مینه (او محبت) پیدا كړي
- 19:97فَإِنَّمَا يَسَّرْنَٰهُ بِلِسَانِكَ لِتُبَشِّرَ بِهِ ٱلْمُتَّقِينَ وَتُنذِرَ بِهِۦ قَوْمًا لُّدًّاپس بېشكه همدا خبره ده چې مونږ دغه (قرآن) ستا په ژبه آسان كړى دى، د دې لپاره چې ته په ده سره پرهېزګارانو ته زېرى وركړې او ته په ده سره ډېر جګړه كوونكى قوم ووېروې
- 19:98وَكَمْ أَهْلَكْنَا قَبْلَهُم مِّن قَرْنٍ هَلْ تُحِسُّ مِنْهُم مِّنْ أَحَدٍ أَوْ تَسْمَعُ لَهُمْ رِكْزًۢااو له دوى نه مخكې مونږه څومره ډېر قرنونه هلاك كړي دي! ايا ته په دوى كې يو تن محسوسوې، يا ته د دوى كوم نرم غږ (اواز) هم اورې
سورت واورئMishary Alafasy