۴. سورة النساء
The Women
ٱلنِّسَاء

سورة النساء

The Women
۱۷۶ آیتونهمدني

النساء سورت (النساء، مانا: The Women) د قرآن ۴م سورت دی. دا مدني سورت دی چې ۱۷۶ آیتونه لري او په ۴مه پاره کې د مدني مصحف له ۷۷م مخ پیلېږي.

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
Loading…

د سورة النساء ټول آیتونه — عربي متن او پښتو ژباړه

د کلمو ژباړې، تلفظ او تفسیر لپاره هر آیت پرانیزئ.
  1. 4:1يَٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ ٱتَّقُوا۟ رَبَّكُمُ ٱلَّذِى خَلَقَكُم مِّن نَّفْسٍ وَٰحِدَةٍ وَخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَبَثَّ مِنْهُمَا رِجَالًا كَثِيرًا وَنِسَآءً ۚ وَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ ٱلَّذِى تَسَآءَلُونَ بِهِۦ وَٱلْأَرْحَامَ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ عَلَيْكُمْ رَقِيبًااى خلقو! له خپل رب نه ووېرېږئ هغه چې تاسو يې له یو نفس نه پیدا كړي یئ او له هغه نه يې د هغه جوړه پیدا كړې ده، او له دغو دواړو نه يې (په ځمكه كې) ډېر سړي او ښځې خواره كړل، او له هغه الله نه ووېرېږئ چې تاسو له یو بل نه په(نامه د) هغه سره سوال كوئ او د خپلولۍ له پرېكولو نه (ووېرېږئ)، بېشكه الله پر تاسو باندې ښه ساتونكى (نګهبان) دى
  2. 4:2وَءَاتُوا۟ ٱلْيَتَٰمَىٰٓ أَمْوَٰلَهُمْ ۖ وَلَا تَتَبَدَّلُوا۟ ٱلْخَبِيثَ بِٱلطَّيِّبِ ۖ وَلَا تَأْكُلُوٓا۟ أَمْوَٰلَهُمْ إِلَىٰٓ أَمْوَٰلِكُمْ ۚ إِنَّهُۥ كَانَ حُوبًا كَبِيرًااو یتیمانو ته د هغوى مالونه وركړئ او ناپاكه څیز د پاك په بدل كې مه اخلئ او د هغوى مالونه له خپلو مالونو سره (په یوځای كولو) مه خورئ، یقینًا دا له همېشه بېخي لویه ګناه ده
  3. 4:3وَإِنْ خِفْتُمْ أَلَّا تُقْسِطُوا۟ فِى ٱلْيَتَٰمَىٰ فَٱنكِحُوا۟ مَا طَابَ لَكُم مِّنَ ٱلنِّسَآءِ مَثْنَىٰ وَثُلَٰثَ وَرُبَٰعَ ۖ فَإِنْ خِفْتُمْ أَلَّا تَعْدِلُوا۟ فَوَٰحِدَةً أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَٰنُكُمْ ۚ ذَٰلِكَ أَدْنَىٰٓ أَلَّا تَعُولُوا۟او كه چېرې تاسو وېرېدلئ له دې چې د یتیمانو په حق كې به انصاف ونه كړى شئ، بیا نو له (نورو) هغو ښځو سره نكاح وكړئ چې ستاسو خوښې وي، دوه دوه، یا درې درې، یا څلور څلور، نو كه تاسو وېرېدلئ چې انصاف به ونه كړى شئ، بیا نو له یوې (اصیلې ښځې) سره (نكاح وكړئ)، یا وینځه (واخلئ)، دا (طریقه) ډېره نژدې ده دې ته چې تاسو به ظلم ونه كړئ
  4. 4:4وَءَاتُوا۟ ٱلنِّسَآءَ صَدُقَٰتِهِنَّ نِحْلَةً ۚ فَإِن طِبْنَ لَكُمْ عَن شَىْءٍ مِّنْهُ نَفْسًا فَكُلُوهُ هَنِيًٓٔا مَّرِيًٓٔااو ښځو ته د هغوى مهرونه په خوشحالۍ سره وركړئ، بیا كه دوى تاسو ته له هغه (مهر) نه څه شى د زړه په خوشحالۍ سره دركړي، نو هغه خورئ، چې ښه خوندوَر حلال (او) بې ضرره دى
  5. 4:5وَلَا تُؤْتُوا۟ ٱلسُّفَهَآءَ أَمْوَٰلَكُمُ ٱلَّتِى جَعَلَ ٱللَّهُ لَكُمْ قِيَٰمًا وَٱرْزُقُوهُمْ فِيهَا وَٱكْسُوهُمْ وَقُولُوا۟ لَهُمْ قَوْلًا مَّعْرُوفًااو ناپوهو كسانو ته د هغوى مالونه مه ورسپارئ، هغه چې الله تاسو لپاره د ګذران سبب ګرځولي دي، او له د غو (مالونو) نه تاسو هغوى ته خوراك وركوئ او جامه وركوئ او هغوى ته ښه خبره كوئ
  6. 4:6وَٱبْتَلُوا۟ ٱلْيَتَٰمَىٰ حَتَّىٰٓ إِذَا بَلَغُوا۟ ٱلنِّكَاحَ فَإِنْ ءَانَسْتُم مِّنْهُمْ رُشْدًا فَٱدْفَعُوٓا۟ إِلَيْهِمْ أَمْوَٰلَهُمْ ۖ وَلَا تَأْكُلُوهَآ إِسْرَافًا وَبِدَارًا أَن يَكْبَرُوا۟ ۚ وَمَن كَانَ غَنِيًّا فَلْيَسْتَعْفِفْ ۖ وَمَن كَانَ فَقِيرًا فَلْيَأْكُلْ بِٱلْمَعْرُوفِ ۚ فَإِذَا دَفَعْتُمْ إِلَيْهِمْ أَمْوَٰلَهُمْ فَأَشْهِدُوا۟ عَلَيْهِمْ ۚ وَكَفَىٰ بِٱللَّهِ حَسِيبًااو تاسو یتیمان ازمایئ تر هغه پورې چې دوى (حد د) نكاح ته ورسېږي، نو كه تاسو له هغوى نه څه هوښیارتیا معلومه (محسوسه) كړه، بیا نو هغوى ته خپل مالونه وروسپارئ، او تاسو دا (د یتیمانو مالونه) په اسراف سره او جلتۍ سره مه خورئ، چې دوى به لوى شي (نو وابه يې خلي) او څوك (د یتیم ولي) چې مالداره وي، نو هغه دې (له دې ماله) ځان ښه بچ ساتي او څوك چې فقیر وي، نو هغه دې له دستور سره سم خوري، بیا چې كله هغوى ته خپل مالونه وركوئ، نو په دې (وركړه) باندې ګواهان ونیسئ او الله كافي دى، چې ښه حساب اخيستونكى دى
  7. 4:7لِّلرِّجَالِ نَصِيبٌ مِّمَّا تَرَكَ ٱلْوَٰلِدَانِ وَٱلْأَقْرَبُونَ وَلِلنِّسَآءِ نَصِيبٌ مِّمَّا تَرَكَ ٱلْوَٰلِدَانِ وَٱلْأَقْرَبُونَ مِمَّا قَلَّ مِنْهُ أَوْ كَثُرَ ۚ نَصِيبًا مَّفْرُوضًاد نارینه وو لپاره حصه شته له هغه (مال) نه چې مور و پلار او نژدې خپلوان يې پرېږدي، او د ښځو لپاره (هم) حصه شته له هغه (مال) نه چې مور و پلار او نژدې خپلوان يې پرېږدي، له هغه (مال) نه چې لږ وي، یا ډېر وي، مقرر كړى شوې برخه ده
  8. 4:8وَإِذَا حَضَرَ ٱلْقِسْمَةَ أُو۟لُوا۟ ٱلْقُرْبَىٰ وَٱلْيَتَٰمَىٰ وَٱلْمَسَٰكِينُ فَٱرْزُقُوهُم مِّنْهُ وَقُولُوا۟ لَهُمْ قَوْلًا مَّعْرُوفًااو كله چې (د میراث) تقسیم ته خپلوان او یتیمان او مسكینان حاضر شي، نو له هغه (مال) نه دوى ته (هم څه) وركړئ او دوى ته ښه خبره وكړئ
  9. 4:9وَلْيَخْشَ ٱلَّذِينَ لَوْ تَرَكُوا۟ مِنْ خَلْفِهِمْ ذُرِّيَّةً ضِعَٰفًا خَافُوا۟ عَلَيْهِمْ فَلْيَتَّقُوا۟ ٱللَّهَ وَلْيَقُولُوا۟ قَوْلًا سَدِيدًااو هغه كسان دې ووېرېږي چې كه چېرې دوى له خپل ځان (له مرګ) نه وروسته كمزوري بچي پرېږدي، (نو) دوى به په هغو باندې وېرېږي، نو لازم ده چې له الله نه دې ووېرېږي او سمه نېغه خبره دې وكړي
  10. 4:10إِنَّ ٱلَّذِينَ يَأْكُلُونَ أَمْوَٰلَ ٱلْيَتَٰمَىٰ ظُلْمًا إِنَّمَا يَأْكُلُونَ فِى بُطُونِهِمْ نَارًا ۖ وَسَيَصْلَوْنَ سَعِيرًابېشكه هغه كسان چې د یتیمانو مالونه په ظلم سره خوري، یقینًا همدا خبره ده چې هغوى په خپلو خېټو كې اور خوري او ژر ده چې لمبې وهونكي اور كې به داخل شي
  11. 4:11يُوصِيكُمُ ٱللَّهُ فِىٓ أَوْلَٰدِكُمْ ۖ لِلذَّكَرِ مِثْلُ حَظِّ ٱلْأُنثَيَيْنِ ۚ فَإِن كُنَّ نِسَآءً فَوْقَ ٱثْنَتَيْنِ فَلَهُنَّ ثُلُثَا مَا تَرَكَ ۖ وَإِن كَانَتْ وَٰحِدَةً فَلَهَا ٱلنِّصْفُ ۚ وَلِأَبَوَيْهِ لِكُلِّ وَٰحِدٍ مِّنْهُمَا ٱلسُّدُسُ مِمَّا تَرَكَ إِن كَانَ لَهُۥ وَلَدٌ ۚ فَإِن لَّمْ يَكُن لَّهُۥ وَلَدٌ وَوَرِثَهُۥٓ أَبَوَاهُ فَلِأُمِّهِ ٱلثُّلُثُ ۚ فَإِن كَانَ لَهُۥٓ إِخْوَةٌ فَلِأُمِّهِ ٱلسُّدُسُ ۚ مِنۢ بَعْدِ وَصِيَّةٍ يُوصِى بِهَآ أَوْ دَيْنٍ ۗ ءَابَآؤُكُمْ وَأَبْنَآؤُكُمْ لَا تَدْرُونَ أَيُّهُمْ أَقْرَبُ لَكُمْ نَفْعًا ۚ فَرِيضَةً مِّنَ ٱللَّهِ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ عَلِيمًا حَكِيمًاالله تاسو ته ستاسو د اولاد په باره كې وصیت كوي (چې) د یو نر اولاد لپاره د دوه جینكو (لوڼو) د حصې په مثل (حصه) ده، نو كه دوى (دوه يا) له دوو نه زياتې جينكۍ وي، نو د دوى لپاره دوه په درې برخې دي د هغه (مال) چې ده پرېښى وي او كه چېرې يواځې یوه جینۍ وي، نو د هغې لپاره نیم (مال) دى او د هغه (مړي) مور و پلار لپاره په دواړو كې د هر یو لپاره شپږمه حصه ده له هغه (مال) نه چې هغه (مړي) پریښى وي، كه چېرې د هغه (مړي) لپاره اولاد وي او كه د هغه اولاد نه وي او د هغه وارثان د هغه مور و پلار وي، نو د هغه د مور لپاره درېمه حصه ده، نو كه چېرې د هغه (مړي) لپاره وروڼه وي، نو د هغه د مور لپاره شپږمه حصه ده (دا) پس له (اداكولو د) وصیت نه، چې هغه (مړي) يې وصیت كړى وي یا له قرض نه، ستاسو پلرونه او ستاسو زامن (چې دي)، تاسو نه پوهېږئ چې په دوى كې تاسو ته د فايدې په لحاظ سره څوك ډېر نژدې دي، دا مقرره برخه ده د الله له جانبه، بېشكه الله ښه پوه، ښه حكمت والا دى
  12. 4:12۞ وَلَكُمْ نِصْفُ مَا تَرَكَ أَزْوَٰجُكُمْ إِن لَّمْ يَكُن لَّهُنَّ وَلَدٌ ۚ فَإِن كَانَ لَهُنَّ وَلَدٌ فَلَكُمُ ٱلرُّبُعُ مِمَّا تَرَكْنَ ۚ مِنۢ بَعْدِ وَصِيَّةٍ يُوصِينَ بِهَآ أَوْ دَيْنٍ ۚ وَلَهُنَّ ٱلرُّبُعُ مِمَّا تَرَكْتُمْ إِن لَّمْ يَكُن لَّكُمْ وَلَدٌ ۚ فَإِن كَانَ لَكُمْ وَلَدٌ فَلَهُنَّ ٱلثُّمُنُ مِمَّا تَرَكْتُم ۚ مِّنۢ بَعْدِ وَصِيَّةٍ تُوصُونَ بِهَآ أَوْ دَيْنٍ ۗ وَإِن كَانَ رَجُلٌ يُورَثُ كَلَٰلَةً أَوِ ٱمْرَأَةٌ وَلَهُۥٓ أَخٌ أَوْ أُخْتٌ فَلِكُلِّ وَٰحِدٍ مِّنْهُمَا ٱلسُّدُسُ ۚ فَإِن كَانُوٓا۟ أَكْثَرَ مِن ذَٰلِكَ فَهُمْ شُرَكَآءُ فِى ٱلثُّلُثِ ۚ مِنۢ بَعْدِ وَصِيَّةٍ يُوصَىٰ بِهَآ أَوْ دَيْنٍ غَيْرَ مُضَآرٍّ ۚ وَصِيَّةً مِّنَ ٱللَّهِ ۗ وَٱللَّهُ عَلِيمٌ حَلِيمٌاو تاسو لپاره (اى سړیو!) نیمه حصه ده له هغه (مال) نه چې ستاسو ښځې يې پرېږدي كه چېرې د هغوى اولاد نه وي، نو كه چېرې د هغوى اولاد وي، نو تاسو لپاره څلورمه حصه ده له هغه (مال) نه چې هغوى يې پرېږدي، پس له (ادا كولو د) وصیت نه چې هغوى په دې سره وصیت كوي، یا له قرض نه، او د هغو (ښځو) لپاره څلورمه حصه ده له هغه (مال) نه چې تاسو (خاوندان) يې پرېږدئ كه چېرې ستاسو اولاد نه وي، نو كه چېرې ستاسو لپاره وي، نو د هغو (ښځو) لپاره اتمه حصه ده له هغه (مال) نه چې تاسو يې پرېږدئ، پس له (اداكولو د) وصیت نه چې تاسو د هغه وصیت كوئ، یا له قرض نه او كه یو سړى، یا ښځه چې میراث ترې وړل كېږي، كلاله (بې پلاره او بې اولاده) وي او د هغه (یا د هغې) (مورنى) ورور، یا خور وي، نو په دې دواړو كې هر یو ته شپږمه حصه ده، بیا كه هغوى (د كلاله خویندې، وروڼه) له دې (شمېر) نه زیات وو، نو هغوى په درېمه حصه كې (ټول) شریك دي، پس له وصیته، چې د هغه وصیت كولى شي، يا له قرض نه، چې ضرر رسوونكى نه وي (بل ته په دې وصیت سره) دا د الله له جانبه وصیت دى، او الله ښه پوه، ښه تحمل ولا دى
  13. 4:13تِلْكَ حُدُودُ ٱللَّهِ ۚ وَمَن يُطِعِ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ يُدْخِلْهُ جَنَّٰتٍ تَجْرِى مِن تَحْتِهَا ٱلْأَنْهَٰرُ خَٰلِدِينَ فِيهَا ۚ وَذَٰلِكَ ٱلْفَوْزُ ٱلْعَظِيمُدا د الله حدونه دي او چا چې د الله او د هغه د رسول اطاعت وكړ، (نو) هغه (الله) به يې داسې جنتونو ته ننباسي چې د هغو له لاندې وَلې بهېږي، چې دوى به په هغو كې همېشه وي او دا بېخي لویه كامیابي ده
  14. 4:14وَمَن يَعْصِ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ وَيَتَعَدَّ حُدُودَهُۥ يُدْخِلْهُ نَارًا خَٰلِدًا فِيهَا وَلَهُۥ عَذَابٌ مُّهِينٌاو چا چې د الله او د هغه د رسول نافرماني وكړه او د هغه (الله) له حدونو نه مخكې تېر شو، نو هغه (الله) به يې اور ته داخل كړي، چې په هغه كې به همېشه وي او د هغه لپاره سپكوونكى عذاب دى
  15. 4:15وَٱلَّٰتِى يَأْتِينَ ٱلْفَٰحِشَةَ مِن نِّسَآئِكُمْ فَٱسْتَشْهِدُوا۟ عَلَيْهِنَّ أَرْبَعَةً مِّنكُمْ ۖ فَإِن شَهِدُوا۟ فَأَمْسِكُوهُنَّ فِى ٱلْبُيُوتِ حَتَّىٰ يَتَوَفَّىٰهُنَّ ٱلْمَوْتُ أَوْ يَجْعَلَ ٱللَّهُ لَهُنَّ سَبِيلًااو ستاسو له ښځو ځنې چې كومې بدكاري (زنا) وكړي، نو تاسو پر هغوى باندې له خپلو (مسلمانانو) نه څلور (سړي) ګواهان ونیسئ، نو كه چېرې هغوى ګواهي ووايي، بیا دا ښځې په كورونو كې پابندې وساتئ تر هغه وخته پورې چې مرګ يې فنا كړي، یا الله د دوى لپاره څه بله لار راوباسي
  16. 4:16وَٱلَّذَانِ يَأْتِيَٰنِهَا مِنكُمْ فََٔاذُوهُمَا ۖ فَإِن تَابَا وَأَصْلَحَا فَأَعْرِضُوا۟ عَنْهُمَآ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ تَوَّابًا رَّحِيمًااو په تاسو كې چې كوم دوه كسان دا (بدكاري) كوي، نو هغوى دواړو ته تكلیف ورسوئ، بیا كه دوى توبه ووېسته او د ځان اصلاح يې وكړه، نو تاسو له دوى نه مخ واړوئ، بېشكه الله ډېر توبه قبلوونكى، بې حده مهربان دى
  17. 4:17إِنَّمَا ٱلتَّوْبَةُ عَلَى ٱللَّهِ لِلَّذِينَ يَعْمَلُونَ ٱلسُّوٓءَ بِجَهَٰلَةٍ ثُمَّ يَتُوبُونَ مِن قَرِيبٍ فَأُو۟لَٰٓئِكَ يَتُوبُ ٱللَّهُ عَلَيْهِمْ ۗ وَكَانَ ٱللَّهُ عَلِيمًا حَكِيمًااصل خبره دا ده چې په الله باندې د توبې د قبلولو حق د هغه چا لپاره دى، چې په ناپوهۍ سره ګناه كوي، بیا ډېر ژر توبه وباسي، نو دغه خلق دي چې الله د هغوى توبه قبلوي او الله ښه پوه، ښه حكمت والا دى
  18. 4:18وَلَيْسَتِ ٱلتَّوْبَةُ لِلَّذِينَ يَعْمَلُونَ ٱلسَّئَِّاتِ حَتَّىٰٓ إِذَا حَضَرَ أَحَدَهُمُ ٱلْمَوْتُ قَالَ إِنِّى تُبْتُ ٱلَْٰٔنَ وَلَا ٱلَّذِينَ يَمُوتُونَ وَهُمْ كُفَّارٌ ۚ أُو۟لَٰٓئِكَ أَعْتَدْنَا لَهُمْ عَذَابًا أَلِيمًااو د هغه چا لپاره توبه نشته چې لګیا وي ګناهونه كوي، تر دې چې كله په دوى كې یو كس ته مرګ راشي، (بیا د ځنكدن په وخت كې) وايي:بېشكه زما اوس توبه ده او نه د هغو كسانو لپاره (توبه شته) چې د كافرتوب په حالت كې مري، دغه كسان چې دي؛ مونږ د دوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب تیار كړى دى
  19. 4:19يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ لَا يَحِلُّ لَكُمْ أَن تَرِثُوا۟ ٱلنِّسَآءَ كَرْهًا ۖ وَلَا تَعْضُلُوهُنَّ لِتَذْهَبُوا۟ بِبَعْضِ مَآ ءَاتَيْتُمُوهُنَّ إِلَّآ أَن يَأْتِينَ بِفَٰحِشَةٍ مُّبَيِّنَةٍ ۚ وَعَاشِرُوهُنَّ بِٱلْمَعْرُوفِ ۚ فَإِن كَرِهْتُمُوهُنَّ فَعَسَىٰٓ أَن تَكْرَهُوا۟ شَئًْا وَيَجْعَلَ ٱللَّهُ فِيهِ خَيْرًا كَثِيرًااى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو لپاره حلال نه دي چې ښځې په زور سره په میراث كې واخلئ او په دې غرض دوى مه منع كوئ (مه تنګوئ) چې تاسو (له دوى نه) له هغه (مال) نه څه برخه (بېرته) واخلئ چې تاسو دوى ته وركړى و مګر دا چې دوى ښكاره بدكار وكړي (نو بیا يې تنګولى شئ) او له دوى سره په ښه طریقه ګذران كوئ، نو كه دوى ستاسو خوښې نه وي، نو كېداى شي چې تاسو به یو شى بد ګڼئ او الله به په هغه كې ډېر زیات خیر ایښى وي
  20. 4:20وَإِنْ أَرَدتُّمُ ٱسْتِبْدَالَ زَوْجٍ مَّكَانَ زَوْجٍ وَءَاتَيْتُمْ إِحْدَىٰهُنَّ قِنطَارًا فَلَا تَأْخُذُوا۟ مِنْهُ شَئًْا ۚ أَتَأْخُذُونَهُۥ بُهْتَٰنًا وَإِثْمًا مُّبِينًااو كه چېرې تاسو غواړئ چې د یوې ښځې په ځای بله ښځه بَدَله راولئ او تاسو په دوى كې یوې ته ډېرۍ مالونه وركړي وي، نو له هغه (مال) نه هېڅ شى هم مه اخلئ، ایا تاسو به هغه (مال) اخلئ په بهتان لګولوسره او په ښكاره ګناه سره؟
  21. 4:21وَكَيْفَ تَأْخُذُونَهُۥ وَقَدْ أَفْضَىٰ بَعْضُكُمْ إِلَىٰ بَعْضٍ وَأَخَذْنَ مِنكُم مِّيثَٰقًا غَلِيظًااو تاسو به هغه (مال) څنګه واپس اخلئ، حال دا چې په تحقیق سره تاسو له یو بل سره یو ځای شوي یئ او هغو (ښځو) له تاسو نه ډېره پخه وعده اخيستې ده!
  22. 4:22وَلَا تَنكِحُوا۟ مَا نَكَحَ ءَابَآؤُكُم مِّنَ ٱلنِّسَآءِ إِلَّا مَا قَدْ سَلَفَ ۚ إِنَّهُۥ كَانَ فَٰحِشَةً وَمَقْتًا وَسَآءَ سَبِيلًااو له كومو ښځو سره چې ستاسو پلرونو نكا ح كړې ده، تاسو له هغوى سره نكاح مه كوئ، لېكن هغه چې مخكې تېر شوي دي، بېشكه دا له همېشه د ډېرې بې حیایۍ او د (الله د) غضب كار دى او بده لار ده
  23. 4:23حُرِّمَتْ عَلَيْكُمْ أُمَّهَٰتُكُمْ وَبَنَاتُكُمْ وَأَخَوَٰتُكُمْ وَعَمَّٰتُكُمْ وَخَٰلَٰتُكُمْ وَبَنَاتُ ٱلْأَخِ وَبَنَاتُ ٱلْأُخْتِ وَأُمَّهَٰتُكُمُ ٱلَّٰتِىٓ أَرْضَعْنَكُمْ وَأَخَوَٰتُكُم مِّنَ ٱلرَّضَٰعَةِ وَأُمَّهَٰتُ نِسَآئِكُمْ وَرَبَٰٓئِبُكُمُ ٱلَّٰتِى فِى حُجُورِكُم مِّن نِّسَآئِكُمُ ٱلَّٰتِى دَخَلْتُم بِهِنَّ فَإِن لَّمْ تَكُونُوا۟ دَخَلْتُم بِهِنَّ فَلَا جُنَاحَ عَلَيْكُمْ وَحَلَٰٓئِلُ أَبْنَآئِكُمُ ٱلَّذِينَ مِنْ أَصْلَٰبِكُمْ وَأَن تَجْمَعُوا۟ بَيْنَ ٱلْأُخْتَيْنِ إِلَّا مَا قَدْ سَلَفَ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ غَفُورًا رَّحِيمًاحرامې كړى شوې دي پر تاسو باندې ستاسو میندې، او ستاسو لوڼه، او ستاسو خویندې او ستاسو تروریانې (د پلار خویندې) او ستاسو خاله ګانې (د مور خویندې) او ورېرې او خورځې او ستاسو هغه میندې چې تاسو ته يې تى دركړى دى او ستاسو رضاعي خویندې او ستاسو د ښځو میندې (سكه خواښې) او ستاسو پركټیانې، چې (عُمومًا) ستاسو په پرورش كې وي، چې ستاسو له هغو ښځو نه (پیدا وي) چې تاسو ورسره كوروالى كړى وي او كه تاسو ورسره كوروالى نه وي كړى، نو (بیا) پر تاسو باندې څه ګناه نشته، او ستاسو د خپلو حقیقي زامنو ښځې (اینګوریانې) او دا چې تاسو د دوه خویندو تر مینځه جمع وكړئ (په یو وخت كې دواړه په نكاح كې وساتئ) لېكن هغه چې مخكې تېر شوي دي، بېشكه الله له همېشه ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى
  24. 4:24۞ وَٱلْمُحْصَنَٰتُ مِنَ ٱلنِّسَآءِ إِلَّا مَا مَلَكَتْ أَيْمَٰنُكُمْ ۖ كِتَٰبَ ٱللَّهِ عَلَيْكُمْ ۚ وَأُحِلَّ لَكُم مَّا وَرَآءَ ذَٰلِكُمْ أَن تَبْتَغُوا۟ بِأَمْوَٰلِكُم مُّحْصِنِينَ غَيْرَ مُسَٰفِحِينَ ۚ فَمَا ٱسْتَمْتَعْتُم بِهِۦ مِنْهُنَّ فََٔاتُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ فَرِيضَةً ۚ وَلَا جُنَاحَ عَلَيْكُمْ فِيمَا تَرَٰضَيْتُم بِهِۦ مِنۢ بَعْدِ ٱلْفَرِيضَةِ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ عَلِيمًا حَكِيمًااو (پر تاسو باندې حرامې كړى شوې دي) مړوښې ښځې مګر (حرامې نه دي) هغه چې تاسو يې مالكان شئ (ستاسو وینځې شي) دا پر تاسو باندې (د) الله لازم كړى (قانون) دى او چې له دغو (ښځو) نه ماسِوا دي هغه تاسو لپاره حلالې دي، (په دې شرط) چې د خپلو مالونو په ذریعه يې غواړئ، چې عفت غوښتونكي یئ، بدكاري كوونكي نه یئ، بیا چې تاسو له هغوى نه د ښځه والي فايده واخيستله، نو هغوى ته خپل مهرونه وركړئ، چې مقرر شوي دي او (اى خاوندانو او ښځو!) پر تاسو باندې هېڅ حرج نشته په هغه څه كې چې (د مهر) له مقررولو نه پس تاسو په خپلو كې په هغه (كې په كمي، یا زیاتي) باندې راضي شئ، بېشكه الله له ازله پر هر څه پوه، ښه حكمت والا دى
  25. 4:25وَمَن لَّمْ يَسْتَطِعْ مِنكُمْ طَوْلًا أَن يَنكِحَ ٱلْمُحْصَنَٰتِ ٱلْمُؤْمِنَٰتِ فَمِن مَّا مَلَكَتْ أَيْمَٰنُكُم مِّن فَتَيَٰتِكُمُ ٱلْمُؤْمِنَٰتِ ۚ وَٱللَّهُ أَعْلَمُ بِإِيمَٰنِكُم ۚ بَعْضُكُم مِّنۢ بَعْضٍ ۚ فَٱنكِحُوهُنَّ بِإِذْنِ أَهْلِهِنَّ وَءَاتُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ بِٱلْمَعْرُوفِ مُحْصَنَٰتٍ غَيْرَ مُسَٰفِحَٰتٍ وَلَا مُتَّخِذَٰتِ أَخْدَانٍ ۚ فَإِذَآ أُحْصِنَّ فَإِنْ أَتَيْنَ بِفَٰحِشَةٍ فَعَلَيْهِنَّ نِصْفُ مَا عَلَى ٱلْمُحْصَنَٰتِ مِنَ ٱلْعَذَابِ ۚ ذَٰلِكَ لِمَنْ خَشِىَ ٱلْعَنَتَ مِنكُمْ ۚ وَأَن تَصْبِرُوا۟ خَيْرٌ لَّكُمْ ۗ وَٱللَّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌاو په تاسو كې چې څوك له اصیلو مومنو ښځو سره د نكاح كولو مالي وَس نه لري، نو له هغو مومنو وینځو سره (دې نكاح وكړي) چې تاسو يې مالكان شوي يئ او الله ستاسو پر ایمان ښه عالم دى، ستاسو ځینې له ځینو نورو دي، نو د هغو (وینځو) د مالكانو په اجازت سره له هغوى سره نكاح وكړئ او هغوى ته خپل مهرونه له دستور سره سم وركړئ، (په دې شرط) چې پاك لمنې وي، بدكارې نه وي او نه پټ یاران نیونكې وي، بیا چې كله دوى مړوښې شوې، نو كه بدكاري (زنا) يې وكړه، نو په دوى باندې د اصیلو ښځو د سزا نیمايي (سزا) ده. دا (له وینځې سره د نكاح كولو اساني) په تاسو كې د هغه چا لپاره ده چې د زنا اندېښنه لري او كه تاسو (له وینځې سره له نكاح نه) صبر وكړئ (نو دا) تاسو لپاره غوره دي او الله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى
  26. 4:26يُرِيدُ ٱللَّهُ لِيُبَيِّنَ لَكُمْ وَيَهْدِيَكُمْ سُنَنَ ٱلَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ وَيَتُوبَ عَلَيْكُمْ ۗ وَٱللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌالله غواړي چې تاسو ته (حكمونه) ښه واضحه كړي او تاسو ته د هغو خلقو لارې وښیي چې له تاسو نه مخكې وو، او ستاسو توبه قبوله كړي (تاسو ته په خپل رحمت سره توجه وكړي) او الله ښه عالم، ښه حكمت والا دى
  27. 4:27وَٱللَّهُ يُرِيدُ أَن يَتُوبَ عَلَيْكُمْ وَيُرِيدُ ٱلَّذِينَ يَتَّبِعُونَ ٱلشَّهَوَٰتِ أَن تَمِيلُوا۟ مَيْلًا عَظِيمًاالله غواړي تاسو ته توجه وكړي (په خپل رحمت سره) او هغه كسان، چې د خواهشاتو تابع كېږي، (هغوى) غواړي چې تاسو (له حقې لارې نه) ډېر زیات كاږه شئ،
  28. 4:28يُرِيدُ ٱللَّهُ أَن يُخَفِّفَ عَنكُمْ ۚ وَخُلِقَ ٱلْإِنسَٰنُ ضَعِيفًااو الله غواړي چې پر تاسو تخفیف (اساني) راولي او انسان ډېر كمزورى پیدا كړى شوى دى
  29. 4:29يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ لَا تَأْكُلُوٓا۟ أَمْوَٰلَكُم بَيْنَكُم بِٱلْبَٰطِلِ إِلَّآ أَن تَكُونَ تِجَٰرَةً عَن تَرَاضٍ مِّنكُمْ ۚ وَلَا تَقْتُلُوٓا۟ أَنفُسَكُمْ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ بِكُمْ رَحِيمًااى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو په خپل مینځ كې د یو بل مالونه په باطله (ناحقه طریقې) سره مه خورئ مګر داچې تجارت وي، چې ستاسو په خپل مینځي رضامندۍ سره وي او تاسو خپل ځانونه مه وژنئ، بېشكه الله پر تاسو باندې بې حده مهربان دى
  30. 4:30وَمَن يَفْعَلْ ذَٰلِكَ عُدْوَٰنًا وَظُلْمًا فَسَوْفَ نُصْلِيهِ نَارًا ۚ وَكَانَ ذَٰلِكَ عَلَى ٱللَّهِ يَسِيرًااو چا چې دا (كارونه) وكړل، په دې حال كې چې زیاتي كوونكى او ظلم كوونكى و، نو ژر به مونږ دغه (كس) اور ته داخل كړو او دا (كار) الله ته ډېر اسان دى
  31. 4:31إِن تَجْتَنِبُوا۟ كَبَآئِرَ مَا تُنْهَوْنَ عَنْهُ نُكَفِّرْ عَنكُمْ سَئَِّاتِكُمْ وَنُدْخِلْكُم مُّدْخَلًا كَرِيمًاكه چېرې تاسو له هغو غټو ګناهونو نه ځان وساتئ، چې تاسو ترې منع كولى شئ (، نو) مونږ به له تاسو نه ستاسو (واړه) ګناهونه لرې كړو او ډېر د عزت ځاى ته به مو داخل كړو
  32. 4:32وَلَا تَتَمَنَّوْا۟ مَا فَضَّلَ ٱللَّهُ بِهِۦ بَعْضَكُمْ عَلَىٰ بَعْضٍ ۚ لِّلرِّجَالِ نَصِيبٌ مِّمَّا ٱكْتَسَبُوا۟ ۖ وَلِلنِّسَآءِ نَصِيبٌ مِّمَّا ٱكْتَسَبْنَ ۚ وَسَْٔلُوا۟ ٱللَّهَ مِن فَضْلِهِۦٓ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ بِكُلِّ شَىْءٍ عَلِيمًااو د هغه شي ارزو مه كوئ چې په هغه سره الله ستاسو ځینې په ځینو نورو غوره ګرځولي دي، د سړيو لپاره د خپل عمل حصه ده او د ښځو لپاره د خپل عمل برخه ده او له الله نه د هغه د فضل سوال كوئ، بېشكه الله پر هر شي ښه پوه دى
  33. 4:33وَلِكُلٍّ جَعَلْنَا مَوَٰلِىَ مِمَّا تَرَكَ ٱلْوَٰلِدَانِ وَٱلْأَقْرَبُونَ ۚ وَٱلَّذِينَ عَقَدَتْ أَيْمَٰنُكُمْ فََٔاتُوهُمْ نَصِيبَهُمْ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍ شَهِيدًااو د هر یو (سړي او ښځې) لپاره مونږ وارثان مقرر كړي دي له هغه (مال) نه چې مور و پلار او نژدې خپلوانو پریښى وي او هغه كسان چې له هغوى سره ستاسو معاهده شوې ده، نو تاسو هغوى ته د هغوى حصه وركړئ، بېشكه الله په هر شي باندې ګواه دى
  34. 4:34ٱلرِّجَالُ قَوَّٰمُونَ عَلَى ٱلنِّسَآءِ بِمَا فَضَّلَ ٱللَّهُ بَعْضَهُمْ عَلَىٰ بَعْضٍ وَبِمَآ أَنفَقُوا۟ مِنْ أَمْوَٰلِهِمْ ۚ فَٱلصَّٰلِحَٰتُ قَٰنِتَٰتٌ حَٰفِظَٰتٌ لِّلْغَيْبِ بِمَا حَفِظَ ٱللَّهُ ۚ وَٱلَّٰتِى تَخَافُونَ نُشُوزَهُنَّ فَعِظُوهُنَّ وَٱهْجُرُوهُنَّ فِى ٱلْمَضَاجِعِ وَٱضْرِبُوهُنَّ ۖ فَإِنْ أَطَعْنَكُمْ فَلَا تَبْغُوا۟ عَلَيْهِنَّ سَبِيلًا ۗ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ عَلِيًّا كَبِيرًاسړي په ښځو باندې نګرانان دي په سبب د دې چې الله د دوى ځینې په ځینو نورو باندې غوره كړي دي او په سبب د دې چې دوى (سړي) له خپلو مالونو نه انفاق كوي، نو نېكې ښځې اطاعت كوونكې دي او د الله په ساتنې سره پسې شا (د ځان او مال) حفاظت كوونكې دي. او هغه ښځې چې تاسو د هغوى له نافرمانۍ نه وېرېږئ، نو دوى ته نصیحت وكړئ او د ملاستې په ځایونو كې ترې جدا شئ او ويې وهئ، نو كه ستاسو خبره يې ومنله، نو (بیا) د دوى په خلاف بله لار مه لټوئ، بېشكه الله ډېر اوچت، ډېر لوى دى
  35. 4:35وَإِنْ خِفْتُمْ شِقَاقَ بَيْنِهِمَا فَٱبْعَثُوا۟ حَكَمًا مِّنْ أَهْلِهِۦ وَحَكَمًا مِّنْ أَهْلِهَآ إِن يُرِيدَآ إِصْلَٰحًا يُوَفِّقِ ٱللَّهُ بَيْنَهُمَآ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ عَلِيمًا خَبِيرًااو كه تاسو د دغو دواړو په مینځ كې د مخالفت وېره لرئ، نو یو حَكَم (مینځګړى) د هغه (سړي) له خاندان نه مقرر كړئ او یو مینځګړى د هغې (ښځې) له كورنۍ نه، كه دوى دواړه (ښځه، خاوند، یا ثالثان) د څه اصلاح اراده ولري، (نو) الله به د دې دواړو په مینځ كې موافقت (جوړښت) راولي، بېشكه الله له همېشه ښه پوه، ښه خبردار دى
  36. 4:36۞ وَٱعْبُدُوا۟ ٱللَّهَ وَلَا تُشْرِكُوا۟ بِهِۦ شَئًْا ۖ وَبِٱلْوَٰلِدَيْنِ إِحْسَٰنًا وَبِذِى ٱلْقُرْبَىٰ وَٱلْيَتَٰمَىٰ وَٱلْمَسَٰكِينِ وَٱلْجَارِ ذِى ٱلْقُرْبَىٰ وَٱلْجَارِ ٱلْجُنُبِ وَٱلصَّاحِبِ بِٱلْجَنۢبِ وَٱبْنِ ٱلسَّبِيلِ وَمَا مَلَكَتْ أَيْمَٰنُكُمْ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يُحِبُّ مَن كَانَ مُخْتَالًا فَخُورًااو تاسو د الله عبادت كوئ او له هغه سره هېڅ شى مه شریكوئ او له مور و پلار سره ښېګڼه كوئ او له خپلوانو سره او یتیمانو او مسكینانو سره او له خپلوان ګاونډي سره او له لرې يا اجنبي ګاونډي سره او د څنګ له ملګري سره او له مسافر سره او له خپلو وینځو، مریانو سره (ښېګڼه كوئ) بېشكه الله نه خوښوي هغه چا لره چې كبرجن، ډېر فخر كوونكى وي
  37. 4:37ٱلَّذِينَ يَبْخَلُونَ وَيَأْمُرُونَ ٱلنَّاسَ بِٱلْبُخْلِ وَيَكْتُمُونَ مَآ ءَاتَىٰهُمُ ٱللَّهُ مِن فَضْلِهِۦ ۗ وَأَعْتَدْنَا لِلْكَٰفِرِينَ عَذَابًا مُّهِينًاهغه كسان چې شومتیا كوي او (نورو) خلقو ته د شومتیا كولو حكم كوي او هغه څه پټوي چې الله دوى ته له خپله فضله وركړي دي او مونږه د كافرانو لپاره سپكوونكى عذاب تیار كړى دى
  38. 4:38وَٱلَّذِينَ يُنفِقُونَ أَمْوَٰلَهُمْ رِئَآءَ ٱلنَّاسِ وَلَا يُؤْمِنُونَ بِٱللَّهِ وَلَا بِٱلْيَوْمِ ٱلَْٔاخِرِ ۗ وَمَن يَكُنِ ٱلشَّيْطَٰنُ لَهُۥ قَرِينًا فَسَآءَ قَرِينًااو (نه) هغه كسان (خوښوي) چې خلقو ته د ځان ښودلو لپاره خپل مالونه خرچ كوي او پر الله او د اخرت پر ورځ ایمان نه راوړي او هغه څوك چې د هغه ملګرى شیطان وي، نو هغه بد ملګرى دى
  39. 4:39وَمَاذَا عَلَيْهِمْ لَوْ ءَامَنُوا۟ بِٱللَّهِ وَٱلْيَوْمِ ٱلَْٔاخِرِ وَأَنفَقُوا۟ مِمَّا رَزَقَهُمُ ٱللَّهُ ۚ وَكَانَ ٱللَّهُ بِهِمْ عَلِيمًااو دوى ته به څه نقصان و كه چېرې دوى پر الله او پر ورځ د اخرت ایمان راوړى وَى او له هغه (مال) نه يې انفاق كړى وَى چې الله دوى ته وركړى دى او الله په دوى ښه پوه دى
  40. 4:40إِنَّ ٱللَّهَ لَا يَظْلِمُ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ ۖ وَإِن تَكُ حَسَنَةً يُضَٰعِفْهَا وَيُؤْتِ مِن لَّدُنْهُ أَجْرًا عَظِيمًابېشكه الله د یوې ذرې په اندازه هم ظلم نه كوي او كه دا (ذره) یوه نېكي وي، نو هغه به يې دوه چنده كړي او هغه ته به له خپل جانب نه بېخي لوى اجر وركړي
  41. 4:41فَكَيْفَ إِذَا جِئْنَا مِن كُلِّ أُمَّةٍۭ بِشَهِيدٍ وَجِئْنَا بِكَ عَلَىٰ هَٰٓؤُلَآءِ شَهِيدًانو څه حال به وي په هغه وخت كې كله چې مونږ له هر امت نه یو ګواه راولو او تا په دوى باندې (د) ګواه (په حیث) راولو
  42. 4:42يَوْمَئِذٍ يَوَدُّ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ وَعَصَوُا۟ ٱلرَّسُولَ لَوْ تُسَوَّىٰ بِهِمُ ٱلْأَرْضُ وَلَا يَكْتُمُونَ ٱللَّهَ حَدِيثًاپه دغه ورځ كې به هغه كسان ارزو كوي چې كافر شوي دي او د رسول نافرماني يې كړې ده، چې كاشكې په دوى باندې ځمكه (له پاسه نه) همواره كړى شي، او دوى به له الله نه هېڅ خبره هم نشي پټولى
  43. 4:43يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ لَا تَقْرَبُوا۟ ٱلصَّلَوٰةَ وَأَنتُمْ سُكَٰرَىٰ حَتَّىٰ تَعْلَمُوا۟ مَا تَقُولُونَ وَلَا جُنُبًا إِلَّا عَابِرِى سَبِيلٍ حَتَّىٰ تَغْتَسِلُوا۟ ۚ وَإِن كُنتُم مَّرْضَىٰٓ أَوْ عَلَىٰ سَفَرٍ أَوْ جَآءَ أَحَدٌ مِّنكُم مِّنَ ٱلْغَآئِطِ أَوْ لَٰمَسْتُمُ ٱلنِّسَآءَ فَلَمْ تَجِدُوا۟ مَآءً فَتَيَمَّمُوا۟ صَعِيدًا طَيِّبًا فَٱمْسَحُوا۟ بِوُجُوهِكُمْ وَأَيْدِيكُمْ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ عَفُوًّا غَفُورًااى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو د نشې په حالت كې لمانځه ته مه نژدې كېږئ، تر هغه پورې چې تاسو پوه شئ په هغه څه چې تاسو يې وایئ او نه د جنابت په حالت كې، مګر دا چې لارَوي یئ، تر دې چې تاسو غسل وكړئ او كه تاسو بېماران یئ، یا په سفر یئ، یا په تاسو كې یو كس له اودس ماتي راشي، یا تاسو له ښځو سره كوروالى وكړئ، بیا تاسو اوبه ونه مومئ، نو د ځمكې پاك مخ (خاورې وغیره) ته اراده وكړئ، پس د خپلو مخونو او (تر مړوندونو پورې د) لاسونو مسح وكړئ، بېشكه الله ډېر معافي كوونكى، ښه مغفرت كوونكى دى
  44. 4:44أَلَمْ تَرَ إِلَى ٱلَّذِينَ أُوتُوا۟ نَصِيبًا مِّنَ ٱلْكِتَٰبِ يَشْتَرُونَ ٱلضَّلَٰلَةَ وَيُرِيدُونَ أَن تَضِلُّوا۟ ٱلسَّبِيلَایا تاسو هغه كسان نه دي كتلي (د هغوى په حال نه یئ خبر شوي) چې هغوى ته څه حصه له كتابه وركړى شوې ده، چې هغوى ګمراهي اخلي او غواړي چې تاسو (هم حقه) لاره وركه كړئ
  45. 4:45وَٱللَّهُ أَعْلَمُ بِأَعْدَآئِكُمْ ۚ وَكَفَىٰ بِٱللَّهِ وَلِيًّا وَكَفَىٰ بِٱللَّهِ نَصِيرًااو الله ستاسو په دښمنانو ښه پوه دى او الله كافي دى كارساز او الله كافي دى مدد كوونكى
  46. 4:46مِّنَ ٱلَّذِينَ هَادُوا۟ يُحَرِّفُونَ ٱلْكَلِمَ عَن مَّوَاضِعِهِۦ وَيَقُولُونَ سَمِعْنَا وَعَصَيْنَا وَٱسْمَعْ غَيْرَ مُسْمَعٍ وَرَٰعِنَا لَيًّۢا بِأَلْسِنَتِهِمْ وَطَعْنًا فِى ٱلدِّينِ ۚ وَلَوْ أَنَّهُمْ قَالُوا۟ سَمِعْنَا وَأَطَعْنَا وَٱسْمَعْ وَٱنظُرْنَا لَكَانَ خَيْرًا لَّهُمْ وَأَقْوَمَ وَلَٰكِن لَّعَنَهُمُ ٱللَّهُ بِكُفْرِهِمْ فَلَا يُؤْمِنُونَ إِلَّا قَلِيلًااو ځینې له هغو كسانو نه چې یهودیان دي، هغوى له خپلو ځایونو نه كلمِې بدلوي او هغوى وايي: سَمِعْنَا وَعَصَیْنَا مونږ واورېدل او مونږ نافرماني وكړه‘‘ وَاسْمَعْ غَیْرَ مُسْمَعٍ ’’او ته واوره، په دې حال کې چې تا ته دې اورول ونشي‘‘ او رَاعِنَا زمونږ رعایت وكړه د خپلو ژبو په تاوولو سره او په دین كې د طعن(او عیب) راوښكلو لپاره، او یقینًا كه دوى ویلي وى (چې) سَمِعْنَا وَاَطَعْنَا ’’مونږ واورېدل او اطاعت مو وكړ‘‘، او اِسْمَعْ ’’واوره‘‘، وَانْظُرْنَا ’’او مونږ ته وګوره‘‘، نو دا (كلام) به د هغوى لپاره ډېر غوره او ډېر درست ساتونكى و او لېكن الله د دوى د كفر پر سبب پر دوى لعنت كړى دى، نو دوى ایمان نه راوړي مګر ډېر لږ (خلق)
  47. 4:47يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ أُوتُوا۟ ٱلْكِتَٰبَ ءَامِنُوا۟ بِمَا نَزَّلْنَا مُصَدِّقًا لِّمَا مَعَكُم مِّن قَبْلِ أَن نَّطْمِسَ وُجُوهًا فَنَرُدَّهَا عَلَىٰٓ أَدْبَارِهَآ أَوْ نَلْعَنَهُمْ كَمَا لَعَنَّآ أَصْحَٰبَ ٱلسَّبْتِ ۚ وَكَانَ أَمْرُ ٱللَّهِ مَفْعُولًااى هغو كسانو چې هغوى ته كتاب وركړى شوى دى! تاسو پر هغه (كتاب) ایمان راوړئ چې مونږ نازل كړى دى، چې تصدیق كوونكى دى د هغو (كتابونو) چې له تاسو سره دي، مخكې له دې چې مونږه څه مخونه محوه كړو، بیا دغه (مخونه) خپلو شاګانو ته ورواړوو، یا پرې مونږ لعنت وكړو، لكه څنګه چې مونږ لعنت كړى و د خالي د ورځې پر ملګرو، او د الله كار (خامخا) پوره كړى شوى وي
  48. 4:48إِنَّ ٱللَّهَ لَا يَغْفِرُ أَن يُشْرَكَ بِهِۦ وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذَٰلِكَ لِمَن يَشَآءُ ۚ وَمَن يُشْرِكْ بِٱللَّهِ فَقَدِ ٱفْتَرَىٰٓ إِثْمًا عَظِيمًابېشكه الله نه بخښي دا چې له هغه سره دې (څوك) شریك كړى شي او هغه بخښي هغه (ګناه) چې له دې (شرك) نه كمه وي د چا لپاره چې وغواړي او څوك چې له الله سره شریك ونیسي، نو یقینًا هغه ډېره لویه ګناه راجوړه كړله
  49. 4:49أَلَمْ تَرَ إِلَى ٱلَّذِينَ يُزَكُّونَ أَنفُسَهُم ۚ بَلِ ٱللَّهُ يُزَكِّى مَن يَشَآءُ وَلَا يُظْلَمُونَ فَتِيلًاایا تاسو هغه كسان نه دي كتلي چې د خپلو ځانونو تزكیه (ستاينه) كوي (داسې نه ده) بلكې الله پاكوي چا لره چې وغواړي، او پر دوى به د كجورې د نري تار په برابر هم ظلم ونه كړى شي
  50. 4:50ٱنظُرْ كَيْفَ يَفْتَرُونَ عَلَى ٱللَّهِ ٱلْكَذِبَ ۖ وَكَفَىٰ بِهِۦٓ إِثْمًا مُّبِينًاته وګوره دوى څنګه په الله باندې دروغ ورتپي او دا (دروغ) د ښكاره ګناه كېدلو لپاره كافي دي
  51. 4:51أَلَمْ تَرَ إِلَى ٱلَّذِينَ أُوتُوا۟ نَصِيبًا مِّنَ ٱلْكِتَٰبِ يُؤْمِنُونَ بِٱلْجِبْتِ وَٱلطَّٰغُوتِ وَيَقُولُونَ لِلَّذِينَ كَفَرُوا۟ هَٰٓؤُلَآءِ أَهْدَىٰ مِنَ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ سَبِيلًاایا تا هغو كسانو ته نه دي كتلي چې هغوى ته یوه برخه له كتابه وركړى شوې وه، چې هغوى (اوس) پر بت او پر شیطان (هم) ایمان راوړي او د كافر شويو كسانو (مشركانو) په باره كې وايي: دا (كفار) له مومنانو نه زیات، سمه لارموندونكي دي
  52. 4:52أُو۟لَٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ لَعَنَهُمُ ٱللَّهُ ۖ وَمَن يَلْعَنِ ٱللَّهُ فَلَن تَجِدَ لَهُۥ نَصِيرًادا هغه كسان دي چې الله پر دوى لعنت كړى دى او په چا باندې چې الله لعنت وكړي، نو ته به كله هم د هغه لپاره مدد كوونكى ونه مومې
  53. 4:53أَمْ لَهُمْ نَصِيبٌ مِّنَ ٱلْمُلْكِ فَإِذًا لَّا يُؤْتُونَ ٱلنَّاسَ نَقِيرًاایا د دوى لپاره په بادشاهۍ كې څه برخه شته؟ (نشته او كه وَى) نو په دغه وخت كې به دوى نورو خلقو ته نقیر (د كجورې د زړي داغ) هم نه وركوي
  54. 4:54أَمْ يَحْسُدُونَ ٱلنَّاسَ عَلَىٰ مَآ ءَاتَىٰهُمُ ٱللَّهُ مِن فَضْلِهِۦ ۖ فَقَدْ ءَاتَيْنَآ ءَالَ إِبْرَٰهِيمَ ٱلْكِتَٰبَ وَٱلْحِكْمَةَ وَءَاتَيْنَٰهُم مُّلْكًا عَظِيمًایا دوى له خلقو سره حسد كوي په هغه څه چې الله هغوى ته له خپل فضل نه وركړي دي، پس یقینًا مونږه الِ ابراهیم ته كتاب او حكمت وركړى و او مونږه هغوى ته ډېره لویه بادشاهي وركړې وه
  55. 4:55فَمِنْهُم مَّنْ ءَامَنَ بِهِۦ وَمِنْهُم مَّن صَدَّ عَنْهُ ۚ وَكَفَىٰ بِجَهَنَّمَ سَعِيرًانو له دوى نه ځینې هغه دي چې پر ده يې ایمان راوړى دى او ځینې له دوى نه هغه دي چې له ده نه يې مخ اړولى دى، او د (كافرانو لپاره) جهنم كافي دى، چې لمبې وهونكى دى
  56. 4:56إِنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ بَِٔايَٰتِنَا سَوْفَ نُصْلِيهِمْ نَارًا كُلَّمَا نَضِجَتْ جُلُودُهُم بَدَّلْنَٰهُمْ جُلُودًا غَيْرَهَا لِيَذُوقُوا۟ ٱلْعَذَابَ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ عَزِيزًا حَكِيمًابېشكه هغه كسان چې زمونږ په ایتونو كافر شوي دي ژر ده چې مونږ به هغوى اور ته ننباسو، هر كله چې د هغوى څرمنې (په اور) پخې شي، مونږ به هغوى ته له هغو نه غیر نورې څرمنې وربدلې كړو، د دې لپاره چې دوى عذاب وڅكي، بېشكه الله ډېر غالب، ښه حكمت والا دى
  57. 4:57وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّٰلِحَٰتِ سَنُدْخِلُهُمْ جَنَّٰتٍ تَجْرِى مِن تَحْتِهَا ٱلْأَنْهَٰرُ خَٰلِدِينَ فِيهَآ أَبَدًا ۖ لَّهُمْ فِيهَآ أَزْوَٰجٌ مُّطَهَّرَةٌ ۖ وَنُدْخِلُهُمْ ظِلًّا ظَلِيلًااو هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، یقینًا مونږ به دوى داسې جنتونو ته داخل كړو چې د هغو له لاندې وَلِې بهېږي، چې دوى به په هغو كې تل ترتله، همېشه وي، د دوى لپاره په هغو كې ښې پاكې بیبیانې دي او مونږ به دوى ښه ګور سيوري ته داخل كړو
  58. 4:58۞ إِنَّ ٱللَّهَ يَأْمُرُكُمْ أَن تُؤَدُّوا۟ ٱلْأَمَٰنَٰتِ إِلَىٰٓ أَهْلِهَا وَإِذَا حَكَمْتُم بَيْنَ ٱلنَّاسِ أَن تَحْكُمُوا۟ بِٱلْعَدْلِ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ نِعِمَّا يَعِظُكُم بِهِۦٓ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ سَمِيعًۢا بَصِيرًابېشكه الله تاسو ته د دې حكم كوي چې امانتونه خپلو حقدارو ته وسپارئ او دا چې كله تاسو د خلقو په مینځ كې فیصله كوئ، (نو) په انصاف سره فیصله كوئ، بېشكه الله تاسو ته ډېر ښه نصیحت كوي، بېشكه الله ښه اورېدونكى، ښه لیدونكى دى
  59. 4:59يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ أَطِيعُوا۟ ٱللَّهَ وَأَطِيعُوا۟ ٱلرَّسُولَ وَأُو۟لِى ٱلْأَمْرِ مِنكُمْ ۖ فَإِن تَنَٰزَعْتُمْ فِى شَىْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى ٱللَّهِ وَٱلرَّسُولِ إِن كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِٱللَّهِ وَٱلْيَوْمِ ٱلَْٔاخِرِ ۚ ذَٰلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلًااى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! د الله خبره منئ او د رسول خبره منئ او د خپلو د امر د خاوندانو، نو كه چېرې تاسو په خپلو كې د څه شي په باره كې هم نزاع (جګړه او اختلاف) وكړئ، نو هغه (شى) الله او د هغه رسول ته وګرځوئ كه چېرې تاسو په الله او په ورځ د اخرت ایمان لرئ، دا (كار) ډېر غوره دى او د انجام په لحاظ ډېر ښه دى
  60. 4:60أَلَمْ تَرَ إِلَى ٱلَّذِينَ يَزْعُمُونَ أَنَّهُمْ ءَامَنُوا۟ بِمَآ أُنزِلَ إِلَيْكَ وَمَآ أُنزِلَ مِن قَبْلِكَ يُرِيدُونَ أَن يَتَحَاكَمُوٓا۟ إِلَى ٱلطَّٰغُوتِ وَقَدْ أُمِرُوٓا۟ أَن يَكْفُرُوا۟ بِهِۦ وَيُرِيدُ ٱلشَّيْطَٰنُ أَن يُضِلَّهُمْ ضَلَٰلًۢا بَعِيدًاایا تا هغه كسان نه دي كتلي چې دا دعوا كوي چې دوى پر هغه څه ایمان راوړى دى چې تا ته نازل كړى شوي دي او پر هغه څه چې له تا نه مخكې نازل كړى شوي دي، دوى غواړي چې خپلمينځي فیصلې طاغوت ته یوسي، حال دا چې دوى ته له هغه نه د انكار كولو حكم شوى دى او شیطان غواړي چې دوى بې لارې كړي، په ډېرې لرې ګمراهۍ سره
  61. 4:61وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ تَعَالَوْا۟ إِلَىٰ مَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ وَإِلَى ٱلرَّسُولِ رَأَيْتَ ٱلْمُنَٰفِقِينَ يَصُدُّونَ عَنكَ صُدُودًااو كله چې دوى ته وویل شي هغه (قرآن) ته راشئ چې الله نازل كړى دى او رسول ته( راشئ، نو) ته به منافقان وینې چې له تا نه مخ اړوي، مخ اړول
  62. 4:62فَكَيْفَ إِذَآ أَصَٰبَتْهُم مُّصِيبَةٌۢ بِمَا قَدَّمَتْ أَيْدِيهِمْ ثُمَّ جَآءُوكَ يَحْلِفُونَ بِٱللَّهِ إِنْ أَرَدْنَآ إِلَّآ إِحْسَٰنًا وَتَوْفِيقًانو څه حال به وي (د دوى) چې كله دوى ته څه مصیبت ورسېږي په سبب د هغو (كارونو) چې د دوى لاسونو مخكې لېږلي دي، بیا تا ته راشي، چې پر الله قسمونه خوري چې زمونږ اراده يواځې ښېګڼه كول او موافقت راوستل وو
  63. 4:63أُو۟لَٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ يَعْلَمُ ٱللَّهُ مَا فِى قُلُوبِهِمْ فَأَعْرِضْ عَنْهُمْ وَعِظْهُمْ وَقُل لَّهُمْ فِىٓ أَنفُسِهِمْ قَوْلًۢا بَلِيغًادا هغه كسان دي چې الله پوهېږي پر هغه څه چې د دوى په زړونو كې دي، نو ته له دوى نه مخ واړوه او دوى ته نصیحت وكړه او دوى ته د دوى د نفسونو په باره كې ښه اثر كوونكې خبره وكړه
  64. 4:64وَمَآ أَرْسَلْنَا مِن رَّسُولٍ إِلَّا لِيُطَاعَ بِإِذْنِ ٱللَّهِ ۚ وَلَوْ أَنَّهُمْ إِذ ظَّلَمُوٓا۟ أَنفُسَهُمْ جَآءُوكَ فَٱسْتَغْفَرُوا۟ ٱللَّهَ وَٱسْتَغْفَرَ لَهُمُ ٱلرَّسُولُ لَوَجَدُوا۟ ٱللَّهَ تَوَّابًا رَّحِيمًااو نه دى لېږلى مونږ هېڅ رسول مګر د دې لپاره چې د الله په حكم سره د هغه اطاعت وكړى شي او كه په رښتیا دوى په هغه وخت كې تا ته راغلي وَى چې دوى پر خپلو ځانونو ظلم وكړ، بیا يې له الله نه بخښنه غوښتې وَى او د دوى لپاره رسول (هم)بخښنه غوښتې وَى(، نو) خامخا دوى به الله ښه توبه قبلوونكى، بې حده رحم كوونكى موندلى و
  65. 4:65فَلَا وَرَبِّكَ لَا يُؤْمِنُونَ حَتَّىٰ يُحَكِّمُوكَ فِيمَا شَجَرَ بَيْنَهُمْ ثُمَّ لَا يَجِدُوا۟ فِىٓ أَنفُسِهِمْ حَرَجًا مِّمَّا قَضَيْتَ وَيُسَلِّمُوا۟ تَسْلِيمًاپس داسې نه ده، ستا پر رب مې دې قسم وي! دوى مومنان كېدى نشي تر هغه پورې چې دوى په خپل مینځ كې په پېښو جګړو كې تا فیصله كوونكى ومني، بیا په خپلو نفسونو كې ستا د كړې فیصلې په باره كې هېڅ تنګي ونه مومي او په ښو منلو سره يې ومني
  66. 4:66وَلَوْ أَنَّا كَتَبْنَا عَلَيْهِمْ أَنِ ٱقْتُلُوٓا۟ أَنفُسَكُمْ أَوِ ٱخْرُجُوا۟ مِن دِيَٰرِكُم مَّا فَعَلُوهُ إِلَّا قَلِيلٌ مِّنْهُمْ ۖ وَلَوْ أَنَّهُمْ فَعَلُوا۟ مَا يُوعَظُونَ بِهِۦ لَكَانَ خَيْرًا لَّهُمْ وَأَشَدَّ تَثْبِيتًااو كه په رښتیا سره مونږه په دوى باندې دا فرض كړي وَى چې خپل ځانونه قتل كړئ، یا له خپلو كورونو نه ووځئ (، نو) دا كار به نه و كړى مګر په دوى كې ډېرو لږو (خلقو) او كه په رښتیا دوى هغه كار كړى وَى د څه چې ورته نصیحت كېږي (، نو) دا به د دوى لپاره یقینًا ډېر غوره و، او د كلكوالي په لحاظ به ډېر سخت و
  67. 4:67وَإِذًا لََّٔاتَيْنَٰهُم مِّن لَّدُنَّآ أَجْرًا عَظِيمًااو په دغه وخت كې به یقینًا مونږ دوى ته له خپل جانبه ډېر لوى اجر وركړى و
  68. 4:68وَلَهَدَيْنَٰهُمْ صِرَٰطًا مُّسْتَقِيمًااو مونږ به یقینًا دوى په نېغه لار روان كړي وو
  69. 4:69وَمَن يُطِعِ ٱللَّهَ وَٱلرَّسُولَ فَأُو۟لَٰٓئِكَ مَعَ ٱلَّذِينَ أَنْعَمَ ٱللَّهُ عَلَيْهِم مِّنَ ٱلنَّبِيِّۧنَ وَٱلصِّدِّيقِينَ وَٱلشُّهَدَآءِ وَٱلصَّٰلِحِينَ ۚ وَحَسُنَ أُو۟لَٰٓئِكَ رَفِيقًااو څوك چې د الله او د (هغه د) رسول اطاعت وكړي، نو دغه كسان به له هغو خلقو سره وي پر چا باندې چې الله انعام كړى دى، چې نبیان، او صدیقین او شهیدان او صالحان دي او دغه خلق ښه ملګري دي
  70. 4:70ذَٰلِكَ ٱلْفَضْلُ مِنَ ٱللَّهِ ۚ وَكَفَىٰ بِٱللَّهِ عَلِيمًادا د الله له جانبه (پېرزویَنه او) فضل دى او الله كافي دى، ښه پوه
  71. 4:71يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ خُذُوا۟ حِذْرَكُمْ فَٱنفِرُوا۟ ثُبَاتٍ أَوِ ٱنفِرُوا۟ جَمِيعًااى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! خپلې وسلې واخلئ، نو (د جنګ لپاره) بېلې بېلې ډلې ووځئ، یا ټول په جمع ووځئ
  72. 4:72وَإِنَّ مِنكُمْ لَمَن لَّيُبَطِّئَنَّ فَإِنْ أَصَٰبَتْكُم مُّصِيبَةٌ قَالَ قَدْ أَنْعَمَ ٱللَّهُ عَلَىَّ إِذْ لَمْ أَكُن مَّعَهُمْ شَهِيدًااو بېشكه په تاسو كې ځینې خامخا هغه دي چې ارومرو به (غزا ته په تلو كې) تاخیر كوي، او كه چېرې تاسو ته څه مصیبت ورسېږي (، نو) هغه وايي: یقینًا الله پر ما باندې پېرزوینه وكړه، چې په دغه وخت كې زه له دوى سره حاضر نه وم
  73. 4:73وَلَئِنْ أَصَٰبَكُمْ فَضْلٌ مِّنَ ٱللَّهِ لَيَقُولَنَّ كَأَن لَّمْ تَكُنۢ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَهُۥ مَوَدَّةٌ يَٰلَيْتَنِى كُنتُ مَعَهُمْ فَأَفُوزَ فَوْزًا عَظِيمًااو كه چېرې پر تاسو باندې د الله له جانبه څه فضل وشي (، نو) دوى به خامخا (په داسې انداز كې) وايي ګویاكې ستاسو په مینځ كې او د هغه په مینځ كې هېڅ دوستي (او مینه) نه وه: كاشكې زه (هم) له دوى سره وَى، نو ډېره لویه كامیابي به مې حاصله كړې وَى
  74. 4:74۞ فَلْيُقَٰتِلْ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ ٱلَّذِينَ يَشْرُونَ ٱلْحَيَوٰةَ ٱلدُّنْيَا بِٱلَْٔاخِرَةِ ۚ وَمَن يُقَٰتِلْ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ فَيُقْتَلْ أَوْ يَغْلِبْ فَسَوْفَ نُؤْتِيهِ أَجْرًا عَظِيمًانو (لازم ده چې) هغه كسان دې د الله په لار كې وجنګېږي چې دنيايي ژوند د اخرت په بدل كې خرڅوي (قربانوي) او څوك چې د الله په لار كې جنګ كوي، بیا هغه ووژل شي، یا (پر دښمن) غالبه شي، نو مونږ به هغه ته ژر ډېر لوى اجر وركړو
  75. 4:75وَمَا لَكُمْ لَا تُقَٰتِلُونَ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ وَٱلْمُسْتَضْعَفِينَ مِنَ ٱلرِّجَالِ وَٱلنِّسَآءِ وَٱلْوِلْدَٰنِ ٱلَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَآ أَخْرِجْنَا مِنْ هَٰذِهِ ٱلْقَرْيَةِ ٱلظَّالِمِ أَهْلُهَا وَٱجْعَل لَّنَا مِن لَّدُنكَ وَلِيًّا وَٱجْعَل لَّنَا مِن لَّدُنكَ نَصِيرًااو پر تاسو څه شوي دي چې تاسو د الله په لاره كې نه جنګېږئ او د كمزورو سړیو او ښځو او ماشومانو (د خلاصولو) په لاره كې؟! هغه كسان چې وايي: اى زمونږه ربه! ته مونږه له دې كلي نه وباسه، چې اوسېدونكي يې ظالمان دي او ته زمونږ لپاره له خپل اړخه كوم دوست (حمایت كوونكى) مقرر كړه او ته زمونږ لپاره له خپل جانبه كوم مدد كوونكى مقرر كړه
  76. 4:76ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ يُقَٰتِلُونَ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ ۖ وَٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ يُقَٰتِلُونَ فِى سَبِيلِ ٱلطَّٰغُوتِ فَقَٰتِلُوٓا۟ أَوْلِيَآءَ ٱلشَّيْطَٰنِ ۖ إِنَّ كَيْدَ ٱلشَّيْطَٰنِ كَانَ ضَعِيفًاهغه كسان چې ایمان يې راوړى دى، هغوى د الله په لاره كې جنګ كوي او هغه كسان چې كفر يې كړى دى، هغوى د طاغوت (شیطان) په لاره كې جنګ كوي، نو تاسو د شیطان له دوستانو سره جنګ كوئ، بېشكه د شیطان چل (او مكر) له همېشه ضعیف دى
  77. 4:77أَلَمْ تَرَ إِلَى ٱلَّذِينَ قِيلَ لَهُمْ كُفُّوٓا۟ أَيْدِيَكُمْ وَأَقِيمُوا۟ ٱلصَّلَوٰةَ وَءَاتُوا۟ ٱلزَّكَوٰةَ فَلَمَّا كُتِبَ عَلَيْهِمُ ٱلْقِتَالُ إِذَا فَرِيقٌ مِّنْهُمْ يَخْشَوْنَ ٱلنَّاسَ كَخَشْيَةِ ٱللَّهِ أَوْ أَشَدَّ خَشْيَةً ۚ وَقَالُوا۟ رَبَّنَا لِمَ كَتَبْتَ عَلَيْنَا ٱلْقِتَالَ لَوْلَآ أَخَّرْتَنَآ إِلَىٰٓ أَجَلٍ قَرِيبٍ ۗ قُلْ مَتَٰعُ ٱلدُّنْيَا قَلِيلٌ وَٱلَْٔاخِرَةُ خَيْرٌ لِّمَنِ ٱتَّقَىٰ وَلَا تُظْلَمُونَ فَتِيلًاایا تا هغه كسان نه دي كتلي، چې هغوى ته وویل شو: خپل لاسونه (له جنګ نه) بند وساتئ او لمونځ قايموئ او زكات وركوئ، نو كله چې پر هغوى باندې جنګ كول فرض كړى شول (، نو) ناڅاپه په دغه وخت كې په هغو كې یوه ډله وه چې له خلقو نه وېرېدله، له الله نه د وېرېدلو په شان، یا (له دې نه هم) زیات وېرېدل، او ويې ويل:اى زمونږه ربه! تا پر مونږ باندې جنګ كول ولې فرض كړل؟ ولې ته مونږ ته تر نژدې مودې پورې مهلت نه راكوې؟ ته (ورته) ووایه: د دنیا فايده ډېره لږه ده او اخرت ډېر غوره دى د هغه چا لپاره چې پرهېزګاره شو او پر تاسو به د كجورې د هډوكې د نرى تار (قدرې) ظلم هم ونه كړى شي
  78. 4:78أَيْنَمَا تَكُونُوا۟ يُدْرِككُّمُ ٱلْمَوْتُ وَلَوْ كُنتُمْ فِى بُرُوجٍ مُّشَيَّدَةٍ ۗ وَإِن تُصِبْهُمْ حَسَنَةٌ يَقُولُوا۟ هَٰذِهِۦ مِنْ عِندِ ٱللَّهِ ۖ وَإِن تُصِبْهُمْ سَيِّئَةٌ يَقُولُوا۟ هَٰذِهِۦ مِنْ عِندِكَ ۚ قُلْ كُلٌّ مِّنْ عِندِ ٱللَّهِ ۖ فَمَالِ هَٰٓؤُلَآءِ ٱلْقَوْمِ لَا يَكَادُونَ يَفْقَهُونَ حَدِيثًاتاسو چې په هر ځاى كې یئ، مرګ به تاسو رالاندې كړي، اګر كه تاسو په سختو مضبوط كړى شويو قلاګانو كې يئ، او كه چېرې پر دوى څه خوشحالي راشي (، نو) وايي: دا د الله له جانبه ده او كه پر دوى څه سختي راشي (، نو) وايي: (اى نبي!) دا ستا له طرفه ده، ته (ورته) ووایه: دا هر څه (خوشحالي او تكلیف) د الله له خوا دي، نو پر دې قوم څه شوي دي چې نژدې نه دي چې پر څه خبره پوه شي
  79. 4:79مَّآ أَصَابَكَ مِنْ حَسَنَةٍ فَمِنَ ٱللَّهِ ۖ وَمَآ أَصَابَكَ مِن سَيِّئَةٍ فَمِن نَّفْسِكَ ۚ وَأَرْسَلْنَٰكَ لِلنَّاسِ رَسُولًا ۚ وَكَفَىٰ بِٱللَّهِ شَهِيدًاتا ته چې څه خوشحالي هم دررسېدلې ده، نو د الله له جانبه ده او تا ته چې څه تكلیف هم دررسېدلى دى، نو (هغه) ستا د نفس له جانبه دى او (اى نبي!) ته مونږه د خلقو لپاره رسول لېږلى يې او كافي دى الله (د) ګواه (په حیث)
  80. 4:80مَّن يُطِعِ ٱلرَّسُولَ فَقَدْ أَطَاعَ ٱللَّهَ ۖ وَمَن تَوَلَّىٰ فَمَآ أَرْسَلْنَٰكَ عَلَيْهِمْ حَفِيظًاچا چې د رسول اطاعت وكړ، نو یقینًا هغه د الله اطاعت وكړ او څوك چې (له اطاعت نه) وګرځېده، نو ته مونږه پر هغوى باندې څارونكى (نګهبان) نه يې لېږلى
  81. 4:81وَيَقُولُونَ طَاعَةٌ فَإِذَا بَرَزُوا۟ مِنْ عِندِكَ بَيَّتَ طَآئِفَةٌ مِّنْهُمْ غَيْرَ ٱلَّذِى تَقُولُ ۖ وَٱللَّهُ يَكْتُبُ مَا يُبَيِّتُونَ ۖ فَأَعْرِضْ عَنْهُمْ وَتَوَكَّلْ عَلَى ٱللَّهِ ۚ وَكَفَىٰ بِٱللَّهِ وَكِيلًااو دوى وايي: (زمونږ كار ستا) خبره منل دي، نو كله چې ستا له خوا نه ووځي (، بیا) په دوى كې یوه ډله د شپې مشورې كوي، له هغې خبرې نه غیر چې دوى كوله، او الله لیكي هغه خبرې چې دوى يې د شپې تدبیر كوي، نو ته له دوى نه مخ واړوه او پر الله باندې توكل وكړه او الله كافي دى كارساز
  82. 4:82أَفَلَا يَتَدَبَّرُونَ ٱلْقُرْءَانَ ۚ وَلَوْ كَانَ مِنْ عِندِ غَيْرِ ٱللَّهِ لَوَجَدُوا۟ فِيهِ ٱخْتِلَٰفًا كَثِيرًاایا نو دوى په قرآن كې غور نه كوي او كه چېرې دا د غیرالله له طرفه وَى، دوى به په ده كې خامخا ډېر زیات اختلاف موندلى و
  83. 4:83وَإِذَا جَآءَهُمْ أَمْرٌ مِّنَ ٱلْأَمْنِ أَوِ ٱلْخَوْفِ أَذَاعُوا۟ بِهِۦ ۖ وَلَوْ رَدُّوهُ إِلَى ٱلرَّسُولِ وَإِلَىٰٓ أُو۟لِى ٱلْأَمْرِ مِنْهُمْ لَعَلِمَهُ ٱلَّذِينَ يَسْتَنۢبِطُونَهُۥ مِنْهُمْ ۗ وَلَوْلَا فَضْلُ ٱللَّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُۥ لَٱتَّبَعْتُمُ ٱلشَّيْطَٰنَ إِلَّا قَلِيلًااو كله چې دوى ته د امن، یا وېرې څه خبره راشي، دوى هغه (خبره) نشر كړي او كه چېرې دوى هغه، خپل رسول ته او خپلو د كار خاوندانو (حاكمانو) ته رسولې وَى، (نو) خامخا په دوى كې به هغو كسانو دا (خبره) معلومه كړې وَى، څوك چې د دې استنباط او راوېستنه كوي او كه پر تاسو باندې د الله فضل او د هغه رحمت نه وَى، نو تاسو به خامخا د شیطان تابعداري كړې وه مګر لږو خلقو (به نه وه كړې)
  84. 4:84فَقَٰتِلْ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ لَا تُكَلَّفُ إِلَّا نَفْسَكَ ۚ وَحَرِّضِ ٱلْمُؤْمِنِينَ ۖ عَسَى ٱللَّهُ أَن يَكُفَّ بَأْسَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ ۚ وَٱللَّهُ أَشَدُّ بَأْسًا وَأَشَدُّ تَنكِيلًانو ته د الله په لاره كې جنګ كوه، ته يواځې د خپل نفس په هكله ذمه وار ګرځولى شې او مومنانو ته ترغیب وركړه، كېدى شي چې الله د هغو كسانو جنګ بند كړي چا چې كفر كړى دى، او الله ډېر سخت دى د جنګ په لحاظ او ډېر سخت دى د سزا وركولو په لحاظ
  85. 4:85مَّن يَشْفَعْ شَفَٰعَةً حَسَنَةً يَكُن لَّهُۥ نَصِيبٌ مِّنْهَا ۖ وَمَن يَشْفَعْ شَفَٰعَةً سَيِّئَةً يَكُن لَّهُۥ كِفْلٌ مِّنْهَا ۗ وَكَانَ ٱللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍ مُّقِيتًاچا چې سفارش وكړ، ښه سفارش، هغه ته به په دې (سفارش) سره (د ثواب) برخه وي او چا چې سفارش وكړ، بد سفارش (، نو) هغه ته به په دې سره (د ګناه) پېټی وي او الله له همېشه پر هر شي باندې قدرت لرونكى دى
  86. 4:86وَإِذَا حُيِّيتُم بِتَحِيَّةٍ فَحَيُّوا۟ بِأَحْسَنَ مِنْهَآ أَوْ رُدُّوهَآ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍ حَسِيبًااو كله چې تاسو ته په سلام ویلو سره دعا وكړى شي، نو تاسو له هغې نه غوره جواب وركړئ، یا همغه ور وګرځوئ ، بېشكه الله د هر شي ښه حساب كوونكى دى
  87. 4:87ٱللَّهُ لَآ إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ ۚ لَيَجْمَعَنَّكُمْ إِلَىٰ يَوْمِ ٱلْقِيَٰمَةِ لَا رَيْبَ فِيهِ ۗ وَمَنْ أَصْدَقُ مِنَ ٱللَّهِ حَدِيثًاالله (چې دى)، نشته هېڅ لايق د عبادت مګر يواځې هم دى دى، هغه به تاسو خامخا د قیامت ورځې ته راجمع كړي، چې په هغې كې هېڅ شك نشته او له الله نه په خبره كې ډېر رښتینى څوك دى؟
  88. 4:88۞ فَمَا لَكُمْ فِى ٱلْمُنَٰفِقِينَ فِئَتَيْنِ وَٱللَّهُ أَرْكَسَهُم بِمَا كَسَبُوٓا۟ ۚ أَتُرِيدُونَ أَن تَهْدُوا۟ مَنْ أَضَلَّ ٱللَّهُ ۖ وَمَن يُضْلِلِ ٱللَّهُ فَلَن تَجِدَ لَهُۥ سَبِيلًانو د منافقانو په باره كې پر تاسو څه شوي دي، چې دوه ډلې شوئ، حال دا چې الله هغوى د خپلو عملونو په سبب نسكور كړي دي، ایا تاسو غواړئ چې هغه كس په نېغه لار روان كړئ چې الله ګمراه كړى دى، او چې الله څوك ګمراه كړي، نو ته به هېڅ كله هم د هغه لپاره (نېغه) لار ونه مومې
  89. 4:89وَدُّوا۟ لَوْ تَكْفُرُونَ كَمَا كَفَرُوا۟ فَتَكُونُونَ سَوَآءً ۖ فَلَا تَتَّخِذُوا۟ مِنْهُمْ أَوْلِيَآءَ حَتَّىٰ يُهَاجِرُوا۟ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ ۚ فَإِن تَوَلَّوْا۟ فَخُذُوهُمْ وَٱقْتُلُوهُمْ حَيْثُ وَجَدتُّمُوهُمْ ۖ وَلَا تَتَّخِذُوا۟ مِنْهُمْ وَلِيًّا وَلَا نَصِيرًادوى خوښوي چې تاسو (هم) كافران شئ، لكه څنګه چې دوى كافران شوي دي، بیا به تاسو (ټول) یو شان شئ، نو تاسو له دوى نه هېڅ دوستان مه نیسئ تر هغه پورې چې دوى د الله په لار كې هجرت وكړي، نو كه دوى (د الله له لارې نه) وګرځېدل، نو تاسو دوى نیسئ او دوى وژنئ كوم ځاى چې تاسو دوى ومومئ او تاسو له دوى نه مه هېڅ دوست نیسئ او نه مدد كوونكى
  90. 4:90إِلَّا ٱلَّذِينَ يَصِلُونَ إِلَىٰ قَوْمٍۭ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَهُم مِّيثَٰقٌ أَوْ جَآءُوكُمْ حَصِرَتْ صُدُورُهُمْ أَن يُقَٰتِلُوكُمْ أَوْ يُقَٰتِلُوا۟ قَوْمَهُمْ ۚ وَلَوْ شَآءَ ٱللَّهُ لَسَلَّطَهُمْ عَلَيْكُمْ فَلَقَٰتَلُوكُمْ ۚ فَإِنِ ٱعْتَزَلُوكُمْ فَلَمْ يُقَٰتِلُوكُمْ وَأَلْقَوْا۟ إِلَيْكُمُ ٱلسَّلَمَ فَمَا جَعَلَ ٱللَّهُ لَكُمْ عَلَيْهِمْ سَبِيلًامګر هغه كسان چې له داسې قوم سره پیوند(تعلق) لري چې ستاسو په مینځ كې او د هغوى په مینځ كې معاهده (تړون) وي، یا هغوى تاسو ته راشي چې سینې يې له تاسو سره له جنګ كولو نه، یا له خپل قوم سره له جنګ كولو نه تنګې وي او كه الله غوښتلى (، نو) دوى به يې خامخا پر تاسو باندې زورور كړي وَى، بیا به دوى له تاسو سره خامخا جنګ كړى و، پس كه دوى له تاسو نه ډډه وكړي، نو له تاسو سره جنګ ونه كړي او تاسو ته د سولې درخواست وكړي، بیا نو الله تاسو لپاره پر دوى باندې هېڅ لار نه ده ګرځولې
  91. 4:91سَتَجِدُونَ ءَاخَرِينَ يُرِيدُونَ أَن يَأْمَنُوكُمْ وَيَأْمَنُوا۟ قَوْمَهُمْ كُلَّ مَا رُدُّوٓا۟ إِلَى ٱلْفِتْنَةِ أُرْكِسُوا۟ فِيهَا ۚ فَإِن لَّمْ يَعْتَزِلُوكُمْ وَيُلْقُوٓا۟ إِلَيْكُمُ ٱلسَّلَمَ وَيَكُفُّوٓا۟ أَيْدِيَهُمْ فَخُذُوهُمْ وَٱقْتُلُوهُمْ حَيْثُ ثَقِفْتُمُوهُمْ ۚ وَأُو۟لَٰٓئِكُمْ جَعَلْنَا لَكُمْ عَلَيْهِمْ سُلْطَٰنًا مُّبِينًاژر دى چې تاسو به نور خلق ومومئ چې هغوى غواړي چې له تاسو نه په امن (او بېغمه) شي او له خپل قوم نه (هم) په امن شي، هر وخت چې فتنې (كفر او وراني) ته وبلل شي، (نو) په هغې كې نسكور پرېوځي، نو كه دوى له تاسو نه په ډډه نه شول، او تاسو ته يې سوله پېش نه كړله او خپل لاسونه يې (له جنګ) نه بند نه كړل، بیا نو تاسو دوى نیسئ او دوى وژنئ كوم ځای چې تاسو دوى ومومئ او دغه خلق دي چې مونږ تاسو ته د دوى په خلاف (د جنګ كولو) ښكاره دلیل ګرځولى دى
  92. 4:92وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ أَن يَقْتُلَ مُؤْمِنًا إِلَّا خَطًَٔا ۚ وَمَن قَتَلَ مُؤْمِنًا خَطًَٔا فَتَحْرِيرُ رَقَبَةٍ مُّؤْمِنَةٍ وَدِيَةٌ مُّسَلَّمَةٌ إِلَىٰٓ أَهْلِهِۦٓ إِلَّآ أَن يَصَّدَّقُوا۟ ۚ فَإِن كَانَ مِن قَوْمٍ عَدُوٍّ لَّكُمْ وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَتَحْرِيرُ رَقَبَةٍ مُّؤْمِنَةٍ ۖ وَإِن كَانَ مِن قَوْمٍۭ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَهُم مِّيثَٰقٌ فَدِيَةٌ مُّسَلَّمَةٌ إِلَىٰٓ أَهْلِهِۦ وَتَحْرِيرُ رَقَبَةٍ مُّؤْمِنَةٍ ۖ فَمَن لَّمْ يَجِدْ فَصِيَامُ شَهْرَيْنِ مُتَتَابِعَيْنِ تَوْبَةً مِّنَ ٱللَّهِ ۗ وَكَانَ ٱللَّهُ عَلِيمًا حَكِيمًااو هېڅ مومن لره دا حق نشته چې بل مومن قتل كړي مګر دا چې په خطا سره وي، او چا چې مومن په خطا سره قتل كړ، نو د یو مومن څټ (مریي يا وینځې) ازادول لازم دي او دیت دى چې د هغه (مقتول) وارثانو ته به سپارلى شي، مګر دا چې هغوى (وارثان) يې معاف كړي، نو كه چېرې هغه ستاسو د دښمن له قوم ځنې وي او دا (مقتول) مومن وي، بیا نو د یو مومن څټ ازادول دي، او كه چېرې له داسې قوم ځنې وي چې ستاسو په مینځ كې او د هغوى په مینځ كې معاهده وي، نو بیا دیت دى چې د هغه وارثانو ته به سپارلى شي او مومن څټ (غلام يا وینځه) ازادول دي، نو چا چې دغه (څټ) ونه مونده، نو پرله پسې دوه میاشتې روژې نیول دي، د الله له جانبه د توبې لپاره او الله له همېشه ښه پوه، ښه حكمت والا دى
  93. 4:93وَمَن يَقْتُلْ مُؤْمِنًا مُّتَعَمِّدًا فَجَزَآؤُهُۥ جَهَنَّمُ خَٰلِدًا فِيهَا وَغَضِبَ ٱللَّهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُۥ وَأَعَدَّ لَهُۥ عَذَابًا عَظِيمًااو هغه څوك چې مومن په قصد (او ارادې) سره قتل كړي، نو د هغه سزا جهنم دى، چې همېشه به په هغه كې وي او الله پر ده باندې غضب كړى دى او پر ده يې لعنت كړى دى او د ده لپاره يې بېخي لوى عذاب تیار كړى دى
  94. 4:94يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ إِذَا ضَرَبْتُمْ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ فَتَبَيَّنُوا۟ وَلَا تَقُولُوا۟ لِمَنْ أَلْقَىٰٓ إِلَيْكُمُ ٱلسَّلَٰمَ لَسْتَ مُؤْمِنًا تَبْتَغُونَ عَرَضَ ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا فَعِندَ ٱللَّهِ مَغَانِمُ كَثِيرَةٌ ۚ كَذَٰلِكَ كُنتُم مِّن قَبْلُ فَمَنَّ ٱللَّهُ عَلَيْكُمْ فَتَبَيَّنُوٓا۟ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًااى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كله چې تاسو د الله په لار كې سفر كوئ، نو ښه تحقیق كوئ او څوك چې پر تاسو سلام واچوي، هغه ته دا مه وایئ چې ته مومن نه يې، تاسو د دنيايي ژوند سامان غواړئ، نو له الله سره ډېر زیات غنیمتونه دي، له دې نه مخكې تاسو هم همداسې وئ، بیا پر تاسو باندې الله فضل وكړ، نو ښه تحقیق كوئ، بېشكه الله په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ، ښه خبردار دى
  95. 4:95لَّا يَسْتَوِى ٱلْقَٰعِدُونَ مِنَ ٱلْمُؤْمِنِينَ غَيْرُ أُو۟لِى ٱلضَّرَرِ وَٱلْمُجَٰهِدُونَ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ بِأَمْوَٰلِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ ۚ فَضَّلَ ٱللَّهُ ٱلْمُجَٰهِدِينَ بِأَمْوَٰلِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ عَلَى ٱلْقَٰعِدِينَ دَرَجَةً ۚ وَكُلًّا وَعَدَ ٱللَّهُ ٱلْحُسْنَىٰ ۚ وَفَضَّلَ ٱللَّهُ ٱلْمُجَٰهِدِينَ عَلَى ٱلْقَٰعِدِينَ أَجْرًا عَظِيمًاپه مومنانو كې ناست خلق، چې تكلیف والا نه دي، (دوى) او د الله په لار كې په خپلو مالونو او ځانونو سره جهاد كوونكي سره برابرېدلى نه شي، الله په خپلو مالونو او ځانونو سره جهاد كوونكو ته په ناستو باندې په لويې مرتبې سره فضیلت وركړى دى، او له هر یو سره الله د ښې بدلې وعده كړې ده، او الله جهاد كوونكو ته په ناستو باندې په ډېر لوى اجر سره غوره والى وركړى دى
  96. 4:96دَرَجَٰتٍ مِّنْهُ وَمَغْفِرَةً وَرَحْمَةً ۚ وَكَانَ ٱللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًاچې د هغه (الله) له طرف نه مرتبې دي او بخښنه او مهرباني ده، او الله له همېشه بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى
  97. 4:97إِنَّ ٱلَّذِينَ تَوَفَّىٰهُمُ ٱلْمَلَٰٓئِكَةُ ظَالِمِىٓ أَنفُسِهِمْ قَالُوا۟ فِيمَ كُنتُمْ ۖ قَالُوا۟ كُنَّا مُسْتَضْعَفِينَ فِى ٱلْأَرْضِ ۚ قَالُوٓا۟ أَلَمْ تَكُنْ أَرْضُ ٱللَّهِ وَٰسِعَةً فَتُهَاجِرُوا۟ فِيهَا ۚ فَأُو۟لَٰٓئِكَ مَأْوَىٰهُمْ جَهَنَّمُ ۖ وَسَآءَتْ مَصِيرًابېشكه هغه كسان چې ملايكو د هغوى روحونه قبض كړل، په داسې حال كې چې پر خپلو ځانونو ظلم كوونكي وو، ورته وايي به: تاسو په څه حال كې وئ؟ دوى به وايي: مونږه په (هغې) ځمكه كې كمزوري كړى شوي وو، ورته وبه وايي: ایا د الله ځمكه فراخه نه وه چې تاسو په هغې كې هجرت كړى وَى، نو دغه خلق (چې دي) د دوى اوسېدنځاى جهنم دى او هغه د ورتلو بد ځاى دى
  98. 4:98إِلَّا ٱلْمُسْتَضْعَفِينَ مِنَ ٱلرِّجَالِ وَٱلنِّسَآءِ وَٱلْوِلْدَٰنِ لَا يَسْتَطِيعُونَ حِيلَةً وَلَا يَهْتَدُونَ سَبِيلًامګر هغه (په رښتیا) كمزوري كړى شوي سړي او ښځې او ماشومان، چې نه د هېڅ حیلې وَس لري او نه څه لاره مومي
  99. 4:99فَأُو۟لَٰٓئِكَ عَسَى ٱللَّهُ أَن يَعْفُوَ عَنْهُمْ ۚ وَكَانَ ٱللَّهُ عَفُوًّا غَفُورًانو دغه خلق (چې دي) امېد دى چې الله به هغوى ته معافي وكړي او الله له ازله ښه معافي كوونكى، ښه بخښونكى دى
  100. 4:100۞ وَمَن يُهَاجِرْ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ يَجِدْ فِى ٱلْأَرْضِ مُرَٰغَمًا كَثِيرًا وَسَعَةً ۚ وَمَن يَخْرُجْ مِنۢ بَيْتِهِۦ مُهَاجِرًا إِلَى ٱللَّهِ وَرَسُولِهِۦ ثُمَّ يُدْرِكْهُ ٱلْمَوْتُ فَقَدْ وَقَعَ أَجْرُهُۥ عَلَى ٱللَّهِ ۗ وَكَانَ ٱللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًااو چا چې د الله په لار كې هجرت وكړ (، نو) هغه به په ځمكه كې د اوسېدو ډېر ځایونه او فراخي ومومي او څوك چې له خپله كوره وځي، چې الله ته او د هغه رسول ته هجرت كوونكى وي، بیا مرګ دى رالاندې كړي، نو یقینًا د ده اجر په الله باندې ثابت شو، او الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى
  101. 4:101وَإِذَا ضَرَبْتُمْ فِى ٱلْأَرْضِ فَلَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ أَن تَقْصُرُوا۟ مِنَ ٱلصَّلَوٰةِ إِنْ خِفْتُمْ أَن يَفْتِنَكُمُ ٱلَّذِينَ كَفَرُوٓا۟ ۚ إِنَّ ٱلْكَٰفِرِينَ كَانُوا۟ لَكُمْ عَدُوًّا مُّبِينًااو كله چې تاسو په ځمكه كې سفر كوئ، نو پر تاسو باندې هېڅ ګناه نشته چې له لمانځه نه څه حصه كمه كړئ كه تاسو وېرېدلئ له دې نه چې كافران شوي خلق به تاسو په فتنه كې واچوي، بېشكه دغهكافران له شروع نه ستاسو ښكاره دښمنان دي
  102. 4:102وَإِذَا كُنتَ فِيهِمْ فَأَقَمْتَ لَهُمُ ٱلصَّلَوٰةَ فَلْتَقُمْ طَآئِفَةٌ مِّنْهُم مَّعَكَ وَلْيَأْخُذُوٓا۟ أَسْلِحَتَهُمْ فَإِذَا سَجَدُوا۟ فَلْيَكُونُوا۟ مِن وَرَآئِكُمْ وَلْتَأْتِ طَآئِفَةٌ أُخْرَىٰ لَمْ يُصَلُّوا۟ فَلْيُصَلُّوا۟ مَعَكَ وَلْيَأْخُذُوا۟ حِذْرَهُمْ وَأَسْلِحَتَهُمْ ۗ وَدَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ لَوْ تَغْفُلُونَ عَنْ أَسْلِحَتِكُمْ وَأَمْتِعَتِكُمْ فَيَمِيلُونَ عَلَيْكُم مَّيْلَةً وَٰحِدَةً ۚ وَلَا جُنَاحَ عَلَيْكُمْ إِن كَانَ بِكُمْ أَذًى مِّن مَّطَرٍ أَوْ كُنتُم مَّرْضَىٰٓ أَن تَضَعُوٓا۟ أَسْلِحَتَكُمْ ۖ وَخُذُوا۟ حِذْرَكُمْ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ أَعَدَّ لِلْكَٰفِرِينَ عَذَابًا مُّهِينًااو كله چې ته په دوى كې موجود يې، بیا ته دوى ته لمونځ ودروې، نوله دوى نه دې یوه ډله له تا سره ودرېږي او خپلې وسلې دې (هم له ځانه سره) ونیسي، نو كله چې دوى سجده وكړي، نو دوى دې ستاسو شا ته شي او هغه بله ډله دې راشي چې لمونځ يې نه دى كړى، نو هغوى دې له تا سره لمونځ وكړي او خپل د ساتنې سامان او خپلې وسلې دې (له ځانه سره) ونیسي، دغه كافران شوي خلق ارزو لري چې كاشكې تاسو له خپلو وسلو او خپلو سامانونو نه غافله شئ، بیا هغوى پر تاسو باندې په یو ځلي زوروره حمله وكړي. او پر تاسو باندې هېڅ ګناه نشته كه تاسو ته د باران په وجه څه تكلیف وي، یا تاسو بیماران یئ دا چې تاسو خپلې وسلې كېږدئ، او خپله بیداري (د ساتنې سامان) راكلكه كړئ، بېشكه الله د كافرانو لپاره سپكوونكى عذاب تیار كړى دى
  103. 4:103فَإِذَا قَضَيْتُمُ ٱلصَّلَوٰةَ فَٱذْكُرُوا۟ ٱللَّهَ قِيَٰمًا وَقُعُودًا وَعَلَىٰ جُنُوبِكُمْ ۚ فَإِذَا ٱطْمَأْنَنتُمْ فَأَقِيمُوا۟ ٱلصَّلَوٰةَ ۚ إِنَّ ٱلصَّلَوٰةَ كَانَتْ عَلَى ٱلْمُؤْمِنِينَ كِتَٰبًا مَّوْقُوتًابیا چې كله تاسو لمونځ ادا كړئ، نو الله یادوئ، په ولاړه او ناسته او په خپلو اړخونو باندې (چې پراته يئ)، بیا چې كله تاسو مطمئن (ډاډمن) شئ، نو لمونځ قايموئ (د اطمينان د حالت لمونځ) بېشكه لمونځ له شروع نه په مومنانو باندې په (معلومو) وختونو كې فرض كړى شوى دى
  104. 4:104وَلَا تَهِنُوا۟ فِى ٱبْتِغَآءِ ٱلْقَوْمِ ۖ إِن تَكُونُوا۟ تَأْلَمُونَ فَإِنَّهُمْ يَأْلَمُونَ كَمَا تَأْلَمُونَ ۖ وَتَرْجُونَ مِنَ ٱللَّهِ مَا لَا يَرْجُونَ ۗ وَكَانَ ٱللَّهُ عَلِيمًا حَكِيمًااو تاسو د دغو (كافرو) خلقو په لټون كې سستي (كمزوري) مه كوئ، كه تاسو یئ چې په تكليف كېږئ، نو بېشكه هغوى (هم) په تكليف كېږي، لكه څنګه چې تاسو په تكليف كېږئ او تاسو له الله نه د هغه څه امېد لرئ چې هغوى يې امېد نه لري او الله له همېشه ښه پوه، ښه حكمت والا دى
  105. 4:105إِنَّآ أَنزَلْنَآ إِلَيْكَ ٱلْكِتَٰبَ بِٱلْحَقِّ لِتَحْكُمَ بَيْنَ ٱلنَّاسِ بِمَآ أَرَىٰكَ ٱللَّهُ ۚ وَلَا تَكُن لِّلْخَآئِنِينَ خَصِيمًابېشكه مونږ تا ته كتاب په حقه سره نازل كړى دى، د دې لپاره چې ته د خلقو په مینځ كې فیصله وكړې په هغه څه سره چې الله تا ته ښودلي دي او ته د خیانت كوونكو لپاره جګړه كوونكى مه جوړېږه
  106. 4:106وَٱسْتَغْفِرِ ٱللَّهَ ۖ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ غَفُورًا رَّحِيمًااو له الله نه بخښنه غواړه، بېشكه الله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى
  107. 4:107وَلَا تُجَٰدِلْ عَنِ ٱلَّذِينَ يَخْتَانُونَ أَنفُسَهُمْ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يُحِبُّ مَن كَانَ خَوَّانًا أَثِيمًااو ته د هغو كسانو له طرفه جګړه مه كوه چې له خپلو ځانونو سره خیانت كوي، بېشكه الله له هغه چا سره مینه نه كوي چې ډېر خاين، سخت ګناهګار وي
  108. 4:108يَسْتَخْفُونَ مِنَ ٱلنَّاسِ وَلَا يَسْتَخْفُونَ مِنَ ٱللَّهِ وَهُوَ مَعَهُمْ إِذْ يُبَيِّتُونَ مَا لَا يَرْضَىٰ مِنَ ٱلْقَوْلِ ۚ وَكَانَ ٱللَّهُ بِمَا يَعْمَلُونَ مُحِيطًادوى (خپل جرمونه) له خلقو نه ډېر پټوي او له الله نه يې نه پټوي، حال دا چې هغه (الله) له دوى سره وي كله چې دوى د شپې د هغې خبرې په باره كې مشورې كوي چې هغه يې نه خوښوي، او الله هغو عملونو لره چې دوى يې كوي، راګېروونكى دى
  109. 4:109هَٰٓأَنتُمْ هَٰٓؤُلَآءِ جَٰدَلْتُمْ عَنْهُمْ فِى ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا فَمَن يُجَٰدِلُ ٱللَّهَ عَنْهُمْ يَوْمَ ٱلْقِيَٰمَةِ أَم مَّن يَكُونُ عَلَيْهِمْ وَكِيلًاواورئ! دا تاسو خلق یئ چې د دوى له طرفه مو په دنيايي ژوند كې جګړه وكړه، نو د قیامت په ورځ به له الله سره د دوى له طرفه څوك جګړه كوي؟ یا څوك به د دوى لپاره كارساز جوړېږي؟
  110. 4:110وَمَن يَعْمَلْ سُوٓءًا أَوْ يَظْلِمْ نَفْسَهُۥ ثُمَّ يَسْتَغْفِرِ ٱللَّهَ يَجِدِ ٱللَّهَ غَفُورًا رَّحِيمًااو هر څوك چې څه بد عمل وكړي یا پر خپل ځان ظلم وكړي، بیا له الله نه بخښنه وغواړي (، نو) الله به ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى ومومي
  111. 4:111وَمَن يَكْسِبْ إِثْمًا فَإِنَّمَا يَكْسِبُهُۥ عَلَىٰ نَفْسِهِۦ ۚ وَكَانَ ٱللَّهُ عَلِيمًا حَكِيمًااو هر څوك چې څه ګناه وكړي، نو بېشكه هم دا خبره ده چې د خپل ځان په ضرر يې كوي، او الله له همېشه ښه پوه، ښه حكمت والا دى
  112. 4:112وَمَن يَكْسِبْ خَطِيَٓٔةً أَوْ إِثْمًا ثُمَّ يَرْمِ بِهِۦ بَرِيًٓٔا فَقَدِ ٱحْتَمَلَ بُهْتَٰنًا وَإِثْمًا مُّبِينًااو هر څوك چې څه خطا وكړي، یا څه ګناه، بیا د هغې تور په (بل) بې ګناه پورې كوي، نو یقینًا هغه د غټ تهمت او ښكاره ګناه بار پورته كړ
  113. 4:113وَلَوْلَا فَضْلُ ٱللَّهِ عَلَيْكَ وَرَحْمَتُهُۥ لَهَمَّت طَّآئِفَةٌ مِّنْهُمْ أَن يُضِلُّوكَ وَمَا يُضِلُّونَ إِلَّآ أَنفُسَهُمْ ۖ وَمَا يَضُرُّونَكَ مِن شَىْءٍ ۚ وَأَنزَلَ ٱللَّهُ عَلَيْكَ ٱلْكِتَٰبَ وَٱلْحِكْمَةَ وَعَلَّمَكَ مَا لَمْ تَكُن تَعْلَمُ ۚ وَكَانَ فَضْلُ ٱللَّهِ عَلَيْكَ عَظِيمًااو كه په تا باندې د الله فضل او د هغه رحمت نه وَى (، نو) يقيناً په دوى كې یوې ډلې اراده كړې وه چې تا ګمراه كړي او دوى نه ګمراه كوي مګر خپل ځانونه، او تا ته هېڅ قسمه ضرر نشي دررسولى او الله پر تا باندې نازل كړى دى كتاب (قرآن) او حكمت (سنت) او تا ته يې هغه څه درزده كړي دي چې ته پرې نه پوهېدلې، او پر تا باندې د الله فضل ډېر لوى دى
  114. 4:114۞ لَّا خَيْرَ فِى كَثِيرٍ مِّن نَّجْوَىٰهُمْ إِلَّا مَنْ أَمَرَ بِصَدَقَةٍ أَوْ مَعْرُوفٍ أَوْ إِصْلَٰحٍۭ بَيْنَ ٱلنَّاسِ ۚ وَمَن يَفْعَلْ ذَٰلِكَ ٱبْتِغَآءَ مَرْضَاتِ ٱللَّهِ فَسَوْفَ نُؤْتِيهِ أَجْرًا عَظِيمًاهېڅ خیر نشته د هغوى په ډېرو پټو مشورو كې مګر هغه څوك چې حكم وكړي د صدقې كولو، یا د نېكۍ كولو، یا د خلقو په مینځ كې د اصلاح (روغې) كولو، او هر څوك چې دغه كارونه د الله د رضا لټولو لپاره وكړي، نو ژر ده چې هغه ته به مونږ ډېر لوى اجر وركړو
  115. 4:115وَمَن يُشَاقِقِ ٱلرَّسُولَ مِنۢ بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُ ٱلْهُدَىٰ وَيَتَّبِعْ غَيْرَ سَبِيلِ ٱلْمُؤْمِنِينَ نُوَلِّهِۦ مَا تَوَلَّىٰ وَنُصْلِهِۦ جَهَنَّمَ ۖ وَسَآءَتْ مَصِيرًااو هغه څوك چې له رسول سره مخالفت وكړي، وروسته له دې نه چې هغه ته نېغه لار ښه څرګنده شوه، او د مومنانو له لارې نه غیر د بلې (لارې) تابع شي (، نو) مونږ به دغه (كس) هغه څه ته وروګرځوو چې دى ورته ورګرځېدلى دى او جهنم ته به يې داخل كړو او هغه د ورتلو بد ځاى دى
  116. 4:116إِنَّ ٱللَّهَ لَا يَغْفِرُ أَن يُشْرَكَ بِهِۦ وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذَٰلِكَ لِمَن يَشَآءُ ۚ وَمَن يُشْرِكْ بِٱللَّهِ فَقَدْ ضَلَّ ضَلَٰلًۢا بَعِيدًابېشكه الله نه بخښي دا چې له هغه سره شریك ونیول شي او بخښي هغه (ګناهونه) چې له دې (شرك) نه كم دي، د چا لپاره چې يې وغواړي، او څوك چې له الله سره شریك ونیسي، نو یقینًا هغه ګمراه شو په ډېرې لرې ګمراهۍ سره
  117. 4:117إِن يَدْعُونَ مِن دُونِهِۦٓ إِلَّآ إِنَٰثًا وَإِن يَدْعُونَ إِلَّا شَيْطَٰنًا مَّرِيدًادوى له هغه (الله) نه غیر نه بلي مګر ښځې (ښځنومي بتان) او دوى نه بلي مګر سركښه شیطان
  118. 4:118لَّعَنَهُ ٱللَّهُ ۘ وَقَالَ لَأَتَّخِذَنَّ مِنْ عِبَادِكَ نَصِيبًا مَّفْرُوضًاالله پر هغه لعنت كړى دى او هغه (شیطان) وویل: زه به خامخا لازمًا ستا په بنده ګانو كې یوه مقرره برخه راګېروم
  119. 4:119وَلَأُضِلَّنَّهُمْ وَلَأُمَنِّيَنَّهُمْ وَلََٔامُرَنَّهُمْ فَلَيُبَتِّكُنَّ ءَاذَانَ ٱلْأَنْعَٰمِ وَلََٔامُرَنَّهُمْ فَلَيُغَيِّرُنَّ خَلْقَ ٱللَّهِ ۚ وَمَن يَتَّخِذِ ٱلشَّيْطَٰنَ وَلِيًّا مِّن دُونِ ٱللَّهِ فَقَدْ خَسِرَ خُسْرَانًا مُّبِينًااو زه به خامخا لازمًا هغوى ګمراه كوم او زه به هغوى خامخا لازمًا په ارزوګانو كې اچوم او زه به هغوى ته خامخا لازمًا حكم كوم، بیا به يقيناً هغوى د څارویو غوږونه څیروي او زه به ضرور هغوى ته حكم كوم، نو هغوى به ارومرو د الله په تخلیق كې تغییر (بدلون) راولي او چا چې له الله نه غیر شیطان دوست ونیوه، نو یقینًا هغه تاواني شو، ښكاره تاواني كېدل
  120. 4:120يَعِدُهُمْ وَيُمَنِّيهِمْ ۖ وَمَا يَعِدُهُمُ ٱلشَّيْطَٰنُ إِلَّا غُرُورًاهغه (شیطان) دوى ته وعدې وركوي او په ارزوګانو كې يې اچوي او شیطان دوى ته وعدې نه وركوي مګر د دوكې (او چل ول)
  121. 4:121أُو۟لَٰٓئِكَ مَأْوَىٰهُمْ جَهَنَّمُ وَلَا يَجِدُونَ عَنْهَا مَحِيصًادغه خلق دي چې د دوى استوګنه جهنم دى او دوى به له هغه نه هېڅ خلاصى ونه مومي
  122. 4:122وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّٰلِحَٰتِ سَنُدْخِلُهُمْ جَنَّٰتٍ تَجْرِى مِن تَحْتِهَا ٱلْأَنْهَٰرُ خَٰلِدِينَ فِيهَآ أَبَدًا ۖ وَعْدَ ٱللَّهِ حَقًّا ۚ وَمَنْ أَصْدَقُ مِنَ ٱللَّهِ قِيلًااو هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي ژر ده چې مونږ به دوى داسې جنتونو ته داخل كړو چې د هغو له لاندې ولِې بهیږي، چې دوى به په هغو كې تل ترتله وي، (دا) د الله حقه وعده ده او له الله نه په خبره كې څوك زیات رښتینى دى؟!
  123. 4:123لَّيْسَ بِأَمَانِيِّكُمْ وَلَآ أَمَانِىِّ أَهْلِ ٱلْكِتَٰبِ ۗ مَن يَعْمَلْ سُوٓءًا يُجْزَ بِهِۦ وَلَا يَجِدْ لَهُۥ مِن دُونِ ٱللَّهِ وَلِيًّا وَلَا نَصِيرًانه ستاسو په ارزوګانو څه كېږي او نه د اهلِ كتابو په ارزوګانو، (بلكې) چا چې هم بد عمل وكړ هغه ته به د دغه (بد عمل) بدله وركولى شي او هغه به ونه مومي د ځان لپاره له الله نه غیر هېڅ كارساز او نه څوك مدد كوونكى
  124. 4:124وَمَن يَعْمَلْ مِنَ ٱلصَّٰلِحَٰتِ مِن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَىٰ وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَأُو۟لَٰٓئِكَ يَدْخُلُونَ ٱلْجَنَّةَ وَلَا يُظْلَمُونَ نَقِيرًااو چې چا هم د نېكیو عمل وكړ، نر وي يا كه ښځه، خو چې مومن وي، نو دغه خلق به جنت ته داخلېږي او پر دوى به د كجورې د زړي د داغ هومره ظلم هم نه كېږي
  125. 4:125وَمَنْ أَحْسَنُ دِينًا مِّمَّنْ أَسْلَمَ وَجْهَهُۥ لِلَّهِ وَهُوَ مُحْسِنٌ وَٱتَّبَعَ مِلَّةَ إِبْرَٰهِيمَ حَنِيفًا ۗ وَٱتَّخَذَ ٱللَّهُ إِبْرَٰهِيمَ خَلِيلًااو د دين په لحاظ له هغه كس نه څوك زیات ښه دى، چې خپل مخ يې الله ته تابع كړ او هغه نېكي كوونكى و او د ابراهیم د ملت تابع شو، چې يواځې په حق پسې تلونكى و، او الله ابراهیم لره خلیل نیولى دى
  126. 4:126وَلِلَّهِ مَا فِى ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَمَا فِى ٱلْأَرْضِ ۚ وَكَانَ ٱللَّهُ بِكُلِّ شَىْءٍ مُّحِيطًااو خاص د الله لپاره دي هر هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هر هغه څه چې په ځمكه كې دي او الله هر شي لره ښه راګېروونكى دى
  127. 4:127وَيَسْتَفْتُونَكَ فِى ٱلنِّسَآءِ ۖ قُلِ ٱللَّهُ يُفْتِيكُمْ فِيهِنَّ وَمَا يُتْلَىٰ عَلَيْكُمْ فِى ٱلْكِتَٰبِ فِى يَتَٰمَى ٱلنِّسَآءِ ٱلَّٰتِى لَا تُؤْتُونَهُنَّ مَا كُتِبَ لَهُنَّ وَتَرْغَبُونَ أَن تَنكِحُوهُنَّ وَٱلْمُسْتَضْعَفِينَ مِنَ ٱلْوِلْدَٰنِ وَأَن تَقُومُوا۟ لِلْيَتَٰمَىٰ بِٱلْقِسْطِ ۚ وَمَا تَفْعَلُوا۟ مِنْ خَيْرٍ فَإِنَّ ٱللَّهَ كَانَ بِهِۦ عَلِيمًااو (اى نبي!) دوى له تا نه د ښځو په باره كې تپوس كوي، ته ووایه: الله تاسو ته د هغوى په باره كې فتوا دركوي او هغه (حكم هم راغلی دی) چې تاسو ته په كتاب كې تلاوت كولى شي د هغو یتیمو ښځو په باره كې چې تاسو هغوى ته د هغوى لپاره مقرر شوى (مهر) نه وركوئ او له هغوى سره د نكاح كولو رغبت لرئ او د كمزورو ماشومانو په باره كې (هم همدا حکم دی) او (بل حکم دی) په دې باره كې چې تاسو د یتیمانو لپاره په انصاف سره قايم اوسئ او تاسو چې څه نېكي كوئ، بېشكه الله په هغې باندې ښه عالم دى
  128. 4:128وَإِنِ ٱمْرَأَةٌ خَافَتْ مِنۢ بَعْلِهَا نُشُوزًا أَوْ إِعْرَاضًا فَلَا جُنَاحَ عَلَيْهِمَآ أَن يُصْلِحَا بَيْنَهُمَا صُلْحًا ۚ وَٱلصُّلْحُ خَيْرٌ ۗ وَأُحْضِرَتِ ٱلْأَنفُسُ ٱلشُّحَّ ۚ وَإِن تُحْسِنُوا۟ وَتَتَّقُوا۟ فَإِنَّ ٱللَّهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًااو كه چېرې یوه ښځه له خپل خاوند نه د زیاتي، یا مخ اړونې اندېښنه ولري، نو په دې دواړو باندې هېڅ ګناه نشته چې په خپل مینځ كې په څه شان هم روغه وكړي، او روغه كول ډېر غوره دي او نفسونه شومتیا ته حاضر كړى شوي دي او كه تاسو نېكي وكړئ او پرهېزګاره شئ، نو یقینًا الله پر هغو كارونو چې تاسو يې كوئ ؛ ښه خبردار دى
  129. 4:129وَلَن تَسْتَطِيعُوٓا۟ أَن تَعْدِلُوا۟ بَيْنَ ٱلنِّسَآءِ وَلَوْ حَرَصْتُمْ ۖ فَلَا تَمِيلُوا۟ كُلَّ ٱلْمَيْلِ فَتَذَرُوهَا كَٱلْمُعَلَّقَةِ ۚ وَإِن تُصْلِحُوا۟ وَتَتَّقُوا۟ فَإِنَّ ٱللَّهَ كَانَ غَفُورًا رَّحِيمًااو تاسو به كله هم (دا) وَس ونه لرئ چې د خپلو ښځو په مینځ كې (په هر لحاظ سره او د زړه په مينه کې) انصاف وكړئ اګر كه تاسو (د دې) حرص (هم) وكړئ، نو مه كږېږئ (یوې ته) پوره كږېدل، چې تاسو هغه (بله) پرېږدئ په شان د زوړندې كړى شوې او كه تاسو صلح وكړئ او پرهېزګاره شئ، نو بېشكه الله له همېشه ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى
  130. 4:130وَإِن يَتَفَرَّقَا يُغْنِ ٱللَّهُ كُلًّا مِّن سَعَتِهِۦ ۚ وَكَانَ ٱللَّهُ وَٰسِعًا حَكِيمًااو كه دواړه (ښځه او خاوند) له یو بل نه بېل شي (، نو) الله به هر یو په خپلې فراخۍ سره غني كاندي او الله له همېشه فراخۍ والا، ښه حكمت والا دى
  131. 4:131وَلِلَّهِ مَا فِى ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَمَا فِى ٱلْأَرْضِ ۗ وَلَقَدْ وَصَّيْنَا ٱلَّذِينَ أُوتُوا۟ ٱلْكِتَٰبَ مِن قَبْلِكُمْ وَإِيَّاكُمْ أَنِ ٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ ۚ وَإِن تَكْفُرُوا۟ فَإِنَّ لِلَّهِ مَا فِى ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَمَا فِى ٱلْأَرْضِ ۚ وَكَانَ ٱللَّهُ غَنِيًّا حَمِيدًااو خاص د الله لپاره دي هر هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هر هغه څه چې په ځمكه كې دي او یقینًا یقینًا مونږه هغو كسانو ته كلك حكم كړى دى چې له تاسو نه مخكې ورته كتاب وركړى شوى و او تاسو ته هم، چې له الله نه ووېرېږئ او كه تاسو كفر وكړئ، نو یقینًا خاص د الله لپاره دي هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هغه څه چې په ځمكه كې دي او الله له همېشه غني (او) ښه ستايل شوى دى
  132. 4:132وَلِلَّهِ مَا فِى ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَمَا فِى ٱلْأَرْضِ ۚ وَكَفَىٰ بِٱللَّهِ وَكِيلًااو خاص د الله لپاره دي هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هغه څه چې په ځمكه كې دي او الله ښه كافي دى كارساز
  133. 4:133إِن يَشَأْ يُذْهِبْكُمْ أَيُّهَا ٱلنَّاسُ وَيَأْتِ بَِٔاخَرِينَ ۚ وَكَانَ ٱللَّهُ عَلَىٰ ذَٰلِكَ قَدِيرًاكه هغه وغواړي تاسو به فنا كړي اى خلقو! او نور خلق به راولي او الله په دې باندې ښه قادر دى
  134. 4:134مَّن كَانَ يُرِيدُ ثَوَابَ ٱلدُّنْيَا فَعِندَ ٱللَّهِ ثَوَابُ ٱلدُّنْيَا وَٱلَْٔاخِرَةِ ۚ وَكَانَ ٱللَّهُ سَمِيعًۢا بَصِيرًاڅوك چې داسې دى چې د دنیا بدله غواړي، نو له الله سره د دنیا او اخرت دواړو بدله ده او الله ښه اورېدونكى، ښه لیدونكى دى
  135. 4:135۞ يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ كُونُوا۟ قَوَّٰمِينَ بِٱلْقِسْطِ شُهَدَآءَ لِلَّهِ وَلَوْ عَلَىٰٓ أَنفُسِكُمْ أَوِ ٱلْوَٰلِدَيْنِ وَٱلْأَقْرَبِينَ ۚ إِن يَكُنْ غَنِيًّا أَوْ فَقِيرًا فَٱللَّهُ أَوْلَىٰ بِهِمَا ۖ فَلَا تَتَّبِعُوا۟ ٱلْهَوَىٰٓ أَن تَعْدِلُوا۟ ۚ وَإِن تَلْوُۥٓا۟ أَوْ تُعْرِضُوا۟ فَإِنَّ ٱللَّهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًااى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! شئ تاسو قايم اوسېدونكي په انصاف باندې، ګواهي كوونكي د الله لپاره، اګر كه (دا ګواهي) ستاسو د خپلو ځانونو، يا مور و پلار او نژدې خپلوانو په خلاف وي، كه هغه (كس) مالداره وي، یا غریب وي، نو الله د دې دواړو ډېر خیر غوښتونكى دى، نو تاسو (له حق نه) د اوړېدلو لپاره د خواهشاتو پیروي مه كوئ او كه تاسو ژبې كږې كړئ، یا مخ واړوئ، نو یقینًا الله پر هغو كارونو چې تاسو يې كوئ ښه خبردار دى
  136. 4:136يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ ءَامِنُوا۟ بِٱللَّهِ وَرَسُولِهِۦ وَٱلْكِتَٰبِ ٱلَّذِى نَزَّلَ عَلَىٰ رَسُولِهِۦ وَٱلْكِتَٰبِ ٱلَّذِىٓ أَنزَلَ مِن قَبْلُ ۚ وَمَن يَكْفُرْ بِٱللَّهِ وَمَلَٰٓئِكَتِهِۦ وَكُتُبِهِۦ وَرُسُلِهِۦ وَٱلْيَوْمِ ٱلَْٔاخِرِ فَقَدْ ضَلَّ ضَلَٰلًۢا بَعِيدًااى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو پر الله ایمان راوړئ او د هغه پر رسول او پر هغه كتاب چې هغه په خپل رسول باندې نازل كړى دى او پر هغو كتابونو چې له ده نه يې مخكې نازل كړي دي، او څوك چې په الله سره كافر شي او د هغه په ملايكو او د هغه په كتابونو او د هغه په رسولانو او د اخرت په ورځ، نو یقینًا هغه ګمراه شو په ډېرې لرې ګمراهۍ سره
  137. 4:137إِنَّ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ ثُمَّ كَفَرُوا۟ ثُمَّ ءَامَنُوا۟ ثُمَّ كَفَرُوا۟ ثُمَّ ٱزْدَادُوا۟ كُفْرًا لَّمْ يَكُنِ ٱللَّهُ لِيَغْفِرَ لَهُمْ وَلَا لِيَهْدِيَهُمْ سَبِيلًۢابېشكه هغه كسان چې ایمان يې راوړ، بیا دوى كافر شول، بیا يې ایمان راوړ، بیا كافر شول، بیا دوى په كفر كې ښه مخ په وړاندې لاړل (، نو) الله كله هم داسې نه دى چې دوى ته بخښنه وكړي او نه داسې دى چې دوى به پر (نېغه) لاره روان كړي
  138. 4:138بَشِّرِ ٱلْمُنَٰفِقِينَ بِأَنَّ لَهُمْ عَذَابًا أَلِيمًامنافقانو ته زېرى وركړه چې بېشكه د دوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى
  139. 4:139ٱلَّذِينَ يَتَّخِذُونَ ٱلْكَٰفِرِينَ أَوْلِيَآءَ مِن دُونِ ٱلْمُؤْمِنِينَ ۚ أَيَبْتَغُونَ عِندَهُمُ ٱلْعِزَّةَ فَإِنَّ ٱلْعِزَّةَ لِلَّهِ جَمِيعًاهغه كسان چې له مومنانو نه غیر كافران دوستان نیسي، ایا دوى د هغوى په خوا كې عزت لټوي؟ نو بېشكه عزت ټول د الله لپاره دى
  140. 4:140وَقَدْ نَزَّلَ عَلَيْكُمْ فِى ٱلْكِتَٰبِ أَنْ إِذَا سَمِعْتُمْ ءَايَٰتِ ٱللَّهِ يُكْفَرُ بِهَا وَيُسْتَهْزَأُ بِهَا فَلَا تَقْعُدُوا۟ مَعَهُمْ حَتَّىٰ يَخُوضُوا۟ فِى حَدِيثٍ غَيْرِهِۦٓ ۚ إِنَّكُمْ إِذًا مِّثْلُهُمْ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ جَامِعُ ٱلْمُنَٰفِقِينَ وَٱلْكَٰفِرِينَ فِى جَهَنَّمَ جَمِيعًااو یقینًا هغه (الله) پر تاسو باندې په كتاب كې دا (حكم) نازل كړى دى چې كله تاسو د الله ایتونه واورئ، چې په هغو سره كفر كېږي او په هغو پورې مسخرې كېږي، نو تاسو له هغوى (كفر او استهزا كوونكو) سره مه كېنئ تر دې چې هغوى له دې نه سِوا (په نورو) خبرو كې مشغوله شي، بېشكه تاسو په دغه وخت كې د هغوى په شان یئ، بېشكه الله منافقانو او كافرانو ټولو لره په جهنم كې راجمع كوونكى دى
  141. 4:141ٱلَّذِينَ يَتَرَبَّصُونَ بِكُمْ فَإِن كَانَ لَكُمْ فَتْحٌ مِّنَ ٱللَّهِ قَالُوٓا۟ أَلَمْ نَكُن مَّعَكُمْ وَإِن كَانَ لِلْكَٰفِرِينَ نَصِيبٌ قَالُوٓا۟ أَلَمْ نَسْتَحْوِذْ عَلَيْكُمْ وَنَمْنَعْكُم مِّنَ ٱلْمُؤْمِنِينَ ۚ فَٱللَّهُ يَحْكُمُ بَيْنَكُمْ يَوْمَ ٱلْقِيَٰمَةِ ۗ وَلَن يَجْعَلَ ٱللَّهُ لِلْكَٰفِرِينَ عَلَى ٱلْمُؤْمِنِينَ سَبِيلًاهغه (منافقان) چې ستاسو په باره كې انتظار كوي، نو كه د الله له جانبه تاسو ته فتح حاصله شي، دوى وايي: ایا مونږ له تاسو سره ملګري نه وو؟ او كه چېرې د كافرانو لپاره څه برخه وي، (بیا نوكافرو ته) دوى وايي: ایا مونږ پر تاسو غالب شوي نه وو او (ایا) مونږ له مومنانو نه تاسو بچ نه كړئ؟ نو الله به ستاسو په مینځ كې د قیامت په ورځ فیصله كوي او الله به كله هم د كافرانو لپاره په مومنانو باندې (د غلبې) څه لار جوړه نه كړي
  142. 4:142إِنَّ ٱلْمُنَٰفِقِينَ يُخَٰدِعُونَ ٱللَّهَ وَهُوَ خَٰدِعُهُمْ وَإِذَا قَامُوٓا۟ إِلَى ٱلصَّلَوٰةِ قَامُوا۟ كُسَالَىٰ يُرَآءُونَ ٱلنَّاسَ وَلَا يَذْكُرُونَ ٱللَّهَ إِلَّا قَلِيلًابېشكه منافقان له الله سره دوكه كوي او الله له دوى سره دوكه كوونكى دى او كله چې دوى لمانځه ته پاڅېږي (، نو) سست (كاهلان) پاڅېږي، خلقو ته ځانونه ښیي او الله نه یادوي مګر ډېر لږ
  143. 4:143مُّذَبْذَبِينَ بَيْنَ ذَٰلِكَ لَآ إِلَىٰ هَٰٓؤُلَآءِ وَلَآ إِلَىٰ هَٰٓؤُلَآءِ ۚ وَمَن يُضْلِلِ ٱللَّهُ فَلَن تَجِدَ لَهُۥ سَبِيلًادوى د دې (كفر او اسلام) په مینځ كې زړه نازړه دي، نه (سم) د دوى په طرف دي او نه (سم) د هغوى په طرف دي او هغه څوك چې الله يې ګمراه كړي، نو ته به كله هم د هغه لپاره څه لار ونه مومې
  144. 4:144يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ لَا تَتَّخِذُوا۟ ٱلْكَٰفِرِينَ أَوْلِيَآءَ مِن دُونِ ٱلْمُؤْمِنِينَ ۚ أَتُرِيدُونَ أَن تَجْعَلُوا۟ لِلَّهِ عَلَيْكُمْ سُلْطَٰنًا مُّبِينًااى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! له مومنانو نه غیر كافرانو لره دوستان مه نیسئ، ایا تاسو غواړئ چې د الله لپاره د خپل ځان په خلاف ښكاره دلیل ثابت كړئ
  145. 4:145إِنَّ ٱلْمُنَٰفِقِينَ فِى ٱلدَّرْكِ ٱلْأَسْفَلِ مِنَ ٱلنَّارِ وَلَن تَجِدَ لَهُمْ نَصِيرًابېشكه منافقان د اور تر ټولو لاندینۍ طبقه كې دي او ته به كله هم د هغوى لپاره څوك مدد كوونكى ونه مومې
  146. 4:146إِلَّا ٱلَّذِينَ تَابُوا۟ وَأَصْلَحُوا۟ وَٱعْتَصَمُوا۟ بِٱللَّهِ وَأَخْلَصُوا۟ دِينَهُمْ لِلَّهِ فَأُو۟لَٰٓئِكَ مَعَ ٱلْمُؤْمِنِينَ ۖ وَسَوْفَ يُؤْتِ ٱللَّهُ ٱلْمُؤْمِنِينَ أَجْرًا عَظِيمًامګر هغه كسان چې توبه يې وېستله او د ځان اصلاح يې وكړه او پر (دین د) الله يې منګولې كلكې ولګولې او خپل دین يې د الله لپاره خالص كړ، نو دغه كسان به له مومنانو سره وي او ژر ده چې الله به مومنانو ته بېخي لوى اجر وركړي
  147. 4:147مَّا يَفْعَلُ ٱللَّهُ بِعَذَابِكُمْ إِن شَكَرْتُمْ وَءَامَنتُمْ ۚ وَكَانَ ٱللَّهُ شَاكِرًا عَلِيمًاالله تاسو ته په عذاب دركولو څه كوي كه تاسو شكر وباسئ؟! او ایمان راوړئ او الله له همېشه شكر قبلوونكى، ښه پوه دى
  148. 4:148۞ لَّا يُحِبُّ ٱللَّهُ ٱلْجَهْرَ بِٱلسُّوٓءِ مِنَ ٱلْقَوْلِ إِلَّا مَن ظُلِمَ ۚ وَكَانَ ٱللَّهُ سَمِيعًا عَلِيمًاالله د بدې خبرې ښكاره ویل نه خوښوي خو هغه كس چې ظلم پرې شوى وي (هغه معاف دى) او الله له همېشه ښه اورېدونكى، ښه پوه دى
  149. 4:149إِن تُبْدُوا۟ خَيْرًا أَوْ تُخْفُوهُ أَوْ تَعْفُوا۟ عَن سُوٓءٍ فَإِنَّ ٱللَّهَ كَانَ عَفُوًّا قَدِيرًاكه تاسو څه نېكي څرګندوئ، یا هغه پټه كوئ، یا د بدۍ په هكله معافي كوي، بېشكه الله له ازله ښه معافي كوونكى، ښه قادر دى
  150. 4:150إِنَّ ٱلَّذِينَ يَكْفُرُونَ بِٱللَّهِ وَرُسُلِهِۦ وَيُرِيدُونَ أَن يُفَرِّقُوا۟ بَيْنَ ٱللَّهِ وَرُسُلِهِۦ وَيَقُولُونَ نُؤْمِنُ بِبَعْضٍ وَنَكْفُرُ بِبَعْضٍ وَيُرِيدُونَ أَن يَتَّخِذُوا۟ بَيْنَ ذَٰلِكَ سَبِيلًابېشكه هغه كسان چې په الله او د هغه په رسولانو كافران كېږي او دوى غواړي چې د الله او د هغه د رسولانو په مینځ كې بېلتون وكړي او دوى وايي چې مونږ پر ځینو (رسولانو) ایمان راوړو او په ځینو كافر كېږو او دوى غواړي چې د دې (اسلام او كفر) په مینځ كې (بله) لار ونیسي
  151. 4:151أُو۟لَٰٓئِكَ هُمُ ٱلْكَٰفِرُونَ حَقًّا ۚ وَأَعْتَدْنَا لِلْكَٰفِرِينَ عَذَابًا مُّهِينًادغه كسان په رښتیا كافران دي او مونږه د كافرانو لپاره سپكوونكى عذاب تیار كړى دى
  152. 4:152وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ بِٱللَّهِ وَرُسُلِهِۦ وَلَمْ يُفَرِّقُوا۟ بَيْنَ أَحَدٍ مِّنْهُمْ أُو۟لَٰٓئِكَ سَوْفَ يُؤْتِيهِمْ أُجُورَهُمْ ۗ وَكَانَ ٱللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًااو هغه كسان چې پر الله او د هغه پر رسولانو يې ایمان راوړى دى او په دوى كې يې د هېڅ یو تر مینځه تفریق نه دى كړى، دغه كسان دي چې هغه (الله) به دوى ته د دوى ثوابونه ژر (او) يقينًا وركړي او الله له ازله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى
  153. 4:153يَسَْٔلُكَ أَهْلُ ٱلْكِتَٰبِ أَن تُنَزِّلَ عَلَيْهِمْ كِتَٰبًا مِّنَ ٱلسَّمَآءِ ۚ فَقَدْ سَأَلُوا۟ مُوسَىٰٓ أَكْبَرَ مِن ذَٰلِكَ فَقَالُوٓا۟ أَرِنَا ٱللَّهَ جَهْرَةً فَأَخَذَتْهُمُ ٱلصَّٰعِقَةُ بِظُلْمِهِمْ ۚ ثُمَّ ٱتَّخَذُوا۟ ٱلْعِجْلَ مِنۢ بَعْدِ مَا جَآءَتْهُمُ ٱلْبَيِّنَٰتُ فَعَفَوْنَا عَن ذَٰلِكَ ۚ وَءَاتَيْنَا مُوسَىٰ سُلْطَٰنًا مُّبِينًااهلِ كتاب له تا نه د دې مطالبه كوي چې ته پر دوى باندې له اسمانه یو كتاب نازل كړې، پس یقینًا دوى له موسٰی څخه له دې نه غټه مطالبه كړې وه، نو دوى (هغه ته) ویلي وو: ته مونږ ته الله ښكاره مخامخ وښیه، نو دوى د خپل ظلم په سبب تندر ونیول، بیا دوى سخى معبود ونیوه، وروسته له دې چې دوى ته ښې واضحې نښې راغلې، بیا مونږ دوى ته د دې معافي وكړه او مونږ موسٰی ته ښكاره غلبه (دلیل) وركړه
  154. 4:154وَرَفَعْنَا فَوْقَهُمُ ٱلطُّورَ بِمِيثَٰقِهِمْ وَقُلْنَا لَهُمُ ٱدْخُلُوا۟ ٱلْبَابَ سُجَّدًا وَقُلْنَا لَهُمْ لَا تَعْدُوا۟ فِى ٱلسَّبْتِ وَأَخَذْنَا مِنْهُم مِّيثَٰقًا غَلِيظًااو مونږ له دوى څخه د پخې وعدې اخيستلو لپاره د دوى له پاسه (د) طور (غر) راپورته كړ او مونږه دوى ته وویل: تاسو په دروازه كې داخل شئ، چې سجده كوونكي یئ او مونږه دوى ته وویل: تاسو د خالي په ورځ كې زیاتى مه كوئ او مونږه له دوى نه ډېره مضبوطه وعده واخيستله
  155. 4:155فَبِمَا نَقْضِهِم مِّيثَٰقَهُمْ وَكُفْرِهِم بَِٔايَٰتِ ٱللَّهِ وَقَتْلِهِمُ ٱلْأَنۢبِيَآءَ بِغَيْرِ حَقٍّ وَقَوْلِهِمْ قُلُوبُنَا غُلْفٌۢ ۚ بَلْ طَبَعَ ٱللَّهُ عَلَيْهَا بِكُفْرِهِمْ فَلَا يُؤْمِنُونَ إِلَّا قَلِيلًانو (دوى ته سزا وركړى شوه) په سبب د دوى د ماتولو خپل لوظ لره او د الله په ایتونو د كفر كولو او د نبیانو د ناحقه وژلو (په سبب) او د دوى د دې خبرې په سبب چې زمونږ زړونه ’’پرده بند‘‘ دي (داسې نه ده) بلكې الله د دوى د كفر په وجه پر هغو (زړونو) مهر لګولى دى، نو دوى ایمان نه راوړي مګر ډېر لږ
  156. 4:156وَبِكُفْرِهِمْ وَقَوْلِهِمْ عَلَىٰ مَرْيَمَ بُهْتَٰنًا عَظِيمًااو په سبب د دوى د كفر كولو او پر مریم باندې د بېخي لوى تهمت ویلو
  157. 4:157وَقَوْلِهِمْ إِنَّا قَتَلْنَا ٱلْمَسِيحَ عِيسَى ٱبْنَ مَرْيَمَ رَسُولَ ٱللَّهِ وَمَا قَتَلُوهُ وَمَا صَلَبُوهُ وَلَٰكِن شُبِّهَ لَهُمْ ۚ وَإِنَّ ٱلَّذِينَ ٱخْتَلَفُوا۟ فِيهِ لَفِى شَكٍّ مِّنْهُ ۚ مَا لَهُم بِهِۦ مِنْ عِلْمٍ إِلَّا ٱتِّبَاعَ ٱلظَّنِّ ۚ وَمَا قَتَلُوهُ يَقِينًۢااو د دوى د دې وینا په سبب چې بېشكه مونږه د مریمې زوى مسیح عیسٰی، د الله رسول وژلى دى، حال دا چې دوى نه هغه وژلى دى او نه يې په دار كړى دى او لېكن دوى ته هغه (وژل شوی کس له عیسٰی سره) مُشابِه كړى شوى و او بېشكه هغه كسان چې د عیسٰی په باره كې يې اختلاف كړى دى، خامخا د ده په هكله په شك كې دي، دوى ته د هغه په باره كې هېڅ علم نشته سِوا د (خپل) ګمان له پیروۍ نه او دوى هغه یقینًا نه دى وژلى
  158. 4:158بَل رَّفَعَهُ ٱللَّهُ إِلَيْهِ ۚ وَكَانَ ٱللَّهُ عَزِيزًا حَكِيمًابلكې الله هغه خپل طرف ته راپورته كړى دى او الله له ازله ډېر غالب، ښه حكمت والا دى
  159. 4:159وَإِن مِّنْ أَهْلِ ٱلْكِتَٰبِ إِلَّا لَيُؤْمِنَنَّ بِهِۦ قَبْلَ مَوْتِهِۦ ۖ وَيَوْمَ ٱلْقِيَٰمَةِ يَكُونُ عَلَيْهِمْ شَهِيدًااو نشته هیڅوك له اهلِ كتابو نه مګر چې هغه به خامخا لازمًا د ده له مرګ نه مخكې پر ده ایمان راوړي او د قیامت په ورځ به هغه (عیسٰی) په دوى باندې ګواه وي
  160. 4:160فَبِظُلْمٍ مِّنَ ٱلَّذِينَ هَادُوا۟ حَرَّمْنَا عَلَيْهِمْ طَيِّبَٰتٍ أُحِلَّتْ لَهُمْ وَبِصَدِّهِمْ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ كَثِيرًانو د یهودیان شويو خلقو د ظلم كولو په سبب مونږ پر هغوى باندې هغه پاكیزه څیزونه حرام كړل، چې د دوى لپاره (مخكې) حلال ګرځول شوي وو او په سبب د منع كولو د دوى ډېرو (خلقو) لره د الله له لارې نه
  161. 4:161وَأَخْذِهِمُ ٱلرِّبَوٰا۟ وَقَدْ نُهُوا۟ عَنْهُ وَأَكْلِهِمْ أَمْوَٰلَ ٱلنَّاسِ بِٱلْبَٰطِلِ ۚ وَأَعْتَدْنَا لِلْكَٰفِرِينَ مِنْهُمْ عَذَابًا أَلِيمًااو (په سبب) د دوى د سود اخيستلو، حال دا چې دوى له دې نه منع كړى شوي وو، او (په سبب) د دوى په ناحقه خوړلو د خلقو مالونو لره، او مونږه په دوى كې د كافرانو لپاره ډېر دردوونكى عذاب تیار كړى دى
  162. 4:162لَّٰكِنِ ٱلرَّٰسِخُونَ فِى ٱلْعِلْمِ مِنْهُمْ وَٱلْمُؤْمِنُونَ يُؤْمِنُونَ بِمَآ أُنزِلَ إِلَيْكَ وَمَآ أُنزِلَ مِن قَبْلِكَ ۚ وَٱلْمُقِيمِينَ ٱلصَّلَوٰةَ ۚ وَٱلْمُؤْتُونَ ٱلزَّكَوٰةَ وَٱلْمُؤْمِنُونَ بِٱللَّهِ وَٱلْيَوْمِ ٱلَْٔاخِرِ أُو۟لَٰٓئِكَ سَنُؤْتِيهِمْ أَجْرًا عَظِيمًاخو په دوى كې په علم كې پاخه خلق او مومنان، هغوى ایمان رواړي پر هغه (كتاب) باندې چې تا ته نازل كړى شوى دى او پر هغو (كتابونو) باندې چې له تا نه مخكې نازل كړى شوي دي او خصوصًا چې لمونځ قايموونكي دي او زكات وركوونكي دي او پر الله او پر ورځ د اخرت ایمان لرونكي دي، دغه خلق (چې دي) ، مونږ به خامخا دغو ته ډېر لوى اجر وركړو
  163. 4:163۞ إِنَّآ أَوْحَيْنَآ إِلَيْكَ كَمَآ أَوْحَيْنَآ إِلَىٰ نُوحٍ وَٱلنَّبِيِّۧنَ مِنۢ بَعْدِهِۦ ۚ وَأَوْحَيْنَآ إِلَىٰٓ إِبْرَٰهِيمَ وَإِسْمَٰعِيلَ وَإِسْحَٰقَ وَيَعْقُوبَ وَٱلْأَسْبَاطِ وَعِيسَىٰ وَأَيُّوبَ وَيُونُسَ وَهَٰرُونَ وَسُلَيْمَٰنَ ۚ وَءَاتَيْنَا دَاوُۥدَ زَبُورًابېشكه مونږ تا ته وحي كړې ده، لكه څنګه چې مونږ وحي كړې وه نوح ته او له هغه نه پس (نورو) نبیانو ته او مونږ وحي كړې وه ابراهیم او اسمعیل او اسحاق او یعقوب او د (هغوى) اولادې ته او عیسٰی او ایوب او یونس او هارون او سلیمان ته او مونږ داود ته زبور وركړى و
  164. 4:164وَرُسُلًا قَدْ قَصَصْنَٰهُمْ عَلَيْكَ مِن قَبْلُ وَرُسُلًا لَّمْ نَقْصُصْهُمْ عَلَيْكَ ۚ وَكَلَّمَ ٱللَّهُ مُوسَىٰ تَكْلِيمًااو (مونږ لېږلي وو) ډېر رسولان، چې یقینًا د هغوى احوال مونږ تا ته له دې نه مخكې بیان كړي دي او (نور) رسولان چې د هغوى احوال مونږ تا ته نه دي بیان كړي او الله له موسٰی سره خبرې كړي دي، واضحې خبرې
  165. 4:165رُّسُلًا مُّبَشِّرِينَ وَمُنذِرِينَ لِئَلَّا يَكُونَ لِلنَّاسِ عَلَى ٱللَّهِ حُجَّةٌۢ بَعْدَ ٱلرُّسُلِ ۚ وَكَانَ ٱللَّهُ عَزِيزًا حَكِيمًااو (مونږ لېږلي وو) رسولان، چې زېرى وركوونكي او وېروونكي وو، د دې لپاره چې د خلقو لپاره په الله باندې څه حجت پاتې نشي او الله له ازله ډېر غالب، ښه حكمت والا دى
  166. 4:166لَّٰكِنِ ٱللَّهُ يَشْهَدُ بِمَآ أَنزَلَ إِلَيْكَ ۖ أَنزَلَهُۥ بِعِلْمِهِۦ ۖ وَٱلْمَلَٰٓئِكَةُ يَشْهَدُونَ ۚ وَكَفَىٰ بِٱللَّهِ شَهِيدًالېكن الله ګواهي كوي پر هغه شي چې تا ته يې نازل كړى دى، چې دا يې په خپل علم سره نازل كړى دى، او ملايك (هم) ګواهي كوي او الله ښه كافي دى (په حیث د) ګواه
  167. 4:167إِنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ وَصَدُّوا۟ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ قَدْ ضَلُّوا۟ ضَلَٰلًۢا بَعِيدًابېشكه هغه كسان چې كافر شوي دي او د الله له لارې نه يې بندول كړي دي، یقینًا هغوى ګمراه شوي دي په ډېرې لرې ګمراهۍ سره
  168. 4:168إِنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ وَظَلَمُوا۟ لَمْ يَكُنِ ٱللَّهُ لِيَغْفِرَ لَهُمْ وَلَا لِيَهْدِيَهُمْ طَرِيقًابېشكه هغه كسان چې كفر يې كړى دى او ظلم يې كړى دى، الله داسې نه دى چې دوى به وبخښي او نه دا چې دوى به پر نېغه لار روان كړي
  169. 4:169إِلَّا طَرِيقَ جَهَنَّمَ خَٰلِدِينَ فِيهَآ أَبَدًا ۚ وَكَانَ ذَٰلِكَ عَلَى ٱللَّهِ يَسِيرًامګر پر لار د جهنم، چې دوى به په هغه كې تل ترتله وي او دا (كار) الله ته ډېر اسان دى
  170. 4:170يَٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ قَدْ جَآءَكُمُ ٱلرَّسُولُ بِٱلْحَقِّ مِن رَّبِّكُمْ فََٔامِنُوا۟ خَيْرًا لَّكُمْ ۚ وَإِن تَكْفُرُوا۟ فَإِنَّ لِلَّهِ مَا فِى ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ ۚ وَكَانَ ٱللَّهُ عَلِيمًا حَكِيمًااى خلقو! یقینًا تاسو ته د خپل رب له جانبه په حقه سره رسول راغلى دى، نو تاسو ایمان راوړئ، (دا به) تاسو لپاره ډېر غوره وي او كه تاسو كفر كوئ، نو یقینًا خاص د الله لپاره دي هر هغه څه چې په اسمانونو او ځمكه كې دي او الله له ازله ښه پوه، ښه حكمت والا دى
  171. 4:171يَٰٓأَهْلَ ٱلْكِتَٰبِ لَا تَغْلُوا۟ فِى دِينِكُمْ وَلَا تَقُولُوا۟ عَلَى ٱللَّهِ إِلَّا ٱلْحَقَّ ۚ إِنَّمَا ٱلْمَسِيحُ عِيسَى ٱبْنُ مَرْيَمَ رَسُولُ ٱللَّهِ وَكَلِمَتُهُۥٓ أَلْقَىٰهَآ إِلَىٰ مَرْيَمَ وَرُوحٌ مِّنْهُ ۖ فََٔامِنُوا۟ بِٱللَّهِ وَرُسُلِهِۦ ۖ وَلَا تَقُولُوا۟ ثَلَٰثَةٌ ۚ ٱنتَهُوا۟ خَيْرًا لَّكُمْ ۚ إِنَّمَا ٱللَّهُ إِلَٰهٌ وَٰحِدٌ ۖ سُبْحَٰنَهُۥٓ أَن يَكُونَ لَهُۥ وَلَدٌ ۘ لَّهُۥ مَا فِى ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَمَا فِى ٱلْأَرْضِ ۗ وَكَفَىٰ بِٱللَّهِ وَكِيلًااى اهلِ كتابو! تاسو په خپل دین كې غُلُوّ (زیاتى) مه كوئ او الله ته يواځې د حقې خبرې نسبت كوئ، یقینًا همدا خبره ده چې د مریمې زوى مسیح عیسیٰ خو بس د الله رسول دى او د هغه كلمه ده، چې هغه يې مریم ته غورځولې وه او د هغه (الله) له جانبه روح دى، نو تاسو پر الله او د هغه پر رسولانو ایمان راوړئ او تاسو مه وایئ چې (معبودان) درې دي، تاسو (له دې نه) منع شئ، تاسو لپاره به (دا) ډېره ښه وي، یقینًا همدا خبره ده چې الله یو معبود دى زه د هغه پاكي بیانوم له دې نه چې د هغه لپاره دې اولاد وي، خاص د هغه لپاره دي هر هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هر هغه څه چې په ځمكه كې دي او الله ښه كافي دى (په حیث د) كار ساز
  172. 4:172لَّن يَسْتَنكِفَ ٱلْمَسِيحُ أَن يَكُونَ عَبْدًا لِّلَّهِ وَلَا ٱلْمَلَٰٓئِكَةُ ٱلْمُقَرَّبُونَ ۚ وَمَن يَسْتَنكِفْ عَنْ عِبَادَتِهِۦ وَيَسْتَكْبِرْ فَسَيَحْشُرُهُمْ إِلَيْهِ جَمِيعًاهیڅكله به هم مسیح (دا د ځان لپاره) عار ونه ګڼي چې هغه دې د الله بنده وي او نه ملايك (دغه عار ګڼي) چې مقرب دي او څوك چې د هغه عبادت كول (د ځان لپاره) عار ګڼي او لويي كوي، نو ژر به هغه (الله) دوى خپل طرف ته ټول راجمع كړي
  173. 4:173فَأَمَّا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّٰلِحَٰتِ فَيُوَفِّيهِمْ أُجُورَهُمْ وَيَزِيدُهُم مِّن فَضْلِهِۦ ۖ وَأَمَّا ٱلَّذِينَ ٱسْتَنكَفُوا۟ وَٱسْتَكْبَرُوا۟ فَيُعَذِّبُهُمْ عَذَابًا أَلِيمًا وَلَا يَجِدُونَ لَهُم مِّن دُونِ ٱللَّهِ وَلِيًّا وَلَا نَصِيرًانو هر چې هغه كسان دي چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي‘ نو هغه به دوى ته د دوى اجرونه پوره وركړي او له خپل فضل نه به دوى ته (نور) زیات وركړي او پاتې شول هغه كسان چې عار يې وكړو او لويي يې وكړه، نو هغه به دوى ته ډېر دردوونكى عذاب وركړي او دوى به د خپلو ځانونو لپاره له الله نه سوا (بل) نه څوك دوست ومومي او نه مدد كوونكى
  174. 4:174يَٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ قَدْ جَآءَكُم بُرْهَٰنٌ مِّن رَّبِّكُمْ وَأَنزَلْنَآ إِلَيْكُمْ نُورًا مُّبِينًااى خلقو! یقینًا تاسو ته د خپل رب له جانبه لوى دلیل راغلى دى او مونږه تاسو ته واضحه رڼا نازله كړې ده
  175. 4:175فَأَمَّا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ بِٱللَّهِ وَٱعْتَصَمُوا۟ بِهِۦ فَسَيُدْخِلُهُمْ فِى رَحْمَةٍ مِّنْهُ وَفَضْلٍ وَيَهْدِيهِمْ إِلَيْهِ صِرَٰطًا مُّسْتَقِيمًانو هر چې هغه كسان دي چې پر الله يې ایمان راوړو او پر (دین د) هغه يې منګولې ښخې كړې، نو خامخا به هغه دوى په خپل رحمت او فضل كې داخلوي او د خپل ځان په طرف به يې په نېغه لار روانوي
  176. 4:176يَسْتَفْتُونَكَ قُلِ ٱللَّهُ يُفْتِيكُمْ فِى ٱلْكَلَٰلَةِ ۚ إِنِ ٱمْرُؤٌا۟ هَلَكَ لَيْسَ لَهُۥ وَلَدٌ وَلَهُۥٓ أُخْتٌ فَلَهَا نِصْفُ مَا تَرَكَ ۚ وَهُوَ يَرِثُهَآ إِن لَّمْ يَكُن لَّهَا وَلَدٌ ۚ فَإِن كَانَتَا ٱثْنَتَيْنِ فَلَهُمَا ٱلثُّلُثَانِ مِمَّا تَرَكَ ۚ وَإِن كَانُوٓا۟ إِخْوَةً رِّجَالًا وَنِسَآءً فَلِلذَّكَرِ مِثْلُ حَظِّ ٱلْأُنثَيَيْنِ ۗ يُبَيِّنُ ٱللَّهُ لَكُمْ أَن تَضِلُّوا۟ ۗ وَٱللَّهُ بِكُلِّ شَىْءٍ عَلِيمٌۢدوى له تا نه فتوٰی غواړي، ته (ورته) ووایه: الله تاسو ته د ’’كَلَاله‘‘ (بې پلاره او بې اولاده كس) په باره كې فتویٰ دركوي، كه یو سړى وفات شي او د هغه هېڅ اولاد نه وي او د هغه یوه خور وي، نو د هغې لپاره د هغه مال نیمه (حصه) ده چې هغه (مړي) پریښى دى او دا (سړى) د هغې (خور) (د ټول مال) وارث ګرځي كه د هغې هېڅ اولاد نه وي، بیا كه هغه دوه (خوېندې) وي، نو د هغوى لپاره (د ټول مال) دوه په درې برخې ده، له هغه (مال) نه چې هغه پریښى وي او كه چېرې هغوى څو وروڼه (خويندې) وي، سړي او ښځې، نو د نر لپاره د دوه ښځو د حصې په مثل (حصه) ده، الله تاسو ته ښه وضاحت كوي، چې تاسو ګمراه نشئ او الله پر هر شي ښه عالم دى
سورت واورئMishary Alafasy